وروستي مطالب
د اشرف غني او خواجه آصف مسابقه؛ څوک به يې وګټي؟
دوشنبه, 27 سنبله 1396 20:33افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د ولسمشر په توګه د لومړي ځل لپاره د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډو کې د ګډون لپاره نيويارک ته تللی دی. د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند دواخان مينه پال وايې غني به د ملګرو ملتونو غونډې په لومړۍ ورځ د دغه سازمان له ټولو غړو هېوادونو وغواړي، چې افغانستان کې له ترهګرۍ سره جدي مبارزه وکړي او په دې برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي. د مينه پال په خبره ولسمشر به دغه راز، افغانستان کې د سولې، امنیت او پرمختګ مسلو په اړه هم خبرې وکړي
نوی فرمان، نوې ستونزې
یکشنبه, 26 سنبله 1396 10:07ماشيني جنرالان پاتې خو تجربه کار په کور کېنول کيږي
په داسې حال کې چې په امنیتی او دفاعی بنسټونو کې د سمونونو په نوم ولسمشر غني فرمان صادر کړی چې له مخې به يې د امنیتي او دفاعي بنسټونو ۶۵ زره تجربه لرونکی افسران تقاعد شي؛ دغه فرمان له ځان سره يو شمېر غبرګونونه هم لري. ويل کيږي د دغې طرحې په پلي کېدو سره به د کورنیو چارو وزارت ۶۰ سلنه، د ملي دفاع وزارت ۵۰ سلنه او د ملي امنیت ۴۰ سلنه تجربهلرونکي، افسران، جنرالان او نور نظامیان تقاعد شي. تيره ورځ ولسي جرګې هم په همدې اړه اندېښنه وښوده
پاکستان د تيښتې په لټه کې؛ له امريکا سره يې تازه لوبه
شنبه, 25 سنبله 1396 14:46وروسته له هغې چې د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسيا لپاره د امریکا نوې ستراتيژي اعلان شوه او پاکستان يې پر اساس تر فشار لارندې ونيول شو؛ دغې هيواد د امريکا په خلاف او له نړيوال فشاره د خلاصون لپاره هر اقدام ته لاس واچاوه. اوس په تازه کې په پاکستان کې د آی ايس آی لخوا ملاتړ کيدونکي شخص مولانا سميع الحق پر امریکا د فشار راوستلو لپاره ګواښ کړی چې که پاکستان ته د ټرمپ د ادارې له لوري کوم ګواښ پېښ شي، افغان طالبان به د اسلام اباد ترڅنګ ودرېږي. د پاکستان
مردم ا فغا نستا ن بحد کا فی وحشیگری )بربریزم( امپریا لیست های غربی را با خود دارند.
جمعه, 24 سنبله 1396 20:55 نویسدگان : اندریویتچک )Vitchek Andre )و الیسا ندروبیا
.)Anti Diplomatic( سرمحرر( Alessandro Bianchi(نچی
مبع وتاریخ نشر : انفارمیشن کلیرنگ هوز » 21-90-1922 .»
برگردان : پوهندوی دوکتور سیدحسام »مل« .
وبادرنظرداشت همین اصل به نظرمیرسد که مذاکرات صلح ماه اپریل میا ن موقیعت جغرافیوی ا فغا نستا ن همیشه نقشی مهمی را ا یفا کرده است افغانستان ، هند ، پاکستان ، روسیه وچین منجر به پا یا ن حضور مسلط دایمی امریکا درا فغا نستا ن میشود . دراین مورد نظر شما از چه قرار است ؟
ادامه موضوع را در ضمیمه دنبال کنید
پاکستان سره خبرو کې څه ډول امادګي بايد ونيسو؟
دوشنبه, 20 سنبله 1396 14:32وروسته له هغې چې ولسمشر غني د ساينس او ټکنالوژۍ په اړه د اسلامي همکاريو سازمان د غړو هيوادونو ناستې په ترڅ کې د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره وکتل؛ اردوغان د افغانستان او پاکستان تر منځ د ترينګلو اړيکو د رغولو لپاره چمتووالی وښود. د ترکيې ولسمشر د افغانستان او پاکستان په اړه د امریکا له نوې ستراتيژۍ د ملاتړ تر څنګ وويل چې ترکيه د افغانستان او پاکستان تر منځ د ښو اړيکو غوښتونکې ده او په دې برخه کې چمتو ده چې د کابل او اسلام آباد اړيکي ورغوي
د شهيد اونۍ او هير شوي شهيدان
یکشنبه, 19 سنبله 1396 12:19د وږي مياشتې ۱۸ مه نېټه چې د شهيد اونۍ او پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود د ترور له ورځې سره برابره ده، تېره ورځ په کابل کې په داسې حال کې ولمانځل شوه چې په ټول ښار کې د ویرې فضا خوره وه. په کابل ښار کې تر ډېره د موټرو هغه کاروانونه تر سترګو کېدل چې د احمد شاه مسعود عکسونه یې لېږدول، په ځینو کې یې وسله وال کسان ناست وو او هوايي ډزې یې کولې چې تر ډېره يې د ښار نظم ګډوډ کړی وو. د دغو کسانو په مینځ کې چې په خلکو کې يې د ويرې فضا خپره کړې وه؛ حتي واړه ماشومان هم لیدل کېدل چې وسلې يې ګرځولې او د پولیسو په مخ کې یې ډزې کولې
شواهد جدید درمورد جنگ افغانستان
شنبه, 18 سنبله 1396 19:24 تتبع ونگارش: کریستین فریدریش اوسترمن )ostermann. F Christian .)
برگردان : پوهندوی دوکتور سیدحسام »مل«.
قسمت دوم
یاداشت ازجلسه پولیت بورو مورخ ماه جنوری»12-11 »
سال )2891 )فشرده وگلچین
منبع : بنیاد گرباچف تهیه وتدارک توسط اناتولی چرنیوف برای )CWIHP )
وترجمه توسط گاری گولد نبرگ
شوردنازی:نجیب ازوضع موجود تصویر بسیا ر خوبی دارد ولی نه همه از او حمایت میکنند ، حتی که در حلقه رهبری بعضی از رفقا از خود کمرنگی نشان میدهند اما این نجیب است که او بدرستی صحبت میکند ومیگوید که
ادامه مطلب در ضمیمه
.
شهیدترشهیده توپیرلري
شنبه, 18 سنبله 1396 13:56محمدآصف خواتی
دتاند په ویب پاڼه کې دکابل په خیرخانه مینه کې داحمدشاه مسعوددپلویانوله لوري ددریو ماشومانو د ټپي کیدوخبرخپورشوی چې په یوه برخه کې دیوه ټپي ماشوم چې وضعیت یې خوراداندیښنې وړدی دپلارخبرې راوړې دي اوهغه وایي: « هغه موټر چې د ده زوی یې تر ټایرونو لاندې کړ، بې له دې چې ودرېږي اود کوچنۍ پروا وکړي په خپله مخه لاړ. پر دغه موټر د احمدشاه مسعود عکسونه لګېدلي ول، ډېر تېز روان و او له دې سره سره یې زما زوی وواهه چې هغه ما ترلاس نیولی و. » ددې خبرلوستلواړایستلم پدې لنډه لیکنه لاس پورې کړم اوددرنولوستونکو سره دشهیدداونۍ دلمانځنې په اړه خپل نظرشریک کړم