له جينوا تر استانبوله د ازغو په څوکو!

له جينوا تر استانبوله د ازغو په څوکو!

ليکنه عبدالوحيد وحيد

په افغانستان کې د دښمني پاللو، د مقابل لوري د ماتولو او واک ته د رسيدو په موخه د مقدساتو نوم کارول، له پرديو څخه د مرستو ترلاسه کول، د قوم ژبې سمت او جنس په نوم سياست کول له څو لسیزو راهیسې ګټوره نسخه ده. زه په جهاد باندې ايمان لرم او فرض يې ګڼم، خو په ژور تأسف سره وايم چې د ځينو سياستوالو لخوا د جهاد تر سپيڅلي نوم لاندې د واک په سر جګړې منفور يادونه مې اوس هم کړوي او ځوروي.

د چهاراسياب، بالاحصار، خيرخانې، کوټه سنګي، چنداول او کمپنئ ملوک الطوائفي مو ياده  او له تکرار څخه يې ويره لرم.  له تيرو څلورو لسیزو راپدیخوا په ډيرو جګړو باندې د جهاد ټاپه لګېدلې ده، هر قاتل ځان ته د غازي او هر مخالف د مرتد، باغي، اشرار، شر اوفساد د دين او هيواد د دښمن  يا هم د روس، ايران، پاکستان او امریکا د اجير په تور وژل شوئ ده. د واک په سر جګړه مقدسه نه ده. د کابل ويجاړونکو جهادي ډلو د افغانانو سپيڅلي جهادي روحیه وځپله او مجاهدینو د اسلامي نظام د جوړولو او د نفاذ علمي وړتیا او سياسي پوهه نه درلوده.

د جينوا په تړون کې د مجاهدینو په استازيتوب د پاکستان لاس ليک د مجاهدینو اصالت او خپلواکي تر پوښتنو لاندې راوسته. د نجيب د حکومت په مهال د جلال اباد جګړه ستره غلطي وه. کمونستان د دوه مليونه افغانانو قاتلان دى، نجیب د خاد د رئیس په پوست کې يو افغان وژونکۍ وه، خو د جمهور رئیس په توګه ورسره د مذاکراتو نه کول د مجاهدینو ستره تېروتنه وه. په اويايمه لسيزه کې د ملګرو ملتونو په استازيتوب د بينن سيوان د سولې له بهیر سره په لمړي سر کې د نجيب بانې او پلمې، بيا د ځينو جهادي ډلو او پرچميانو لخوا د دغه بهیر سبوتاژ کول له ولس جهاد او هيواد سره جفا وه. ځينې جهادي ډلو کابل ونړاوه، د ژبې او سمت په نوم د عصبيت سياسي ويروس له خلقيانو او پرچميانو څخه ځينو جهادي ډلو ته ولګيده، د بن پريکړې دغه خطرناک ويروس ښه څورب کړ او اغيزې يې زمونږ په ټولنيز وجود کې لاهم ژورې شوې.

کرزى محافظه کار مصلحت خوښونکئ مشر وه خو ديني او ملي ارزښتونو ته د ژمنتیا کچه يې خورا لوړه وه. د اوسنی حکومت د پراخ فساد له امله تر ستوني رسېدلي يو، بدلون او سمون ته اړتيا لرو، چې خو د نجيب د حکومت له نسکورېدو وروسته  فاجعې د تکرار د مخنيوي لپاره ترهغو چې مو توان وي د حکومت نسکوريدو مخالفت کوو. سياسي ګوندونو په ولس کې خپل ټولنيز مقبوليت بايللئ ده او بيرته ترلاسه کول به يې وخت وغواړي. د واک په سر افغان وژونکي مجاهد نه ګڼو،  ارګ ميشتي  نه زمونږ په ديني معتقداتو باندي پوهيږي او نه هم ملي ارزښتونه پيژني. د واک مجنونان او تعهد ماتونکي شخصيتونه دي . د قوم ژبې سمت مذهب جنسيت او قشر په نوم سياسي دوکانداري يوازې هغو سياستوالو ته ګټه رسوي چې ولس ته يې هيڅ نه وي کړي. په واک کې د پاتې کېدو لپاره ټول هېواد  تنور ته اچوي .

طالبان يو دروند عيني واقعیت ده. د جګړې په ډګر کې برلاسي دي. فکري جګړه کوي خو په تعبيرونو او کړنو کې افراط کوي. له هغوى سره له سولې کولو پرته حکومت مطلقاً ناکام ده، د نظام د سمون لپاره د هغوى اغيزمن رول لوبولو ته سخته اړتیا لرو، له اوسنيو چارواکو څخه د هغوى په مشرتابه کې پاک افراد زيات دي، مګر په سياست کې د نورو ډلو په پرتله تجربه نه لري، پردي يې په اسانه غلطولاى شي، په ترانو او احساساتو باندي چليږي. په مصنوعي تشريفاتي کړنو غوليږي. د خليلزاد د سلامونو ترشا د امریکا د پټو موخو د درک وړتيا نلري. د نورو نيمګړتياو سربېره په يوازې سر حکومت يقيناً نشي کولاي. د سولې لپاره يې له افغان حکومت څخه مخکې له امريکا سره د تړون لاسلیک کول سياسي ځان وژنه وه.

علما زمونږ د فردي او ټولنيزو معنوي رنځونو طبيبان دي، خو ستونځه يې داده چې دغه ډله د اختلافاتو ښکار شوي دي او د شرعي اختلافي مسائلو په وړاندې د حل او فصل متفقه سرچینه نه لرى، ځانونه فرداً فرداً واجب الاحترام او له هر ډول نيوکو مستثنا ګڼي. بدبختي لا داده چې دغه استثنا ته شرعي رنګ ورکوي.

هغو سياستوالو ته په ښه سترګه نه کتل کیږي چې فاميلونه يې په بهر کې او خپله په کابل کې ناست وي. د دين، ديموکراسي، ملت پالنې او توکم پالنې تر شعار لاندې د سياسي دوکانداري کولو دنده ترسره کوي. زمونږ د ستونځو يو بل لامل دلته د دوه ګوني تابعیت درلودونکو اشخاصو واکمني ده.  دغه خلک د کړکېچ په مهال هيواد پريږدي.

د ډنډې په زور حکومت کول خيال او محال ده، په افغانستان کې د واک د انحصار فکر ليونتوب ده، افغانان شهامت او شجاعت لرى، خو سنجيده خلک نه دي.  هر وخت احساساتي عمل کوي او همدغه ځانګړتيا ورته زيان رسولۍ ده. د نظامونو د نسکوريدو وړتیا لري خو د جوړېدو هنر يې نه ده زده.

د ايرانيانو په اصطلاح "ګذشته را صلوات" راځئ اوس څه کولو ته اړتيا لرو. په اوسنيو شرايطو کې د شخص د واک خبره راته اهميت نلري، خو له ګډوډي څخه د هېواد د نجات لپاره د نظام دفاع خپله دنده ګڼم. د زعامت ټاکل يوازې د ولسي ټاکنو له لارې شونئ ده. له تيرو څلورو لسیزو راپدیخوا دلته په روانه جګړه کې د ټولو ډلو ټپلو ترشا په روزنيزه، لوجستیکي، تسليحاتي او مالي برخو کې د پردیو رول او برخه له لمر څخه روښانه ده. د خپلمنځي جګړو چل مو زده ده، خو د خپلمنځي سولې لپاره مو هروخت نورو ته سترګي نيولې دي. د جينوا، مدينه الحجاج راولپنډي،  ګورنرهاوس پيښور، جبل السراج، ماهيپر، بن او دوحې تړونونه يې ښې بيلګي دي.

که د سولې هدف مو ترلاسه کول غوښتل، نو په ټاکنيز سيستم کې بدلون او نوماندانو ته د وړتیا لپاره شرائط ايښودل اړين دي د افغانانو ترمنځ جګړه قطعاً د حل لاره نه ده. د کمونيزم بېخ ته زمونږ کمونستان کيناستل، اسلام ته د اسلام په نوم د سياست کونکو دلالانو زيان ورساوه، ديموکراسي له غرب څخه را وارد شويو له ملي ګټو څخه ناخبرو روڼ آندو وشرموله او بالاخره دلته  افغانانو په سپيڅلو نومونو، د پرديو په مرسته د پرديو د ګټو،  په واک کې د پاتې کېدو او واک ته د رسېدو لپاره جګړه وکړه. افغانان يې ووژل او دغه لړئ لاهم دوام لري.

مونږ پوهيږو چې ځينې سياستوال په واک کې د پاتې کېدو، واک ته د رسېدو لپاره د لاسته راوړنو او  ځينې نور د مقدساتو ترشا ځان پټوي، خو جګړې ته پردي بچيان استوي. مونږ يې وينو چې د جګړې پلويان په خپله په زرې (مرمئ ضد) موټرو کې ګرزي، د سيمټي ديوالونو ترشا اوسيږي او اولادونه يې په بهر کې خوندي ژوند کوي. مونږ هغه ليوان پيژنو چې زمونږ د دوکه کولو لپاره يې د پسونو پوستکي اغوستې دي، مونږ ته معلومه ده چې فساد له څومره لوړ مقام څخه سرچینه اخلي، مونږ يې وينو چې څوک اوبه خړوي او ماهيان پکې نيسي، مونږ غل، مل او قاتل سره بېلولای شو، مونږ رب ته په سجده نسکور او د چاپلوسي په موخه  کاږه سرونه ښه پيژنو، مونږ د ليلا  مجنون او د شيدو مجنون سره جدا کولاي شو، مونږ په محراب کې د امام او شيطان ترمنځ توپیر کولاي شو. پردي ماتولای شو، خو د خپل ټوټه ټوټه ټولنيز بدن د جوړولو وړتیا نلرو. زمونږ د تاريخ حافظه لاهم دومره وړتیا لري چې؛ چا د دين ولس او هيواد د خپلواکي، بريا سپيڅلتيا او پرمختګ لپاره  خپلې ککرې قربان کړې او چا د خپلو موخو لپاره د شهيدانو په وينه باندې سوداګري وکړه، کامياب او کامران شول.

اوس داده استامبول ته روانيږو. اړينه داوه چې اوس مو د جګړو دروغجنه تقلبي بريا او د سولې عزت او عفت درک کړۍ واى. استامبول ته له ملي اجندا افغاني وقار او ايماني فراست سره تللي واى، خو متاسفانه عيني واقعیت همداسې نه ده. هر چا طرحه جوړه کړې ده هرچا خپل ځان او غوښتنې پکې د ګوند سمت قوم ژبې نسل او جنس تر پوښښ لاندي ځاى کړى دى. مونږ له تيرو څلويښتو کلونو راهیسې د ازغو په سر مزلونه کوو. مشران مو د پرديو لخوا کارول شوي او ولس مو مشرانو د مقدساتو په غولول شوى دى.

زمونږ مفتوح او مغلوب هيوادونه لاهم په نړئ حکومت کوي خو مونږ د پرديو خيرات ته پروپوزلونه جوړوو. پردئ ډوډئ ته ناست يو او پرديو مرستو پروپوزلونه جوړوو. په خپل غولي باندي ناستى د شنو چايو څکل او د خپلو شخړو هوارول راڅخه هير شوي دى.

له ټولو لوستونکو څخه هيله مند يم راڅخه خفه نشئ. له هيڅ اړخ سره دشمني کينه او عقده نلرم. يوازي له رواني جګړې څخه ستومانه شوى يم.

په درنښت؛ عبدالوحید وحيد کابل افغانستان



لوستل شوی 81 ځله