توندلاري زمونږ د ارزښتونو برخه نه وه

توندلاري زمونږ د ارزښتونو برخه نه وه

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

افراطيت، توندلاري راديکاليزم هغو کړنو, نظرياتو، چلن، ذهنیت او ټولنيز تعامل ته ويل کېږي چې پاروونکئ اړخ  او له عامه ذهنیت سره په تقابل کې قرار ولري. يا په بل عبارت؛  سیاسي، نظریاتي، مذهبي، ټولنیزو یا اقتصادي اهدافو ته د رسیدو لپاره  تاوتریخوالي ته د مشروعیت ورکولو، هڅولو، توجیه کولو ، یا ملاتړ کولو تګلارې ته افراطي ذهنیت ويل کېږي. 

تر هغو چې افراطيت يوازې يوه مفکوره، د ستونځو د حل لپاره احساساتي او جزباتي تيوري وي، جنايت نشو ورته ويلاى، بلکې د ټولنيز جبر، بى عدالتي، محرومیت محکوميت، د سرچينو ناسم ويش، تبعیض، په ځانګړې توګه عقيدې او ژوند ته د متوجه بالفعل او يا هم بالقوه ګواښ په وړاندي توند غبرګون او يا هم په بله اصطلاح د ځينو توندلارو ډلو لخوا د ځوانانو له احساساتو څخه ناروا ګټه پورته کول يې ګڼلاى شو.

د افراطي مفکورې د ختمولو په لار کې د زور کارول او عسکري  ګامونه پورته کول معکوسې پايلې درلودلاى شى. د افراطيت د ختمولو لپاره په جنګي بنيادونو د ګامونو پورته کولو پرځاى د منظمو، متوازنو او د عاطفي احساس پر بنسټ ولاړو نرمو ګامونو پورته کولو ته سخته اړتیا ده.

د متوازن پرمختګ د فرصتونو نه شتون، د محروميت احساس، تبعیضي چلن، فقر، د امنیتي ارګانونو لخوا ناوړه چلن،  د افراطي ذهنيت لرونکي افرادو او جرمي شاليد لرونکو اشخاصو ترمنځ توپير نه کول، په پراخه کچه عسکري عمليات، په  ديني مراکزو باندې د ترهګري شک کول،  ترينګلې حکومتولي، اداري فساد، له قانون څخه د معافیت دود، د ټولنيز عدالت نه شتون، د غرب لخوا ديموکراسي په نوم د خپلو عنعنو او دودونو د منلو لپاره بيځايه فشار، په جګړه کې ملکي تلفات، انساني ژوند او عقائدو ته د بالفعل او بالقوه ګواښونه  افراطيت ته د ودې ورکولو لپاره زانګو جوړوي.

له اوسنيو جګړو مخکې د افغانانو ملي دودونه او کلتور هم د منځلاري په اصولو باندي ولاړ وو. په کلتوري برخه کې يې په دوستي او دښمني دواړو کې د اعتدال خوا نيولې وه. په دواړه برخو کې يې سرې شنې او زېړې کرښې درلودې. دښمني يې کوله خو معيارونه يې هم درلودل. د بيلګي په توګه په مسجد، هديره، کور ته راغلۍ، د لمونځ کولو په مهال د تورسرو او ماشومانو په وړاندې يې د سر دښمن هم نه واژه. د سولې لپاره يې څلي او د حل باعزته لارې درلودې. د وژل شوي دښمن سترګې به يې پټولې، څادر به يې ورباندې غوړاوه او د مړ جسد توهين په افغاني دود کې ستر پور درلوده.  اوس خو مو هر څه له لاسه ورکړل. دښمني مو خيالي ده. د يوه دښمن د وژلو لپاره د سلو بيګناه وژل هم موجه ګڼو.

زه په افغاني ټولنه کې د افراطی ذهنیت د خپلولو رجحان په هکله درې ستونځې يادوم.
لمړئ افغانان معتقداتو او مقدساتو ته  ګواښ جدي نيسي او په وړاندې يې سخت غبرګون ښئي. ګواښ کله په ريښتينې توګه شتون لري او کله هم د پاروونکو تبلیغاتو له اغيزو لاندي راځي او افراطیت ته مخه کوي. کيداى شي لامل يې ديني مقدساتو ته د سپکاوي په اړه له اسلامي ټولنې سره د غربي ټولنې فرهنګي او کلتوري توپيرونه وي. په غربي ټولنو کې دين او عقائدو ته سپکاوى دومره جدي نه نيول کېږي.

دوهمه ستونځه  د عسکري ستراتيژي له مخې د ځينو هېوادونو د استخباراتي ادارو لخوا د دښمن د ماتولو په موخه د ولسي  احساساتو را پارول او د جهاد فتواوې د ابزارو په توګه کارول هم د افراطيت په پراختیا کې غوښن رول لري.

په افغانستان باندې د شوروي اتحاد د يرغل پر مهال د امریکا متحده ایالاتو د پاکستان په مرسته د افغانانو له کلک عزم او قرباني څخه ښه ګټه پورته کړه. خپل پياوړى رقيب شوروي اتحاد يې مات کړ او سړه جګړه يې وګټله.د

ريمه ستونځه د افغانانو پياوړى احساساتي ځانګړتيا او د نړيوالو دوه مخې چلن ده.  د ٧ ثور خونړى کودتا د ديني او ملي احساساتو پارونکى پيل وه، د خلق او پرچم د واک په مهال د عامه خلکو وژلو ځپلو او شړلو افراطي کړنو سخت غبرګونونه له ځانه سره درلودل او بالاخره په افغانستان باندې د شوروي اتحاد ځواکونو د يرغل په وړاندې د افغانانو له سپيڅلو ديني او حماسي احساساتو څخه ګاونډيانو، غربي نړۍ په ځانګړي ډول امریکا ګټه پورته کول افراطيت ته د ودې ورکولو تسلسل وه.

په افغانستان باندې د امریکا يرغل، له ترهګري سره د جګړې تر عنوان لاندې د ملکي تلفاتو لوړه کچه، په ګوانتنامو کې په بدنام زندان کې د ډيرو کلونو لپاره د بيګناه خلکو ساتل، د د امریکایانو لخوا د افغانانو دودونه او کلتوري ځانګړتياوې تر پښو لاندې کول، شپنى چاپې، د فاميل د مشرانو د سترګو په وړاندې د هغوى د ځوانانو وژل د انتقام په موخه افراطيت ته د ودې ورکولو هغه موارد دي چې مونږ ورڅخه انکار نشو کولاى.

له شک پرته د دوو لسیزو مخکي وختونو په پرتله په افغانستان کې د افراطیت او د ترهګري د ګواښونو اوسنئ کچه لوړه ده. که همدغه صورت حال وارزوو نو پوهيږو چې د افراطيت اړىنى لوړه کچه انفعالي اړخ لري او يا هم په بل عبارت، د يرغلګرو ناوړه کړنو ته د افغانانو طبيعي غبرګون ده.

دلته يو وضاحت بيا هم اړين ګڼم. هغه دا چې کيداى شي افراطي ذهنیت د سپيڅلو احساساتو ترجماني وکړي مګر ډير ځله احساسات او عيني واقعيتونه له يو بل سره توپیر لري. زه د پورتنيو لاملونو پر بنسټ زمونږ په ټولنه کې افراطیت ته د مشروعیت ورکولو هڅه نه کوم. افراطيت په هرحال نه يوازي زمونږ له ديني احکامو سره اړخ نه لګوي، زمونږ د ټولنيزو پرمختګونو مخه هم ډب کوي.

ددغو ستونځو د ختمولو لپاره د لاندې اقداماتو تر سره کول د وخت اړتیا ګڼم:
الف؛ د تاوتريخوالي او توندلاري د ريښو ايستلو په برخه کې  د لنډمهاله مينځ مهاله او اوږد مهاله مربوطو هڅو او تګلارو ته اړتيا ده.

ب-  په ترهګري او توندلاري  باندي اخته سيمو کې د باندنيو لاس وهنو د مخنيوي لپاره ګامونه پورته کول حتمي ده.

ج- له افراطيت سره د لاس او ګریوان ټولنو او چارواکو ترمنځ د مبارزې په تګلارو کې د مشارکت، همغږي او ګډې همکاري روحيه پالل او ساتل د مبارزې د بريا لپاره ارزښتمنه لاره ده.

د-  په اوږدمهاله ستراتیژی کې د توندلاري ذهنیت د بيا راټوکېدو د مخنيوى په تړاو، ژوند او عقائدو ته د ګواښونو له منځه وړل، متواتر او متوازن پرمختيايي کارونه سرته رسول، کاري فرصتونه برابرول، د بيوزلي له منځه وړل او په اغيزمنه ټولنه کې د زده کړو د کچې لوړول اړين دي.

ه- په اغيزمنه سيمه ټولنه کې د جګړه ايزو عملیاتو  په پرتله د ستونځې رواني او نفسياتي درملنه  ضروري ده.

که موضوع را لنډه کړم نو  د تاریخ په سينه کې داسې واقعيتونه ثبت دي چې زمونږ په هیواد کې ډير حاکمان په ځانګړي ډول خلق او پرچم، مجاهدین، طالبان  او او د اوسنۍ ديموکراسي ممثلين ټول  له خپلو اړونده پولو څخه اوښتي د افراطیت خواته تللي دي.  کيداى شي چې په حاکمه ډله کې د ظرفیت  ټيټوالۍ، د ملت په ديني او ملي ريښو باندي ناخبري، د سياسي وضعیت په ارزونه کې پاتي راتلل، د نورو د حذف کولو هڅه، د واک انحصار، په افغان عنعنوي ټولنه باندې د پردي دود او نظرياتو تپل، د واک لپاره د مقدساتو په نوم د عامو خلکو احساسات راپارول او د پرديو لمسون يې بنسټیز لاملونه وي. 

په درنښت، عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان 

لوستل شوی 60 ځله