وروستي مطالب

د سولې او سوله ییز فکر تبلیغول

پنجشنبه, 09 قوس 1396 19:58

 محمد روښان ښاد

موږ د نړۍ له هغو بدمرغه او جنګ ځپلو ټولنو او وګړو څخه یوو چې څو نسلونه مو په جګړه کې را لوی شول، وزېږېدل او یا پناه شول. یانې موږ د جګړې نسل یوو، نو له همدې امله موږ تر بل هرچا سولې او سوله ییز فکر ته زیاته اړتیا لرو.

د دې باوجود موږ په دې نېکمرغه یوو چې په داسلام سپیڅلي دین، افغاني کلتور او ملي ادب کې د سولې په اړه ګڼې لارښوونې او داسې ارزښتناک پیغامونه لرو چې د هغو په تبلیغولو سره کولی شو، خپل ځانونه، خپل همزولی او ځوان نسل د جګړو له اغېزو خوندي کړو او پرمټ یې ځانته سوله ییز ژوند او چاپیریال برابر کړو.

د ارزښتونو سوداګر

چهارشنبه, 08 قوس 1396 18:17

ډاکټر عبداللطیف کاکړ

 په افغانستان کې په دې وروستیو کې زموږ ډېر ارزښتونه د ځینو پردیپالو او نامطلوبو اشخاصو، افرادو، ډلو او ټپلو له لوري مسخره شول. هغوی په شعوري او غیر شعوري توګه دغې بدرنګه لوبې ته ولمسول شول.

مګر دغو هېواد دښمنه څېرو هم د نابالغه ماشومانو په څېر له هر ډول فکر، سنجش او معقول دریځ پرته د پردیو د خوشالولو لپاره زموږ په ارزښتونو ملنډې ووهلې او یا یې هم سودا کړل. دغو سوداګرو دا ځل د لویې جرګې پر ملي ارزښت بدرنګه سودا ته لېڅې رابډوهلې دي.

د ترومپ پټه جګړه

سه‌شنبه, 07 قوس 1396 20:22

لیکونکۍ: جان هالتی ونګر)Haltiwanger John .)
منبع اود خپریدو نیټه : انفا رمیشن کلیرنګ هوز»62-11-6112 .»
ژباړونکۍ : پوهند وی دوکتور سید حسا م »مل«.
په مینځنی ختیځ کي دمتحده ایاالتو پوځي حضور)33 )سلنه  په تیرو څلورو میاشتو کي زیاته شوی دي  اولسمشر دونا لد ترومپ په مینځنی ختیځ کي دامریکی د متحده ایاالتو د سرتیرو اود امریکی دملکی کارمندانو کوم چي د امریکی دمتحده ایاالتو ددفاع دوزارت دپاره کارکوي دهغوشمیره یی په دی تیروڅلورومیا شتوکي له)71504)څخه تر )     57041 )

ادامه په ضمیمه کې




ملي یووالي حکومت د نهیلۍ او بې باورۍ فضا بدله کړه

سه‌شنبه, 07 قوس 1396 20:19

محمد روښان ښاد

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت په لومړیو کې له افغانستان څخه د نړیوالوسوله ساتو ځواکونود وتلو او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د نړیوالو مرستو د کموالي له امله هېوادوال خپل راتلونکي ته سخت اندېښمن او بې باوره وو.

فساد او(فاسد چارواکې)

یکشنبه, 05 قوس 1396 14:44

نصیراحمد (څپاند )
څرنګه چی هیوادوالو ته بهتره معلومه ده فساد زمونږپه هیواد کې ورځ تربلی خپلی ریښې غزوی او پیاوړي کیږی او ټولی اداري اوس په دغه کرغیړنه  پدېده اوافت اخته دی.او هرڅوک دولسمشرنه نیولی ،والی، وزیر، وکیلان ، قاضيان ،څارنوالان او ترعاموخلکو پوری دفساد ناري وهی.حتاپخوانی ولسمشر کرزی فرمایلي وو:« پیسې چې پټوﺉ بهر ته یې مه وړﺉ بلکې دلته پرې کور جوړ کړﺉ.» دې خبرې ته نغوته وشوه خو عملی کار پکې ونه شو. د نړیوالې ټولنې ملیاردونو

آشتی با افراط گرا یا ن در افغا نستا ن

یکشنبه, 05 قوس 1396 14:32

نویسنده : ادوارد هونت )Hunt Edward .)
منبع وتاریخ نشر : کونتر پنچ »22-11-2112 . »
برگردان : پوهندوی دوکتور سید حسا م »مل«.
ترومپ بد نبا ل راهیا بی راهها یی برای انجا م مقا بله با طا لبا ن ا ست . ودرنظردارد هما نطوریکه جنگ در افغا نستا ن به هفد همین سا ل خود میرسد ؛ اداره دونا لد  که مقا ما ت طا لبا ن را در پس ت ها ویا مقا ما ت رهبری در دولت افغانستا ن جا دهد
ادامه در ضمیمه

 

د ښځو رول لا هم کمرنګه دی

شنبه, 04 قوس 1396 22:39
محمد بشیر یوسفزوی
په افغاني ټولنه کې ښځو ته له لومړي سره په کلیو او ښارونو کې درناوی کېږي. حتی د ښځو په مخ جرګې منل شوي، بدۍ هوارې شوي او خلک بښل شوي دي، مګر ښځو ته د دغه ټول درناوي باوجود هم د ښځو رول ته پام نه پخوا کېده او نه هم اوس ورته هغومره پام شوی څومره چې لازم دی.

د جنګ بهرني ابعاد

شنبه, 04 قوس 1396 22:35
محمد روښان ښاد
پرافغانستان تپل شوی جنګ  بهرني ابعاد لري او د دوام زیان یې یوازې افغانستان ته نه دی متوجه، بلکې په سیمه کې د افراطیت، توند لارۍ او تروریزم د ودې، بې ثباتۍ، بدمرغۍ او وروسته پاتې والي لامل کېږي.
تروریزم، جرمي اقتصاد، جنګ او فساد زموږ د ټولو بدمرغیو هغه مثلث دی چې د ګډو موخو، خپلمنځي اړیکو او شریکو ګټو له پلوه په یوه لوی افت او ویجاړونکې پدیده بدل شوی. و د دغې پدیدې او افت د ځپلواو د همدغه بدمرغه مثلث د ماتولو لپاره په ملي، سیمه ییزه او بین المللي کچه ګډې هڅې او مبارزې ته اړتیا ده.