افغانستان د حالاتو په هنداره کې

افغانستان د حالاتو په هنداره کې

سیاسي شننه

عبدالملک پرهیز
افغانستان په تېره نیمه پېړۍ کې د نړيوال او سیمه ایزو زبرځواکونو د بې سارې سیالۍ ډګر پاتې شوی چې تر ننه ‏ددغه ویجاړونکې او خونړۍ جګړې لړۍ جاري ساتل شوې، روانه جګړه د افغانستان او افغانانو دپاره د زیاتو ویجاړیو دردونو ‏او کړاونو سبب شوې او کېږي.

افغانان د جګړې د ژر پای ته رسېدو او سولې غوښتونکي دي خو دغه سوله د افغانانو ‏له پاره د انځیرګل بڼه غوره کړې. دغه ستومانونکی او دردونکی حالت د هر افغان ذهن ته ګڼې پوښتنې رامخ ته کوي ‏چې دا جګړه کله پای ته رسېږي او آیا دغه جګړه به پای ته ورسېږي او که نه ؟ دې ساده پوښتنو ته ځواب ډېر پېچلی ‏او ستونزمن کار دی ، ځکه دا جګړه زیات کورني او بهرني عوامل لري چې د جګړې د ختمول او سولې ته د رسېدلو په ‏کار کې باید په ټينګه ورته پاملرنه وشي. یو ددې عواملو څخه بهرني اړخ دی چې باید پاملرنه ورته وشي. ځکه ‏په اوسني حالت کې بهرني عوامل پر کورنیو عواملو زیات اغیز لري او ټاکونکې رول ترسره کوي ، ځکه افغانان  د پردیو د تبلیغاتي او مالي وروانونکو فعالیتونو تر منفي اغیز لاندې په بې ساري ډول په بې اتفاقۍ کې ژوند کوي .‏
د نړۍ ستر ځواکونه ددې دپاره چې د خپل منځي ویجاړونکې جګړې څخه مخنیوی وکړي ، غواړي خپلې جګړې په ‏نورو هیوادونو لکه افغانستان کې ترسره کړي، ځکه په دې ډول هغوی ځانونه د جګړې له مستقیمو ویجاړونکو اغیزو ‏څخه خوندي ساتي اوخپل  دښمن په پردۍ خاوره کې د نورو په مټو ګونډې کوي. ددې کار دپاره په نورو هیوادونو کې ‏نیابتي ډلې روزي او د زور آزماینې ډګر ته يې وړاندې کوي . سیال یا دښمن نړېوال زبرځواکونه هڅه کوي د خپلو ‏نیابتي ډلو ټپلو په مرسته د خپل مخالف زبرځواک تر وړاندې ویجاړونکې جګړه پرمخ بوزي او له دې لارې د خپل ‏مخالف لوري دريځ کمزوری او له ګواښ سره مخامخوي. ‏
د جګړې شدت او کمزوري کېدل د زبرځواکونو د پوځي او اقتصادي انډول په بدلون سره بدلون کوي. کله چې په ‏نړیواله کچه د سیالو هیوادونو په سیاسي، پوځي او اقتصادي انډول کې بدلون راځي له امله يې په افغانستان او ‏افغانستان ته ورته هیوادونو کې هم د جګړې په حالاتو کې بدلون راځي. یا جګړه کمزورې او یا هم په ټولو ډګرونو ‏کې شدت مومي . ‏
‏ د سیالۍ دغه شدت په هغه هیوادونو چې کمزوري دي او له زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي ، خپله ناوړه ‏اغېزه تر بل هر ځای زیات ښندي. ځکه ستر سیال زبرځواکونه د یو او بل پر خلاف نېغ په نېغه د جګړې ډګر ته نه ‏راوځي بلکې خپله جګړه د خپلو نیابتي ډلو او اجیرو کړیو له لارې مخ ته بیايي. افغانستان یو له همدغه هیوادونو څخه ‏دی چې په تېرو څو لسیزو کې ددغه نیابتي جګړې له امله سخت ځپل شوی او دغه جګړه لا اوس هم په ډېر قوت او ‏بېرحمۍ سره دوام لري. ‏
دا یوه ډېره پېچلې او مرموزه جګړه ده چې سیاسي، اقتصادي ، استخباراتي او پوځي اړخونه لري. له سیاسي پلوه ‏داجګړه د افغانستان د سولۍ پر خبرو او د واک د درې ګونو ځواکونو د جوړښت په څرنګوالي کې را څرګندېږي موږ ‏د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې او نانندرې ولیدلې، موږ د ولسمشرۍ ټول ټاکنې او ددغه ټول ټاکنو نادرې او د ‏چلوټو تور بهیر ولید ، موږ ولیدل چې څرنګه د ټول ټاکنو پایلې بې اغیزه او د جوړ جاړي ادارې په بڼه ، نیابتي ډلو ‏ته د ونډې په ورکولو سره پای ته ور رسېدې او په حقیقت کې هيڅ څه هم بدلون ونه کړ، بلکې هر څه هماغسې لکه د پخوا پرخپل ځای پاتې شول . یانې د بدلون دپاره د خلکو هیلې له مایوسۍ سره مخامخ شوې. هماغه فاسده اداره او هماغه مفسدین د نویو امتیازونو ‏په تر لاسه کولو د افغانستان په سیاسي ډګر کې پاتې شول.‏
موږ ولیدل چې د افغانستان د ولسمشرۍ د ټول ټاکنو په اړوند د سیمه ایزو هیوادونو او هم نړیوالې ټولنې غبرګونونه یو ‏شان نه ول او نه دي، ځنې هیوادونو په ډېره کمزورې بڼه ددغه ټاکنو پایلې په نیمګړي او مشروطه بڼه ومنل ، یانې ‏مخالف لوري ته يې په دولت کې د پراخې ونډې ورکولو شرط رامخ ته کړ او ځنې هیوادونو د دوودولتونو له ‏نندارې څخه په غیر مستقیمه بڼه ملاتړ وکړ. ټولو ولیدل او واورېدل چې د تړلو ورونو ترشا خبرې روانې وې او د ‏واک د ویشلو پر سره دغرې وهل کېدلې. د افغانستان په کړکېچ کې ښيکیلو هیوادونو په مستقیمه او غیر مستقیمه بڼه د ‏افغانستان دولت ته خپل شرایط وړاندې او دیکتې کول ، د امریکې متحده ایالتونو د یو میلیارد ډالرو د درولو ګواښ هم وکړ. ‏پایله داشوه چې واک د ټولټاکنو د پایلو په پایله کې نه بلکې د کورنیو او بهرنیو ښکيلو ځواکونو له خوا د ویش پر بنسټ رامنځ  شي.‏

‏ د افغانستان د سولې بهیر چې د خلکو هیلې اوامیدونه ورپورې غوټه دي هم د واک د تر لاسه کولو پر محور څرخي ‏او په څو مرکزونو او محوریتونو راڅرخي ،د اوسنۍ واکمنۍ واک لرونکي د خپل واک راتلکی ضمانت غواړي او طالبان هم د واک د غوښینې برخې غوښتونکي دي او ددې ‏غوښتنې د تر لاسه کولو دپاره د جګړې په ډګر کې د خپل بري د ثابتولو او پر مخالف لوري د فشار د راوړلو هڅه په ‏ټولو وسایلو او امکاناتو سره کوي او په سیاسي ډګر کې د خپل زور او امکاناتو پر بنسټ د واک د تر لاسه کولولو هڅه ‏او غوښتنه مطرح کوي. دوی هڅه کوي د افغانستان اوسنۍ اداره د خبرو د میز تر شا له پامه وغورځوي او خپله سودا ‏د معاملې له اصلي لوري یانې امریکانو سره ترسره کړي. نو ځکه د افغاني خبرو بهیر له زیاتو هڅو سره سره ‏کمزوری ښکاري . خو لکه چې دمخه وویل شول دا جګړه نور لوی او کوچني ځواکونه او اړخونه هم لري چې غواړي د راتلونکې دپاره د ‏خپلو نیابتي ډلګیو شتون ضمانت کړي نو ځکه په بېلو مرکزونو کې طالبانو ته مراجعه کېږي او د پردې ترشا د خپلو ‏ګټو د خوندي کولو ضمانت تر لاسه کول غواړي، دغه مرکزونه په عمده ډول دادي : ۱.د طالبانو ، امریکانواو ‏پاکستان پرمحوریت، ۲. د طالبانو ، روسانو ، پاکستان، ایران او چین په محوریت. هندوستان چې په افغانستان کې ‏جنګي ډلې نه لري هڅه کوي د افغانستان د دولت له لارې خپل اغیز په افغانستان کې وساتي.‏

د سولې بهیر لا هم په تیاره تونل کې ستومانه مزل کوي. د سولې په اړوند د افغانستان د دولت او د امریکې د متحده ‏ایالاتونو ترمنځ لازمه همغږي نه لیدل کېږي او ددواړو دولتونو ترمنځ په ظاهره د دريځونو ژور واټن شتون لري، ‏ددې علت دا کېدی شي چې د کابل اداره تر ډېره یوه سهامي اداره ده چې هره ډله خپلې غوښتنې او خپلې ګټې لري چې ‏په هيڅ بیه نه غواړي خپلې ګټې د سولې له ګټو قرباني کړي نو ځکه دغه ادره ددې وس نه لري چې د افغانستان د ‏سولې په بهیر کې واحد او ګډ دریځ رامنځ ته کړي. په تیرو کې ولیدل شول چې هرې ډلې د دولت سره له هوکړې پرته مسکو او ‏بل هر مرکز ته وځغاستل او هر ډلې د خپل دريځ د ټینګولو هڅه وکړه. خو د امریکې متحده ایالات غواړي د سولې بهیر په خپل واک او کنترول کې ولري ، نو ‏ځکه اوس اوس ددي چمتوالی څرګندوي چې له طالبانو سره د افغاني لوري پرته خبرو ته کښېني. ‏
 څرنګه چې د افغانستان موجوده اداره له هره پلوه د امریکې د متحده ایالتونو پر مرسته ولاړه او خپل ژوند ته ادامه ورکوي نو د سولې په مساه کې ‏هم کېدی شي امریکايي لوری خپله وروستۍ پریکړه هم د افغاني لوري له خوښې پرته  وکړي. داسې یو اړخیزې  پریکړې په تیرو شلو کالونو کې په وار ‏وار د امریکې د متحده ایالاتونو له ترسره شوي نو دا ځل به هم دا د حیرانتیا خبره نه وي چې داسې پریکړه وکړي.‏
د افغانستان خلک هیله او غوښتنه لري چې د سولې دغه خبرې د افغانستان د خلکو د مدني حقونو د پښو لاندې کېدو ‏سبب نه شي. دا ویره او تشویش ځکه شتون لري چې د امریکې د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو نوماند جوبایدن څرګنده کړه چې ‏امریکا د افغانستان ددموکراتیکو بهیرونو د ساتلو مسوولیت نه لري. که څه هم تیر شل کلونه د فساد، بې قانونۍ او ‏مصیبتونو کلونه ول او له دې کلونو یوازې جنایتکاره او فساده کړیو ګټه اخیستې او ددې حالت دوام په هیڅ دول د مدني ‏حقونو د خوندیتوب مانا نه لري ، خو بیا هم هیڅوک دا حق نه لري چې د افغانستان خلک یوه نیزه نور هم د ظلم او ستم ‏په اور کې ښکته بوځي.‏
‏ د امریکا متحده ایالتونه د سولې د بهیر په اړوند پټ او ښکاره دريځونه لري. د سولې په اړوند د افغانستان خلک په ‏تیاره کې ساتل کېږي. د افغانستان د دولت یا واک یوه برخه په ظاهره د پتمنې سولې چې د افغانستان ګټې په کې نغښتي ‏وي ، ژمنه او غوښتنه کوي خو د افغانستان د دولت دغه برخه د خپلو مخو د ترسره کولو دپاره له ټينګو کورنیو او ‏بهرنیوستونزو سره لاس اوګریوان ده او د واک د تازه ویش په پایله کې د سولې د پرمخ وړلو چارې هم هغه ډلې ته ‏وسپارلی شوې چې په تیرو پنځه لسيزو کې يې د جګړې اور ته لمن وهلې او تل د سولې مخالف لوری پاتې شوی. دوی ‏ثابته کړې چې د افغانستان د ګټو په پرتله د پردیو د ګټو د خوندي کولو سره مینه  او ژمنتوب لري، ځکه د بهرني ملاتړ له امله ‏دوی د واک په سلو کې پنځوس تر لاسه کړی او خپل شتون ته په واک کې دوام ورکوي ، د بهرنیانو دغه لورینه  یوازې یو سوغات نه دی ، بلکې د بېرته ورکړې مسوولیت هم له ځانه سره ‏لري یانې دوی باید هم ددغه امتیاز په بدل کې خپلو بادارانو ته څه ورکړي او ترسره کړي.

په تېره کې دوی د افغانستان پوځ او ټول بنسټیز بنسټونه له منځه یوړ او د سولې بهیر يې له ناکامۍ سره مخامخ کړ. ددوی ګټې له جګړې او بې ثباتۍ سره تړلي دي.‏
جګړه مارو او جګړه غوښتونکو ته د سولې د مسولیت سپارل دې ته ورته دی چې رمې ته څوک لېوه شپون وټاکي.‏

د دولت بل اړخ چې ريښتنې سولې ته ځان هوډمن بولي هغه ځواک او پوتانشیل نه لري چې خپلې ژمنې ترسره کړي ‏ځکه ټاکنې داسې مهندسي شوي وې چې هر بریالی اړخ به په خپل ذات کې یو سهامي شرکت وي چې د یو شان او ‏اغیزمن او خپلواکې پالیسې د غوره کولو وس او ځواک ونه لري. اوس چې د فساد دواړه کړۍ په واک کې شریکي دي ‏نو ستونزې هم دوه برابره زیاتې دي ځکه هر اړخ باید لومړی په خپلو کې یوې ګډې پایلې ته و رسېږي او بیا له بل ‏لوري سره خبرو ته کښېني او که دا دوه اړخونه یوې پایلې ته رسېدی وشي نو بیا کېدی شي به له طالبانو سره د خبرو میز ته ‏کیناستلی وشي. نو ځکه وینو چې وروسته له څو میاشتو ولې دولت نه شي کولی د وزیرانو کابینه ولسي جرګې ته ور ‏وپېژني!!!‏
‏ بل عامل چې د دولت د سولې پر پریکړو اغیزمند دی هغه بهرنی عامل دی. د امریکې دمتحده ایالتونو او د نورو په ‏اصطلاح دوستو هیوادونو پرله پسې فشارونه او ګواښونه دي ځکه دغه هیوادونه او په تېره بیا د امریکې متحده ‏ایالتونه غواړي هر څه ددوی د پلان او ګټو سره په سمون کې تر سره شي. چې دا کار په دولت کې د نسبتن ريښتنې او ‏پتمنې سوله غوښتونکې ډلې دريځ نور هم کمزوری کوي او نه شي کولی روښانه او څرګنده کړنلاره غوره کړي او پر ‏خپله اعلان شوي تګ لاره هوډمن پاتې شي. ‏
‏ دوی چې د خپلو طرحو د عملي کولو دپاره کورني او بهرني ملاتړ ته اړتیا لري ، په تدریج سره په ټولنه کې خپل ‏ملاتړ له لاسه ورکوي ځکه دې ته اړ کېږي څو خپلو ژمنو ته شا کړي. او دوی نه شي کولی ان د لږ وخت دپاره پر ‏خپلو ژمنو ټينګار وکړي او ورته خپل ژمنتوب ثابت کړي.‏
د هیواد امنیتي حالت ورځ تر بلې ترینګړی او له ټینګو ګواښونو او ننګونوسره مخامخ کېږي. مختلفې وسله والې ډلې په ‏ټول هیواد کې په بې ساري ډول فعاله شوي دي، ګاونډي هیوادونه، د ټولو بین المللي منل شویو اصولو خلاف پر ‏افغانانو د خپلې ارادې او غوښتنو د منلو دپاره په ښکاره  او پټو بې شرمه لاسوهنېو لاس پورې کوي. د ترور او هدفي وژنو توره ‏لړۍ پر ټول هیواد ورځ تر بلې خپل کرغېړن سیوری خپروي. که څه هم ډېرې پېښې د طالبانو او داعش ډلې تر ‏سرلیک لاندې ترسره کېږي خو د پېښو تر شا د زیاتو او مختلفو نیابتي ډلو ټپلو لاسونه لېدل کېږي چې د پښو د منډ د ‏پټولو دپاره د پېښو مسوولیت د طالب او داعش په غاړه اچوي.‏
د سلیماني تر وژل کېدو وروسته د امریکې او ایران اړیکې زیات ترینګړي شوي ، ایران د خپلو نیابتي ډلو له لارې ‏غواړي  په افغانستان او د سیمې په نورو هیوادونو کې پر امریکې فشار زیات کړي څو له دې لارې پر ایران د امریکې د جاري فشارونو اغیز کم کړي . د امریکې ‏او ایران جګړه په منځني ختيځ او افغانستان کې د پراخېدو په حال کې ده. څرګنده ده چې ایران په دې جګړه کې یوازی ‏نه دی بلکې د روسیې او چین ټینګ ملاتړ له ځانه سره لري، دغه هیوادونه په افغانستان کې د امریکې پر محوریت ‏سوله نه مني او غواړي د نیابتي ډلو په مرسته د پوځي فشار له لارې خپل سیال له سیمې و شړي. ‏
پاکستان چې د سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دی غواړي په کړکېج کې د راګیرې امریکې څخه زیات امتیازونه ‏تر لاسه کړي او همدارنګه د امریکې له فشارونو ځان په امن کې وساتي نو له دې امله د نیمګړو او دروغجنو کړنو له ‏لارې د سولې د بهیر د اوږدولو هڅه کوي. دوی پوهیږي چې د امریکې دریځ په نړېواله کچه د کمزوري کېدو په حال ‏کې دی، دوی هیله مند دي چې ډېر ژر به امریکا ځپل ځواکونه له افغانستان څخه و باسي چې دا کار به یو ځل بیا په ‏افغانستان کې ددوی د تیریو له پاره لاره آواره کړي او د طالبانو په وسیله د ۱۹۹۲ کال پېښې یو ځل بیا په افغانستان کې تکرار ‏کړي. ‏
هندوستان هم یو له هغه هیوادونو څخه دی چې د افغانستان بدلونونه تر نظر لاندې لري ، البته هند تل له افغانستان سره ‏دوستانه اړیکې پاللي او په افغانستان کې ورانکاري وسله والې ډلې او ټپلې نه لري او په افغانستان کې يې زیاتې ‏بنسټیزې پروژې پلي کړي دي ، دغه هیواد په افغانستان کې د پاکستان د اغيز له زیاتېدو څخه په وېره او تشویش کې ‏دی نو ځکه د پاکستان پر محور د سولې سره ټينګ مخالفت لري.‏
‏ کله چې اشرف غني په لومړۍ دوره کې ولسمشر شو نو د پاکستان تر وړاندې يې له زیات نرمښت څخه کار واخیست ‏او له پاکستان سره يې امنیتي تړون لاسلیک او خپل لومړی سفر يې هم پاکستان ته ترسره کړ، د افغانستان د دولت دغه ‏دریځ د هند د خپګان او پر افغاني لوري د بې اعتمادۍ سبب شو. د افغانستان دولت چې غوښتل له پاکستان څخه سوله ‏تر لاسه کړي ډېر ژر متوجه شو چې پاکستاني لوری خپلو ژمنو ته وفاداره نه دی نو بیا يې هند ته د نژدې کېدو هڅه ‏وکړه ، هندي لوري له دې بدلون څخه په ظاهره هرکلی وکړ او په بېلابېلو برخو کې يې د افغانستان ملاتړ جاري وساته.‏
نن په نړېوال او سیمه ایزه کچه د سترو ځواکونو ترمنځ مخامختیا او کړکېچ د زیاتېدو په حال کې دی دغه زیاتېدونکی ‏کړکېچ د افغانستان دپاره ښه پيغام نه لري.‏
‏ په افغانستان کې د جګړې د اور تودېدل په مستقیمه بڼه د همدغه بدلېدونکي نړېوال حالت سره تړاو لري نن د ‏افغانستان په اړوند د تېرو کلونو د همکارۍ سیاست ځای دښمنۍ او نه باور نیولی دی. په همدې ورځو او شپو کې ‏امریکايي سرچینو روسيه طالبانو ته د وسلو او پیسو د ورکولو  له لارې د امریکانو د وژلو په تور تورنه کړه او روسي ‏لوري هم امریکايي لوړ پوړي پوځي چاواکي  له افغانستان څخه د قاچاق په تور تورن کړل. ‏
جګړه ماران هم چې د جګړې اصلي عناصر دي د جګړې په دوام کې خپل پایښت ویني او د مرموزه او لړزونکو ‏وحشتونو له لارې غواړي حالت نور هم کړکېچن کړي. ‏
اوس وینو چې ټولې وسلې د سولې پر خلاف اړول شوي. افغانستان یو ځل بیا د نوې زور آزماینې په ډګر بدل شوی. ‏او دغه زور ازماینه د لا پراخېدو په حال کې ده. خلک چې د وحشیانه جنایتونو څخه تر پوزې راغلي ، نه پوهېږي ‏څوک سوله غواړي او څوک د سولې دښمنان دي او په دې ډول د سولې پر بهیرخپل باور له لاسه ورکوي. د جګړه ‏غوښتونکو دريځ د پیاوړي کېدو په حال کې دي او له هرې خولې د جګړې د تودولو غږ اوچتېږي ، ځنې چې په شل ‏کالونو کې يې جګړه ونه ګټله غواړي په شپږو میاشتو کې جګړه وګټي!!!. که څه هم څرګنده ده چې جګړه له څلوېښتو ‏کلونو راهیسې په شدت روانه ده او دغه جګړه هيڅکله هم نه ده درېدلې نو د جګړې پر اصل ټينګار پر هيڅ منطق برابر نه ښکاري. جګړې پرته له بدمرغۍ هيڅ بله پایله نه ‏درلوده او وبه نه لري جګړې یوازې جګړه ماران  او د د جګړې تاجران چاغ کړل .خو بیا هم د هيلې خلاف د جګړې غږ لا قوت مومي او شیطاني کړۍ د جګړې دپاره په درز خپل ډولونه دمبوي. ‏
د سولې دښمنان تل د سولې د نښو او نښانو په څرګندېدو سره  داسې تکتیکونه کاروي چې له امله يې د سولې پلویان ‏پر سولې بې باوره کېږي او د جګړه مارو په لیکو کې ودرېږي. ‏
د سولې دښمنانو هدف هم دادی څو خلک داسې حالت ته ورسوي څو د سولې هیله د تل له پاره له زړه وباسي. خلک ‏باید دې ته پاملرنه وکړي چې جګړه په تیرو څلويښتو کلونو کې روانه وه او هیڅ ګټونکی يې نه درلود په راتلونکی ‏کې به هم جګړه تر مختلفو شعارونو او نومونو لاندې همداسې روانه وي او انساني او مادي زیانونونه به رامنځ ته کوي خو هيڅ ګټونکی به و نه لري، خو یو بایلونکی لري چې هغه د افغانستان خلک دي ‏‏. ‏
د سولې د بهیرونو ناکامي په حقیقت کې د نېکمرغۍ، پرمختګ او انساني ژوند ناکامي ده . د سولې ماته د افغانستان د ‏خلکو ماتې ده. تر نن پورې په تاسف سره د خلکو دښمنان په دې کار کې بریالی ول. ‏
سوله د افغانستان د ربړېدلو خلکو ريښتنې او چټکه غوښتنه ده ، د افغانستان خلکو ته لازمه ده چې د سولې د آرمان پر ‏شاخوا راټول شي. نیابتي ډلې د افغانستان دپاره سوله نه راولي خلک باید ددغه ډلو انحصار د سولې پر بهیرونو پای ته ‏ورسوي. ‏

که چيرې د افغانستان خلک په ريښتني ډول او په هوښیارۍ سره د سولې د آرمان پر شااو خوا راټول او یو موټي شي سوله به هرومرو  بري ته رسېږي هيڅ کورني او  بهرني ځواک نه شي کولی دسولې دپاره  د افغانانو اراده ماته کړي .
د سولې دپاره د افغانستان د خلکو ريښتنی پیوستون د سولې ریښتنی ضمانت دی. ‏
ژوندی دې وي افغانستان ، بریالۍ دې وي سوله!


لوستل شوی 156 ځله Last modified on شنبه, 28 سرطان 1399 21:28