افغانان او د درویزې کلتور

افغانان او د درویزې کلتور

 

ولي الله ملکزی 

زموږ د ولسي خلکو غوڅ اکثریت که هرځای اوسیږي، سپوره خوري که توره، کله چې دسترخوان ته لغتۍ وهلي کښیني نو په دوو ټکو به شخوند وهي: موږ تورزن یو ملیمه پالي. ولی د ورستیو څلورو لسیزو جنتي فتواګانو او دوزخي جنګونو وښوده چې توره مو چورلټه د لرګي وخته. یو میلمه ته د پناه ورکولو پخاطر مو له وطنه د میردل ژرنده جوړه کړه او د بل میلمه په وژلو مو د میلمه پالنې پوزه پریکړه. مګر هیڅکه مو پدی اعتراف ستونی وچ نکړ چې موږ یو ټوکخور، د پردیو درویزې ته ناست او ملنګ ولس یو

.

د کند او کچکول ګرځول،‌ خیرنې، څیرې او بدبویه جامې اغوستل او هر کس ناکس ته لاس اوږدول، په هره ټولنه کې شتون لري او کومه ناشنا خبره نده. حتی په آبادې اروپا او مالدارې امریکا کی هم ببرې څڼې، مکرۍ ژړا، او د خیرات غوښتل ښه بازار لري. البته پدی توپیر سره چې هلته یی افراد او وګړي کوي او موږ یی دلته د داسی یو ملت په توګه کوو چې د غیرت جنډه بریتونه مو سپرغۍ شیندي او د ملي غرور په ترانو مو د اسمان غوږونه کاڼه کړل.

د یو ګاونډي په دسترخوان مو دری نیم ملیونه مهاجرین په راشن روږدي شول او د فکرونو او استعدادونو ټول مزي مو له مدرسو، غزاګانو، ورانولو او وژلو سره وتړل شول. دوه نیم ملیونه نور مو د بل همسایه په خاوره د لا شرقیة لا غربیة، جمهوریة اسلامیة د شعار لاندی د اخوندانو درویزې ته کيښناستل. له یو ملیون څخه زیات یی په نشو سر شول او په لسګونو زرو نور مو د بشار الاسد د خونړي رژیم د بقا پخاطر، د فاطمیون د لښکر اردلیان شول.

زموږ سوله هم خیراتي ده. هغه چا ته مو ځولۍ نیولې چې غلیم یی بولو، خو بیا هم زارۍ ورته کوو چې د خدای لپاره موږ له جګړه مار سره پخلا کړه، موږ سوله غواړو. د هیواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو نژدی نوی فیصده بودیجه او مصارف مو د بهرنیانو له مهربانۍ څخه دي، که همدا نن دغه پیسې پارچاو شي،‌ نو ملا مړ مال یی تالا در واخله.

جنګ مو هم په چاندو روان دی. د نظام مخالفین د خپلې غزا لپاره انتحاري واسکټونه د خیرات په پیسو اخلي. ځای په ځای شلیدلي کټونه ایښودل شوي او په لوډسپیکرو کې ویل کیږي چې: ایماندارو چانده واچوئ تش لاس مه تیریږئ. نظام د خیرات او په اصطلاح د بلا عوضې بسپنې په پیسو پلچک، کلنیک او ښوونځی جوړ کړي، مخالفین یی بله ورځ د چاندو په راټولو شوو روپو په بمونو والوزوي او لوخړې یی شفق ته ورسیږي. د ټلویزیوني چینلونو او راډیويي سټیشنونو انتونه او ستنې مو د غرضي مرستو له برکته شپه او ورځ د ملي ټرمنالوژۍ او ښیرازۍ په ړنګولو لګیا دي، ځکه چې پیسې پردۍ دي.

زموږ ډیموکراسی هم خیراتي ده. په رسیدلو هیوادونو کې ټولټاکنې د لمر په څرک پیل او د مازیګر له غړغړې سره سم، ناکام کاندید، کامیاب مشر ته مبارکي ووایي او ناندرۍ په همکارۍ بدلې شي. خو زموږ د ولسي جرګې انتخابات او ولسمشریزي ټاکنې چې د غربیانو په خیراتي پیسو ترسره کیږي، په میاشتو میاشتو یی پایلې غیب وي او چې کله اعلان شي بیا مو سیاستوال خپلمنځي غویمڼد پیل کړي. هر څوک ټټر وهي چې: زه یم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نشته - په هند و سند پر تخار او پر کابل نشته، بل په زابل نشته.

ټولنپوهان پدی باور دي کله چې انساني پرګنې د فقر او درویزې په چاپیریال کې غټیږي نو د هغوئ فکري وړتیا او سیاسي ارتقاء نه یواځې دا چې ډیره کمزورې او تیت پرکه وي. بلکې د ذهن په کوچنۍ دنیا کې یی همدغه انځور شوی تابلو د تل لپاره نقش پاتې کیږي او د ختیزې اروپا د غجرو په څیر یې د ژوند ژواک شاخص جوړوي.

د درویزې لاملونه: کورنۍ جګړې او بهرنی یرغلونه. بی کاري، د تعلیمي کچې ټیټوالی او د سرچینو کمښت. په عدلي او قضائي سیستم کې ناغیړي، په نشه ایی توکو روږدیتوب او روحي ناروغۍ. د ایمان کمزوري، پخپل ځان بی باوري او لټي، هغه لاملونه دي چې د درویزې کلتور ته ښوره او اوبه ورکوي او له یو نسل څخه نورو نسلونو ته د سرطان د مرض په توګه سرایت کوي.

د سوال او درویزې درملنه: د حکومتونو لخوا د ټولنیز عدالت مراعت کول، رعیت ته د لمړنیو اړتیاوو برابرول او د سختو قوانینو جوړول او عملي‌ کول. دیني عالمان د منبر په سر او رسنۍ د خپلو چینلو له لارې کولای شي ددې ټولنیزې ستونزې له ناوړو پایلو څخه خلک خبر او منفي اړخونه یی په ډاګه کړي. همدا رنګه مالداره خلک د خپلو مالونو د زکات د فریضې د اداء کولو تر څنګ کولای شي د خیریه او عام المنفعه پرژو په فعالولو سره ددی بدرنګ میراث په کمولو کې خپله دیني او ملي دنده ترسره کړي.

د دوهم نړیوال جنګ په پای کې امریکا د خپل مارشل پلان په ترڅ کې جاپان ته دوه اعشاریه دوه ملیارده او جرمني ته یونیم ملیارده ډالره مرسته ورکړه. خو جاپان نن له امریکا او چین وروسته د نړۍ دریم ستر اقتصادي ځواک دی او جرمني ورپسې په څلورمه څوکۍ ناست اقتصادي قدرت دی. له بله پلوه، له افغانستان سره په تیرو ۱۹ کلنو کې نژدې یو ټریلیون (زر ملیارده) مرستې شوې خو بیا هم د نړۍ د بی وزلو، بدمرغو او وروسته پاتې هیوادونو په وروستي کتار کې ولاړ هیواد دی.

امام بخاري د حضرت رسول (ص) څخه یو صحیح حدیث روایت کړی چې (لأن يَحتطبَ أحدُكم حُزمَةً على ظهرِه، خيرٌ من أن يَسألَ أَحَدًا، فيُعطيَه أو يمنعَه - که ستاسو یو تن د لرګیو ګیډی په شا کړي او بیا یی وپلوري، تر دی ډیر غوره دی چې یو کس ته لاس وغزوي، هغه ورته څه ورکړي او یا یی تش لاس رخصت کړي)

الله تعالی د ولسونو په تقدیر، حالت او ژوند ژواک کې تر هغې بدلون نه راولي ترڅو چې دوئ پخپله ددې جوګه نشي او پخپل ځان کې د مثبت تغیر او خوځښت تومنه پیدا نکړي. د افغانانو په عزت، وقار او تاریخي شهامتونو کې د تاریخ غله او کیسه بران هم شک نلري،‌ خو زموږ ستره ستونزه دا ده چې: ژوند په حال او مستقبل کې کوو او د خولې خوند د ماضي په تشو یادوونو خوندور ساتو!!

 

 

 

 

 

لوستل شوی 747 ځله