آیا صوفیان، د سلفیانو بدیل دی؟

آیا صوفیان، د سلفیانو بدیل دی؟


ولي الله ملکزی

آیا صوفیزم د بودیزم کاپي ده؟ آیا تصوف د رهبانیت تسلسل دی؟ آیا تصوف بدعت او په دین کې دین دی؟ آیا صوفیان د سیاسي اسلام د پلویانو رقیبان دي؟ آیا کیداې شي چې یو کس دې هم صوفي وي او هم د واک په ګدۍ ناست واکمن؟ آیا په رښتیا ټول توندلاري د سلفي عقیدې پلویان دي؟

آیا د نړۍ ځواکمن هیوادونه، له همدې ډاره د سلفیانو په وړاندې د صوفیانو ملاتړ کوي؟ دا او دیته ورته ګڼ شمیر لا ځوابه پوښتنې شته چې د مذهبي ډلو د پیروانو په مباحثو او د دیني غورځنګونو د څیړونکو په لیکنو او مرکو کې وخت ناوخته مطرح کیږي. ما په دې لنډې څیړنې کې د احتیاط مضر تر سرحده هڅه کړې چې د بې طرفۍ لمن ټینګه ونیسم او د معتبرو سرچینو د روایت او درایت په سیوري کې د خپلې شړۍ څخه پښې د باندې نه کړم.
که څوک انګیري چې ګوندې صوفیزم، د بودیزم د ځان ځورونې او کړاو د فلسفې کاپي ده؛ نو ښايي چورلټه مبالغه او یو عیبجن تور واوسي. ځکه بودیزم په هیڅ رب، ماوراء الطبیعه، دوزخ او جنت باندې عقیده نه لري. مؤسس یې (گوتاما بودا) د هندویزم یو اصلاح غوښتونکې نیپالې شهزاده وو چې د خپلې مفکورې لپاره یې څه اصول ټاکلي: (ژوند، مرګ، نهیلي، شتون او زیږیدنه ټول غم دی. د غوسې او قهر په خاطر باید څوک مجازات نه شي، غوسه پخپله سزا ده او د آخرت او جهنم په نوم څه نشته). بله دا چې په برما (میانمار) او سیریلانکا کې د کرکجنو بودایانو ناکردې لا د هرچا په ذهن کې تازه دي. ځینو یې مسلمانان په ژوندینې وسیځل او چا یې جسدونه په درمسالونو کې ایره ایره کړل. نو هر ایماندار پوهیږي چې په اسلام کې دا ډول مفکوره هیڅ ځای نه لري. په تصوف کې ګوښيتوب او انزوا شته، خو د عیسائيت روحاني تسلسل نه دی. د مسیحي رهبانیت کومه یادونه چې د المائدې په سورت کې شوې، هغه د کلیسا د راهبانو او مذهبي سټو هویت دی او تثلیث یا درې ګونې باور د هغوئ د عقیدې محور ګڼل کیږي. خو د صوفیانو په هکله دغه ډول ارزونه ناسمه ده؛ ځکه د توحید عقیده د تصوف د ټولو سرلارو د طریقت او خلوت بنسټ دی.
تصوف کوم ټاکلې تاریخ او بنسټګر نه لري. د ابو ریحان البیروني له نظره هغه د یوناني فلسفې د صوفیا (حکمت او ځیرکۍ) څخه راغلې کلمه ده چې د عباسي خلیفه، مأمون الرشید په مهال یې سر راپورته کړ او په مزه مزه یې د دغه خلافت پراخه څنډې په خپل خم کې رنګ کړې. ولې تر ټولو زیاته وده یې په مرکزي آسیا، ترکیې او د افریقا په شمال کې وکړه. د الجزیرې د یو راپور له مخې، تصوف همدا نن یواځې په افریقا کې سل ملیونه پیروان لري. که د الْصُفَة څخه راغلې وي نو د اصحابو رضي الله عنهم د هغې بیوزلې ډلې پورې تړاو لري چې په نبوي جومات کې به اوسیدل او اَصحابُ الْصُفَة بلل کیدل؛ ابوهریرة یې تر ټولو مشهور صحابي دی. البته که د الصُوفْ څخه اخیستل شوې وي چې وړیو ته ویل کیږي، نو کلاسیکو صوفیانو به د زهد او ریاضت په خاطر په ګرم موسم کې هم وړين لباس اغوستلو، خو نن سبا چندان رواج نه لري.
نومیالۍ لیکواله، صفیه حلیم وايي: (تصوف ښايي يو غبرګون وي؛ د اسلام د خپرېدو په لومړي پړاو کې د اموي خلفاو د ژوند سټایل د نړۍ د نورو باچاهانو په شان وو. د دمشق او بيت المقدس په ماڼیو او دربارونو کې ژوند د اسلام د ساده ژوند او تعليماتو برعکس او د هغه مهال د عالمانو لپاره د منلو وړ نه وو. نو صوفیانو د شخړو په ځای، ځانونه له واکمنو او ښارونو ګوښه کړل؛ خو کله ناکله به د جذب او جلال په حالت کې شول) د بې شمیره بې پرې څیړنو پربنسټ، تصوف په دین کې یو ډول بدعت دی؛ خو د نوي دین ټاپه به ستره جفا او غټ ظلم وي. امام غزالي د تصوف په هکله وايي: (هر څوک چې د الله جل جلاله په اوآمرو او بندګۍ کې استقامت او د هغه له مخلوق سره نرمي او ښه سلوک وکړي، نو همدا تن رښتینې صوفي دی). سید علي هجويري (داتا ګنج بخش لاهوری) په کشف المحجوب کې ليکي: (صوفي هغه څوک دی چې په هغه کې د عبوديت معنا پخه شوې وي، د حق په مرسته له ناوړو اخلاقو ځان ژغوري او د حقيقت او شريعت د يو ځای کولو په هنر پوهیږي).
ځینې افراطي صوفیان دعوه لري چې ګویا اولنې صوفي، پخپله حضرت محمد (ص) دی چې د حِرَاءْ په سمڅې کې به یې زهد، خلوت او عبادت کولو. د دوئ له نظره، د فقهې او شریعت احکام د بدن د ظاهري اندامونو او مشاهدې سره تړلي دي؛ خو د تصوف کار له باطن او غیبي اسرارو سره دی چې پایله یې مکاشفه ده. دوئ فکر کوي چې غوث، ولي، قطب او ابدال په کائناتو کې د تصرف او بدلون واک لري؟ قطب، د شيعه مسلک د معصوم امام له مقام سره برابر دی او هیڅکله چیلنج کیدلاې نه شي. نو ځکه له هغه څخه ویریږي او د مراد ترلاسه کولو هیله ورڅخه لري. مګر د اهل سنت د اکثریت له نظره، مکاشفه، په غیب پوهیدل او له مړ انسان څخه د مرستې غوښتل، ناروا او خطرناکه عقیده ده. د هجرت په لومړنیو پیریو کې یواځې د مؤمن او مسلم لفظونه استعمالیدل؛ خو په دریمې پیړۍ کې د دغې ټرمنالوژۍ تر اړخه د زاهد او عابد کلمې هم ورزیاتې شوې. عارفان عشق ته د الهي امانت په سترګه ګوري او ګمان کوي چی الله تعالی انسان له عشقه پیدا کړیدی. بايَزيد بُسْطَامِي د صوفي پرځای د عارف کلمه وکاروله؛ باور يې درلود چې په دین کې له ایمان او اسلام وروسته مرتبه د احسان ده چې د زړه پاکي،‌ د نفس تزکیه او د ضمیر تصفیه یې مهم ارکان دي.
اهل طریقت د فرضي عباداتو پسې نڅا، قوالي او د چوپې خولې ذکر کوي چې مراقبه یې بولي او د الله د کلمې په ځای، یاهو وايي. ځینې صوفیان عقیده لري چې د کائناتو په هرې ذرې کې د الله ذات شتون لري کوم ته چې وحدت الوجود ویل کیږي؛ یعنې د انسان وجود هم د خالق د وجود يوه برخه ده؟ دوئ استدلال کوي چې حُبَاب یا بړبوکۍ د سمندر برخه ده خو جلا وجود هم لري؛ نو کله چې پوکڼۍ ماته شي سمندر شي. اوسمهال د اسلامي نړۍ په ۵۷ هیوادونو کې د تصوف ۸۰ طریقې مروجې دي چې ۲۶ فرقې یې پریمانه شهرت لري. د هند په لویې وچې او چم ګاونډ کې بریلویان، قادریان، چشتیان، سهروردیان، نقشبندیان او په عربانو کې التجانية، الشاذلية، الرفاعية او السنوسية د مذهبي اغیز او سیاسي وزن څخه برخمنې دي. له بل پلوه، الإباضية، الخوارج، المعتزلة، القدرية، الجبرية، الرافضة نورې هغه ډلې دي چې زیاتره یې دا مهال د تاریخ په تاخچو کې خوندي دي.
د مولانا رومي، خواجه انصاري، رحمان بابا او بایزید روښان له صوفیانه نظرياتو، یونانۍ فلسفې، الماني نیچه او د امریکا د ویلیم جیمز له څیړنو داسې ښکاري چې په عرفاني سلوک کې د تشدد لپاره ځای نشته او د جبر او اکراه په ځای، د زغم خبره میره بریښي. دا هم تر یو بریده سمه ده چې د صوفیانو غوڅ اکثریت په وسله والې مبارزې تکیه نکوي او د سیاسي اسلام سیالان هم نه دي. خو شواهد په ګوته کوي چې د دوئ ډیر مهم تاریخي شخصیت، منصور الحلاج په بغداد کې د عباسي خلیفه له خوا د «انا الحق» د نارې په خاطر نه، بلکې د سیاسي بغاوت او خلیفه د فرمان څخه د سرغړونې په تور اعدام شویدی. سلطان صلاح الدین ایوبي او سلطان محمود غزنوي ستر صوفیان وو، خو د برچې په مټ سلطنت ته ورسیدل. همدارنګه طالبان د دیوبند او تصوف د مختلفو طریقو سالکین دي، مګر د وسله مبارزې له لارې یې واک ونیو او له نورو ګوندونو سره د قدرت ویش ته چمتو نه ښکاري.
په تاریخي لحاظ، د سلف د کلمې لرغونتیا د تصوف له مسلک څخه ډیره پخوانۍ او ټول شموله ده. د فقهې د سترو مجتهدینو او د حدیث له امامانو سره، د سلف صالح لفظ تړل شوې او د مقام شاخص یې ګڼل کیږي. په عین حال کې، تصوف هم له دریمې هجري پيړۍ راهیسې د خلفاوو په دربارونو او د خانقاه په ډګر کې خپل ژور رول لوبولي او دمګړۍ ورته د نړۍ د ځواکمنو اړخونو پام ور اوښتې دی. په افغانستان باندې د شورويانو د وحشي یرغل او بیا د سپټمبر د تراژیدۍ راهیسې چې ویل کیږي عاملین یې د سلفي عقیدې پلویان وو، د اسلاموفوبیا او اسلامي ترهګرۍ نامرده اصطلاح د نړیوالو رسنیو د منځ ټکې او مهم بحث دی. د ځینو عربي هیوادونو ځواکمنو مشرانو، غالبا له همدې وجې له دوئ څخه واټن نیولې او د خپل واک او پالیسیو په وړاندې یې ګواښ ګڼي. په وروستیو لسیزو کې لیدل کیږي چې یو شمیر عرب واکمنان خپل صوفي مشربي وطنوال د تعلیم، قضا، فتوی او رسنیو په مهمو څوکیو باندې ګماري. همدا شان د نړۍ ګڼ شمیر قوي دولتونه د صوفیانو ملاتړ کوي او هغو ته د معتدل اسلام د یو بدیل په سترګه ګوري.
شک نه شته چې ترهګرۍ، اورپکو ډلو او افراطیانو تر هرچا زیات تاوان، خپل دین او خپلو ټولنو ته اړولې دی. د دې غوره امت ژور ټپونه هلته رغیدلاې شي، کله چې د قلم، اعتدال او یو بل د منلو نسخه وازمایل شي. د تصوف مسلک د انساني سلوک د مهارولو او روحي ډاډ د ترلاسه کولو لپاره یو درمل دی. خو په دې شرط چې د الله دنده، پیر او مرشد ته ونه سپارل شي او بنده د بنده ګې په دائرې کې بند پاتې شي.
—-----------------------------
یادونه: په مننې سره ما په دې لیکنې کې د الجزیرې له چینل، کشف المحجوب، الیوم السابع جریدې، دائرة المعارف او ګوګل څخه استفاده کړیده. همدارنګه، که لوستونکي وخت او علاقه لري، نو کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک، لنکد ان او د یوټیوب په چینل کې ولولي او وګوري؛ ادرس یې دا دی: Wali Malakzay




لوستل شوی 97 ځله