د قلم نوکه او د ټوپک شپیلۍ

د قلم نوکه او د ټوپک شپیلۍ

ولي الله ملکزی 

قلم یو داسی رنګین خلقت دی چی ستر خالق د هغه په نوکه د ازل او تقدیر لیکې کاږلي او د هیڅ پیل، د قلم له هست سره پیل شویدی. همدا قلم دی چې نغمی، ولولې او هنګامی زیږوي او ترانې لیکي. قلم د تیرو پرګنو د بقا او فنا کیسې انځور کړې او انسان ته یې د انسانیت او عزت څلي په نښه کړیدي. د ولسونو عروج او زوال، د قلم له خوځښت سره ګینده شویدی (ن. وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ).

قلم د مظلومانو له کړیکو اوسلګیو څخه توپانونه جوړوي او د ظالمانو پولادي برجونه ړنګوي. قلم په ولسونو کی شور او زوږ رامنځ ته کوي، شعور او خودي یې راویښوي او د لاشعور احساس ته یې ټکان ورکوي. همدا قلم دی چې د لاهوت عقیده، د ناسوت له فلسفې څخه جلا کوي. د همدی قلم په څوکه د نړۍ سترې معاهدې لاسلیک شوې او د ملیونونو انسانانو ژوند ژغورل شویدی.

همدا قلم دی چی د انسان په ذهن کی انقلاب راولي او په ټټر کی بندیوان زړه یې له مینې او عاطفې څخه ډکوي. قلم بشري ټولنو ته د علم، ژوند او ځان پیژندنې لیکې سیده کوي. قلم د پخوانیو امتونو د تمدن، اخلاقو او ناکامیو داستانونه کاږي او د آدم او حواء راتلونکي زوذات ته یی په میراث پریږدي. قلم پخپلو نریو نریو لیکو او رنګونو سره، د ژوند شاخص بدلوي او ولسونه دده له برکته، خپل حسب او نسب پیژني.

د الله تعالی په مبارک کتاب کی چی د طیبې او خبیثې د کلمو کومه یادونه شوی، هغه دواړه د قلم په واسطه لیکل کیږي. له همدی ځایه، تکړه لیکوال هغه ندی چی د خپلی لیکنې لپاره یواځی جادوګر لفظونه او قالبي جملې انتخاب کړي، بلکی ښه انځورګر هغه دی چی د خلکو په زړونو او فکرونو کی د زغم او حوصلې تخم کري او د درناوۍ روحیه پیاوړې کوي. نو ځکه خو ددی قلم هره لیکه جالبه ده، جذبه ده او د شاعر په ژبه یو جنون دی. ددی قلم هره کرښه یو فریاد دی، یوه کړیکه ده او انګار دی.

د نن ورځې دا ټول پرمختللي وسایل د هغه چا لخوا جوړ او رامنځ ته شوي چې د ښوونځي په لمړۍ ورځ یی پخپلو وړو وړو ګوتو کې قلم نیولی او بیا یی په جب کې ټومبلی دی. هغه چا چې د سپوږمۍ په خړه خاوره خپل بیرغ پورته کړی او هغه چا چې په مریځ کې د اوبو ډنډونه میندلي، دا ټول د قلم له برکته دي.

خو دریغه دریغه، نن ځمونږ په ولس کی ترټولو بی قدره او له پامه غورځول شوی عنصر، همدا قلم دی. نن په مدرسو کې ځمونږ نوي کول ته د قلم او کتابچې په ځای په بکسونو کی باروت اچول کیږي، له ژوند سره د مینی په ځای، له خپل ځانه د نفرت او د نورو د وژلو سبق ورکول کیږي. نن د ډیورند په لر او بر کی د اور او باروتو راج دی، د همدی قلم په تور رنګ لیکل شوي قرآنونه سوځول کیږي او د (ټوپک زما قانون) ببولالې زمزمه کیږي.

په ښکاره ډول خو د قلم نوکه ډیره پڅه او کمزورې بریښي، ولی غږ یی د ټوپک له شپیلۍ ډیر هیبت ناک او لمبه یی لا زیاته غښتلی او ځلانده ده. کوم قومونه چی د قلم د نوکې په ځای د ټوپک له ماشې څخه کار اخلي، هغوئ به تل خوار او زار وي. په نړیواله ټولنه کی به یی وزن له بڼکې سپک او پیزوان به یی د کاروان په آخر کې، د بل په لکۍ پوری تړل شوی وي. خپلواکي به دوئ ګټي خو د اتلولۍ او مارشالۍ جوغې به د نورو په سرونو  ایښودل کیږي. قرباني به دوئ ورکوي، سری ویني به د دوئ توئیږي، په بی شناختو قبرونو کې به دوئ خښیږي خو باداري او واکمني به پری بل څوک کوي.

که د ډیورنډ په دواړو غاړو کې د قلم دا تور مخي غلیمان د ټوپک په شپیلۍ سره د علم، عرفان او قلم خاوندان وژني، ښوونځي سوځوي او ښوونکي د موچي په تار حلالوي، نو دوئ د کعبې په ځای ترکستان ته روان دي. حورو، غلمانو او جنت ته غزیدلی لارې، د بی ګناه انسانانو په کوپړیو او هډونو نه تیریږي، بلکې جنت ګټل د مرګ په ځای نورو ته د ژوند په بښلو کې دی. لکه د خپل ولس په درد درمند ځوان شاعر، بخت زاده دانش چې وایي:

د حورو او غلمانو دی مالت (محل) ته بلها لارې دي -

په مرګ کې جنت مه ګوره، جنت ته بلها لارې دي

 

 

لوستل شوی 515 ځله