پوښتنې تشويشونه

پوښتنې تشويشونه

محمد اسماعيل "عندليب"
حکومتونه د هيواد د پرمختګ او ولس د سوکالۍ لپاره هڅې کوي، سترې پروژې د همدې سترو موخو لپاره پر لار اچول کيږی، و بشپړيږی، زموږ هيواد هم-که يوازې د مرحوم رباني د حکومت

دوره له دې مستثنی وي- په نژدې ټولو دورو حکومتونو کې ولو که جنګ جګړې به وې، د ملت د رفاه لپاره لاس په کار شوي دي.
ځينې پروژې خو خورا حياتي وې، او حتی د لسيزو له تيريدو وروسته يې هم اړتيا محسوس شوې، او که اوس هم عملي شي، نو هغه ګټې به ورڅخه تر لاسه شي، چې د پروژې د پلان پر مهال يې توقع کېده.
د طالبانو د حکومت له نسکوريدو وروسته ورته پروژو بيا زور واخيست، او هيواد ټول پروژه، پروژه شو، خو د هيواد په دښتو کې چې کومې پروژې پلې شوي –چې عموماً يې ښارګوټي دي- غصب بلل کيږي، او په غير مسلکي توګه، او ګټې يې يوازې او يوازې د زورواکانو جيبونو ته تللي دی.
ځينې کتونکي بيا ځينو پروژو ته په دې سترګه ګوري چې ـ تاوان يې له ګټې کم ـ دی، يوه هم له دې څخه د ننګرهار او لغمان ولايتونو تر منځ د ګمبيري په دښته کې د هوايي ډګر جوړولو پروژه ده، چې څو ورځې مخکې پرانيستل شوه.
په دې پروژه ډېرې تبصرې او تر څنګ يې نيوکې کيږي، او دا پروژه د کرهڼيزې ځمکې د ويجاړتيا په معنی بولي، او ځينې بيا په دې عقيده دي، چې د هيواد په دننه کې ځينې کړۍ داسې شته، چې د پرديو د ګټو خوندې کولو لپاره ورته پروژې عملي کوي.
ګويا کې د وروستۍ ډلې نظر دا دی چې که په ګمبيري کې هوايي ډګر جوړيږي، نو زراعتي ځمکې به له منځه ولاړې شي، او د افغانستان هغه اوبه چې بايد د کرهڼې د پرمختګ لپاره راګرځول شوی وای، اوس به د تل لپاره په وړيا ډول پاکستان ته بهيږي، صراحتاً او يا تلويحاً او اشارتاً په دې اند دي، چې دا پروژه د پاکستان په ګټه تماميږی، نه د د افغانستان.
زه چې نه د اوبو د چارو ماهر يم، نه د زراعت او نه هم د ورته پروژو د پلان او پلي کولو خو د دې سيمې د يو اوسيدونکي په توګه پر حالاتو نظر لرم او بيا تشويش او پوښتنې لاولاړيږي.
دا بېله خبره ده چې ولې د چپرهار او بهسودو ولسواليو تر منځ په دښته کې دا هوايي ډګر جوړ نه شو، او يا د روداتو په ولسوالۍ کې ولې نه جوړيږي؟ زما لپاره پوښتنه نه ده، بلکې زما سره نور موضوعات دي.
ـــــ دا چې ننګرهار يو هوايي ډګر لري، چې له شلو کلونو راهيسې ترې نظامي ګټه اخستل کيږي، په داسې حال کې چې له کلونو راهيسې له ياد هوايي ډګر څخه د سوداګريزو چارو په ګډون نورې ګټې اخستل شوي دي، او ډول ډول الوتکو به ورته تګ راتګ کولای شو، آو امکان دې ولري، چې اوس هم ترې د ختيځو ولايتونو اوسيدونکي پوره ګټه واخستلای شي.
ـــــ دا ښه خبره ده چې د اوږدې مودې لپاره به يا د هوايي ډګر-له دې کبله چې کوچنی دی، او د ښار په منځ کې د پراختيا لپاره نوره ځمکه نه لري-د ګټې وړ پاتې نه شي، او د يو بل هوايي ډګر اړتيا به محسوسه شي، خو زما په ياد له کلونو راهيسې د ختيځو ولايتونو اوسيدونکو غوښتنه وکړه، چې له ياد مرکز څخه دې امريکايي ځواکونه و ايستل شي، او نظامي ګټه دې ترې نه اخستل کيږي، بلکې ملکي هوايي ډګر و، بېرته دې اصليت ته راوګرځول شي، تر څو مشرقیوال ترې ګټه پورته کړي.
خو نه د حامد کرزي حکومت دا وس ورسيد او نه د اشرف غني واکمنۍ کې دا چاره عملي شوه، سره له دې چې څو څو ځله حکومت اعلان وکړ، چې د جلال اباد هوايي ډګر څخه به ملکي الوتنې پيل شي، خو داسې ونه شول.
ــــــ همدا راز ختيځ ولايتونه، له کابل سره په کمه فاصله کې پراته دي، که لارې جوړې وي، نو په يوه لنډه ټاکلې مود کې د ختيځو ولايتونو ستونزې په کابل حل کېدای شي.
ـــــ په داسې حال کې چې افغان دولت له مالي ستونزو سره مخ دي، د قرضو پر اخستلو، يې لاس پورې کړی، په اوسنيو شرايطو کې ه ايا د ختيځوالو د ستونزو د حل لپاره  د جلال اباد هوایی ډګر فعالول غوره و، که پر يو نوي ډګر پانګونه کول؟
ـــــ سربېره پر دې، ممکنه ده چې افغان دولت په دې سيمه کې د دې هوايي ډګر د جوړولو لپاره موجه دلايل ولري، خو ايا هغو پوښتنو او تشويشونو ته ځواب لري، چې د اوبو د مهار کېدو په وړاندې د خنډ جوړېدو، او د کرهڼيزې ځمکې د ويجاړيدو د وېرې په اړه يې لري؟
دلته چې څو کليو متره سرک کلونه کلونه وخت اخلي، لکه د ننګرهار د خوږياڼو او حصارک ولسواليو له لارې د کابل پر لور غزېدلي سرک معمی، نو د یو هوايي ډګر به څومره وخت واخلي، څو ګټې اخستنې وړ وګرځي؟
ـــــ ايا ښه به دا نه وه چې د هوايي ډګر پر ځای دا پانګونه د دې سيمې په هغو نورو اړخونو شوې وای چې همدا اوس موږ ورته اړتيا لرو، لکه د برېښنا لپاره، د زراعت لپاره، د توليدي کمپينيو او داسې نورو لپاره؟
اصل تشويش دا دی چې که دا پروژه بشپړه شي، نو له يوې خوا به اوبه د تل لپاره وړيا د ګاونډي ژرندې ورپرېږدو، او له بلې خوا به د جلال اباد هوايي ډګر د تل لپاره نظامي پاتې شي.
2020-07-14

لوستل شوی 121 ځله