د رخصتیو په ورځو کې دمحصلانو او استادانو بوخیتا

د رخصتیو په ورځو کې دمحصلانو او استادانو بوخیتا

 

دودیال 

په افغانستان کې د لیندۍ د میاشتې له اتمې (نن) څخه وروسته پوهنتونونه بیا رخصت شول. محصلانو داسې انګیرله چې د تیرو کرونایی څلورو میاشتو رخصتې به جبران کړی، پوهنتونو هم تشدیدی تدریس ته ملا تړلې وه، خو د کرونا دوهمې څپې روان سمستر هم ځنډ او خنډ سره مخ کړ. آمده ره ردی نیست/ له پېښې تېښټه نسته !

مهمه  دا ده چې له وخت څخه  استفاده وشي. زه په دغه لیکنه کې دتیرې څلور میاشتنۍ رخصتی یوه شخصی تجربه لیکم؛ ممکن ډیر لوستونکی یی نه ولولی او نه یې خوښه کړي.

تیرو رخصتیو کې مو ډیره هڅه وکړه چې تدریس په انلاین بڼه پر مخ بوځو؛ ما په خپله درسې مواد برابرول او آنلاین مې شریکول، خو پایله سمه رانغله.  محصلانو ډیرې ستونزی درلودی. دکرونا له رخصتۍ مخکې ما څلورو ټولګیو کې څلور بیلابیل مضامین تدریسول. زه به د خپل یوه ټولګی تجربه یاده کړم:

 دغه ټولګی کې ۱۲۰تنه محصلان وو، شل یې نجونی او نور هلکان وو. کله چی رخصتی پای ته ورسیده، پرته له شپږو تنو، نور یو محصل هم انلاین تدریس څخه ګټه پورته نه کړه. درې نورمضامین مې چې تدریسول، دهغو هم همدا حال و.  دوی د انترنیت، بریښنا او نابلدی ستونزی بیان کړې. تر دې هم ځوروونکی یې دا وه چې ټول په اظطراب کې وو. زما د محاسبې له مخې موږ په دغه ټولګي کې په حقیقت کې ۱۵۰۰۰ورځې ضایع کړی!  ځکه د ټولګی شمیر ۱۲۰ تنه وو، څلور میاشتی رخصتی هم همدومره ورځې، نو:   ۱۲۰ x  ۱۲۰=۱۵۰۰۰

که دټول هیواد په کچه محاسبه وشي، د وخت ډیر ضایعات مو لرل. تراوسه د افغانستان په شرایطو کې حضوری تدریس معمول دی او محصلان ورسره عادت دي، دوی غواړی چې لکچر ته کیني، که ضرورت و نوټ واخلي، په اخر کی پوښتنې وکړی، ورکړل شوی درسی مواد(درسي کتاب، دپرزنتشنونو پرنت چې دوی ورته چپتر وایی او نور) ترلاسه، دپوهنتون له کتابتون څخه صرف هغه کتابونه واخلی چې استاد ورته په ټولګی کې د مرستندویه او اخځ په توګه ښودلی(نور کتابونه نه ګوري)، کورنۍ دندې دنمرو په خاطر اجرا کړی، پایله او محتوا پسې یې نه ګرځي. په پای کی دسمستر فاینل ازموینی ته منتظر وي چې ازموینه ورکړی او بل لوړ ټولګی ته بریالی شی. باید محصلان د رخصتی په دغه ناغوښتل شوی دوره کې په کلکه ځیرکړو چې له دغو ورځو اعظمی استفاده وکړي. ما څه کول؟

 پرته له دې چې آنلاین درسی مواد مې برابر کړل، له رخصتیو په استفادی مې (د ادارې او مدیریت ډکشنری) بشپړه کړه او (Aksos Bookاکسوس نشراتي مرکز) یې په چاپ اقدام وکړ،  په دغه موده کې دولس مقالې بشپړې شوې او دویلیام دال ریمپل (WilliamDalrymple) تاریخ وزمه کتاب مې وکوت. دا کتاب د(RETURN of aKING) عنوان لاندې و. دعلمی ترفیع لپاره څلور ژباړل شوی او تالیف شوی علمی آثار مې وکتل او تقریظ می ورته ولیک، د یوه نوي درسی کتاب لپاره مې پلان برابر او اوس کار ورباندی روان دی. له دې پرته می د سهار ترلمانځه وروسته د انګړ په کوچنۍ باغچه کې نیم ساعت فزیکی کار کاو، ترڅو به ماشومان انګړ ته راوتل کله کله مې دچرګانو پالنه هم کوله(کورکې شپږچرګان لرو). تیلفون څخه مې ترپخوا ډیرکار اخیست، خو خبرې مې پکې لنډې(اقتصادی) کولې، تلویزیون ته نه کیناستم، فقط خپله کوچنۍ راډیو کې مې ازادی رادیو اوریده، د راډیوګانو مرکو ته حاضریدم، شین چای او هره ورځ مې نیم ساعت لمر نه هیراو. یوه اونۍ دلوړوزده کړو وزارت کې، چې ټولنیزه فاصله مو رعایتوله، دنصاب په کلستر کې بوخت وم او (د سازمانی شخړو مدیریت)  کتاب مې دوهم ځلي چاپ ته چمتو کړ. دکرونا لومړۍ ورځې ډیرې ستومانه کوونکی او له پریشانی ډکې وې، خو چاره نه وه باید ځان هرډول سختو شرایطو سره عیارکړو. باید وخت چې سره زر دي، ضایع نشي. ماته دلیکلو ترڅنګ، فزیکی مصروفیات یوه تفریح وه. دمطالعې او لیکلو دغه مشوره هغه وخت را یاده شوه چې دوه کاله مخکې می د( Nicholas Walliman) زبردست علمی کتاب ( Research Methods- The Basics) لوستی و. دغه کتاب په ۲۰۱۸م. کې روتلیج خپور کړی و، دهغه په یوه برخه کی یې دانګیزې لرل او د کار دمهالویش په هکله داسې مشوره ورکړی ده:

 “ ...ترټولو لویه وسیله یا ذریعه؛ انګیزه اوتشویق ده. دې برخه کی ستاخپله دلچسپی (interest) مهمه ده دهغی موضوع په اړه چې لیکنه اوپلټنه پکی کوی لکه څنګه چې داستا خپل انتخاب دی، نو یقینی اوسه چې دا ډیره په زړه پورې ده چې په دی برخه کی ستا دڅیړنیز کار په دوره کې  ستا توجه دمطالعی طرف ته اوسي او ستومانه نه شی. اکثروخت امکان شته چې ته دیوې داسی موضوع په بار ه کی Project وکړی چې هغه ستا تعلیمی ماحول او یا مسلکی ساحې څخه خارج وی لکه:

ــــ دموجونوفزیک (physic  of waves)یاروحی تشویشونه یا هم ټولنیزه شبکې چې څیړنه پکې ستونزمنه ده ( Tocsin of  psychology او social Networking)او داسی نور.

یو لیکوال اوڅیړونکی هغه وخت انګیزه ترلاسه کوي کله چې دخپلResearch او راتلونکي future career  ترمنځ ارتباط وګوري، نو په همدی ډول په پوره دقت سره موضوع انتخابول او بیا ورباندې کار کول، بنیادي او اساسی مسئله ده. ستاسې په کاری عاداتو کی داهم ښه ده چی ځان په دې باندې وپوهوئ چې دشپی له خوا ښه کار(مطالعه او لیکنه) کولای شی که دورځی له خوا اویاهم د دواړو ترمنځ او په دی هم باید پوه اوسئ چې ستاسو د توجه تمرکزکوم وخت ډیر ده او کار ډیر په اسانۍ کولای شئ، نو دابه تاسوسره په مطالعه او لیکنه کې ډیره مرسته وکړي. اکثره وخت لیدل  کیږی چی مسلکی لیکوالان مسلسل څوڅوساعتونه کارکوي، word process چې هروخت وي که شپه وی که ورځ جاری وی. الهام له لیکنی سره یوځای منځته  راځی( inspiration comes with writing). په هرصورت، ته به په یوه تخلیقی لیکنه کی یواځې مصروف نه شی، بلکې ستا کارباید داسی قناعت بخشه وی چی ستا نتیجه support - conclusion  کړی، نو دایوې داسی میتودیکي کړنکلاری ته ضرورت لری چی په اسانۍ سره پلان شی که څه هم په ترلاسه کولو کی یې زیات مشکلات وي. یوڅه وخت د تفریح لپاره هم ورکړئ، بالخصوص تمرین(فزیکی حرکاتو) ته چې تا له چوکې او د میز له اړخ څخه پورته کړي. داهم معلومه ده چې تمرین روح تازه کوی او انرژی زیاتوي..”.

ما دا تجربه ترلاسه کړه چې: د کرونا ورځو کې ممکن زړه تنګي شئ، مطالعې اوکار ته مو ډډه ونه لګیږي، خو دا وضعیت باید په مثبته انرژی بدل کړو. نامتو او زړورو خلکو همداسې کول. د ښوونځی په دوره کې مې د یو شمیر لیکوالو هغه آثار لوستی و، چې زندان کې یې لیکلي وو. زه به تعجب کې وم، چې د زندان په سختیو کې هم لیکل کیدای شی؟ اشرف خان هجری  او مسعود سعد سلمان زندان کی شعر لیکلی و. نسلن ماندیلا او فخر افغان پاچا خان هم زندان کی سیاسی او اجتماعی لیکنی کړی وې، خو زما هدف د علمی لیکنو څخه دی او مشوره می قلموالو، محصلانو او استادانوته ده. 

پرمختللی هیوادونه د تعلیم، قلم، کتاب او پوهې په برکت دترقی لوړو مدارجو ته ورسیدل. فکري توليد او دپوهانو او استادانو صنعت هغه ایجادیات ، تخلیقات او آثار دی چی هغه له ذهني حالت څخه عيني حالت ته رااوښتی وی . دعلم تولید،دپوهنتونونو صنعت، لیکلی آثار، څیړنیزې مقالې او ادبی آثار هغه بشریت ته ګټور ، ابتکاري او خپل ارزښت لرونکي ملکیتونه دي چې دزړه په وینو، بیخوبیو، پوره دقت، حوصلې، ستوماني او بشریت ته د نیک نیت په لرلو سره را منځته کیږي، همدا دبشریت دخیر-ښیګڼې ارمان یوه مثبته انرژی  او انګیزه ده.

اوس دا راته ثابته شوه چی انګیزه او شوق دا انرژی راکوی چی سختو شرایطو کی هم خلاقانه او ګټور کار وکړو، سره له دې چی د کرونا شرایط ستومانه کوونکی او له اندیښنو څخه ډک دی. دا دی ما دوه کاله وروسته یو ځل بیا د نیکولاس والیمان کتاب پرانیست، هماغه پاڼې می یو ځل بیا وکتې چی مطالعی او لیکنې ته یې د انګیزی په هکله کړی دي او یو ځل بیا د استادانو اوګرانو محصلانو پاملرنه وخت او د وخت ارزښت ته راګرځوم.             درناوی.

 

 

 

 

 

لوستل شوی 159 ځله