وروستي مطالب

ضیا مسعود د نورو د سپکولو پرځای په خپله سپک شو

پنجشنبه, 24 جوزا 1397 15:59

اېمل پیاوړی

احمدضیا مسعود چې د خپل وژل شوي ورور له نوم او کورنۍ څخه په استفادې د حامدکرزي په وخت کې څو کاله د افغانستان د نظام او د خلکو پر څټ ور سپور و، نو له واک، مقام او منصب څخه په ناوړې استفادې یې هیڅ شی درېغ نه کړل او د ده په شمول د نورو ډېرو بدنامو جنګسالارانو له امله افغانستان ورځ تر بلې د ښه والي او پرمختګ پرځای د بحران لورته ولاړ

خرقه شریفه کې د ولسمشر غني دسولې دعا

چهارشنبه, 23 جوزا 1397 19:03

امیرجان وحید احمدزی

د روژې مبارکې میاشتې په ۲۷ شپه افغان ولسمشر محمد اشرف غني خرقې شریفې ته له ځانګړي درناوي وروسته خرقه شریفه په دواړو لاسونو په سر ونیوله.  مخ پر قبله ودرېد او د خدای تعالی دربار ته یې په افغانستان کې د جنګ او وینې بهیدنې د ودرېدو، د تلپاتې سولې، اتفاق، اتحاد او سوکالۍ دعا وکړه

جنایات نخبگان :نیروهای ویژه استرالیا در ا فغا نستا ن

چهارشنبه, 23 جوزا 1397 18:55

نویسنده: دوکتور بینوی کمپ مارک »Kampmark Binoy.Dr .»
منبع وتاریخ نشر : گلوبا ل ریسرچ » 01-10-8102 .»
برگردان : پوهند وی دوکتور سید حسا م » مل « .
----------------------------------------------

{ »سربازان بعدازاجرای وظایف چند گا نه خود بغرض اجرای ماموریت شا ن به افغانستان
 رفتند وبا »سربا زان اعضای کا نگو« پیوستند. }

د افغان علماو فتوا، د حکومت او طالبانو اوربند

چهارشنبه, 23 جوزا 1397 18:46

ګلرحمن رحماني

د تېری دوشنبې په ورځ د لویې جرګې په تالار کې د افغانستان کابو ۳ زرو دیني عالمانو په افغانستان کې د اوسنۍ جګړې او انتحاري حملو په اړه خپل دریځ روښانه کړ. ټولو دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه او انتحاري حملې نامشروع وبللې او ټینګار یې وکړ چې د جګړې پرځای دې د ستونزې سوله ییز حل ته مراجعه وشي

اشرف غني د مولاناسميع الحق په نس کې درد جوړ کړی

چهارشنبه, 23 جوزا 1397 18:20

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د اوولس کلنې جګړې وروسته دغې ډلې له افغان حکومت سره موقت درې ورځنی اوربند اعلان کړی او په بيساري توګه د افغان ولس او نړيوالو لخوا يې هرکلی شوی؛ د طالبانو معنوي پلار او د حقانيه مدرسې چې ويل کيږي د طالب روزلو فابريکه ده؛ مشر مولانا سميع الحق ويلي چې په افغانستان کې روان جنګ جهاد دی او طالبان او پخواني مجاهدين دې لاس يو کړي او د امري

‎ د اتمر صیب هڅې!

چهارشنبه, 23 جوزا 1397 18:17


‎د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ښاغلی محمد حنیف اتمر  د هېواد په روانو حالاتو او سیاست کې یوه مثبت تاثیر ګذاره څېره ده ، چې د سولې په برخه کې یې هڅې تل تاثیر لرونکې دي ، یو دلیل یې دا دی چې اتمر صیب د نړۍ په کچه پېژندل شوی ، او د نړۍ له پاره د باور وړ شخص دی ، بل دا چې اتمر صیب د ملي دریځ لرونکی دی چې ټول افغانان پرې پوره باور لري، دریم دا چې ، یو با ارادې ، مدبر ، او د پوره حوصلې خاوند دی ، ‌‌‌‌‌‌ډېرې ستونزې پر ځان ګالي خو د ولس د هیلو سر سم حرکت کوي

اوس به سياسي خبرې د افغانستان مساله حل کړي؟

دوشنبه, 21 جوزا 1397 18:11

ولسمشر غني د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په اتلسمه غونډه کې ويلي افغانستان کې له سیاسي لارې د جګړې درېدل غواړو. ولسمشر ويلي، افغان حکومت چمتو دی چې د جګړې د ختمېدو لپاره له وسله والو طالبانو سره سوله وکړي. غني ټينګار کړی چې دی چمتو دی چې له سیاسي حل لارې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه ختمه کړي. دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د موقت اوربند څخه وروسته، له وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو او د

‎سوله په تشدد نه غواړو!

دوشنبه, 21 جوزا 1397 18:06


‎موږ د سولې ارمانجن ملت یوه موخه لرو هغه هم سوله ‌افغان دولت او افغانانو کله هم سوله د وینو په بهیدلو نده غوښتې دوی تل د خبرو د لارې د ټولو ستونزو هواری او وسله والو سره سوله غوښتې.
‎ولسمشر له وسله والو سره اوربند اعلان دا ددې په معنی نه وه چې زموږ دولت د ناتوانه شوی وي او یاد زموږ امنیتي ځواکونه ضعیف وي. 
‎جګړه په هر حالت کې کېدله خو دواړو غاړو ته وینې تویېدلې