د سلیمان لایق شهادت ستره سیاسی فرهنګي ضایعه

د سلیمان لایق شهادت ستره سیاسی فرهنګي ضایعه

د افغانستان او د سیمې د ادب او فرهنګ ستره سټه ونړېده. سلیمان لایق، د پښتو او دري ادبیاتو انقلابي مخکښ او بې بديله څېره، د ترهګرو بمب چاودنې د ټپونو په پایله کې وروسته له اوږدې معالجې، د نژدې ۹۱ کلونو په عمر، تېره جمعه د ۲۰۲۰ کال د جولای په يو دېرشمه د ژوندو له ډلې بېل شو خو یو بډای ادبي، معنوي، ولسي میراث یې خپلې ټولنې، سیمې او نړۍ ته پرېښود.

سلیمان لایق له هغو نامتو شخصیتونو نه دی چې زمونږ د اوسني افغانستان سیاسی او فرهنګی تاریخ، د ده د نامه او نقش له یادولو پرته لیکل کېدای نه شي. دی د څو بعدي شخصیت خاوند و. د متعصبې مذهبي کورنۍ په غېږ کې یو متقي پرهېزګار، د ظلم او بې عدالتۍ ټولنې په غېږ کې یو کیڼ پلوه انقلابي، په فرهنګي نړۍ کې یو خوځند ادیب او شاعر و.

ما لایق له لمریزې دېرشمې لسيزې راهیسې،کله چې د ادبیاتو د پوهنځي زده کړیال و او زه د غازي لیسې زده کوونکی، پېژانده. زمونږ یارانه، د هغه وخت د شاهی بازار د کافی ګانو بنډارونو نه نیولې، بیا د ګډ یار او لارښود - میر اکبر خیبر له حضور نه په ګټې اخیستو کې او د کیڼ اړخي محفلونو او له ارواښاد ببرک کارمل سره تر ناستو او شننو او ورپسې د ګوند جوړولو په منډو ترړو پورې لا پسې ټینګه شوه. دې سلسلې له لږو لوړو ژورو سره تر پرونه چې رانه ولاړ، ادامه درلوده.

د لایق مینه له وطن او ولس سره دومره ټینګه وه چې کم څوک به وشی کولای د ده جوګه شي. د ده په لیکنو اوشعرونو کې د دغې مینې لوړې څپې له ورایه ښکاره دي.
دی په پښتو او پاړسي ژبو د عشقي، حماسي او نیاو پلوي شعرونو په لیکلو کې سخت برلاسی و.

سلیمان لایق د پرچم د پېژندل ښوې پاڼې، چې د یوه انقلابي نسل په روزنه کې یې ستر ځای درلود، مسوول مدیر و. د ده انقلابي خوځوونکو شعرونو د ځوانانو او زړو احساسات په خوځښت راوستل.

لایق ځانته په خپلواک شخصیت معتقد و او د همدې آزادمنشۍ له کبله به یې کله کله په سیاسي ډګر کې پخپله تصمیم نیوه، چې تر نیوکو لاندې به راته.

زه په دې آند یم چې لایق هم د هر انسان په څېر له سهوې او اشتباه نه تش نه و. مګر دا په یقین ویلای شم چې د ده هېڅ موضع او خوځښت د وطن او خلکو د ګټو پر خلاف نه و. که یې کله ځان ته بېله لار غوره کړي هم وه، په دې موخه به وه چې هغه یې د وطن له پاره غوره ګڼله.

لایق مې د ۱۳۵۷ کال د کب میاشتې د اتمې نيټې په سهار، کله چې مې د اګسا د مرګونو شکنجو لومړۍ شپه تېره کړې او د انګړ په یوه برخه کې مې مخ وینځه، د همدې انګر په بلې برخې کې له ورایه ولید. خو مونږ دواړو ځانونه ناګاره واچول. بیا نو څو میاشتې وروسته، کله چې له یو شمېر ملګرو سره د ډېر توهین او ترټا سره د څرخي پله د زندان له دوهم بلاک نه لومړي بلاک ته بوتلل شوو او زه له حیات الله زیارمل او ارواښادو حیدر مسعود او یعقوب کومک سره یوې کوچنۍ یو کسیزې خونې ته په کوټه قلفي کې اچول شوي وو، په بل سهار مې د ده آواز واورېد. ده په ټيټ غږ د وره له شا پوښتنه وکړه دلته څوک ياست؟ ما چې د ده غږ وپېژاند، د ملګرو نومونه ورته واخیستل. لایق په لنډه د ګوند د یووالي د غولوونکې پردې لاندې پر خپلې تېروتنې اعتراف وکړ او معذرت یې وغوښت. د دې کیسې یادول ځکه ماته په زړه پورې دي چې کم کسان پر خپلو تېروتنو اقرار کوي او له خلکو یا ملګرو نه د بخښنې غوښتنه کوي، ان تر هغو چې ستر ملي خیانتونه یې کړي او لا تر اوسه پرې ټینګ ولاړ دي او پرې نه شرمېږي.

د مرغومي تر شپږمې وروسته هم لایق هره دنده په ګوندي او دولتي ډګر کې په ښه او بریالۍ توګه سر ته رسولې ده.

په هر حال، وروسته له کال ۲۰۰۱ نه هم دی بې له وېرې پخپله خوښه وطن ته ولاړ او خپلو اکادمیکو او ولسي کارونو ته اړم شو. ده د خپل کيڼ اړخي دريځ له څرګندولو نه وېره نه لرله او په ډاګه به یې د خپل ګوند له شریفانه هوډونو نه دفاع کوله. د ده هغه دریځ چې پر وطن او خلکو د ظالمانه تېریو او ناتار د مسوولانو محاکمه یې اړینه ګڼله او د ده هغه زړور چلنج چې د پوښتنې او محاکمې په اړه حاضر شو تر هر چا لومړی دی پخپله تر پوښتنو اومحاکمې لاندې راشي، د خپلو او پردو شاباسی خپل کړ.

لایق د ژوند تر پایه، پاک، په لوړ سر، د خپلو خلکو، د روڼ آندو او د فرهنګي ټولنې په منځ کې یو مخور ژوند تېرکړ. د ده لوړ شخصیت د دوستانو او دښمنانو درناوی خپل کړی و.

د هر چا د ژوند پای مړينه ده. خو نېکمرغه هغه څوک دی چې د ستاینې وړ معنوي او فرهنګي ميراث ترې پاتې شي. د لایق لويي او ادبي او انقلابي ځانګړتیاوې به په یقین سره د ده تر مړينې وروسته لا هم وپېژندل شي په ځانګړې توګه هغه وخت چې د ده د آثارو ژوره څېړنه وشي.

د دې سترې سیاسي فرهنګي ضایعې په مناسبت د ده درنې کورنۍ ته - غرزي لایق، زمرک لایق، هوسۍ جانې او هېلۍ جانې ته، نيژدې یارانو ملګرو، اکادمیکو او فرهنګي ټولنو او منسوبینو، وطنپال سیاستګرو او افغان ولس ته تسلیت وایم.

د لایق له ویاړه ډک نوم به په ځلاندو تورو په تاریخ کې او د ولس په زړونو او د ده په ارزښتناکو آثارو کې تل پاتې شي.

به پای کې د لایق له شعري آثارو نه دوه بېلګې چې ماته هره یوه شهکار ده، وړاندې کوم:

د ویـــــــــــــــــــــــــــــــــنو واټ

دا زمونږ د سترگو وړاندی «غنی» گوره څه تیریږی

یو باتور ملت غر قیږی، یو مضبوط وطن نړیږی

یــــوه دنـیا د بــرم بــذل، یــــوه دنـــیا د مـــیـړنــیــو

دغـروب په لـوری درومی ، د تاریخ له پاڼو لویږی

پاس دستورو راڼه څاڅکی، راته ښکاری اوښکی اوښکی

د آسـمان په شــنو غومـبرو، لاری لاری را بـهیږی

سر چی ږدمه پـه سـر ویږدی، هـیبتناک غـږونـه اورم

ته وا ځـمکه په منځ دوه شـوه، افغانی وطن ډوبیږی

یا آسمان زمونږ په ویـر کی، ښکته پریـوتـه پـه ځمکه

یا قیامت په ځمکه جوړ شو، ولاړ غرونه هـواریږی

« ایمل » ریږدی پـه لحد کی، له غـصی دزړه پـه تـبه

چی مغل پـه خـیبـر وخـوت، افریدی لا نـه پـوهــیږی

د شـنلی پـر ځای له دښـتو، تیری تـوری زرغونـیږی

د اوبـو پـر ځای لـه غـرونو، سـری ویـنی را بـهیږی

د باران پـر ځای له وریـځـو، تـندرونه را کـوزیـږی

د رحمـت پـر ځـای لـه هسـکه، غـضبونـه نـازلیـږی

" شمر" ښکته پورته دانگی، سترگی رډی توره کښلی

نـه یی سترگی لـه چا سوځی، نه یی شرم له چا کیږی

«زینب» چیغی کړی چه ربه، ته لا څه ته ورته گوری

د «حسین» په زغمی زړه کی، د یزید خنجر ځلیږی

* * *

څه بی پته شوو جنگونه، څه بی هوډه شوو ننگونه

تـو لعنت په دی شـملو شه، لادی جـگی نه شـرمیږی

دا دچرگ لکۍ ته ورته، شملی واچه وۍ په مځکه

دا دشــرم او مــاتی نـښی، پـښـتـنوتــه نــه ښـایـیـږی

شـمله هـغـلته شمـله وی، چـه پـه نـربانــدی وی لکـه

اوس په هر کډو جگیږی، اوس په هر"اجړ" خوریږی

خدایه دادی څه را وکړه، چی یو نر دی راپری نښود

هـر کـمر تـه چـی تکـیه شـوو، لکه شـگه را شـړیـږی

یو«میرویس» په مونږ کی نشته، چه گرگین لاری ته سم کړی

یو «شیرشاه» راپورتـه نـه شو، چی مغل ته ودر یږی

* * *

پرونی ملا ته گوره، چی ټوک خورو سقاط خورو

اوس چه خصم دافغان شو، پـه سـرو زرو کی ډوبیږی

لـویـه خیـټه غـټه کـونه، نـرۍ پښی بـبـره ږیــره

ویته خوله بی شرمه سترگی، لکه مچ هرڅه کی لویږی

ماټ کـور ماغزه د تیږی، بی فرهـنگه بی ادبـه

چی تبلیغ کوی نـڅـیـږی، چی قران لـولی شـشـنـیږی

په اسلام کی لاری باسی، زموږ دخاوری بر بادۍ ته

دین اخوان ته یو دکان دۍ، چی هر څه په کی خر څیږی

* * *

دا دی څه بلا اخته کړه، زمونږ په دی بد مرغوخلکو

نـه له تـا څخـه ډاریږی، نـه له دوی څخه شـرمیږی

اوس چـه حکم د ملا شـو، دکابل پـه پـاچایـی کـی

هر ساعت په چاور دانگی، هره ورځ په چا ورلویږی

د افـغان په قتل اخلی، ســره پـونډونـه شـنی ډالری

پـښتو پریږده چـی تـری تللی، له ایمان سـره خـرڅـیږی

باندی سپین په منځ کی تور دۍ، نگه اور دی نگه اور دی

په هر تار کی یی د ږیری، شیطان سپور دی او نڅیږی

هر چړی په چړ چوبی کی، پاچایی خوبونه وینی

انـگریزی لـنچر په غـاړه ، پـه لار ځی ته وایی نـڅیږی

چی پرون یی دمولی، رڼی خاوری خوسکو ته

اوس پـه بـره پښتونخواکی، پـه انـسان بـاندی سپـریـږی

زما زړه پـولۍ پـولی دی، زما سا لـمبه لـمبه ده

چی دا تـوره خپـکی بـه؛ له مـونــږ کله پــور تـه کـیـږی

جهاد لوښۍ د فساد شو، مولانا صاحب جلاد شو

دیـن دولـت دواړه بــربـاد شـو، د ده زړه لانــه سـړیـږی

زمونږ کور دشرارت شو، افغانی وطن غارت شو

دا زمونږ د سترگو وړاندی، «غنی » گوره څه تیریږی

مونږ زغمل چی رانه لوټ شی، څه چی شته دی بی ناموسه

توری خاوری مو په خوله شه، اوس هغه رانه لوټیږی

د یـوی میاشـتی تـازه ناوی، دشـهید پـر قبرژاړی

وایی کـوم جهاد ته مړشوی، ځواب ووایه چی ځنډیزی

تا چی سر په چا دو کړۍ، هغه غواړی چی ما لوټ کړی

ماور بـولی هـغه ځای تـه، چی شـیطان ځنی شرمیږی

زه چی ستا له غمه ژاړم، هغه څاری زما سترگی

ســر را پـورتـه کــه شـهـیده، ارمـانـونـه د رږیـږی

افغانی درنی بیبیانی، چی په پت عزت خوندی وی

د جهاد تـر بـیرغ لانـدی، بـربــنـډیـږی لـیـلا مـیـږی

هر عرب خریدار شوۍ، زمونږ د خوندو او خور لڼو

مولانا صاحب یی پلوری، نه شرمیـزی نه ځوریـږی

تر څارویو وړیا شوی، پښتنی په مڼدوی کی

دڅارویو هم څه دود وی، چی په چا باندی خرڅیږی

* * *

ربه دا لا څه تالان دۍ، چی په خپل وطن یی وینم

چـی خـپل سـپی پـه پـردی نـنگه، افغانانوته غـپیـږی

چی له زړه د«کنشکا» نه، شنی لوخړی ځی آسمان ته

چی جمرود دسرو په بلخ کی، د«یما» له سره لویږی

"گرگین" ویوست تیغ د سټی، د افغان ننگی کهول ته

د « میرویس» لیـڅه بـیواکه، تیری توری ته غځیږی

په لاس نه ورځی بی خاورو، نه یی تیغ نه یی لښکر شته

هـم لښکر هـم یی تـیغونـه، د وطن پـر ضد جنگیږی

خدایه څرنگه بدل شوو، د افغان درانه خویونه

په هر چا چی مو نږ تکیه شو، پر پردیو پلورل کیږی

د وطن په حق کی نه کا، تش د خیر یوه خبره

خو د خپـل مطلب د پاره، د هـر سـپی پښو ته لـویږی

په هر ځای چی باران راشی، زمونږ خره یوسی له مخی

په هرخوړ چی سیلاب وزی، زمونږ وره ته را سمیږی

په هره سیمه چی برشنا شی، تندر پریوزی زمونږ په کلی

په هر رود چی توفان راشی، زمونږ کور ته راسیخیږی

په ډالرو باړه شوی، که غلجی که درانی دی

پـښـتانه او پـښتو دواړه، هسـی ښـکـاری چــی خـتمیـږی

د احمد په گوریی تو کړی، توری ناړی دیڼکیو

دا چی پلار له گریوان نیسی، دا چی وروڼو ته گوا ښیږی

مونږ ته ټول جهان دوزخ دۍ، چی وطن مو په کی نه وی

مـونږ ته هـر وطن سقر دی، چی افغان په کی ځوریږی

مونږ ته هر "شابه" پیغور دۍ، چی دشمن یی راته وایی

مونږ ته هر سلام لعنت دۍ، چی په سپکه په مونږ لویږی

مونږ ته هر گوله مرگۍ دۍ، چی دبل په ست یی ژوو

مـونږ تـه هـر گوت هلایل دی، چی د بل جام نه توییږی

مونږ ته هر مشر دشمن دۍ، چی په مونږ یی رحم نشی

مـونږ تـه هر افغان پردۍ دۍ، چی پردی سره یو کیږی

موږ ته هر ملک تلک دی،چۍ زموږ په سر روپۍ خوری

موږ ته هر ملا بلا دی، چی په خلکو نه رحميږی

* * *

جگی جگی سـاقی راشه، پس لـه عمـره را پخلاشـه

پـه چوپتیا کی مو غوغا شه، چه مجلس را نـه سړیـږی

د ځوانۍ نوبت می تیر شو، کوم چی تیر شو هغه هیر شو

اوس را ونـیـسه دا پـاتی، چــه قـطار رانــه تــیریـــږی

که مطرب او رباب نه وی، که مستی او شباب نه وی

که د مینی عذاب نـه وی، عمـر بـد کړی چی اوږدیـږی

هوشیاری یوه تنهایی ده، تنهایی یوه تباهی ده

پـه ترخـو اوبـو می ډوب کـړه، گڼی زماجاله ډوبـیــږی

په مستۍ کی را چار پیر کړه، یوه کیږدۍ دخورو څڼو

چی شپی ورځی را نه تښتی، چی کاروان را نه بیلیږی

د پسرلی په شکلی یاد ، جام ته تویی کړه سکروټی

چی گـلونـه را تـه ژاړی، چی خـزان راتـه گـواښـیږی

دځوانۍ په باغ می راغله، دزړښت دماښام لړه

پـیالی ډکی کـړه لـه مخی،عمـر تښـتی نـه ودریـــږی

ساقی ستړی يم له ژونده، لږ می خلاص کړه له دی بنده

گــڼی وژنـی مـی دا تـنـده، چی گـړی گـړی زیاتتـیږی

هومره راکړه چی پی ورک کړم، سر له پښو، پښی له سره

چی «غنی»(١) را څخه تښتی،« بینوا»(٢) رانه پټیږی

چی خوری صحرا ته ووځم، لیونۍ د لیونیو

چـی مستی را کی نـڅیـږی، چی جـنـون راته خندـیږی

چی مرغان د خړو دښتو، راته ووهی وزری

چـی زرکان راتـه غـږیـږی، چی هـوسۍ را ته پڼډیـږی

* * *

نه، نه خوشی ټوکه نه ده،« غنی» لږ ورته دمه(٣) شه

دا خوب و ړی را ویښیږی، دا پریوتی را پاڅیـږی

گومان مکړه چی خالی شوه، د ساقی مینا له میو

لا د تاک پـه تـا خانو کی، د انگـور ښیـښـی ډکیـږی

لا رباب سور شوۍ ندۍ، لا تش دوه دوره اوښتۍ

لا ساقـی نـوی راغـلی، لا رنـدان نــوی گـرمیــږی

لا دځمکی تل کی ایشی، تللی وینی دځلمیانو

لا د دی تـودو خـاورو، ســره گـلـونه را غـوړیـږی

لازمونږ په ارادو کی، عشق د مڼډو غلۍ نه دۍ

شپـه که هـر څـه تـوفـانی ده، چــراغـونـه لا بلیـږی
 لا وطن خلک را بولی، د میړانو معرکو ته

لا هـغـه ژڼۍ ژوندۍ دی، چی تـر هـوډه قـربانیـږی

لا خوریږی نیمو شپو کی، دتوفان غاوری چیغی

لا دغـرو لـه جـمـدرونـو، سـیـلاوونه ر ا کوزیـږی

لا د وینو واټ پرانیستۍ، لیونتوب دی لیونوته

لا په پښو کی دمسـتانو، ځنځـیرونه سـره شـلیـږی

لا د مځکی تناوونه، لاره باسی زلزلوته

لا پـه بـاد او بـرَښـنـا کی، گـردشــونـه را رستیـږی

لا د رزم گرمی شته ده، زمونږ په مټو کی د ننه

لا زمونږ په پښتون زړه کی، « د ایمل» وینه چلیږی

لا په جنگ د تخت او بخت کی، زمونږ لوبه ختمه نده

لا همت د« شیر شاهی» ته همایون له آسه لویـږی

لا د لوړو وریځو شا ته، عقابان وهی وزری

لا پـه هسکو سر درو کی، افغانی زمری غوریـږی

لا دخپلی خاوری مینه، مونږ ته وایی چه ر ا پا څۍ

لا خوب وړی دپـیړیـو، له خـوبـونو را وښیـږیـږی

لا زمونږ په کلا گانو، پښتنی حیا خوره ده

لا زمونږ پـه دروازو کـی، غـیرتـونه پا لل کـیـږی

* * *

دا به بیا یوه غوغاشی، لکه څاڅکی په څپو کی

یو سرکښه یاغی سین شی، سمندر ته به رسیـږی

دا به بیا سپیدی خوری کړی، د اطلسو پا لنگونه

د بـلورو په بـــید یا بـه، رود د ویـنو را خـوټیـږی

"دا به بیا په لمر لویدو کی، د مرغانو سیل له ورایه

لکه سور بیرغ د فتحی، په سرو وړانگو کی ر پیږی"(٤ )

دا به بیا زمزم ته رسی، د بید یاوو جل وهلی

دا به بیا په جل وهلو، د رحمت باران وریـږی

دا به بیا په مخه دانگی، دا زمونږ جنگی آسونه

دا به الـوزی له کنـدو، دا بـه لوړو ته رسیـږی

دا به اچوی له سویو، سری سکروټی په تکل کی

دا بـه رسی تـر هــدفـه، دا بــه خامخـا بـریـږی

دا به بیا اباسین ایشی، ډوبوی به توری کونی

تـور پنجاب بـه وهل کیږی، له بنسټه به نړیږی

دا به بیا لنډۍ مستیږی، تن به باسی له بستره

پـښتانه به را پاڅیـږی، پښـتونخـوا به آزادیـږی

دا به بیا د« احمد» چیغی،ریږدوی د لاهور مړاندی

دا به بیا په کړاکړ کی د« بیربل» ژامی ماتیږی

دا به بیا« سیدال» راباسی، د مرگ توره په غوجرو

آخوندان به ترینه تښتی، امامان به تری پټیـږی

دا د قم چړیان به پوه شی، چی افغان د کار په ننگ کی

خپل پور نه پریږدی پردی ته، دا تقدیر دۍ نه بیلیږی

***
 بر خرابه های غزنین !

ای غزنه ؛ ای خرابه خاموش و بی صدا
 ای کـشتـی شـکـسته ی دریـای روزگـار
آیـا کجا شدند ؛
 آن جنگ آوران؛
 آن های و هوگران ؛
 آنها که از تخار و هری تا به مرز هند
 با خون خلق شهرت خود را نبشته اند ؟
 آن خــادمان دولـت و آیـیـن غـزنـوی
مـداح دامغـانـی و اسـتـاد عـنـصری
 آن خواجه بزرگ ؛
 آن جـمع افـسـران ؛
 وان جمله شاعران ؛
 در خاک های نمزده در زیر تپه ها
 آیـا کـجا بـه خـواب ابـد آرمیده اند ؟
 در شه بهار شه ؛ نـه بهـاری نه سبزه ای
در روضـه ارم ؛ نـه رمی و نه جلوه ای
 لبهای بوسه گیر ؛
 از بـازوان شیر ؛
 وز زلف تابگیر
 بزدوده شد زهستی و جزو فسانه شد
 تـنها بـرای خـاطره ثـبت زمانـه شـد
 نی کاخ مرمر و نه در آن سرو لعبتی
 نی کـوس دولت و نه شکوه وصلابـتی
 نـی صوت بـربتـی ؛
 نی چنگ و چنگیان ؛
 نـی شـور مطـربان ؛
 نی های هو ؛ نه مستی خوبان بارگاه
 نی انعکاس خـنده بـه دهلیز قصر ها
 محمود آن نـبردی یکتـا جهان کشای
 سلطان یمین دولت و مسعود پهلوان
 با جمله دودمان ؛
 رفتند و دیگران ؛
 دنـبال کـاروان ؛
 نی گرد ره بجای و نه راه دلاوران
 چون سایـه فانی شب تاریخ گشته اند
 نی پـیل بان ؛ نـه پیل ؛ نه خنگان نـوبتی
 نی حاجبان ؛ نه قلعه کشایان ؛ نه بندگان
 نـی تخـت طـاوسی ؛
 نه خروش غناگران ؛
 نـی قهـر پـاسبـان ؛
 نی آیتی زشوکت و نیروی این و آن
 تنها در آن میان دو مناری ستاده اند
 زان بـرج بـاره هـای بزرگ و ز کـاخهـا
 نی آجری؛ نه پاره ی سنگی؛ نه مشت گل
 چـشمم بـه جـستجـو ؛
 در شیب ودر فراز؛
 هـرگز نگـشته باز
 جز بر حظیره های خموش گذشتگان
 یـا بـر کـرانـه هـای الـمناک تـپه ها
 آن بزمها و عربدگی ها و عشق ها
 آن خنده ها ؛ غریو گریها و نشه ها
 گویی که خواب بود ؛
 یـا چـرخ چـنبـری ؛
 در مرز خاوری ؛
 بر لوح پاک وساده ی غزنین منزوی
 نـقـش عبـث بـرای تـفـنن کشیده بـود !

 

لوستل شوی 110 ځله