د بقا محور

د بقا محور

 

لیکونکې

زلمی نصرت

اومه برخه 

 پښتود ترجمې ژبه! 

د حفیظ الله امین او نور محمدخان تره کې اثار او کتابونه د ارگ مرکز گرميگانو د گرمولو لپاره د اور په بټیو کې وسوځول شو٬ په دغه دردناکو سوځولو کې خپله پښتانه هم لاس پکار وو، چې دغې حالت د خلکو په ذهنونو کې یو وار بیا د علاوالدین جهانسوز او چنگیز خان زوړ تاریخ را ژوندی کړ٬ کله چې ترقي خواهان او نوښتگران د مدنیت تر نامه غیر مدنی برخورد کوي٬ اثارو ته  چې حقیقت کې د تاریخ یوه برخه تشکیلوي، اور اچوي او هغه سوځوی نو بیا د تحجر نه څه گیله!!!.

د کتابو سوځول د ژبې ، فرهنگ او ادبیاتو د سوځولو په معنا ده. د تاریخ د سوځولو په معنا ده.

تاریخ ضبط د حوادثو دی، تاریخ عبرت دی، تاریخ مدرسه او مکتب دی، تاریخ تیره تجربه ده. تاریخ، راتلونلو نسلونو ته د کاروان د مشعل حیثیت لري، تاریخ د یو قوم، یو ملت او یو جغرافیا گډ میراث دی، د میراث سوځول٬ سرقتول٬ له منځه وړل یعنی د هویت او مدنیت سوځول.


اکادیمسین سلیمان لایق د خپل « سندرې په سویو واټونو د کتاب ۱۶۲، ۱۶۳، ۱۶۴ پاڼو کې د خپل سیاسې، تاریخې او فرهنگې پلان شوي غلا او سرقت نه پرده پورته کوي او وایې:

د چونغر د ترانو وزن زما خپل دی. دا وزن په تیره د طبیعت په ترسیم کې د خیال د مرکبو تصویرونو په هستونه کې مرسته کوي، ځکه ما هغه اختراع کړ ترڅو د سیاست او وطنپالنې لپاره رومانتیکه شاعرانه ژبه پیدا کړم، داسې چې سیاسي مضامینو ته تغزلي او عاشقانه سا ورکړي. کله چې « کیږدۍ» چاپ ته تلله د چونغر د لړۍ شپاړس نورې ترانې چې په ټاکلو شمیرو او نیټو ځانگړې شوې وې، د هغه وخت د سیاسي ملاحظاتو له مخې له چاپ څخه پاتې شوې ( د سل عنوانه کتابو نه ۹۳ عنوانه فارسي او یوازی درې عنوانه پښتو د چاپ جواز درلود. لیکونکې) او له خپلو شمیرو او نیټو سره، زما د شعرونو په یوه قلمي ټولگه « سپېدو» کې د مناسب وخت د را رسیدو په هیله خوندې شوي.

 د ۱۹۹۲ م کال په اپریل کې کله چې زموږ د رژیم پر ضد په گوند او دولت کې د ننه تو طئې پیل شوې، ما د سپېدو ټولگه له خپلو نورو ناخپرو شویو آثارو، سیاسي یادداشتونو او د افغاني لیکوالو نورو ځینې منظومو او منثورو آثارو سره چې ماته د کتو لپاره سپارل شوي وو، د خوندي کولو او ساتلي ځای ته د لیږدولو په مقصد، موقتآ د وطن گوند په مرکزي کمیټه کې خپل دفتر ته راوړل خو پيښې خونړۍ او گړندۍ شوې، نظم او امنیت له منځه لاړ، د مرکزي کمیټې او وسله والو محافظانو واگي له پلان شویو تو طئو سره سمې د محمود بریالي لاس ته ورغلې٬ په دې کې د « سپېدو» په گډون هغه ټول آثار چې ما مرکزي کمیټې ته لیږدولي وو، زما د کار له دفتر سره یو ځای لوټ او ضایع شول او په دې توگه د چونغر ناخپرې شوې ترانې یعنې ۹،۱۰،۱۱،۱۵،۱۴،۱۶،۲۰،۲۳،۲۴،۲۵،۲۸،۲۹،۳۰،۳۱ او ۳۲ د همیش لپاره زما او لوستونکو له لاسه ووتې.

د سلیمان لایق مشر زوی غرزی لایق د وطن د گوند دمرستیال  فرید احمد مزدک له قوله وایې چې:

ما د ۱۹۹۳ میلادی کال په نیمایی کې په مسکو کی د خپلې استوګنې په وخت کې د ښاغلی مزدک (د وطن د گوند مرستیال) نه واوریدل چی د لایق د هماغه لوټ شویو یاددښتونو یوه کتابچه د عبدالرشید دوستم لاس ته رسیدلی ده. 

۲۰۱۲ م کال د دیدگاه پانه کې ښاغلی صدیق رهپو طرزی، د ښاغلی سلیمان لایق د لوټ شویو یادداشتونو په هکله داسی لیکي:

زه خپله په هماغه ورځو کی د وطن گوند د مرکزی شورا د ودانۍ د نیولو شاهد وم چی ښاغلی سلیمان لایق په خورا بیړه، چی ساه یی هم سوې وه، د ښاغلي علومی (دوطن د گوند د مرکزی شورا د عدل او ددفاع د چارو مسول) کوټې ته چی هلته، تر هغه ځایه چی زما په یاد دی محمود بریالی، انجنیر نظر محمد، فراهی، سرباز، توده ای.....- سره یو ځای شوی وه، ننوت. هغه وویل چی زما موټر دوستمیانو ولجه کړی دی. ده له یوازیني شي نه چی شکایت وکړ دا وو چی د هغه په موټر کی دهغه داروگان وو چی هغه هم د هغوی لاس ته ورغلی دی.


د همدی داستان پر بنسټ قیاس کولای شو چی: څنگه د وطن گوند د مرکزی شورا، دولتی ارګانونو او په تیره بیا د دولتی امنیت د وزارت پاڼې او اسناد غلا، لوټ او ضایع شوي او د هیواد د قسم خوړلو دښمنانو لاس ته رسول شوي دي. 

 

که څه هم د پښتون نوی نسل د خپل هویت د ساتلو له پاره فعاله شوی دی او تلاش کوي چې د پښتو ژبه او ادبیات اضمحلال او محوه کیدو نه را وباسي٬ خو لا هم ورسره جفا روانه ده، هغه پښتانه چې په ارگ کې دی، ددې له پاره چې د فاشیزم تاپه  و نخوري، داریږي، د دفتر دارۍ سیستم کې د پښتو د ترویج نه ډده کوي، که په کوم وخت کې  د نمونې په ډول یو ادنا متن په پښتو هم ولیکل شي، نو هغه هم  د فارسي ژبې نه نقل او ترجمه کیږي، په دې معنی چې پښتو ژبه د ترجمې  په ژبه بدله شوي ده، چې دا خپله د پښتو ژبې او ادبیاتو سره لویه جفا ده.

 

همدا اوس لومړی تر هر څه دمخه فرمان، اخبار، مقاله، گزارش اوبیانیه په فارسي ژبه لیکل کیږي، او بیا وروسته پښتانه هغه په پشتو ژبه ژباړي چې اوس مهال دغه کار یو رواجې بڼه نیولې ده.

 

په دې ترتیب کوم ملې او حقیقې کارونه چې منطقه کې نادر افشار فارسي ژبې  پرمختگ ته کړی، تاریخ کې ساری نه لري.

 

نادر افشار د  ۱۷۳۶ م کال نه تر ۱۷۴۷ میلادي کاله پورې د احمد شاه بابا تر سلطنته د سند د رود له ساحله تر هرات د افغانستان ټول شرقي او جنوبي منطقې د خپلو خلکو او حاکمانو په واسطه اداره کولې او د وخت سره سم یادو ساحو مالیات هم د ایران خزانی ته استول کیده.

کله چې احمد شاه بابا په خپله یرغل پیل کړ، هر ځای یې چې و نیوه، د نادر افشار د حاکمانو پر ځای یې اکثره افغان حاکمان وگمارل .

 

 کله چې د نادر افشار نه خبرې کوو نو دوو مواردو ته اشاره ضرور وینم.

 

۱ ـ  جعفر صادق د شیعیگانو شپږم  مذهبی مشر و چې خاصه طریقه یې درلوده، چې نادر افشار بیا اسلام کې جعفری مذهب ته د پنځم مذهب په توگه رسمیت ورکړ چې تر دا ننه چلیږي.

 

۲ ـ  د احمد شاه بابا  له سلطنته وروسته چې په افغانستان کې د شاهی کورنیو تر منځ  کوم وژل، زندانی کول، ړوندول او چپاول چې د قدرت او تحت د وارثینو تر منځ شروع شو، میراث یې د نادر افشار نه را پاتې دی .

د نادر افشار په وژلو کې د هغه وراره عادل شاه لاس درلود، نوموړی د خپل تره نادر افشار د وژلو نه وروسته، د هغه اکثره ځامن او د کورنۍ غړي ووژل او ور سره یې هم د نادرافشار ټوله دارایې  لوټ کړه. )

 

محمد گل خان مومند د خپلو یادداشتونو په اخرکې اعلیحضرت محمد ظاهر شاه ته داسي لیکې:

 

« د پښتو ژبه په ځنو ځایو کې د هندي ژبې تاثیر لاندې راغلی، اخلاق،‌عادات او د ژوند طریقه یې هم بدل شوی، د همنژادو سره  یې اړیکې له منځه تللی، او ډیری یې خپل نژاد او قوم هیر کړی، همدارنگه  اکثره  یې کاملآ فارسیبان شوي،  بل خوا دفتر او دربار، ښار او بازار د فارسیوانانو لاسو کې دي، حکومت، ‌عزت او ثروت د فارسیوانانو دی. علم هم فارسي دی، پښتون څوک نږدي نه پریږدي، چې دربار ته لاره پیدا کړي، که احیانآ ورته لاره هم پیدا کړي، فارسیوان ورته د پردي په سترگه گورې».

 

محمد گل خان مومند د وخت صدراعظم ته خپله نامه کې داسي ادامه ورکوي:

 

[ « ایرانیان چې خپله استیلا دوره  په افغانستان کې تر هر نامه او عنوان تیره کړه، ‌یو شمیر شیعگان یې راوړي، د مملکت اکثره ښارونه او مهم مرکزونه یې د هغوی لاس ته ورکړي ،  په هر صورت سره که کوم مطلب یې درلود او یا هم کوم مستقبل ته سترگې په لار وې، عالی جناب ښه پوهیږي چې٬ د هغوی دا لوړ او مفکوروي اساس او سیاست اومستقبل اندیشي واقعآ قابل د قدر او ستایلو دې او که دا کار پلان شوی نه وي او دا کار د تصادف له رویه واقع شوی وي، سره له دې چې ایرانیان له افغانستانه ووتل او ‌د هغوی استیلا  قریب ۲۰۰ کاله کیږي چې ختم شوي، څومره ښه او نیک تصادف دی، چې د ایران اقتدار لا تر اوسه د افغانستان نه لرې شوی نه دی او په همدی مدت بیا هم ایران افغانستان په غیر مستقیمه توگه ( د خپل ډیر کم تعداد نسل په وجود کې چې افغانستان کې پاتې شوي دي، حکمروایې لري او خپل موقف ورځ په ورځ کلکوي) خپل لاس کې لري، دفترونه او ادارات ددوي په قبضه او ډیری مهم حکومتی کارونه ددوي په لاسو کې دي، که چیرې افغانان هم وجود ولري ،لاکن  رشته د کار د هغوي لاسو کې ده.

اکثره اقتصادي منابعو تر څنگ یې، در بار کې عزت، رسوخ او اعتبار د هغوی دي، افغانان خپل دربار کې ډیر کم لاره لري.

دغه ډیر، ډیر کم اقلیت کوم ظلم او استبداد چې نورو باندې کړی، فاجعې دي چې شرحه کولای یې نه شم.

 له جملې نه څو کاله د مخه د مالې د وزیر محمد ایوب خان ورور مرزا محمد قاسم خان چې د اقچې حاکم و، د پښتنو د وهلو، ډبلو، ښکنځلو او بې عزته کولو له پاره به یې رنگ، رنگ بهانې لټولې او د وهلو او ټکولو وخت کې به یې ویل چې بزنین ( ووهې)  ددې داسې او هسې .. چې افغان( پښتون) دی... الخ.

 

دوی ملت تر هغه درجې بې ابرو او ذلیل کړل، چې هندو هندوستان کې د انگریز تر اداری لاندې ذلیل او بې عزته نه ول، دا ځکه چې  په هندوستان کې هندوانو ته د انگریز حکومت، نه ښکنځل کړی او نه یې هم څوک په لختو وهلي دي.

لاکن دوي دا لوی شریف او نجیب ملت ته داسي پوچ، فحش او ښکنځل کوي، چې دنیا کې نه چا اوریدلي او نه هم چا لیدلي دي او دا د فارسیوانانو خاصیت دی.
هندوستان کې هندوتوب جرم نه دی، لاکن افغانستان کې پښتونتوب او افغانتوب لوی جرم او د وحشیانه جزا ورکولو لایق دي.

 

ملت یې ذلیل کړی، ملا یې ماته کړې او زموږ مشران او رجال یې نرمو او خوږو افکارو، خبرو او اخلاق  په لرو تبدیل کړيدی.


افغان یې افغان ته بد معرفې کړی، یو یې د بل دشمن گرځولی، چاپلوسی چال او فریب سره زموږ د مشرانو په  روان او مزاج کې نفوذ کړي او د هغوی داخل د کورونو کې هم لار پيدا کړي ده ، د هغوی د ماشو مانو معلم او مربي دي.

په دی ترتیب، د هغوی ژبه، اخلاق، عادات او نور ممیزات بدلون پیدا کړی او هغوی یې له پښتو او پښتونولۍ او افغانیت نه په  ورو ورو لري کړي، پلو او چلو، ساز او سرود، عیش او عشرت، سفر او چکر کې یې مشغول کړي، فارسي ادبیات تعلیم یې لیدلی، عشق او عشق بازي یې زده کړي او آرام، ارام د هغوی تعلقات یې له خپل نسل او له نژاده قطع کړي او د افغان اولاد یې د افغان دشمن گرځولی دی.

 

نتیجه داده چې همدغه تربیت شوي د هغوی سره هملاسه شوي او داسي کارونه کوي چې متعصب شیعه گان یې نه شي کولای، چې هغه هم بیل فجایع دي: (( هیچ دشمن نکند آنچه به ما خود کرده است)).»]

 

نوربیا


یاددښتونه:

د محمد گل خان مومند قلمي يادداشتونه اعلیحضرت محمد ظاهر شاه او د وخت صدراعظم ته.

سلیمان لایق: سندری په سویو واټونو کی.

زلمی نصرت ( څو ټکی د سلیمان لایق د لوټ شویو اسنادو په اړوند! ٬   آغاز بدون انجام : د لیبیا د خبرو جریان) 29.08.2013   د ټول افغان او تاند انتر نیټی پاڼه.

 

لوستل شوی 91 ځله