د زغم ګټې او تحمل او بردبارۍ ته اړتیا

د زغم ګټې او تحمل او بردبارۍ ته اړتیا

 پوهاند محمد بشیردودیال

( د زغم او تحمل د ورځې په مناسبت)

***

موږ په ټولنه کی ژوند کوو ، د ټولنیزوالي لومړنۍ ځانګړتیا یو بل سره په تساند، دوستۍ، او روغه جوړه کې  اوسیدل دي. د “انسان” کلمه له اُنس یعنې مینې، محبت، عاطفې او زغم څخه اخیستل شوی ده. زغم او حوصله د انسان  تر ټولو اوچته او د ستاینې وړ زړورتیا، روحی روغتیا، فکري ثبات او په احساساتو د حاکمیت او غلبی لویه نښه ده.

په داسی حال کی چی صبراو زغم( tolerance) یوه شخصی (انفرادی) مسئله ده، خو ټولنیز زغم یوه اجتماعی مسئله ده. په ټولنیز ژوند کی حوصله او زغم د انسان د عقلی او فکری بلوغ نښه او د پیاوړی ارادی ښکارندویه ده. صبر او زغم له عرفانی پلوه یو فضیلت دی چی د الله پاک په نزد لوی اجر او ثواب لری او الله (ج) په خپل پاک کلام کی فرمایلی چی الله له صابرانو سره دی. او له علمی پلوه صبر او زغم د کره شخصیت، متعالی فرهنګ، اوچت تهذیب او عالی اخلاقو یوه مجموعه ده چی د ملکوتی صفاتو لرونکی وګړی یی لری. د صبر او زغم بالمقابل وضعیت ته تاوتریخوالی  یا خشونت ( violence) ویل کیږی چی له عالی صفاتو سره په تضاد کی یو تند، غیر نورمال او یرغل کوونکی او کرکجن چلند دی چی ټولنیز ژوند کی د منلو وړ نه دی. تاوتریخوالی یا خشونت(violence )یوه منفی ټولنیزه پدیده ده. تحمل او زغم( tolerance) د بشری ټولنو د مسالمت آمیزه ژوند یو اصل دی. له تاوتریخوالی څخه د پاکی ټولنی د ایجاد لپاره یو شمیر داسی عاطفی او د سالم شخصیت د مناسب او معیاری تکوین چاپیریال ته ضرورت دی، چی په هغه کی د ټولنی راتلونکی نسل له هرډول تاوتریخوالی او ناوړه فزیکی او لفظی چلندونو سره نه پخلا کیدونکی او د تحمل او زغم لرونکی وروزل شی. په دی برخه کی د علمی او تحقیقاتی مرکزونو، روزنیزو ادارو او د ارواپوهنی  او حقوقی نهادونو رول او مسئولیت ډیر دروند او اغیزمن دی. په پرمختللو هیوادونو کی د خشونت د هر راز مظاهرو(نښو) د راڅرګندیدو په وړاندی په بیلابیلو تدابیرو باندی کار او څړنی کیږی، دبیلګی په توګه: د کوچنیوالی په دوره کی د سالم او عاطفی چاپیریال په هکله علمی څیړنی او په ټولنه کی د زغم دزیاتولو او د تاوتریخوالی د مخنیوی د لارو-چارو په هکله د څیړنو یادونه کولای شو. له دی څخه ښکاری چی په دې برخه کی د علمی مزاکزو رول ډیر مهم دی.  په دغې لیکنه کې په انسانی ټولنی او ټولنیز ژوند کی د حوصلی او زغم ښیګڼی او اړتیا ښودل شوی ده.

حوصلی او زغم ته په انګلیسی کی toleranceاو په پارسی دری کی همدیګر پذیری، مدارا او شکیبایی وایی چې دعربی د تحمل معادل ده. دا هغه حالت دی چی یو وګړی له ارادی او روحی پلوه په خپل ځان او خپلو حرکاتو حاکم او وکولای شی له هر ډول احساساتی، ویجاړوونکی، شخړه ییز حرکت څخه ډډه وکړی. زغم د ژوند هغه طرز دی چی له نورو همنوعانو سره په روغه جوړه،  تساند، صمیمیت او متقابل درناوی په فضا کی راشه درشه ولری، صبور وی، د واقعیتونو منونکی او د نورو د حق پيژندونکی او په ټولنه کی د هر چا حق ته درناوی کوونکی وی.

ټولنه  د وګړو هغه تجمع ده چې دوی د ګډو دوستانه اړیکو له مخې یو بل سره په همغږی او وفاق په دې مشترک چاپیریال کې، په ګډه ژوند کوي.

په دی توګه زغم، حوصله، بردباری او تحمل د ټولنیز ژوند بنسټ او مهم شرط دی، پرته له هغه سوله ییز،اجتماعی او په ګډه او روغه جوړی سره ژوند کول خپله معنا له لاسه ورکوی.  صبر او زغم یو انسانی ضرورت او واحد او متفق فرهنګ او یوه ټولنیز انرژی ده چې دعقلانی عمل کولو لپاره چاپیریال برابروی، له همدې امله یونسکو په ۱۹۹۵م.کال کې خپل ۲۸م کنفرانس کې، نن ورځ؛ یعنی د نومبر شپاړسمه د زغم  او مدارا نړیواله ورځ وبلله .

د صبر او زغم برعکس حالت تاوتریخوالی دی، چی په انګلیسی ورته” “violenceپه عربی کی ورته شقاوت، شرارت او عداوت ویل کیدای شی.

د ارواپوهنې د علم له نظره زغم د برید کولو، تاوتریخوالي او شقاوت څخه متفاوت حالت دی چې د نورمال وګړي د فکري ثبات او عاقلانه تفکر ثابتوونکی دی، خو تاوتریخوالی هغه حالت دی چې یو وګړی د ښه تصمیم نیولو ستونزه ولري. پورتني دواړه حالات د وګړي د شخصیت په تکوین، ښوونه او روزنه، فردي تجربه، روغتیايي حالت او دماغي حالت پورې اړه لري. یو نورمال شخص چې سالم کورنی او ټولنیز چاپیریال کې را لوی شوی وي او ټولنیزه روزنه یې ترلاسه کړې وي، ټولنیزو ادابو او  اخلاقو ته درناوی ولري، د صبر او زغم لرونکی وي، خو په غیر نورمال، له روحي پلوه ستونزمن او د ښوونې او روزنې او عاطفې له پلوه نیمګړی او غیرعادی شخص بیا شریر او د ټولنې لپاره تباه کوونکی وي. په حقیقت کې د ارواپــوهنې   (psychology) او ټولنپوهنې (sociology) د علومو څیړنې  اود بحثونو ډیره برخه د یو وګړي (فرد) چلند، تحمل، زغم او ټولینز توافق او اجتماعي ژوند باندې متمرکزه ده. دغو دواړو علومو تاوتریخوالی، شقاوت او شخړه روحي او اجتماعي غیرنورمال والی (abnormality) بللی ده، حال دا چې صبر او زغم یې د نورمال او عادي وګړي خصلت بللی دی.

  دا چې په عمومي توګه د ټولو ادیانو او مذاهبو دساتیر د زغم، صبر او روغې جوړې په هکله دی او له تاوتریخوالی او شخړې څخه د ډډې کولو او مخنیوی لپاره  یې هدایات او احکام صادر کړي، نو دا یوه له معنا ډکه او ژوره فلسفه لری. د اسلام د مبارک دین ریښتینی معنا او حکم هم سَلم او روغه جوړه ده. صبر د قرآن عظیم الشان یوه کلیدي کلمه ده چې اویا ځلې بیان شوې ده چې د ټولنیز ژوند یوه اخلاقي صفت یې ښودلی دی. الله (ج) خپل محبوب سرور کاینات محمد (ص) ته د صبر  او زغم حکم فرمایلی دی. ټولو انبیاوو ته د صبر او زغم هدایت ځکه شوی  دی، چې د بري او کامیابي راز په صبر او زغم کې دی. د اسلام د مبارک دین لوی درس همدا دی چې دمومن مسلمان نصب العین په صبر او زغم ترلاسه کیږی. د قصص الانبیا ډیره برخه د انبیا (ع) دصبر او زغم سرګذشتونه بیانوي. د بشریت تاریخ هغه ټولنې او انساني جوامع کامل او پرمختللي معرفي کوي چې په هغو کې صبر او زغم موجود وي. له مشرکینو سره دحضرت رسول (ص) د حدیبی  تړون، د مکې دفتح جریان چی مبارک پیغمبر د خپل لوی دښمن ( ابوسفیان) کور د امن محل اعلان کړ او  ویی فرمایل  چې هر هغه څوک که د ابو سفیان  کورته  پنا یوسی، نو په امان کې به وی.  یا هغه مشهور نکل چی یوې مشرکې ښځې به  په لاره  باندی  د تیریدو پرمهال د خپل کور خځلی د حضرت رسول اکرم په مبارکو جامو ور اچولی، چی یوه ورځ  بیا  دغې ښځې دا کار ونه کړ،  او مبارک پیغمبر دهغې پوښتنې ته ورغی ، کله چې علت  معلوم شو، نوهغه ناروغه شوی وه. دا ټول مثالونه  نه یواځې  دا چې د صبر او زغم ښوونه کوی ، بلکی  یو مدبرانه  سیاست هم څرګندوی چی  د اسلام د مبارک دین  فلسفه یی ثبوت کړی  او د اسلامی دعوت  د بری  راز پکی و. د اسلامی ټولنی د ثبات  او پرمختګ راز  په همدی صبر او زغم کی لټولای شو،  کوم چی د تاوتریخوالی او تشدد پرمهال  هیڅکله  دا  ثبات  او اعتبار نه دی  پاتی شوی.  د قران عظیم الشان داحکامو مطابق،  تاوتریخوالی، طغیان، سرکشی،فساد او نافرمانی  بلل شوی ده،  دا ځکه چې ټولنیز ثبات  له منځه وړی.  د اسلام مبارک دین په ټولنه کی  د وګړو  د آرام ژوند کولو او ښه توافق او تطابق په موخه  را استول شوی  او فلسفه یی   ټدولنیز ژوند بقا او دوام  دی.

نویو علمی تحقیقاتو، دشخړو د هواری  او دنیکو هلوخلو(مساعی جمیله)  مراکزو او  دسولی جوړلو( peace making) او سولی ساتنی (peace keeping)انستیتونو څیړنو  ښودلی ده چې د یوه نورمال وګړی ټولنیز توافق، له همنوعانو  سره  دسازګاری توانایی او په ټولنه کې  په تساند کی ژوند کول، په کړکیچ او ناوړه  حالاتو کې  د ده د مدیریت یو رمز بلل کیږی. دغو څیړنو صبر او زغم د انسانی ټولنی د یوه لوی مرام او د بشری تعالیمو د یوه مهم ماموریت په تو ګه ثابت کړی دی. زغم لرونکی  وګړی توپیرونو او د افکارو او نظریاتو تنوع ته درناوی لری، د افکارو آزادی ته  اجازه ورکوی، بل انسان ته هم لکه  د خپل ځان په شان حق قایلیږی چې ټولنه کې  ازاد ژوند  وکړي، نه نورو ته ازار او زیان ورسوی او نه خپل ځانته  ګواښ پېښ کړی.

ټولنپوهان وایی چې په ژوند کې بله هیڅ  ویره نشته،  یواځنی ویره  د یو انسان له تاوتریخوالی او تشدد څخه ده  او  ارواپوهنه   وایی چې  یو عادی  وګړی چې  روحی عذاب، عقدې  او ذهنی کشمکش څخه فارغ وی، په صداقت  سره  د ځان  او نورو ترمنځ توپیر درک کوی، د نظر اختلاف ته درناوی کوی او د ټولنیزو واقعیتونو په هکله عالی قضاوت کوی، له نورو سره  مینه  کوی،خپلو همنوعانو ته  درناوی کوی او په ټولنیز  ژوند کې صمیمیت او خوږوالی راولی. په  تاو تریخوالی او خشونت  سره هیڅکله څوک  خپله غوښتنه  او خبره په نورو نشی منلای او ملایم  او عادی فطرت، صمیمیت، صبر او زغم دا  فضا رامنځته کوی چی  د نورو پام ځانته واړوو  او خپله خبره په نورو باندی ومنو. تجربی ثابته کړېده چې بریالیتوب او په ټولنه کې محبوبیت  او نوروته خپل پیغام  رسول،  د تساند ،تسامح او تساهل په فضا کې  امکان  لری، نه دتاوتریخوالی  په وسیله !

ټولنیز زغم  او له نورو سره اړیکی ساتل د انسانانو یوه فطری او ذاتی اړتیا اود اجتماعی روابطو د ساتنی لپاره یواځینی لارده . په ټولنیز ژوند کی تسامح، تساهل، تساند او زغم یو شمیر بدلون موندونکو متحولینو (variables) پوری تړلی، لکه ښوونه او روزنه، اخلاقی ارزښتونه، ټولنیز ثبات، د عدالت شتون او روحی تعادل. ټولنیز ژوند سره توافق او جامعه پذیری یوه وړتیا او ریاضت ده چی باید هر وګړی یی تمرین او ترلاسه کړی.

زغم یو آګاهانه عمل (deliberate act) او پر نفس باندی د حاکمیت او د ځان اداره کولو (self restraint) یوه بڼه او له بدی او تعصب څخه د پرهیز یوه نښه ده. زغم انسانی کرامت یعنی بل انسان ته درناوی کول دی. صبر یوه ټولنیزه پانګه ده چی د صبر کوونکی یو عالی صفت بلل کیږی.

په سیاسی اړخ کی زغم یوه داسی ستراتيژي ده چی وروستۍ موخه یی د بری ترلاسه کول دی، خو تاوتریخوالی او تعصب د ځان وژنی په معنا ده. د زغم او صبر سیاسی اړخ تر اخلاقی، ټولنیز او اقتصادی اړخ څخه هم مهم دی، دا ځکه چی په سیاست او ديپلوماسی کی ژمنه، د مقابل لوری درناوی، ګډون کول، خبری اتری (negotiation) او توافق هغه ارزښتونه دی چی په زغم سره یی پایله خامخا بریالیتوب وی. د ټولنیز او سیاسی زغم ترڅنګ سازمانی زغم، هویتی زغم، د چلند زغم او مذهبی زغم هم یادولای شو. دا ټول د یوی سالمی ټولنې د ثبات او دوام لپاره ضروري دی او پایله یې بریالیتوب دی. سیاسي زغم یعنې په دیموکراتیکه فضا کې مقابل لوري ته حق ورکول، اخلاقي زغم یعنې د شخصیت د اصلي جوهر(کرکتر) څرګندول، هویتي زغم کې د هرچا تشخص ته درناوی شامل دی. په ادیانو کې هم همدا خبره صدق کوي. هغه ادیان چې د دعوت حکم پکې شته هغوی لا تر نورو زیات د زغم منونکي دي چې د اسلام د مبارک دین تاریخ یې یوه غوره بیلګه ده. که په مذهب کې زغم نه وي، نو معنا یې تعصب دی: چې الله (ج) تعصب رټلی دی او متعصب یې نه خوښیږي. د زغم پورتني ټول اړخونه د یوه وګړي له زده کړې، روزنې او عاطفې سره تړاو لري.  څومره چې پورتني صفات په لوړ برید کې وي، نو دغه ډول وګړي د متعالي شخصیت لرونکي بلل کیږي، له بده مرغه چې د مادیاتو او سیاسي اړ-دوړ او منفي سیالیو اوسني دوران کې پورتني متعالي ارزښتونه او عالي سجایا د کینې او عداوت د سیوري لاندې راغلی او انساني ژوند یې په زهرو لړلی دی.

د نتیجې  په توګه ویلای شو چې زغم او صبر په ټولنیز ژوند کې نه یواځې دا چې یوه اړتیا ده، بلکې یو عالی صفت دی. انسان په صبر او زغم سره خپلو د پام وړ موخو ته رسیدلای شي، خو عداوت نوره هم کرکه زیاتوي او په دغه ډول فضا کې مقابل لوري ته پیغام نه رسول کیږي یا هم پیغام سرچپه پایله ورکوي. زموږ کلتور ولسی ادب، متلونو، روایاتو او کیسو او نکلونو کې خشونت ته د ملامتی ګوته نیول شوی ده اوعدالت او ټولنیز مساوات ستایل شوی دی. باید عامه اذهان دی برخی ته متوجه شی. دې برخه کې علمی لیکنی، څیړنی او په ورکشاپونو، سیمناورونو اودپوهاوی غونډو کی پاملرنه یو لومړیتوب دی. په لوی افغانستان او دهغه په ګاونډ کې د زغم او مدارا لوی علمبرداران ستر ګاندهی او فخر افغان خان عبدالغفار خان وو. د دوی لار دی ژوندۍ اوله مشالونو ډکه وي.

 

لوستل شوی 39 ځله