د هندوستان ستره ډیموکراسي او د بلدوزر پالیسي

د هندوستان ستره ډیموکراسي او د بلدوزر پالیسي


لیکنه: ظفر الاسلام خان / الجزیره
ژباړه: وحید الله هجرت

هندوستان د خپلې خپلواکې له پیله، تل دعوه کوي چې ګوندې هغه په نړۍ کې د سترې ډیموکراسۍ هیواد دی. د ټولو پټو عیبونو او څرګندو نیمګړتیاوو سره سره، نړیوال انګیري چې هندوستان رښتیا هم همداسې دی. له هغه اړي ګړي او ناورین څخه سترګې پټوي چې په ۱۹۸۴م کال کې له سیهکانو سره وشو.

دا هم ورته بابیزه ښکاري چې په اویاییمې لسیزې، بیا په ۲۰۰۲م کې د ګجرات له مسلمانانو سره څه وشول او همدا اوس د هند د ناګڼلو قبیلو او طبقو سره څه روان دي؟ هند په دې ټولې مودې کې وکولای شول چې د خپل کرهڼیز او صعنتي پرمختګ د ځل بل له برکته؛ بهرنۍ دنیا په دې قانع کړه چې هرڅه سم دم دي او د اندیښنې وړ هیڅ خبره نه شته.
د ډیموکراسۍ د ټیکاو او پراختیا په لور د جواهر لال نهرو هڅې تر ډیره ځایه مثبتې او د یو ډول ملاتړ مستحقې دي، خو په عین وخت کې د تیرو پیریو د ترږمیو عاشقان ټینګار کوي چې د بهارت د مستقبل لپاره ښه ماډل، د هغه ماضي ده. دوئ فکر کوي چې د دغو پرمختللو توغندیو، الوتکو، عصري طبابت او د یو انسان په وجود کې د بل انسان د اعضاوو له پیوند څخه د هند لرغوني قوانین غوره دي. دوئ د هند لپاره هغه قوانین خوښوي چې په مانو (د سنسکریتي ژبې د دارما قانون) کې راغلي؛ چیرته چې انساني ټولنه په طبقاتو ویشل کیږي او ښځینه ذات له نر څخه کم ګڼل کیږي. همدا رنګه دغه ډول خلک د هندوستان درې رنګې جنډه د خپل هیواد لپاره بد فال بولي او پر ځای یې زعفران رنګي بیرغ ته ترجیح ورکوي.
د دغې نظریې خلکو د RSS په نوم یو غښتلې سازمان جوړ کړی؛ سیاسي څانګه یې بهارتیا جنتا پارټي (د هند د ولس ګوند) نومیږي او له ۲۰۱۴م کال راهیسې په هندوستان کې واکمنه ده. دغه خلک د « دُورْګا » عبادت کوي او هغه د ځواک معبود او إله بولي !! همدا شان د دغې عقیدې معتقدین په کال کې یوځل د وسلې عبادت هم کوي چې د زور واکۍ او برلاسې سبمول دی. دوئ دا باور هم لري چې هند / بهارت یواځې د هندوانو لپاره دی؛ مسلمانان، مسیحیان او د نورو ادیانو پیروان دلته هیڅ ځای نه لري او که پاتې کیږي، نو په هغه څه دې بسیا وکړي چې دوئ ته ورکول کیږي او اضافي غوښتنې دې نه کوي.
له ۲۰۱۴م کال راهیسې چې دغه ګوند په واک کې دی، په سلګونو مسلمانان په دې تور ووژل شول چې غوا ګانې یې حلالې کړې او د هغو غوښه یې خوړلې ده. همدا رنګه په مسلمانانو باندې تور لګوي چې هندوان اسلام ته اړوي او له هندو مذهبو پیغلو سره ودونه کوي. دغه ګوند په ښوونیزو مرکزونو کې مسلمانو نجونو ته د حجاب اجازه نه ورکوي، له تعلیمي نصاب څخه هرهغه څه حذف کوي چې د مسلمانانو د تاریخ او معرفت سره تړاو لري. همدا شان د هغو ښارونو او مشهورو ځایونو نومونه بدلوي چې اسلامي بڼه لري او یا د مسلمانانو له خوا ورباندې ایښودل شویدي. په ملیونونو مسلمانان د خپل ملي هویت او تذکرو څخه محرومیږي، کورونه او دکانونه یې په بلدوزرو ړنګیږي او د اسلام د ستر پیغمبر،‌ اسلامي معتقداتو، ارزښتونو او مقدساتو سپکاوې کیږي. له مسیحیانو سره په دې خاطر ډاګیز مخالفت نه کیږي چې دلته د لویدیځو هیوادونو سفارتونه شتون لري او د هغوئ غږ اوریدل کیږي. خو مسلمانان، د بد سترګو او بخیلو انسانانو د دسترخوان د یتیمانو په څیر دي چې څوک یې د پوښتنې نه شته.
دا لومړې کرت نه دی چې په اترا پردیش کې د مسلمانانو کورونه له خاورو سره برابریږي، بلکې په کشمیر او نورو صوبو/ ایالتونو کې دغه پالیسي لا ډیره مخینه لري. په رام پور کې د جوهر د پوهنتون ډیره برخه رانسکوره شوه چې بنسټګر یې پخوانی وزیر، محمد اعظم خان دی. نوموړې ۲۷ میاشتې پرته له کومې ګناه څخه په زندان کې وساتل شو چې بیا د سترې محکمې په حکم له زندان څخه راووت.
د ډهلي ستر وزیر، کجریوال په جار سره وايي:( دلته په پلازمینې کې ۷۰ سلنه ودانۍ د جوړیدو قانوني اجازه نه لري). ولې د درد خبره دا ده چې یواځې د مسلمانانو ودانۍ او آبادي په نښه کیږي او نور نادیده ګڼل کیږي. د وروستیو دوو اونیو په ترڅ کې، د اترا پردیش ترڅنګ په لسو نورو ایالتونو «صوبو» کې د حضرت رسول اکرم (ص) د سپکاوي په ضد راوتلي زرګونه مظاهره کونکي بندیان شول او کورونه او تجارتي مرکزونه یې په بلدوزرو ړنګ شول. هندي چارواکي د بهرنیو سیاسي فشارونو په وړاندې د خپلې بیوسۍ غچ، له دغو بې کسو مسلمانو هیواد والو څخه اخلي چې غږ یې نه زور لري، نه شور.
سیاسي څارونکي په دې باور دي چې د بهرنیو هیوادونو د اعتراضونو او مخالفتونو په سیوري کې، د هندي چارواکو له خوا د مسلمانانو د رټلو او ګوښه کولو دغه پالیسي ښايي همداسې روانه و اوسي. ځکه د ۱۵٪ مسلمان اقلیت په وړاندې د ۸۰٪ هندو اکثریت خوښي او رضایت ډیر مهم دی. دغه ګوند خپل ولس په وهم او بدګمانۍ کې ساتي ترڅو په را روانو ټولټاکنو کې د دغه ګوند بریا خوندي کړي. دوئ خپل هیوادوال ډاروي چې ګوندې مسلمانان به اکثریت شي او ستاسې سیاسې واک به بیا د هغوئ لاس ته ورشي؛ کوم چې له حقیقت څخه ډیر لیری دی.
هرڅه چې وي، د واکمن ګوند له خوا دا د بلدوزر ویجاړوونکي پالیسي چې په غیر قانوني ډول په کار اچول شوې؛ د ځنګل قانون ته ورته ده. دغه د راچپه کولو او نسکورولو سیاست به د هند د سترې ولسواکۍ افسانه د همدغو ړنګو ودانیو لاندې خښه کړي.
—----------------------------------------
دا څیړنیزه مقاله د هندوستان مشهور سیاستوال او ژورنالست، ظفر الاسلام خان لیکلې او د الجزیرې نړیوالې شبکې د همدې کال د جون په شپاړلسمې نیټې خپره کړیده. ظفر الاسلام د هند د نومیالي شخصیت،‌ وحید الدین خان زوی دی چې د ۲۰۰۱م کال په اپریل کې وفات شو.







لوستل شوی 42 ځله