پر افغانستان د چین او هند د اړیکو د ښه والي اغېز

پر افغانستان د چین او هند د اړیکو د ښه والي اغېز

ګلرحمن رحماني

په دې وروستیو کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودی او د چین ولسمشر شی جینپینګ د چین په مرکزی ښار ووهان کی دوه ورځنۍ غیر رسمي ناسته لرله. په دغه ناسته کې د دواړو هیوادونو مشرانو د اقتصادی ، سیاسی او د دواړو هیوادونو تر منځ په جنجالی سیمه ډوکلم چې د تېر کال جګړې وروسته  د دوی دواړو اړیکې په کې خرابې وې، د  دواړو هیوادونو د اړیکو پر ښه کولو خبرې وکړې

.

د دواړو هیوادونو مشرانو د رسنیو له لارې دا هم وویل چې دوی په ګډه د جنګ ځپلي افغانستان لپاره اقتصادي برنامې جوړوي. د افغانستان لپاره د هند او چین دغه ګډې اقتصادي برنامې دوه عمده لاملونه لرلی شي، یو دا چې افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ ګڼ فرصتونه لري، ستراتیژیک موقعیت یې د سیمې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو په وده کې مهم رول لري.

دویم دلیل یې دادی چې د هند اړیکې له پاکستان سره خرابې دي، مګر برعکس چین له هند او افغانستان دواړو سره ښې اړیکې لري، نو له همدې امله هندوستان غواړی چی د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره چین له ځان سره ملګری کړی . افغانستان همېش غواړی له خپلو ګاونډیانو سره ښی اړیکی وساتی نو د همدی له امله غواړی چی په افغانستان کی اقتصادی پلانونه جوړ کړی تر څو د دواړه هیوادونو (هندوستان او چین) تر منځ د باور فضاء رامنځ ته شي .

هندوستان او چین د اسیا په براعظم کې له هر پلوه پرمختللي هیوادونه دي، د دغو دواړو هېوادونو همکاري له افغانستان سره په هره برخه کې ګټورې تمامېدلی شي، ځکه چې له یوې خوا چین له اقتصادي پلوه په نړۍ کې ښه پرمختګ کړی او له بل پلوه هند او چین بازارونو ته رسیدګي اسانه ده، یانې هم افغانستان د دوی لپاره ښه بازارونه دي او هم افغانستان کولی شي چې خپل صادرات په اسانۍ سره د هند او چین بازارونو ته ورسوي.

بله سیاسي ګټه یې داده چې څومره د هند او چین اړیکې سره پیاوړې او له اقتصادي پلوه یې ګټې یو په بل پورې وتړل شي، نو همغومره پاکستان نور هم څنډې ته کېږي او د دغو دوه لویو اقتصادي هېوادونو سره د افغانستان ښې اړیکې به پاکستان دېته واداره کړي چې د ترهګرۍ، خشونت او افراطیت پرځای اقتصادي او سیاسي همکاري زیاته کړي.

ښایي هند هم له دې سره لېوالتیا ولري چې له چین سره خپلې اړیکې تر پخوا زیاتې ښې کړي، تر څو له یوې خوا اقتصادي ګټه وکړي، بله مسله داده چې له چین سره خپلې کشالې حل کړي او دریم مهم لامل یې دا کېدای شي چې هند غواړي خپل رقیب (پاکستان) له سیاسي او اقتصادي پلوه نور هم تر فشار لاندې راولي او دېته یې وهڅوي چې په کشمیر او هند کې د ترهګرۍ له ودې او فعالیتونو لاس واخلي.

لنډه دا چې څومره د هېوادونو، حکومتونو او ملتونو اقتصادي ګټې سره وتړل شي، نو همغومره ورسره اتومات سیاسي مسایل او ستونزې راکمېږي، د بدبینیو او دښمنیو او منفي رقابتونو ځای باور او مثبته همکاري نیسي. د خطر او تهدیدونو د ډېرولو پرځای د هغو د دفعه کولو کوښښ کوي.

 

لوستل شوی 766 ځله Last modified on شنبه, 29 ثور 1397 13:26

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي