وروستي مطالب

محلي ادارې باید فعاله شي

سه‌شنبه, 28 قوس 1396 21:34

محمد بشیر یوسفزوی

له محلي ادارو څخه موخه ولایتي او د ولسوالیو ادارې دي. دغه ادارې چې تر دې مهاله لا هغومره فعاله نه دي څومره چې ښایي، له همدې امله په ولایتونو او ولسوالیو کې ستونزې، شکایتونه او د خلکو نارضایتي زیاته ده.

محلي ادارې  د نظام جوړولو او د سیاسي نظام د مشروعیت د پراخولو مهم بسترونه دي، ځکه د محلي ادارو مسوولین یانې والي او ولسوال د ولایت او ولسوالۍ په کچه د ولسمشر ځانګړي استازي وي، مګر له بده مرغه ډېر کله دغه استازي ور سپارل شوی استازیتوب په ښه توګه نشي کولی

متوازن پرمختګ

سه‌شنبه, 28 قوس 1396 21:25

محمد روښان ښاد

متوازن پرمختګ باید د ټولنیز اصل په توګه ومنل شي او تطبیق ته یې جدي پام پکار دی، ځکه تر هغو چې د متوازن پرمختګ اصل تطبیق نشي، نو په ټولنه کې نظم، امن او ثبات ناممکن دی، ځکه د غیر متوازن پرمختګ پرمهال د خلکو، سیمو او حتی قومونو تر منځ تضادونه ایجادېږي او دغه تضادونه په شخړو بدلېږي

سیاسي ثبات

سه‌شنبه, 28 قوس 1396 21:22

محمدروښان ښاد

سیاسي ثبات کومه ځانګړې یا اټکلي پېښه نه ده چې په خپله او ناببره توګه رامنځته شي، بلکی سیاسي ثبات هغه پروسه ده چی دخلکو په اراده، غوښتنه او هلو ځلو دقانون په رڼاکې دعدالت ټینګښت او دټولو هېوادوالو په پراخ ګډون سره  رامنځته شي، د وخت په تېرېدو سره وغوږېږي او ثمر ته رسېږي.

د ”نور“ استعفی یوه عادي چاره ده

سه‌شنبه, 28 قوس 1396 21:20

محمد روښان ښاد

دولتي مقامونه، څوکۍ او منصبونه نه شخصي دي او نه هم میراثي. په دې برخه کې تغیر او تبدیل یوه عادي او قانوني چاره ده. هیڅوک باید په دې برخه کې د رهبرۍ د پرېکړو مخالفت ونه کړي او نه یې هم د کوم چا پر وړاندې شخصي چلند او دریځ وبولي.

پر دنده د یو چا ګومارل، له دندې څخه د یو چا لیرې کول او یا په خپله خوښه استعفی کول، د اسعفی ردول او یا د استعفی منل د حکومتولۍ یو مهم اصل او د ولسمشر له قانوني واکونو څخه یو دی. د دولت رهبري د هر چا وړتیا، موثریت او خدمت ته په پام چې څوک لازم ګڼي هغه پر دنده

جمعیت دې د عطا موضوع نه سیاسي کوي

سه‌شنبه, 28 قوس 1396 21:17

اېمل پیاوړی

جمعیت که جنګي، قومي او سمتي ډله  نه وي او واقعاً ځان د هېواد یو سیاسي حزب  او تنظیم بولي، نو بیا پکار دی چې له مسایلو سره د ولسواکۍ، قانوني او سیاسي اصولو، نورمونو او اخلاقو په چوکاټ کې چلند وکړي.

د بلخ د والي عطا محمد نور د استعفی او یا له دنده د لیرې کولو د موضوع سیاسي کول او په دې اړه غیر مسوولانه څرګندونې او ناندریز دریځ دا ښیي چې د تېرې څه دپاسه یوې نیمې لسیزې په موده کې لا هم جمعیت تنظیم نه یوازې سیاسي پختګۍ ته نه دی رسېدلی، بلکې لا همغسې د طفیلۍ چلندونه کوي

حکومت کې تبدیلي قانوني چاره ده

دوشنبه, 27 قوس 1396 22:05

حکومت کې د چارواکو تغییر او تبدیلي یومعمولي او قانوني بهیر دی. د حکومت هیڅ چارواکی نه شي ویلای چې څو ژوندی وي، خامخا دې پر هغه څوکۍ پاتې وي چې یو وخت پرې ټاکل شوی دی. عطا نور د بلخ پخوانی والي چې اوس د خپلې استعفا او د حکومت د ثواب لید پر بنسټ د بلخ له ولایتي څوکۍ لیری شوی او پرځای يي انجینر داوود د بلخ د والي پتوګه ټاکل شوی، له دې قانوني بهیره استثنا نه شي ګڼل کېدای

د زورواکانو زوال

دوشنبه, 27 قوس 1396 19:53

ډاکټر عبداللطیف کاکړ

عطامحمد نور چې د خپل مټ او زور په قوت له تېرو څو لسیزو راهیسې د بلخ د والي په توګه دنده ترسره کوله، د ولسمشر کرز ي په وخت کې یې په بلخ کې د قدرت جزیره تشکیل کړې وه، چې نه یوازې د مرکزي حکومت پرېکړو ته یې ارزښت نه ورکاوه، بلکې هیڅ یې ځان هم نه خبراوه.

د دښمن د ځپلو موسم

دوشنبه, 27 قوس 1396 19:44

اېمل پیاوړی

د افغانستان کنګل ژمی د دښمن د ځپلو ښه موسم دی، ځکه چې د افغانستان دښمنان عموماً په غرونو، رغونو او غارونو کې پټنځایونه لري او وخت ناوخت په لیرې پرتو کلیو او غرنیو سیمو کې هم تګ راتګ کوي، خو په ژمي کې د سختې یخنۍ له امله پر دوی ساحه راتنګېږي، ځکه ژمی دومره سوړ وي، چې په ښارونو کې له تخرګونو لاسونه نه ایسته کېږي، نو په غرونو کې بیا ساړه او ورښت د دې څو برابره زیات وي