ځلا به خدای جوړه کړي، خو!

امیرجان وحید احمدزی
تېره شنبې سهار ځلا د دریم پوړ له کړکۍ څخه لاندې په سېمنټي مزایکو ور ولوېده، مګر لکه پرښتو چې په غېږ کې ور اخیستې وي، ځکه نه یې  هډ مات، نه وینې او نه هم کومه بله جدي ستونزه، خو تر ما او مور یې په اېمل او ښکلا ځکه زیات مرګ تېر کړ چې هغوی همغه شیبه په کور او همدغه خونه کې وو
.
دفتر ته په لاره وم چې د کور له شمېرې زنګ راغی. ښکلا په ژړغوني غږ او زاریو راته وویل، کاکا! خیر دی ژر کورته راشه، ځلا لاندې ولوېده. دا یې وویل او سلګیو ونیوه.
د ځلا لوېدو او د ښکلا سلګیو سخت ودرودولم، خو د صحت طفل روغتون وضعیت، د ډاکټرانو غفلت او چلند هم دومره ځورونکی او دردونکی و چې د شېرین اولاد درد به دې پرې هېر شي. په شنه سهار د روغتون له دروازې څخه تر داخل پورې لیکه خلک (ښځې او نارینه) له خپلو رنځورو اولادونو سره د روغتیا او شِفا له یوعلم هیلو او اسرو سره ور روان وو، خو د روغتون وضعیت او د ډاکټرانو چلند ډېر زما غوندې نهیلي او زړه ماتي کول. 
روغتون ته د ورلیکه خلکو په ګڼه ګوڼه کې مې یوازې د ځلا زګېروی اورېده. په پوښتنه او چټکو ګامونو مې ډېر ناروغان او پایوازان شاته پرېښودل. د اوږد دهلېز په پای کې په سره رنګ لیکل شوي عاجلې څانګې ته ور ورسېدم. په وره کې د ناست باباګګ په لارښوونه د دهلېز ښي لورته نسبتا لوی، خو سوړ سالون ته ورننوتم. چپرکټونه خالي پراته وو، نه د ناروغ او نه هم د ډاکټر درک لګېده. له یوې څنګزنې خونې د ماشوم چیغو د خالي سالون سکوت مات کړی وو.  له مخامخ خونې یو شین چپنی چې لاسونه یې په جیبونو کې وو، په روانې رانه وپوښتل څه پرې شوي؟
ما ویل له دریم پوړه رالوېدلې، لکه کنګل سیوری او یا اروا همداسې بې ښه او بده رانه تېر شو . شاته مې ورکتل، خو څوک نه و. مېرمن مې د خالي بستر ترڅنګ څوکۍ کې کېناسته. له الوتې بڼې او اوښلنو سترګو یې غم، درد او خپګان څرګندېده. له هغې مې سترګې واړولې، له هندارې دباندې کتو هم خوند رانه کړ، چت مې له نظره تېر کړ او چې دا بل کنج ته مې وکتل، نو لاندې یو شین درېشي کړی غونج منج مېز ته پر پرته څوکۍ خواشینی او خوبولی ناست و. ما ویل ډاکټر؟
د سر په اشاره یې پوه کړم چې راځي.
د اولاد درد سخت وي.ځمکې ځای نه راکاوه، د ځلا زګېرویو لا ناکراره کړم، خو د مېرمنې لپاره مې ځان ډاډه ښوده. په قدم وهلو مې خپل فکر بدلاوه. له ځانه سره مې ویل چې عاجله څانګه دغسې سړه، بې ډاکټره او بې بازخاسه وي، نو د نورو به څه حال وي؟
اته لس دقیقې وروسته ډاکټر راغی، مېز ته ودرېده. له هغه بل ناست سره په خبرو  بوخت شو، ورغلم، ما ویل دا جلکۍ رالوېدلې.
له سوړ چلند او پوښتنې یې داسې معلومېده لکه زما خبرې چې خوند نه وي ورکړی. په بې تفاوتۍ یې وویل، چه شده؟
ما ویل له دریم منزله رالوېدلې.
ویل، په دې چپرکټ یې څملوه. بېرته له هغه بل سره په  خبرو شو، ما ویل ډاکټر صاحب لطفاً ماشومه ژوبله ده!
ډاکټر راغی. د ځلا سرته ودرېده، بیا یې ښۍ خواته ور تاوو شو، له معاینې وروسته یې پارچه راکړه، ویل ایکسرې یې واخله. د وره له باباګکه مې پوښتنه وکړه. ویل مخامخ چې لاړې، په دهلېز کې چپ لاس ته را تاو شه. بیا خالي سالون ته ودرېدم. یو او بل خواته مې وکتل، څوک نه و، مخامخ ور مې ټک ټک کړ. د وره له خلاصېدو سره یوه تازه له خوبه رالټېدلي، سترګې مښلې ویل ، باش.
له باش سره موږ د سالون په منځ کې پښه نیولي شو او دی ورک شو. مېرمن ته مې په دهلېز کې پر پرتې څوکۍ د ناستې وویل. شیبه وروسته باش والا بیا راغی. ویل، چې دا بل ناروغ راووځي. د ناروغ راوتو ته مو شیبې شمارلې او زموږ دواړو سترګې په وره کې پاتې وې. ناروغ راووت، خو موږ لا هم باید انتظار کړی وای، ځکه پارچه یې راکړه، ویل لاړشه پیسې تحویل کړه.
 ما ویل، خو د باش او انتظار پرځای به دې ویلي وای چې پیسې مو تحویل کړې وای، ځکه زموږ ناروغ عاجل دی. له غوسې ډک او په منډه منډه د پیسو تحویلولو ځای ته ورغلم د اوسپنیزو مېلو په منځ کې یوې ښیښه یي خونې ته د نارینه و او ښخمنو دوه جلا اوږدې لیکې ور جوړې وې، خو د پیسو والا له لیکلو زیات وخت په کتلو او ځان ګرولو تېرېده.
په روغتون کې تر درملنې په انتظار، سرګردانۍ، منډو او غیر ضروري کارونو ډېر وخت لګېده. په څه شواخون مې ایکسرې واخیسته او  په عجله عاجلې څانګې ته لاړم، خو په عجلې ورتګ ځکه بې ګټې و چې عاجله څانګه بې ډاکټره وه.
عجیبه وه؛ چې یو ډاکټر به ناروغ وکوت، یا به یې نسخه ولیکله؛ هغه دې بیا نه لیده. بل نوکی به راپیدا شو. مجبور هغه ته به دې ټوله کیسه بیا له سره کوله. ډاکټران په ځنډ راتلل، خو ژر ژر ورکېدل او بدلېدل.
د عاجلې څانګې ډاکټران بېخي ماړه او ساړه معلومېدل. ډاډ او دلاساینه خو څه چې په اشرپۍ یې هم خبره نه کوله. د ایکسرې له وروړلو او کتلو وروسته یې نسخه راته ونیوه. درملتون او د دوا راوړلو سرګرداني مې چې ولیده، نو په ايکسرې مې شکر وېست، ځکه درملتون بېخي له روغتون بېرون په یوه ګوښه او څنګلوري ځای کې و.
له درملتون مې پېچکاري راوړه، یوه ټیټکۍ نرسه راغله. هغو ټولو ډاکټرانو ته یې بلا ور واوړه. د پېچکاري او ژړا پرمهال یې ځلا په خوږو  او ماشومانه کلیمو دلاسا کوله. عاطفي او مینه ناکه وه.
پېچکاري د ځلا زګېروی کرار کړ او ویده شوه، خو مور یې لا همغسې ورته خواشینې او بې تابه وه. ښایسته شیبه وروسته بل تر نرسې لږ لوړ او د پاخه عمر چاغ ډاکټر راغی. د وره ښي لورته مېز ته ودرېد، پښې یې سره تاو کړې. ما ویل ډاکټر صاحب څه وکړو؟
ویل ایکسرې چېرې؟
ایکسرې مې ور وړه. په چپ لاس یې پورته ونیوه. دوه درې ځله یې ورته وکتل او بېرته یې ماته ونیوه. همغسې په ولاړې مېز ته ور ټوغ شو. کاغذ یې ور کش کړ، له لیکلو وروسته یې راته ونیوه، ویل سي ټي سکن یې وکړه.
بېرته همغه د ایکسرې څانګې ته ورغلم. درې کسه کتار څنګ په څنګ ناست وو. دا اولني ته مې پارچه ونیوه. هغه بل غاړه ورته را اوږده کړه، شونډې یې بړوسې کړې ویل، ماشین خراب است.
بېرته عاجلې څانګې ته لاړم. د ډاکټرانو د قحطۍ او لادرکۍ له امله دا ځل د درې ډاکټرانو یو ځایي لیدل راته جالب وو. پارچې وال ډاکټر لا همغسې مېز ته تکیه کړی او کوږ ولاړ و. ما ویل، هغوی وایي چې ماشین خراب دی.
ترڅنګ بل ولاړ ډاکټر یې ویل، دروغ یې درته ویلي ماشین جک جوړ دی.
ما ویل نو څه وکړم؟ ویل ورشه او ورته ووایه د پارچې په شا درته ولیکي چې ماشین خراب دی. بېرته ورغلم، ما ویل، هغوی وایي دلته ولیکئ چې ماشین خراب دی. یو بل ته یې سره وکتل. هغه بل وار ړومبی کړ ویل، خراب نه دی، خو فلم یې خلاص شوی دی، ما ویل همدا ولیکه. د پارچې په څټ یې ور ولیکل او لاسلیک یې هم وکړ.
بېرته عاجلې څانګې ته ورغلم. لیکل او لاسلیک مې د ډاکټر مخته کېښودل. ما ویل دا کاغذپراني زما د ماشومې درد نشي دوا کولای. فرانسویانو روغتون ته یې وړم، د هغوی کار دقیق هم دی.
ډاکټر ویل، دقت پسې مه ګرځه، د فرانسویانو د کار پایله دوه اویا ساعته وخت اخلي. شینوزاده ته یې یوسه. شینوزاده او صحت طفل چندان سره لیرې نه دي، مګر د شینوزاده او صحت طفل د ډاکټرانو چلند که د ځمکې او اسمان هومره توپیر نه درلود، نو د دوه جلا هیوادونو د ډاکټرانو هومره توپیر یې خامخا درلود.
د شینوزاده روغتون د ډاکټرانو خواخوږي، عاطفې، پاملرنې او لارښوونې دې درد او اندېښنه کموله. د سي ټي سکن د پایلې معلومېدو دوه نیم ساعته وخت او انتظار یې یو نیم ساعت ته راکم کړ . صحت طفل روغتون ته چې دویم ځلي ورتلم د لارې ګڼه ګوڼه کمه وه، خو په دهلېزونو کې د ناروغانو او پایوازانو ځای نه کېده. هر سړی سرګردانه او په خپلو خولو کې ډوب وو.
په درې څلور ساعته کې دومره روږدی شوم، چې نور ډاکټرانو ته انتظار او د دوی سوړ چلند راته ځورونکی او ستړی کوونکی نه وو. د ډاکټر راتګ ته منتظر پاتې شوم، خو لکه خدای مو چې توبه قبوله کړې وي، ډاکټر چې عکس سترګو ته ونیوه لږ ورته کوږ راکوږ شو او د راپور له لوستلو وروسته یې راته کړه، کومه جدي ستونزه نه لري. د سالون له منځ څخه خپل مېز ته ورغی، په نري کاغذ یې درې شربته راته ولیکل. 
ما ویل، نور؟
ویل کورته یې یوسه.
-         ارتوپیدي ډاکټر ته یې ونه ښیم؟
-          دا زموږ ترڅنګ دی ورشه.
ارتوپيدي څانګه کې مخامخ دوه ډاکټران ولاړ او یو په څوکۍ کې ناست و. ښي لاسته کلیوال ناروغ ماشوم په بستر  ناست او پښې یې ښکته ځړېدلې. بې وزلي او ناچاري یې له حیرانې او ناروغې څېرې معلومېده. حیران کتو یې زړه اوبه کاوه. د مخامخ ولاړ ډاکټر په اوږه مې لاس ورکېښود ما ویل، دا جلکۍ له دریم پوړ رالوېدلې.
ویل، عاجلې څانګې ته یې یوسه.
-          له عاجلې څانګې دلته راغلم، یو ځل یې وګورئ چې کوم ځای یې مات او ختلی نه وي. ځلا مې په بستر واچوله، ډاکټر یې چې لاس ور قات کړ، ما کلک ونیوه، راته وې کتل.
-          له دریم پوړه لوېدلې، ضربه یې لیدلې. پهلوانۍ او زورازمایۍ ته مې نه ده راوستې. په دغه زور او قاتولو به یې له بدو بدتره کړې.  جلکۍ مې غېږ کې را واخیسته.
-         ویل که کوم ځای یې پاړسوب وکړ او یا یې لاس او پښې حرکت نه کاوه، بیا یې راوړه.
-         خدای به یې تاسو ته نه حاجت کوي.
ځلا ښه وه او ښه ده، خو باور وکړئ چې د صحت طفل روغتون ناروغ ماشومان او د دوی پایوازان مې لا هم له یاده نه وځي. خصوصا هغوی چې له کلیو او لیرې ځایونو راغلي. د هغوی مساپري، ناچاري او نابلدي یوې خوا او له دوی سره د ډاکټرانو بې غوري او چلند له بلې خوا د سړي زړه رېبي.
ډاکټر نه یم چې د صحت طفل روغتون د وضعیت په اړه مسلکي نظر ورکړم، مګر د یوې ناروغې لورکۍ د پلار او پایوازي په توګه مې په همغو لومړنیو څو شیبو کې دا درک کړه چې په دغه روغتون کې څه تېرېږي او هلته ناروغان د ډاکټرانو د بې غورۍ او ناپامۍ له  امله کوم کړاوونه ګالي؟
د صحت طفل روغتون ډاکټران او په لویه کې د عامې روغتیا وزارت مسوولین که د روغتونونو وضعیت ته پام ونه کړي، د بدلون او ښه والي لپاره یې لاس پکار نشي، نو باور مې نشي چې یا دې د پاکستان د سفارت مخته ګڼه ګوڼه او له خلکو سره ناوړه کېدونکی چلند ښه شي او یا دې هم هغه میلیاردونه افغانۍ چې هر کال د درملنې په موخه بهرنیو هیوادونو ته ځي راوسپمېږي.
موږ نه وایوو چې روغتیایي مسوولین او ډاکټران دې خامخا او هر ناروغ ته شفا ورکړي، یا دې هغوی له مرګه راوګرځوي، ځکه دا د دوی له وسه وتلې او د خدای په واک کې دي، مګر د دوی په وس خو دومره پوره ده چې لږ تر لږه خپل مسوولیت درک کړي، که یې ښه نه ترسره کوي، حداقل د ښه ترسره کولو هڅه او تمثیل خو یې وکړي. که ناروغان نشي رغاولی، حداقل په خپل چلند او کړو وړو، خو د هغوی زړونه خوښ کړي، نهیلي یې په هیله مندي بدله کړي او که یې درد نشي کمولی، نو چې ور زیات خو یې نه کړي. د ساړه او ماړه چلند پرځای مینه ناک، عاطفي او مهربان واوسي.
لوستل شوی 62 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي