د یوه پاچا راستنیدل، کیسه ده که تاریخ ؟

د یوه پاچا راستنیدل، کیسه ده که تاریخ ؟

دودیال

یوه میاشت دمخه د ویلیام دال ریمپل ( William Dalrymple) یو کتاب د( RETURN of a KING) په نوم چې په هندوستان کې لیکل شوی، لومړی ځل په ۲۰۱۳م. کال کې په بریتانیا کی د Bloomsbury Publishing Plc-London)) نشراتو له خوا او بیا د هندوستان په( ReplicKa Press) مطبعه کی چاپ او خپور شوی دی، په لاس راغی.

ډیر ژر مې د هغه په لوستلو پیل وکړ. و یلیام ډال ریمپل په اصل کې د سکاټلنډ دی، لندن کې هم اوسیدلی، خو ډیر عمر یی په هندوستان کې تیر کړی او له خپلې میرمنې او دری اولادونو سره ډیلی ته نږدی یو لوی کورکې چې د یوه ښایسته بڼ بڼه لری اوسیږی. میرمن یې دډیلی پوهنتون کې انګلیسی ژبه تدریسوي، یو زوی یې لندن کې او بل یې همدلته ډیلی کی محصلان دي. نوموړی په دې کور کی ځانګړی نسل وزې، بیلابیل ډولونه چرګان، یو سپی، پیشو او زیاتې کوتری لري. کوتری یې هم ډول ډول او کمیافته نسلونو څخه دی، نوځکه ډیرو ځایونو کې له خپل نوم سره(کبوتربازKabooterbaz) لیکی. له لیکنی او لیکدود څخه یې ښکاری چې دسیمې؛ په تیره د هندوستان د تاریخ، د مغلو، د سدوزیو او محمد زیو، د بریتانیا دهند دشرقی کمپنۍ ( East India Company) او آن له کندهاره تر بولدک، خیبر، سوات اوملکنډ، اټک، غزنی او هرات پورې له هرکلی، کلا، کنډو، غره او کمر سره آشنا او د ټولو په هکله ښه پوړره معلومات لری او ډیر تاریخی اسناد یی لیدلی او په ډیرو سرچینو یی لاسبری شته. د پښتو لنډیو او پارسی شعرونوکلک تاثیر لاندی دی، د ځینو یې انګلیسی ژباړه هم راوړی ده او د خپل کتاب په پای کې یې د سیمی او دهغو وختونو متداول اصطلاحات لکه خان، ملک، دربار، پکیر(فقیر)، جرګه،خیل، ملنګ، قلندر او ډیر نور چې د کتاب په متن کې یې راغلی، معنا اوتشریح کړی دی. د افغان –انګلیس جنګونو ته د ( Anglo- Afghan War) اصطلاح کاروی او د افغانانو پاڅون یی د انګریز په وړاندې ( jihad) جهاد بللی دی.

 

کتاب د زیات شمیر رنګه تاریخی انځورونو لرونکی دی. زیاتره دغه انځورونه پیغلی بوتلر کښلي چې لندن کې نامتو انځورګره او د انګریزانو لښکر سره یوځای په افغانستان کې ګرځیده. هغې د افغان – انګریز په یوه جګړه کې د انګریزانو د لښکر تباهی او صرف دیوه تن (برایډن) ژوندی پاتی کیدل هم انځور کړی او انکریزانو ته دغه تراژید انځور یې ( د انګریزانو د ماتې بیلګه) د کتاب په ۳۴۱ مخ کې په خوندور ډول راغلی ده، په ۱۷۹ مخ کې یې د مکناټن انځور چې مړ څټ زمکې ته ګوري او ورسره ډیر نور تاریخی انځورونه دی، تر ټولو پرتمین او ویاړلی انځور د وزیر محمد اکبرخان غازی دی، چې په افغانی ابهت سره یې خول او زغری له ورایه سترګې بریښوي.

له دغه کتاب پرته د ویلیام ډال ریمپل څو نور کتابونه هم خپاره شوی دي، په تیره بیا په هند کې یې د افغانی شاهانو، مُغلی شاهانو او په خپله د پنجاب دهندی راجاګانو په هکله یې ډیرې لیکنې کړی دی. د افغانستتان تاریخ ورته ډیر دلچسپ دی. د اتلسمې پیړۍ په پیل کې یې هند ته د برتیانیا د شرقی کمپنۍ راتګ او بیا د دغی کمپنۍ استعماری او سیاسی ټول فعالیتونه ښه بربنډ کړی دی. د نړۍ په کچه یې غټې جایزی او ایوراډونه ګټلي دي. دغه کتاب یې زیاتره د سدوزیو د ۱۸۳۹-۱۸۴۲کلونو پورې اخ وډب او له انګریزانو سره د افغانانو دجهاد اوغزاګانو جریانات رااخلي. دکتاب ډیرې نقشې او عکسونه یې د لندڼ د آسیایی برخې موزیمونو څخه رااخیتسی او د کتاب د بشپړلو لپاره یې ۱۵۳ اخځونه او له دې پرته په سلګونو نور یاداشتونه کتلی دی. ډال ریمپل په ټول کتاب کې د افغانانو په شهامت جانانه اعتراف کړی، خو ډیرو ځایونو کې یې د دوی دمشرانو ضعفونه، د دوی بی اتفاقی، د دسیسو په وړاندی د دوی معصومیت او په ګونډو کیدل هم بیان کړی دی، ممکن ده ډیرو حقایقو باندی اغماز هم کړی وي. د سنی او شیعه تضاد یې په مصنوعی ډول ډیر ژور ښودلی او قومی مسایل یې هم صرف د اوریدو له مخې بیان کړی دي. دغه کتاب یې دناول او تاریخ یوه ګډوله ده، نوځکه یې لوستل خوندور دي، دغه ډول کتابونه خلک دهغود داستاني اړخ د جذابیت په پار هم ډیر پیری، نو دا هم ډیر پلورل شوی کتاب دی. د ده نور مشهور کتابونه؛ ( THE LAST MUGHAL),( Nine Lives) ( In Xanadu)او (City of Djins) دي.

دغه د یو پاچا را ګرځیدل کتاب یې موږ ته ځکه دپاملرنې وړ دی، چې د افغانستان د حالاتو په اړه دی، د تاریخ په توګه د دغه کتاب کره کول به یو لوی ، خو ډیر ضروری کار وي، دا ځکه چې ممکن ځوانان ناوړه پوهاوی سره مخامخ کړي، مګر د یوه داستان او ناول په توګه یی لوستل جلاخبره ده.د کتاب تر لوی سرلیک لاندې یې دا هم لیکلی دي: ( THE BATTLE FOR AFGHANISTAN). د نوموړی د دغه کتاب په هکله له هند او ټولې آسیا څخه نیولې تر اروپا او امریکې پورې ډیرو نامتو پوهانو خپل نظرونه ورکړی دي؛ خوشوانت سنګه ( Khushwant Singh)او د معاصر اقتصاد نامتو پروفیسور او پیژندل شوی لیکوال امارتیا سین( Amartya Sen) لیکلی دی: .(.. نوموړی موږ د مغلو د تاریخ په هکله ډیر ښه پوهوی). امارتیا سین ته اقتصاد پوهان د پرمختیایی هیوادو د یوه رپښتنی دوست په توګه ګوری، ده په خپلو اقتصادی مقالو کې د نوی استعمار څیره بربنډه کړی او دا یې ښودلی چې څو ملیتی کمپنۍ، په تیره بیاد یونیکال او نوروپه شان د بیوزلو هیوادو له طبییعی سرچینوسره علاقمند شرکتونه، لوی پانګوال پالیسی جوړوونکی په څه دول سره د دغو بیوزلو، خو دبډایو طبیعی سرچینو لرونکو هیوادو قیمتی کانونو او نورو منابعو ته په شوق سره ګوري. د دوی ترڅنګ فرانسس روبرسون لیکلی چې تر ډال ریمپل مخکې بل چا دغه تاریخی ټکي په دې ډول ندی څیړلی. مایاجاسنوف نیویارک ټایمز کې لیکلی دي: ویلیام ډال رمپل دغه کتاب د یوه مورخ په توګه لیکلی او فکر یې د یوه انټروپولوجیست په توګه او لیکنه یې د یوه ناولیست په توګه ده.

د دغه کتاب لوستل بده نده، خو ډیرو ځایونو کې پېښې جوړې شوي او لکه دهندی فلمونو په شان غواړی لوستونکی ښه بوخت کړي، خو باید هیره نه کړو چې تر دې هم معتبر تاریخونه شته.

افغانان باید ترهرڅه دمخه خپل ځان د خپل تاریخ په هکله ښه پوه کړي، تر څو دوی له تاریخي حقایقو خبر نشی، له اوسنیوستونزو نشی وتلای. هیڅ بیځایه نده چی د هندوستان معاصر لیکوال او نامتو پروفیسور داکتر کالدیپ فیدیا، په خپل یوه کتاب کې وایی:

(هیڅوک به ترهغه وخته په اوسنی وخت کې ژوند ونه کړی، تر څویی د خپل هیواد تاریخ نه وی لوستی)

یوبل عالم وایی: که موږ خپل تیر تاریخ په تفنګچه ولو، نو په حقیقیت کی مو خپله راتلونکی په توپ ویشتلی ده.

د دې معنا داده چی هر ځوان باید له خپل تاریخ خبر وی، هغه مطالعه کړی او له هغه څخه پند واخلی. په تیره بیا د افغانستان جیو-اکونومیک او جیو- پولیتیک ستراتیژیک موقعیت داسی راغلی چې تل د نړۍ د قدرتونود پام وړ ګرځیدلی . د دنیا بام هغه نقطه ده چی پر نړۍ د حکومت کولو محور یې بولي، نوځکه دلته ډیرې پېښې تکرار کیدونکی راغلی، کله واقعی پېښې کله کاذب سیاستونه او ډیرې نوری وړې او لویې لوبی. د دې کتاب درېیم څپرکی ( The Great Game Begins) دی چې د انګریزانو استعماری سیاست بیانوی او تر اوسه هم دوام لري. د لویې لوبې یو شعار دا و: بېل یې که ېیل یې که ! خو انګریزانو دا وموندله چې زیاتره وخت صادق ، ريښتنی مسلمان او احساساتی افغانان ډیر ژر دوکه کیږی، له بلې خوا کله چی دوی د خپلو مشرانو په وړاندی تحریک شی، نو مشران یی دخپل قوم او ملت د ناغیړۍ له امله مجبوریږی، پردیو ته پنا یوسی. په دی توګه ورو ورو لویه لوبه چې د جنګ او یرغلونو په زور د آسیایی ملتونو او په تیره دافغانستان ښکیل کول و، اوس یې د جنګ او یرغل پرځای (پریږده چې په خپل منځ کې سره ووهی، ته یواځې قرآن او قِران ورته مخې مخې ته کوه!) شعار کرځولی دی. که غواړو چې د خپل هیواد ارزښت درک او راتلونکی کې هوښیار او کلک اووسو، نو چاره یې تاریخ لوستل او له تاریخ څخه زده کول دي. زموږ په تاریخ کې ډیر د عبرت ټکی شته چې له هغو څخه په پند اخیستو به موږ هیڅکله په دغو موجودو ستونرو نه وو اخته، خو د تاریخ نه لوستلو( له هغه نه زده کولو) موږ بار بار په مصیبتونو اړولی یاستو. هیره دې نه وي چې که څوک د ویلیام دال ریمپل تاریخ وزمه کتاب لولی، دا هم ورته ضرور ده چې ورسره دلویو لیکوالو ښه کتابونه او مقالې او واقعی تاریخونه( نه ناول وزمه)هم ولولي لکه:

  • دافغانستان لنډ تاریخ، د علامه عبدالحی حبیبی،
  • د افغانستان پر معاصرتاریخ یوه لنډه کتنه، د استاد محمد ابراهیم عطایی،
  • افغانستان در مسیر تاریخ( افغانستان د تاریخ په تګلوري کې) ، میر غلام محمد غبار ،
  • جنبش مشروطیت درافغانستان، علامه عبدالحی حبیبی،
  • افغانستان در پنج قرن اخیر، میر محمد صدیق فرهنګ،
  • د افغان ملی تاریخ، قدرت الله حداد،

ځان د عفو وړ نه بولم چې د درانه استاد کاندید اکاډمسین سیستانی، سیدقاسم رښتیا، لوی استاد علامه رشاد، محمد ولی ځلمی، داکتر زمانی، داکتر نوراحمد خالدی، پاچا خان فخر افغان، استاد حبیب الله رفیع، سیما رسولی، عتیق الله پژواک، محمود حبیبی، پریشان خټک، علی احمد جلالی، کاکاخیل، دروند جهانی صیب، افضل خان خټک، کاتب هزاره، پوهاند زیار، استاد س. هاشمی، عزیزالدین وکیلی پوپلزی، احمد علی کهزاد، استاد لیپیدوف، استاد میرحسن شاه، شیرمحمد کریمی او ډیرو نورو د آثارو نومونه، مقالې او کتابونه ټول دلته نشم لست کولای، خو زموږ ځوان کول یې باید ولولي. تر دې هم لازیات؛ باید ځینی ډیر پخوانی آثار هم یاد کړم، لکه: دابوالفضل بیهقی (تاریخ بیهقی)، دجوزجانی منهاج السراج – طبقات ناصری، حدودالعالم من المشرق الی المغرب(مشهورتایخ)،د ابن بطوطه سفرنامه، د برتولد اشپولر اثر، داسترابادی تاریخ، واویلوف، د الفنستن ستوارټ مونت ( د کابل سلطنت)، هانری والتر بیلیو، محمد داود هوتک، خوند امیر، جیمز دارمستتر، ویل دورانت، مظهرانصاری دهلوی، عباس سرواڼي، کمال الدین سمرقندی، سراولف کارو، چینایی زایرین، مارکوپولو، ګانګوفسکی، ف.ګ.ګیرس، وارتان ګریګوریان، محمد حیات خان، نهرو( د نړۍ تریخ ته یوه کتنه)، ډبلیو ادمک او نورو لیکوالو آثار چې ټولو افغانانو او افغانستان ته په درنښت کتلی او زموږ د هیواد واقعیتونه، پرتم، ویاړونه، غمونه، دردونه او خوښۍ  یې یادې ساتلي دي.

په لنډیز سره ویل کیدای شی چې د ډال ریمپل دغه کتاب ته ممکن دیوه علمی تاریخ په توګه ونه کتل شي، سره له دی چې لیکوال یې په تاریخ پوهیږی، مطالعه او کافی اخځ په واک کې لري، اوس یې تجربه هم پخه ده، خو کتاب یی د واقعی تحلیل په پرتله، تر ډیره لفظی کشش او جذابیت لري. ده هغو ټکو ته پاملرنه کړی چې څنګه وکولای شی لوستونکی راجلب کړی، په لیکنه کی یې دملتونو تراژیدی او د ځواکمنو ښکیلاکګرو دسیسی او لنډ پارۍ هسې ضمنی راغلی دی.

ده افغانستان ته هم سفر کړی، له نن څخه لس کاله وړاندی؛ کابل اوهرات ته تللی، ددغه سفر په پای کی یې یو څو د کار خبرې هم کړي دي؛ د ده په نظر:

  • افغانانو خپل ډیر تارییخی قیمتی اسناد، دفرهنګ میراث، ارشیف او کلاوې نړولی او له لاسه یې ورکړي،
  • د هرات د اختیار الدین کلا په ښه حالت کې پاتې ده، ډیر نور تاریخی آبدات د له منځه په حال کې دي،
  • د افغانستان علمی مرکزونو کې قوی اسناد نشته، لیکوالو پوره څیړنی ندی کړی چی یو څوک مراجعه ورته وکړی.

لنډه دا چې هر لوستونکی به ددغه کتاب تر لوستلو وروسته ووایي چې دا کتاب هم یوتاریخ وزمه اثردی او هم یو خوږ، خو له دردونو ډک ناول ! همدا به د پورته پوښتنې(سرلیک) ځواب وي. موخه دا وه چې ځوانان یواځې هغه ډیر پلورل کیدونکی کتابوونه کافی او شافی ونه بولی چی یا داستان ډوله دی، یا صرف د جنګونو کیسې دی یا د ښکلی پوښ لرنکی، بلکې موږ د خپل لرغونی تاریخ لپاره لا زیات اسناد، شواهد، څیړنی او لیکل شوی کتابونه لرو چې پورته یې یو څو مثالونه وو.

یادونه: لله الحمد ، دغو کلونو کې زموږ ډیر ځوانان د هند بیلابیلو ښارونو او پوهنتونو کی زده کړی کوی، له دې پرته موږ له هند سره لرغونی کلتوری تعلقات او آن ګډ تایخ لرو، ممکن هند کی د تجارت او مارکیټ په موخه ځینی وخت یو شمیر فلمونه جوړشی، ممکن یو شمیر کتابونه نشر شی، ممکن ډرامونه او کومیډی ننداری جوړی شی، ممکن دوی یو شمیر کتابونه (خصوصاً تاریخونه او سیاسی کتابونه) ځان سره راوړی، دا په دې معنا نده چې زموږ ځوانان او محصلان هغه ماخذ وګڼي، په تیره بیا دوی باید دا هیره نه کړی چې برتانویان به ډیر اسناد او شواهد په واک کې ولری، د دوی موزیمونه زموږ د موزیم په پرتله بډای دی، خو زموږ د خپل هیواد په هکله حقایق موږ سره دی، نه دوی سره.

د ویلیام دال ریمپل ښکلی کتاب، افغان دوستی او دده لوړ فکری او قلمی استعداد ته درناوی.

هر کتاب یو ځل په لوستلو ارزي، خو ښه کتابونه باید په لسګونو ځله ولوستل شي .

لوستل شوی 124 ځله Last modified on دوشنبه, 12 جوزا 1399 21:02