د ملي یووالي حکومت؛ تېروتنې او لاسته راوړنې

د ملي یووالي حکومت؛ تېروتنې او لاسته راوړنې

لیکوال: شرف الدین کاکړ

افغانانو شاوخوا څلور کاله وړاندې د سوله ییز واک د لېږد لومړۍ تجربه وکړه. که څه دغه تجربه بریالۍ وه، واک په سوله ییز ډول له یوې واکمنې ادارې څخه بلې ادارې ته وسپارل شو، خو د لېږد پروسه یې له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ وه. له پخواني واکمن ټیم څخه د واک د تر لاسه کولو په موخه د ټاکنو له لارې دوو مخکښو ټیمونو سیالي پیل کړه او دواړو لورو هڅه کوله چې په راتلونکي کې د واک خوند وڅکي

.

له بده مرغه د دغو دوو ټیمونو تر منځ سالمه سیالي په دښمنۍ واوښته او بالاخره دې ته یې لاره هواره کړه چې د ټاکنو په بهیر کې پردي په ځانګړې توګه د افغانستان سټراټیژیک شریکان (امریکا) لاس وهنې پیل کړې او د ولس د رایو برعکس، د یوې سیاسي هوکړې پر بنسټ یې د دواړو ټیمونو په همغږۍ د ملي یووالي تر نامه لاندې حکومت جوړ کړ.

که څه هم د ملي یووالي تر نامه لاندې د حکومت له جوړېدو سره ډېری افغانان او افغان سیاسیون موافق نه وو، خو بیا هم د ولس د غوښتنو خلاف حکومت جوړ او واک په سوله ییز ډول له یوه واکمن ټیم څخه بل ته وسپارل شو.

د ملي یووالي حکومت به څو میاشتې وروسته یعنې د د راتلونکي ۱۳۹۷ کال د جوزا میاشتې په ۱۴مه نېټه څلور کلن شي، خو دغه حکومت که څه هم په خپله څلور کلنه دوره کې ګڼې تېروتنې کړې دي او تر ډېره بریده په خپلو چارو کې پاتې راغلی؛ خو د یادونې وړ ده چې په یو شمېر مواردو کې یې لاسته راوړنې هم درلودې او باید سترګې پرې پټې نه شي.

 

 

ستونزې او لاسته راوړنې؛

دا چې د ملي یووالي حکومت د دوو ټیمونو تر منځ د یوې سیاسي هوکړې پر بنسټ جوړ شو، نو تر ډېره بریده واک د دوو مخکښو ټیمونو (بدلون او دوام، اصلاحات او همپالنه) تر منځ ووېشل شو. دا د هېواد په تاریخ کې لومړنی ځل و چې په سوله ییز ډول له یوه واکمن ټیم څخه بل ټیم ته د واک واګې وسپارل شوې. د لوړې له مراسمو سره سم ولسمشر غني فرمان صادر کړ چې د وزارتونو او ادارو رهبري دې سرپرستانو ته وسپارل شي او پخواني وزیران او رییسان دې خپلو کورونو ته ستانه شي چې له نېکه مرغه د هېواد د عزت او ملي ګټو په پار پخوانیو چارواکو په ډېر عزت او ویاړ له دندو سره مخه ښه وکړه او خپلو کورونو ته ستانه شول.

د نوي حکومت د تېروتنو لومړی څپرکی له همدغه ځایه پیل شو؛ ځکه پخواني حکومت کې داسې کادرونه موجود وو چې د نظام ستنې یې درولې وې او د اوسني حکومت لپاره لازمه وه چې د نظام د لا پیاوړتیا په موخه یې د دوی له تجربو ګټه پورته کړې وای. متاسفأنه چې اوسني حکومت دا کار ونه کړ او یو طرفه پرېکړه یې وکړه.

د دې لپاره چې د خپلې پاسنۍ ادعا لپاره ثبوت وړاندې کړم، غواړم د څو کسانو نومونه واخلم:

لومړی د پخواني حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ښاغلی امیرزی سنګین چې په (Tel communication) کې یې (PHD) درلوده او د هېواد مخابراتي سیسټم یې په پښو ودراوه، متاسفأنه چې د ملي یووالي حکومت نوموړی له دندې ګوښه او پر ځای یې د سیاسي وېش له مخې داسې یو نا اهله وګوماره چې حتا املا، انشاء، لیک او لوست یې نه وو زده.

دویمه مهمه بېلګه په پاکستان کې د افغانستان اوسنی سفیر او د مالیې وزارت پخوانی وزیر حضرت عمر زاخېلوال ګڼلی شو؛ که څه هم ښاغلی زاخېلوال د (بدلون او دوام) د ټیم یو مهم غړی و، له نېکه مرغه چې له مالیې وزارت څخه تر ګوښه کېدو وروسته ولسمشر غني نوموړی په سیاسي چارو کې خپل سلاکار وټاکه؛ خو دا چې زاخېلوال قوي یو او پیاوړی سیاستمدار و او په نظام کې یې د ننه شتون خورا مهم و، له بده مرغه د ملي یووالي حکومت نوموړی له سیاسي صحنې بهر او اسلام آباد ته یې د د سفیر په حیث واستاوه.

سره له دې چې نوموړی د حکومت غړی دی، خو د یو شمېر ملي مسایلو په اړوند یې ملي دریځ د ستایلو دی چې تر ټولو ښه بېلګه یې هم په پېژندپاڼو کې د افغان او اسلام د کلمو پر سر د را پورته شویو اختلافاتو په اړه د نوموړي ملي دریځ ګڼلی شو او په دې کار سره یې د ډېریو افغانانو په زړونو کې ځای پیدا کړ.

درېیمه بېلګه زما د پورتنۍ ادعا تر ټولو لوی ثبوت دی. هغه د افغانستان د اوسني نظام بنسټکر او په پارلماني چارو کې د دولت وزارت اوسنی وزیر ښاغلی فاروق وردګ دی. که څه هم تر دې دمه مې نه لیدلی او نه هم کومه اړیکه ورسره لرم، خو د یوه افغان په حیث ویلی شم د پخواني حکومت تر ټولو پیاوړی او قوي مدیر و؛ پخواني ولسمشر کرزي په ځلونو ځلونو په ډېر ویاړ سره ویلي چې فاروق وردګ د ده د حکومت د ملا د تیر حیثیت درلود او د نوموړي له شتون پرته  به یې حکومت له سختو ننګونو سره مخ شوی وای.

له بده مرغه باید ووایم چې د ملي یووالي حکومت د یو شمېر سیاسي ملحظاتو له کبله نوموړی له سیاسي صحنې بهر او دری کاله یې په کور کېناوه او د دغه ستر او اعظیم شخصیت چې د اوسني نظام اساسي ستنې یې رغولې وې او د معارف د نظام بنسټ یې اېښی و، له علمیت او پوهې څخه ګټه پورته نه کړه.

که څه هم نوموړي له سیاسي صحنې څخه بهر هم آرام ونه کړ، شپه او ورځ یې په ځان یوه کړه او د افغانانو د ملي آرمان یعنې تلپاتې سولې لپاره یې مټې را ونغښتې او نن یې موږ ژوندی ثبوت وینو چې د مخالفینو یو لویه کتله یعنې حزب اسلامي د سولې له پروسې سره یو ځای شوه، خو د دغه ملي آرمان لپاره تر ټولو ستره قرباني یعنې د زړه ټوټه (ورور) یې له لاسه ورکړ، خو بیا هم تسلیم نه شو او په ټینګ هوډ او پوره مېړانې سره یې د دغې پروسې ملاتړ وکړ او بالاخره بریالۍ یې کړه.

کله چې د ملي یووالي له حکومت سره یو ځای شو او په پارلماني چارو کې د دولت وزیر وټاکل شو، د حکومت د دری ګونو قواوو تر منځ یې رامنځته شوي اختلافات او بې باورۍ د باور او ورورۍ په فضاء بدل کړل چې لاندې به یې د څو ژوندیو بېلګو یادونه وکړو:

  • د دری ګونو قواوو په ځانګړې توګه د پارلمان او حکومت تر منځ پراته خنډونه تر ډېره بریده حل او د بشپړ حل په موخه یې هلې ځلې روانې دي.
  • هغه ملي اجنډاوې چې د هېواد پر ملي منافعو یې مستقیم اغېز درلود؛ لکه د برښنایي پېژندپاڼو په اړه د ولسمشر د تقنیني فرمان تایید، د کابینې بشپړېدل، د ۱۳۹۷مالي کال د ملي بودجې تصویب او لسګونه نور....
  • د پارلمان او ارګ تر منځ د واټن را کمول، که به پخوا یو وکیل په یوه میاشت کې له ولسمشر سره نه شوای کتلی، خو اوس له ځنډ پرته هر وکیل کولی شي د ملي یووالي د حکومت له مشرانو سره وګوري او د خپلو موکلینو ستونزې ورسره شریکې کړي.

دا او دې ته ورته ډېری نورې بېلګې هم شته چې د ټولو یادونه به ستونزمنه وي. لنډه دا چې د اوسني حکومت تر ټولو ستره تېروتنه همدا وه چې د پخواني حکومت پیاوړي مدیران یې په کور کېنول او د هغوی له تجربو یې ګټه پورته نه کړه.

د ملي یووالي حکومت سربېره پر دې په ډېریو نورو مواردو کې هم ښه نه دی ځلېدلی. اساسي قانون تر ډېره نقض شوی او حتا د حکومت جوړښت له قانون سره په ټکر کې رامنځته شوی، فقر ورځ تر بلې په ډېرېدو دی، پانګوال ورځ تر بلې له هېواده په وتو دي، د ځوانانو د تېښتې کچه نسبت بل وخت ته ډېره لوړه شوې، بې کاري اوج ته رسېدلې او تر ټولو مهم دا چې نا امني هره ګړۍ له افغان ولس څخه قرباني اخلي او هره ورځ د ویر او وحشت څپې خورې وي چې ښه بېلګه یې هم کابل ښار کې نننۍ چاودنه ګڼلی شو چې د ګڼو افغانانو ژوند یې واخیست.....‎‎

له دومره ستونزو او ننګونو سره سره اړینه ده چې د حکومت د لاسته راوړنو یادونه هم وشي. د ملي یووالي حکومت په یو شمېر مواردو کې ښې لاسته راوړنې هم لري؛ لکه د زورواکو د زور اوبه کول چې تر ټولو ښه بېلګه یې د ضیا مسعود او د بلخ والي ګڼلی شو، په دولتي ادارو کې شفافیت، د فساد پر وړاندې جدي مبارزه، د یو شمېر مهمو او بنسټیزو پروژو پیل او تر ټولو مهمه دا چې د ملي یووالي حکومت په بهرني سیاست کې خورا ښه ځلېدلی دی. پر پاکستان نړیوال فشارونه او په دغه هېواد کې د ترهګرو د تمویل او تجهیز د سرچینو په اړوند د نړیوالو قناعت تر لاسه کول او هغوی ته په دې تړاو کره اسناد سپارل هغه څه دي چې باید وستایل شي.

د یوه سوکاله، آباد او پر ځان بسیا افغانستان په هیله!

 

 

 

لوستل شوی 508 ځله