وروستي مطالب

جنگِ مدیریت آب بازیِی پاکستان!

یکشنبه, 30 ثور 1397 20:08

انجنیرعبدالصبورصافی

اخیراً طالبان بالای ولایت فراهٔ حمله کرده  قسمتهای ازاین ولایت را تصرف کردند که با شهامت، رشادت و قربانی جوانان قهرمان قوای مسلح کشورعقب زده شدند، دراین عقب نشینی طالبان  تلفات سنگین ازخود بجا گذاشتند، اکنون وضعیت در ولایت فراهٔ دوباره به حالت عادی برگشته است، امروز۱۹ می ۲۰۱۸ محترم طارق شاه بهرامی وزیر دفاع کشور یک جا با وزیر محترم داخله و رئیس محترم امنیت ملی عازم ولایت فراه شدند تا اوضاع را از نزدیک بررسی نمایند محترم بهرامی طی

د ترهګرۍ توجیه کوونکي

یکشنبه, 30 ثور 1397 19:59

محمد بشیر یوسفزوی

سړی د دې وطن په کومه بده ورځ، بدمرغۍ او ناورین وژاړي. له یوې خوا وژل کېږو، د ترهګرۍ او وحشت قربانیان یوو، له بلې خوا په ښارونو او ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر دېته ناست دي چې د ترهګرۍ د توجیه لپاره دلایل تراشي. هغه توجیه کوي او د ترهګرۍ له غندلو، کرکې او نفرت څخه د خلکو عامه اذهان په نورو مسایلو بوختوي

په فراه کې ولې جګړې زور واخیست ؟

یکشنبه, 30 ثور 1397 19:56

ګلرحمن رحماني

فراه ولایت د افغانستان په لویدیځ کې پر هرات او نیمروز سر بېره له ایران سره اوږده ګډه پوله لري له پخوا په کې امنیت د ډاډ وړ نه و، خو په دا وروستیو کې ناامني او جنګ ان د فراه تر ښاره راورسېده. وسله والو د فراه د ښار د نیولو هڅه وکړه، خو د مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري په شا وتمبول شول چې سلګونه جسدونه یې د جګړې په ځای کې پاتې شول

پر پاکستان د نړیوال فشار اړتیا

یکشنبه, 30 ثور 1397 19:52

محمد بشیر یوسفزوی

نور نو نه په دې کې د شک ځای پاتې دی او نه هم باید پاتې وي چې پاکستان په خپله خاوره کې تروریستي ډلو او ګروپونو ته پټنځایونه ورکړي، هلته روزنه ورکوي، په وسلو او باروتو یې سنبالوي، ځانمرګي واسکټونه وراغوندي، د بریدونو او جګړې نقشې ورکوي او بیا له له ډیورنډ دې غاړې را اړوي چې د افغانستان په کلیو او ښارونو کې وحشیانه بریدونه ترسره کړي

پر افغانستان د چین او هند د اړیکو د ښه والي اغېز

شنبه, 29 ثور 1397 13:24

ګلرحمن رحماني

په دې وروستیو کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودی او د چین ولسمشر شی جینپینګ د چین په مرکزی ښار ووهان کی دوه ورځنۍ غیر رسمي ناسته لرله. په دغه ناسته کې د دواړو هیوادونو مشرانو د اقتصادی ، سیاسی او د دواړو هیوادونو تر منځ په جنجالی سیمه ډوکلم چې د تېر کال جګړې وروسته  د دوی دواړو اړیکې په کې خرابې وې، د  دواړو هیوادونو د اړیکو پر ښه کولو خبرې وکړې

د جنازو پرځای غږ پورته کړئ!

شنبه, 29 ثور 1397 13:02

محمد روښان ښاد

د جرم، جنایت، فساد او وحشت پر وړاندې زموږ د خلکو اوسنۍ چوپتیا او معافیت واقعاً د تاسف وړ دی، خو ټول دې خبر وي تر هغو چې همداسې خاموشه وو او خپل غږ مو پورته نه کړ، نو همداسې به جنازې پورته کوو او اوږې به مو له جنازو ستړې شي. یو بغاوت پکار دی، یو جرئت پکار دی او دا غږ ښه په لوړه او مېړانه پورته کول پکار دی چې نور بس دی! نور مو مه وژنئ

پر لوبغاړو برید د وحشت انتها

شنبه, 29 ثور 1397 12:56

اېمل پیاوړی

پرون شپه سخت زړو او خدای ناترسه وحشیانو چې هیڅ ډول اصولو او ارزښتونو ته غاړه نه ږدي په جلال اباد ښار کې د کرکټ پر لوبغاړو او د هغوی په مینه والو پرلپسې چاودنې وکړې. لوبغاړي چې په ټوله نړۍ کې د سولې د سفیرانو په نوم شهرت لري. دوی تل د انساني او سوله ییزو پیغامونو په خپرولو سره خلک سوله ییز ژوند ته وربولي، مګر درېغه چې دغه مظلوم او بې دفاع د خیر او فلاح قشر (ورزشکاران) هم د دښمنانو له وحشت څخه خوندي نه دي

د افغان سولې تت او تیاره انځور

شنبه, 29 ثور 1397 12:49

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

د ۲۰۱۸ له پېل څخه د سولې اړوند ځینې غونډې د ملي اجماع رامنځته کېدو په موخه د مدني فعالانو، علماوو، استادانو، ځوانانو او قومي مشرانو لخوا د هیواد په مرکز او بېلابېلو ولایتونو کې وشوې، همدا رنګه د افغانستان سولې اړوند ځینې مهمې نړیوالې ناستې د کابل پروسي او تاشکند غونډو په ګډون وشوې