ثبات ته څنګه رسېدلی شو؟

ثبات ته څنګه رسېدلی شو؟

ډاکټر عبداللطیف کاکړ

ممکن د نړۍ له هغو ګوتو په شمېر ټولنو او ملتونو څخه یو موږ واوسو چې ثبات ته رسېدل زموږ په تندي کې نه دي لیکلي او یا یې بخت نه لرو. په دې کې شک نشته چې ثبات ته د نه رسېدو په برخه کې به بهرني فکټورونه موجود وي، خو دا هم باید هېره نه کړو، چې په دې برخه کې موږ هم چندان اساسي فکر او عقلاني اقدام نه دی کړی.

ثبات ته زموږ د نه رسېدو یو ستر لامل دادی چې موږ لا هم د قانوني، سوله ییزو او ولسواکیزو لارو، اصولو او معیارونو د منلو او پرځای کولو پرځای خپلې ژوند چارې په پخوانیو دودویزو بڼو چې په یو نه یو ډول د تاوتریخوالي بڼه لري پر مخ بیایي او د شخړو او معضلو د حل لپاره هم له همدغو طریقو څخه استفاده کوو چې ډېر وخت حق او عدالت په کې تلف کېږي.

تر هغو چې قانون ته غاړه کېنږدو. تر هغو چې د خپل فکر، ژوند او چارو ترسره کولو پر بڼه له سره غور ونه کړو او نوې لارې چارې خپلې نه کړو او تر هغو چې له افراطیت، تاوتریخوالي، تربګنۍ، ضد، سرتمبګۍ او نورو سره مخه ښه ونه کړو، نو نه به موږ ثبات ته ورسېږو، نه به باثباته ټولنه ولرو او نه به مو د ژوند ستونزې او ناخوالې راکمې شي.

حتی د هېواد په کچه چې وګورو موږ د خپلو اعمالو او افکارو قرباني شوي یوو، هر پنځوس کاله وروسته نړېدلي او بیا بېرته له سره را رغېدلي یوو، له صفره مو شروع کړې، خو چې تر یو ځایه مو دغه د شګو مزل رسولی، نو بیا د یو بل توپان او ناورین قرباني شوي یوو.

موږ په توپانونو او ناورینونو کې زېږېدلی، را لوی شوی او فنا شوی نسل څه چې نسلونه یوو، خو موږ لا هم له دغو ناورینونو او توپانونو څخه د ځان، ټولنې او هېواد د ژغورنې په موخه اساسي فکر یا نه دی کړی او یا د دغسې فکر کولو مهارت او وړتیا په ځان کې نه ګورو.

موږ لا هم په دې فکر نه دی کړی چې ولې هر ځل په یو او بل نوم ځپل شوي او دل شوي یوو. موږ باید په خپل تېر عمیق فکر وکړو. د همدغه دقیق فکر پرمټ خپل اوس او راتلونکی له ناورینونو او توپانونو څخه خوندي کړو.

په دې کې شک نشته چې موږ تل د زرځواکونو تر پښو لاندې شوي یوو، خو لا مو هم د غرور سر نه دی ښکته کړی، لا مو هم خپله ماتې نه ده منلې. موږ لسیزې څه چې سلیزې له لوږې، فقر، بېچارګۍ او محرومیت سره تېرې کړي، خو لا مو هم د ازادۍ او خپلواکۍ غرور نه دی بایللی. دغه غرور که د یو ملت په توګه له یوې خوا زموږ روحیه پیاوړې کړې، خو له بل پلوه موږ یوازې احساساتي چلند کړی، موږ هیڅ وخت هم عقلاني فکر او اقدام نه دی کړی.

موږ لا هم د نسلونو له تجربو څخه درس نه دی اخیستی او نه مو هم دغه تجربې له یو بله سره داسې پیلې چې له برکته یې موږ  دتجربو دوام او ښه دولت داري له یو وخت نه تر بل وخته پورې ورسوي .

زما په نظر بې سوادي، بې اتفاقي او بې وزلي هغه درې ستر لاملونه دي چې موږ یې تل یو د بل بدبین، یو د بل وینو ته تږي کېنولي او په ستونزو، بدمرغیو او ناورینونو کې ساتلي یوو. زموږ دسیاستوالو تر منځ بې اتقاقي ددولتي جوړښتونو دله منځه تللو لامل شویدي.جګړې،کودتاوې، اختلافات او بهرنۍلاسوهنې ددې لامل شوي چې له هرو څو لسیزو وروسته ددولت جوړولو چاره له سره پیل کړو.

که دخپل هېواد سیاسي پاړکی په سمه توګه مطالعه کړو .دې پایلی ته به ورسیږو چې دوی دګډو اصولو په رامنځته کولو او هوکړه کولو بریالي شي چې پربنسټ یې دسیاسي نظام تسلسل او په نظام کې دخلکو ګډون باوري شي.

لوستل شوی 469 ځله Last modified on سه‌شنبه, 28 قوس 1396 21:51