د پاکستان او افراطیت ضد ناره ملي مبارزه

د پاکستان او افراطیت ضد ناره ملي مبارزه

اېمل پیاوړی

نه یوازې انسانان، بلکې هیڅ ژوندی او غیر زیروح جسم هم فشار نه مني، یا یې دفع کوي او یا یې پر وړاندې غبرګون ښیي. سپیرینګ یې ښه مثال دی چې څومره یې ډېر کېکاږي او فشار ورکړې، خو چې خوشې دې کړ، نو په همغومره قوت بېرته در الوځي، یا چې توپ که په کراره په ځمکه یا دېوال وولي، نو په کراره درګرځي، خو که په زوره دې وویشت، نو همغومره په زور درګرځي

.

مګر د انسانانو غبرګون بیا د فشار په مقابل کې یو څه بدل دی. بدل په دې دی چې نه ژر غبرګون ښیي او نه هم ناسنجول شوی غبرګون ښیي. د ډیورنډ پورې غاړه پښتنو باندې د پاکستان مسلسل فشار یې ښه بېلګه ده. دغلته مېشت قومونه له تېرو څو لسیزو راهیسې د پاکستان، پنجاب او ای ایس ای له لوري په یوه او بله پلمه ځورول شوي، منزوي شوي، محروم شوي، حتی تهدید، رټل او وژل شوي، له سیمې څخه کډوال شوي، مګر دوی بیا هم صبر او زغم درلود او له دغه فشار څخه د ځان خلاصولو په معقولو لارو یې فکر کاوه.

مګر د پاکستاني استخباراتو له لوري د پښتون ځوان نقیب الله مسید له شهادت وروسته د پاکستان د ظلم او جنایت پر وړاندې پښتانه داسې یو دم را وپارېدل چې نړۍ یې هکه پکه کړه او پاکستان یې اوس بېرته کرارولو ته ناکراره دی.

دا سمه ده چې په ښکاره د نقیب الله مسید شهادت هغوی راوپارول، مګر په حقیقت کې دا د پاکستان د هغو بېدرېغو ظلمونو او جنایتونو پایله ده چې له امله یې د ډیورنډ پورې غاړه هر ځوان، زاړه، ماشوم، ناینه او ښځینه پښتنې په زړه کې د انتقام او غچ اور بل وو. دوی اوس د دغه اور د سړولو لپاره راپورته شوي دي.

د دوی د قهرېدنې او پارېدنې لویه ښېګڼه همدا ده چې دوی احساساتي چلند نه کوي، تمثیل هم نه کوي. تشدد او تاوتریخوالي ته هم لاس نه غځوي، بلکې دوی په ټول قوت او وحدت له پاکستانه دوه غوښتنې لري. لومړۍ غوښتنه یې داده چې له دوی سره د شویو ظلمو او جنایتونو حساب او عدالت غواړي او دویمه غوښټنه یې داده چې پاکستان باید دا لیکلي ورکړي چې په راتلونکي کې به د پښتنو قومونو پر وړاندې له دغه ډول ظلم او جنایت څخه لاس اخلي او په راتلونکي کې به دغسې پېښې نه تکراروي.

په یو ځل د پښتنو دغومره قوت، وحدت او دغسې مدني حرکت له پاکستان څخه لاره ورکه کړې ده. پاکستان له یوې خوا نور هم په نړیواله کچه د ترهګر، افراطي او متشدد هېواد په توګه نړیوالو ته ور وپېژندل شو او له بل لوري چې خپلو ظلمونو او ترسره کړو وحشتونو ته ګوري، نو د پښتنو دغه مدني حرکت ته هیڅ ځواب نه لري.

د پښتنو مدني او سوله ییز حرکت نن پاکستان د خپل وجدان قضا ته ملامت او سرټیټی ودرولی دی. د پښتنو دغه خوځښت له پاکستان څخه د ټولو شیطاني چالونو او دسیسو لاره او لوری ورک کړی دی. پاکستان اوس مجبوره دی چې له دغو پښتنو سره لاره یوسي، خو دغه قهرېدلي او پارېدلي پښتانه باید له لا ډېر عقلانیت څخه کار واخلي او تر هغو چې د ابد لپاره د پاکستان او پنجاب د ظلم او وحشت څخه د نجات رښتینی ډاډ نه وي ورکړل شوی، نو تر هغو دې خپله دغه د ظلم او افراطیت پر ضد پورته کړې ناره نه کراروي، بلکې همدغه ناره دې په ملي مبارزه بدله کړي.

 

 

 

لوستل شوی 555 ځله