ستونزه شعر ویلو کې نه ده، درد له بل ځای دی!

ستونزه شعر ویلو کې نه ده، درد له بل ځای دی!

ویل کیږي، ولسمشر غني وړمه ورځ«افغانستان ګهواره ی زبان فارسي – دري» تر سرلیک لاندې سیمنار کې د خبرو په ترڅ کې د مولانا بلخي کوم شعر په اشتبا سره ویلی دی او د ځینو په ګومان، بویه نه بخښوونکې تېروتنه يي کړې ده. دې لړ کې یو تن ولسمشر ته د «مشوره مفید» په نوم د لارښوونو او سپارښتونو لوی لیست وړاندې کوي،

له دې لیست څخه څو جملې دلته د بېلګې په ډول رااخلم، نوموړی لیکي« استعداد خواندن اشعاررا ندارد لطفآ کلام بزرگان ادب دری را باتغیر کلمات بی مفهوم وبی وزن وبی قافیه نسازد ودیگر شعر نخواند»!

کېدای شي څوک په خبرو او یا شعر ویلو کې اشتبا وکړي ولسمشران، پوهان، لیکوالان، شاعران او نور هم له داسې تېروتنو مشتثنا نه دي او تېروځي، خو نه ښای دا نه بخښل کېدونکې ګنا وګڼل شي او د ګټورې نېوکې پرځای په بې سروبوله کلمو او د کوڅې په ژبه وغندل شي.

تر کومه ځایه چې د «مشوره مفید» لیکونکي له نږدې پېژنم، نوموړی نه شاعر دی، نه ادیب او دا دواړه ادعاوې د هغه په یادو جملو کې هم له ورایه ښکاري. ادیب او شاعر په داسې شډله او شاړه ژبه نېوکه نه کوي، هغه هم د هېواد پر ولسمشر!

په پوخ باور، دلته سیاسي او نورې موخې دي چې لیکونکي يي د ولسمشر په وړاندې د کوڅې ژبې کارولو ته اړکړی دی!

که چیری ولسمشر پښتوژبی نه وای او بل څوک وای، هیڅکله به د «مشوره مفید» لیکونکي نه وای لیکلی چې ولسمشر« استعداد خواندن اشعار را ندارد..... ودیگر شعر نخواند»!

جیګپوړي چارواکي ډېر دي چې هره ورځ هذیان وايي، خو غرضي لیکوالان يي مداحي او ستاینه کوي، اپلتو او ورانکاریو ته يي لاهڅوي!

د ۸ صبح په نوم رسنۍ هم په یوه مقاله کې ورته لیکنه کړې، د مقالې لیکونکی لومړی په بېلا بېلو پیرونو کې افغاني ټولنه کې د شعر په ارزښت غږېدلی او بیا يی له دغو اوږد سفر څخه پر ولسمشر باندې د ګوزار لپاره له «واو» څخه «بو» جوړکړی او په پای کې يي ولسمشر ته سپارښتنه کړې چې «جبر نیست، شعر نخوان»!

د ۸ صبح او د «مشوره مفید» لیکونکو د ناروغه اوغرضناکو څرګندونو که تېر شو، ولسمشر غني په نوموړي سیمنار کې په سیمه کې د درې ژبې د ځای او دریځ په اړه بېسارې لارښوونې کړې. ولسمشر په سیمنار کې بیخي نوي مسایل وړاندې کړي چې افغان روڼ اندي باید پرې ژور غور وکړي او د پلیتوب په برخه کې د حکومت همکار واوسي.

ولسمشر وايی«دري ژبه، د پامیر له غرونو او تخارستان کهن نه ترهندوستان او د فردوسي د فارسي د رسا او ساده ژبې نه د بېدل ترغرونو رسېدلې او پر دغو سیمو یې د فرهنګ سیورۍ خپور کړی دی. د ژبپوهنې پیاوړي څېړونکي، د دغې ژبې د روزنې او پالنې ځای او زانګو، نننی افغانستان ګڼي. ازادی راډیو»

پکار دا ده چې د مولانا د شعر د څرنګوالي او په دې اړه د غرضي نېوکو پرځای، د ولسمشر غني پورته څرګندونو ته پام شوی وای او له هغو هر اړخیز ملاتړ شوی وای.

ولسمشرپه سیمنار کې زیاتوي«ضرورت دا دی چې په هغه اندازه چې پراقتصادي، سیاسي او امنیتي برخو پانګونه کېږي، د دې وخت را رسېدلی چي په خپل فرهنګ هم پانګونه وشي. دري ژبه د فارسي د لویې سیمې د رامنځته کېدو وسیله ده چې افغانستان په ‌دغه سیمه کې اساسي رول لري، که ګډ لید ونه ‌لرو، هر ډول اقتصادي وده مو نه‌ شي یوځای کولی، له کوم افراطیت سره چې مخ یو، مرمۍ ورته ځواب نه وايي، اساسي ټکی فکري لید لوری دی.»

ولسمشر په خپلو یادو څرګندونو کې ډېرو مهمو ټکو ته اشاره کوي، له هغې ډلې:

ــ د فارسي ـ- درې ژبې د روزنې او پالنې ځای او زانګو نننی افغانستان دی

 ــ ګډ فکري لیدلوری

دلته باید، ټولې هغه لارې راوسپړل شي او اړین ګامونه واخیستل شي چې زموږ ټولنه يي ناخوالو او انقطابونو سره مخ کړې ده.

افغاني ټولنه کې له بده مرغه په تېرو څو لسیزو کې سمتي، ژبني، مذهبي او قومي مسایلو ته لمن وهل شوې او افغانان يي د یووالي پرځای، توپيرونو او شخړوته کېنولي. بېلابېلو توپيرونو له افغانانو د نظر ګډ لوری اخیستی دی. ولسمشر همدې ته په اشارې سره وايی که د افغانانو په ګډ فرهنګ او ګډ تاریخ ډډه ونه شي، که د ملي ګټو او ارزښتونو پر بنسټ ګډ فکري لید لوری رامنځته نه شي، که په اقتصادي او مالي ډګر کې وده هم وشي، موږ د یوه ملت پتوګه په سیمه کې هغه ستونزې چې مخې ته پرتې دي نه شو حلولای او هغه دندې چې ور سره مخ یوو، نه شو ترسره کولای.

که ماڼۍ او ودانۍ هر څونه لوړې او ښکلي جوړې کړو، که د پرتوګ پرځای پتلون واغوندو او نیکټايي وتړو چې فکر بدل او اصلاح نه شي په پلازمېنه، کابل کې به د «فرخندې» د ژوندۍ سیځلو پشان هره ورځ ناورین زیږوو!

پر ولسمشر غني نېوکګر، د مولانا کلام د خپلو شومو موخو لپاره د یوې پلمې پتوګه کاروي، که نه د دوی اصلي موخه د مولانا کلام نه، بلکې د ولسمشر یادې څرګندونې دي.

ایران زموږ پر ځینو لیکوالو، شاعرانو او په اصطلاح روڼ اندو دومره اغیز کړی چې چمتو دي خپل ټول ملي ارزښتونه او شتمنۍ د هغه هېواد په پښو کې کیږدي او د ایران د سر نذرانه يي کړي. دوی چمتو نه دي دغه تاریخي حقیقت چې درې ژبه د افغانستان او بلخ څخه لویدیځ خوا، ایران ته تللي او هلته فارسي شوي، ومني. کله چې ویل کیږي درې ژبه د فارسي د لويي سیمې د رامنځته کېدو وسیله ده، غوږونه يي بوڅیږي او د ځان او افغانستان پرځای يي پر ایران پیرزوینه او لورنه هڅیږي. د فرهنګ په برخه کې چې کوم رول لرغوني افغانستان په سیمه او د فارس او اوسني ایران په لور لوبولي، دوی يي بابیزه ګني او د دوی په اند یوازې پخواني فارس او اوسني ایران دی چې افغانستان او سیمه يي خړوبه کړې او نور ملتونه او قومونه هیڅ!

په سیمنار کې ولسمشر غني افغان پوهان او په تېره بیا د بلخ پوهان او روڼ اندې نویو دندو ته رابولي. ولسمشر د افغانستان او د بلخ د تاریخي برم د بیرته تازه کولو په اړه غږیږي.

ایران چې د افغانستان د ژبو او فرهنګ په غلا کولو يي صرفه نه دی کړې او د افغاني فرهنګ او تاریخ دښمن ګڼل کیږي، غواړي د بلخ د عظمت او لویا او د افغاني فرهنګ د غوړېدا او ځلا مخه ډب کړي.

کېدای شي ځیني افغانان په لویلاس نه، بلکې له هغه ځایه چې ایرانیزم يي په ځان او اروا کې ریښې ځغلولي او پوخ ځای يي نیولي، داسې خبرې له خولې راوباسي.

همدارنګه ځيني کسان د ولسمشر د خبرو د منځپانګې او ماهیت  پرځای، ظاهري بڼې اوشکلونو ته ارزښت ورکوي چې د دې دواړو تاوان هم بابېزه نه شي ګڼل کېدای!

که طالبان د افغانستان او کابل پرځای، پنجاب او اسلام اباد ته په خدمت بوخت دي، ایران پلوي افغانان بیا د کابل او بلخ پرځای، د تهران او قم  مزدورۍ کوي، د ایران په خدمت کې لاسونه تڼاکې کوي او د ایراني فرهنګ لپاره تندي خولې کوي!

د ۲۰۱۹ کال د جولای ۲۱ مه

سرلوڅ مرادزی

 

 
 
 

 

 

 

 

لوستل شوی 142 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي