وروستي مطالب

د کابل او اسلام اباد ترینګلې اړیکې

یکشنبه, 27 حوت 1396 11:10

محمد روښان ښاد

افغان ولسمشر محمد اشرف غني اسلام اباد ته د خپل لومړني سفر پرمهال پاکستاني مقاماتو سره په بېلابېلو لیدنو کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ارزښت، پر سیمه د هغو د اغېز او د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې. نوموړي پاکستاني لوري ته دا هم وویل چې د افغانستان او پاکستان تر منځ دا مهال یوه کړکۍ موجوده ده، مګر دا په پاکستاني لوري پورې اړه لري چې دغه کړکۍ په لوی دروازه او دهلېز بدلوي او که یې چورلټ بندوي

مطالعه سیا ست در جنگ افغانستان از طریق جیو پولیتیک ایاالت متحده امریک

شنبه, 26 حوت 1396 00:08

)Dr. Ahsan Ur Rahman khan(خان اوررحمان دوکتوراحسان : نویسنده
منبع وتاریخ نشر : گلوبال ریسرچ »71-20-0272 .»
برگردان : پوهندوی دوکتور سیدحسام »مل«.
ا

 دونالد ترومپ درماه اگست سا ل)0271 )پس ازبحث وگفتگوطوالنی مد ت ، اسا
ساً
نکا ت اصلی ذیل را درنظر گرفت وخاطر نشان ساخت :)7)

 مردم امریکا بد ون پیروزی از جنگ میترسند و من با سرخورد گی مردم امریکا
خودرا شریک میدانم ؛اوگفت که غریزه اصلی من خروج نیروهای ما از افغانستان است
اما او اکنون معتقد است که خروج سریع نیروهای از افغانستان خالی قدرت را بوجود
می آورد که این خال توسط ستیزه جویا ن افغا نی پر خواهد شد

 

ادامه مطلب در دوقسمت در ضمیمه قابل دریافت است

د ترهګرۍ د ریښو وچول

پنجشنبه, 24 حوت 1396 17:54

محمدبشیر یوسفزوی

د ترهګرۍ خطر او تهدید نن نه یوازې د سیمې بلکې ان د نړۍ په کچه محسوس دی او په تېرو کلونو کې اروپا، امریکا او نورو بېلابېلو هېوادونو کې تروریستي بریدونه ترسره او خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله. دلیل یې دادی چې ترهګري هیڅ پوله، دین، مذهب او قوم نه پېژني

امنیتي او دفاعي ځواکونو ټولې فرضیې غلطې ثابتې کړې

دوشنبه, 21 حوت 1396 21:10

محمد بشیر یوسفزوی

افغانستان په ۲۰۱۴ کال کې د سیاسي او اقتصادي لېږد تر څنګ امنیتي لېږد هم تجربه کړ او د دغه لېږد او تجربې پرمهال لسګونه زره بهرني مجهز ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او د هغوی له وتلو سره سم ټول امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شول.

امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د هېواد د امنیت د مسوولیت د ورسپارلو پرمهال کورني او بهرني مبصرین په دې نظر وو چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د طالبانو او وسله والو ډلو پر وړاندې د هېواد د دفاع او مقاومت توان نه لري او له همدې امله د دوی وړاندوینه دا وه چې په شپږ میاشتو کې به نظام سقوط وکړي او امنیتي او دفاعي ځواکونه به له داخل څخه وپاشل شي.

امنیتي او دفاعي ځواکونه په عالي مورال جنګېږي

دوشنبه, 21 حوت 1396 21:07

محمد روښان ښاد

د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د عالي مورال او روحیې ورکولو په برخه کې د ملي یووالي یووالي حکومت د رهبرۍ په ځانګړي ډول ولسمشر غني کړنې او هلې ځلې واقعاً د قدر وړ دي. ولسمشر غني د خپل حکومت له لومړۍ ورځې څخه د دښمن تعریف  واضح کړ او د امنیتي ځواکونو واکونه یې ډېر کړل او هغوی  ته یې لارښوونه وکړه، ټولې ترهګرې ډلې چې د افغانانو ژوند ته ګواښ دي له منځه یوسي.د ولسمشر کرزي په وخت به په خپله کرزي وسله واول مخالفینو او طالبانو ته د وروڼو خطاب کاوه او امنیتي او دفاعي ځواکونه له هغوی سره په جګړه کې

د امنیت تامین د حکومت مهم لومړیتوب دی

دوشنبه, 21 حوت 1396 21:04

اېمل پیاوړی

په هېواد کې د امنیت او ثبات تامین نه یوازې د ملي یووالي حکومت مسوولیت او مکلفیت دی، بلکې دا یې خپل مهم لومړیتوب دی او دغه لومړیتوب ته د رسیدګۍ په موخه حکومت په بېلابېلو برخو کې پراخې هڅې پیل کړي، تر څو په دې وتوانېږي چې خپلو خلکو ته ډاډمنه فضا او امنیت تامین کړي

د پاکستان دریځ د دوی په ګډون د ټولو په زیان دی

شنبه, 19 حوت 1396 16:07

اېمل پیاوړی

پاکستان چې له لسیزو راهیسې د افغانستان پر وړاندې کوم سیاست او دریځ اختیار کړی دی، دا نه یوازې په خپله د پاکستان، بلکې د افغانستان، سیمې او ان نړۍ په زیان دی. د پاکستان سیاست او دریځ دادی چې د افراطي، تروریستي او توند لارو ډلو ملاتړ او روزنه کوي. هغوی تمویلوي او بیا یې د تروریستي فعالیتونو لپاره افغانستان ته را استوي

افغانستان لا هم د دولت په دولت مذاکراتو پلوی دی

شنبه, 19 حوت 1396 16:05

محمد بشیر یوسفزوی

څلور لسیزې کېږي چې افغانستان په بحران او جنګ کې ښکېل دی. دغه بحران او جنګ خپل عوامل لري، څومره یې چې بیروني ابعاد پراخه دي، نو همداسې پرېمانه داخلي عوامل هم لري او معلومدار چې د داخلي عواملو ملامتیا او مسوولیت په خپله موږ ته متوجه ده