یو ښه ښوونکی څوک دی ؟یو ښه ښوونکی څوک دی ؟

یو ښه ښوونکی څوک دی ؟یو ښه ښوونکی څوک دی ؟

 

لیکوال او څېړونکی  : یوسف هېواددوست
دریمه برخه
دغو موخو ته د رسېدو لپاره هر ښه ښوونکی ځانته ځانګړي میتودونه او لارې چارې لري .غوره ښوونکي هڅه کوي لومړی مفهومونه او ارزښتونه زده کوونکو ته وروپېژني ، د بېلګې په توګه که غواړي په شعر باندې خبرې وکړي نو ښه به وي چې لومړی زده کوونکو ته د شعر پر مفهوم واضیح او د پوهېدو وړ څرګندونې ولري .
هغه ښوونکی چې په راډیو ژورنالیزم خبرې کوي او لومړی  خپلو زده کوونکو ته د ژورنالیزم او بیا د راډیو مفهومونه او تعریفونه ور نه کړي ، فکر نه کوم چې خپلې موخې ته په ښه توګه وروسیږي .په اصل کې ښوونکی باید  زده کوونکو ته د واټ پیل او پای وروښیي ، او په دې توګه زده کوونکي  پر واټ  خپله تګلاره مومي ، په دې معنی چې نور نو زده کوونکي  خپله د مضمون مینځپانګې ته ورننوځي او معنی یا په بله وینا مفهوم یې ترلاسه کوي .ځیني پوهان په دې عقیده دي چې ښه او تکړه ښوونکی هغه دی چې د زده کوونکو د لا پوهاوۍ لپاره د درس له مرستندویه توکو او وسایلو ، لکه سي ډي ، ډي وي ډي ، فلم ، انترنیت ، لابراتوار  او داسې نورو توکو او وسایلو څخه ګټه واخلي . په افغانستان کې  د ښوونکو پر وړاندې یوه ستره ستونزه دا ده چې هلته منابع ، کتابونه او نور امکانات لکه فلمونه ، علمي لیدنې کتنې ، د پوهاوۍ لپاره ګرځنده سفرونه او داسې نور امکانات یا نشته او که شته هم لږ او نیمګړي ډي .زیاتره درسي کتابونه زاړه او د پخوانیو څېړنو او کتنو  پایلي دي ، په داسې حال کې چې هره ورځ د علومو په بېلا بېلو برخو کې نوې څېړنې ، لاسته راوړنې او  پرمختوګونه دي .ممد او مرستندویه کتابونه ټول هماغه تکراري بحثونه لري .ما او مېرمن فیضیه هوسا په ۲۰۱۵ ز کال کې په کوپنهاګن کې  ( له ډنمارک څخه د افغان غږ راډیو ) په نوښت   د ( له نورو ژبو څخه پشتو او دري ته د علمي آثارو د ژباړې ارزښت ) تر سرلیک لاندې  یو علمي سیمینار جوړ کړ .هلته  ډېر د نظر خاوندان سره راټول شوي ول او هر یو د دغې امر د اړتیا  او اهمیت په باب خپلې ګروهې او اندونه وړاندې کړل .هلته یو شمېر لیکوالو او ژورنالیستانو په دې خبره ټینګار وکړ چې پښتو ته یا دري ژبې ته ژباړل  ډېره پاملرنه غواړي ، ځکه   دغه شان ناسمو ژباړو ته یوه بله ژبه پکار ده چې لوستونکي پرې پوه شي .ژباړه باید د هماغې برخې لوستونکو ته د هغوي د پوهې په کچه وي ، ادبیات یې ، لیکدود یې او معناوي د پوهېدو وړ وي .په ځینو ژباړو کې د دوهمې ژبې  لغات او مفهوم نه او پر ځای د دریمې ژبې وي ، لکه ډنمارکي ژبې نه پښتو ته چې پکې د پښتو لغات پر ځای دری لغاتونه وي .بله خبره دا ده چې ژباړونکی پوه شي  څه د چا لپاره ژباړي ؟ او هغه کتابونه چې د ښوونې او روزنې  وزارت د همدې برخې د څانګو لخوا لیکل کیږي په هغو کې  باید د زده کوونکو د پوهې کچه په پام کې وساتل شي او څوک چې دا کتابونه ښوونځیو ته چمتو کوي هغوی خپل په اصل کې ښوونکي دي او باید د ښوونې او روزنې په میتودونو پوه وي . بله خبره چې ما دلته کوله هغه دا ده چې د ادبیاتو ، ژورنالیزم او ژبو په برخه کې باید تکړه استادان  تر هرچا دمخه خپله د هېواد فرهنګي او ملي ویاړونه او په هغو پورې تړلي ادبیات وپېژني .د خپلواکۍ د لارې  اتلان ، د مدنیت او پرمختګ د لارې پوهان ، نامتو  تاریخي ، علمي او فرهنګي شخصیتونه دا ټول باید وپېژني ، د هېواد د تاریخ او جغرافیې له ځانګړنو سره آشنا وي او ورسره جوخت ښه ښوونکي خپله دغه پوهه تر خپلو شاګردانو وروسوي .په هغو کلونو کې چې دننه په افغانستان کې د ښوونځي ښوونکی وم او اوس چې دلته ډنمارک کې  دا دی نږدې  ۱۲ کاله دغه  د ښوونکي مقدسه دنده پرغاړه لرم، ما ته تجربه شوې او له نورو تکړه ښوونکو څخه مې زده کړي چې  ښوونکی باید  هره ورځ د خپل مسلک اړوند نور کتابونه ، مجلې او  تحلیلي مقالې ولولي او د خپلې پوهې د لوړتیا لپاره  باید حتما په علمي کنفرانسونو او سیمینارونو کې فعاله برخه واخلي ، فعاله په دې معنی چې  د مسُلې پر ټولو اړخونو باید ځان پوه کړي او تل پوښتونکی وي .د طبیعي علومو د برخې استادان هغه وخت  په خپلو تدریسي چارو کې به بریالي وي چې خپل زده کوونکي په ساده ، روانه او خپله ژبه وپوهوي .خپله ژبه په دې معنی چې هره سیمه ځانته خپل اصطلاحات  لري او ښوونځیو کې هم باید د دوي په مورنۍ ژبه ورته ښوونه ترسره شي .که د یوې پښتو ژبې سیمې یو زده کوونکی  په دءي ژبې ښوونځي لوستلو ته اړ شي ، نو بې له شکه  هغه شان چې لازمه ده پوهه نشي ترلاسه کولای ، نوځکه خو له یوې خو د معارف وزارت دنده ده چې هر چا ته په خپله مورنۍ ژبه یې ښوونځي پرانیزي او له بلې خو هر دري ژبې ښوونکي  ته لازمه ده چې په پښتو او هر پشتو ژبي ته پکار ده چې په دري ژبه پوه وي . دا په دې معنی چې استاد خپله باید د تدریس پر ژبه حاکم وي . په ګران افغانستان کې د ښوونځیو یو بل پرابلم دا دی چې  د ښوونکو د پوهې کچې ته په نه کتو سره ډېر ځله په ډېرو ښوونځیو کې نا وړ کسان د ښوونکو په توګه ګمارل کیږي .څو کاله وړاندې زه  د کابل ښوونځیو ته د خپلې پوهې د کچې د لوړتیا لپاره ورغلم ، تاسو باور وکړۍ ما  د کابل ښار  په یو دوه ښوونځیو کې داسې ښوونکي ولیدل چې د پښتو درس یې ورکاوه خو خپله په پښتو ادبیاتو  نه پوهېده ، او آن داسې کسان مې هم ولیدل چې په واسطو او وسیلو سره مقرر شوی و.داسې کسان به څنګه وکولای شي چې د پوهې او علم ډیوه بله وساتي او پوهه تر نوي نسلونو پورې ولېږدوي ؟ د ټولو پورتنیو یادو شویو ځانګړو تر څنګ  ښه ښوونکي هغه کسان دي چې په دې لاره کې یې زده کړې کړي وي ، د خپل هېواد په ملي او رسمي ژبو بلد وي ، د زده کوونکو د پوهې او استعداد کچه په پرله  وڅاري او د خپلې پوهې د کچې لوړتیا ته ژمن وي .  مننه .
لوستل شوی 176 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي