Print this page
د بقا محور

د بقا محور

 

شپږمه برخه 

د چنداول پاڅون
په ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور په اومه نیټه کله چې حفیظ الله آمین د داود خان پر ضد نظامی کودتا وکړه، مسکو پوری تړلی د افغانستان د خلک دیموکراتیک گوند راس کې پښتنو انقلابینو قدرت لاس کې

واخست او د چنداولیانو د پټو کړیو لاس له ارگ، کابل، هرات، هزارجات او نورو ولایاتو څخه لنډ شو.

دغه تغیر نه چنداولیانو، نه د توپخانې گذر معین کړیو او نه هم ایران  زغملای شو، بنآ د نوي نظام د نسکورولو او پرځولو ته دوی ملا وتړه.

( دوی خپله انقلابي شورا د چنداول د انقلابي شورا تر نامه لاندې د چنداول « قرتا» سیمه سید ابراهیم کور کې جوړه کړه، ددې شورا د مرکزی هستې مشرتوب حجت الاسلام سید موسی رضوی کوله، دوی همدا شان شوراگانی په باغ علیمردان او شهدای صالحینو کې هم  درلودلې، غیر له دې چنداولو کې د حسین قلندرزاده« بشیر» مکتب توحید اسلام تر نامه، گذر چهارسوق، وزیر اباد، ‌گذرگاه، افشار، کارته سخي کې هم  قرارگاوي درلودلې، له پاڅونه دوه ورځی وړاندی شش درک کې دوی خپله مخفی جلسه د اسلام د دفاع د سازمان له خوا دایر او خپله کابینه یې هم جوړ کړله ...  اخستل شوی د خبر گزاری صدای افغان « آوا» له ویپ پانې نه ).

 

په ۱۳۵۸ لمریز کال د چنگاښ په دویم او دریمه نیټه د نظام پر ضد لوی پاڅون چنداولو هزارگانو له خوا پيل شو، دا پاڅون سازمان شوی لوی قیام و، ښه تنظیم شوی سرې او مخفی پاڅون و،

دې پاڅون کې تر یو لک خلک چې مطلق اکثریت یې هزارگان ول د شنو بیرغو او الله اکبر او ژوندی دې وی اسلام تر شعار لاندې گډون وکړ او د کابل ښار د پولیسو ځني حوزی یې هم د اسلحو سره ونیولې لکه د کابل د پولیسو لومړی حوزه کې د پامیر سنیما او خپله د چنداول د پولیسو حوزه.

 

 که څه هم  دغه پاڅون د دولت له خوا په ډیر بې رحمانه او پریکنده گذار ناکام او وځپل شو، د هغوی مرکزی هستو ته ښه لازم گذارونه ورکړ شو او منجر شو، چې د افغانستان په تاریخ کې دا لومړینی ضربې وی چې دوی و لیدل، دوی هیڅکله  داسې فکر نه کاوه چې دوي به ځپل کیږي.

 

دغه پاڅون ته٬ وروسته له هراته چې تر ۲۵ زرو پوري خلک په کې ووژل شو د نوي نظام ضد کابل کې لومړی قیام ویلای شو، دغه قیام نورو قیامو ته لکه  دره صوف قیام، د بالاحصار پاڅون ته لاره خلاصه کړه، حقیقت کې  همدا د چنداولیانو قیام د نظام د سقوط او د روسانو د راگ زمینه  افغانستان ته برابره کړه  .

 

 روسان افغانستان ته راغلل، حفیظ الله آمین یې سرکوب او له منځه یووړ، سلطان علی کشتمند هم له نورو زندانیانو سره له زندانه آزاد او صدراعظم شو.

سلطان علی کشتمند خپل ۹ کلن د صدارت دوره کې د یو ډیر با قدرته شخص په توگه هزاره گانو ته خاصه توجه وکړه، چنداول یې بیرته چنداول کړ او په اخر کې خپله  کشمند هم د داکتر نجیب د حاکمیت وروستیو میاشتو کې د جمهوری ریاست له معاونیته او د وطن گوند د اجرائی هئیت له غړیتوبه استعفا وکړه، چنداول ته یې پناه یووړ او وی ویل چې زه هزاره وم، هزاره یم او هزاره به اوسم او پر افغانیت یې سره چلیپا کش کړه.

 

محمد گل خان مومند د خپلو یادداشتونو په دوام داسي لیکې:

 

[«ایرانی مذهب د مملکت ځنو ساحو کې، الخصوص مرکزي او غربي برخه د هزارجاتو کې د پرمختگ په حال کې دي او زموږ اکثرو خلکو د ایران سره داسي  معنوي رابطې ټینگې کړي، چې هغه رابطې د افغان او افغانستان سره نه لري.
د همدې معنوي اړیکو سره په  کال کې په سل هاو زرو، تر ملیونه پورې د افغانستان پیسې ایران ته ځې.

موږ خبر نه لرو، ایراني مبلغین هزارجاتو ته راځې، خمس ټولوي او ایران ته یې لیږي.

د مزار دره صوف کې همدا اوس یو کس شته، څوک ورته څه نه شي ویلای او که څوک  ورته څه ووایې، د حکومت د سیاست مخالف واقع کیږي، په دې ترتیب څوک له ډاره څه ویلای نه شي..........

زموږ د بې پروایې له وجې هرات، چخانسور، فراه کې افغانیت د محوه کیدو او پر ځای یې ایرانیت د ټینگیدو او کلکیدو په حال کې دی، اخلاق، آداب، رسومات او نور خصلتونه یې ایراني شوي، هر وخت چې وي دا ځایونه سره د هزارجات د ایران مال دی.

قطغن، مزار او میمنه کې ترکي فکر یا په بل عبارت  ترکیزم جاري او مخفي تشکیلات لري او په فکر او مهارت سره په نوي طریقه کار کوي، چې حکومت اصلآ له دې کاره یا خبر نه دی یا  ځان یې په تجاهل العارف وهلی چې گویا حس کوی یې نه شي.

 

( همدلته زه د صالح محمد زیری « نیمی پیړۍ خاطرې» د کتاب د ۱۹۰ پانې پر خواله غواړم ووایم چې: طاهر بدخشي کال ۱۳۴۷ لمریز کې د « سازا» په نامه چې وروسته بیا  د ستم ملی په نامه شهرت پیدا کړ، یوسازمان یې جوړ کړ. «بدخشی حفیظ الله امین یې د نورو قومو ضد او یو شونست باله، در حالیکه چې خپله هم د پښتنو ضد څیره وه٬ له پښتنو نه یې بد راته او خپلو پلویانو ته به یې  په ډاگه دا ویل چې: که مې وسه ورسیږی د سالنگ په خوله کې یوه ډبره ایږدم چې پښتانه زموږ سیمی ته رانه شی».)

 

 که مونږ بې پروایې وکړو،هر وخت چې وي د هندوکش دا برخه هم د تاجکستان او ترکمنستان ( هدف د روس ترکمنستان او تاجکستان دی) سره ضمیمه کیږي.

 

( داسي هم نه ده چې ټول، هزارگان، ترکتباران او تاجکان تجزیه غوښتونکي وي، ښه مثال مارشال دوستم دی٬ د مارشال دوستم رول که په نظر کې ونیسو٬ هغه شمال کې د شمال د تجزیې مخالف او د تجزیه غوښتونکو په وړاندي یو لوی مانع دی٬ هغه شمال کې تجزیه غوښتونکو ته هیڅکله اجازه ورنکړه٬ چې شمال او جنوب سره بیل کړي، هغه د مارشالی رتبه هم د افغانستان  د جغرافیا د ساتلو په حساب تر لاسه کړ).

 

د کابل شاوخوا او کوهستان چې صافیان دي، نن تاجک شوي دي، د سید خیلو قوم له نامه نه یې چې معلومیږي چې، پښتانه او ځنو تر اوسه دا منلي چې پښتانه دي خو  خپله ژبه او نور خصایل یې له لاسه وکړي.

 

 بل خواته د یفتلیانو قوم چې شمیر یې ۳۰۰۰ کورنیو ته رسیږي بدخشان کې تاجکانو منځ کې حل شوي دي  اگرچې  تر اوسه بدخشانیان هغوی پښتانه( افغان یا اغو ) نوموي،  خو څنگه چې هغوی خپله ژبه او نور خصلتونه له لاسه ور کړي، په عمومي توگه له پښتونیت نه لري شوي او د تاجکانو قطار ته داخل شوي دي.

 

ځنو نورو ولایاتو کې اگر چې د پښتون نوم شته، خو اساس نه لري او د ځنو پښتنو ژبه تر دې حده د فارسي تر تاثیر لاندې راغلی، چې تر نیمایې زیات پښتو ژبه کې فارسی لفظونه او کلمات کارول کیږي، غیر له ځنو قواعدو او لغاتونو نه نور څه ورته پاتي نه دی.... »].

 

د پښتو ژبې د محوه کولو له پاره منظم او هدفمند کار کیده، ورځ په ورځ د کارولو ساحه یې محدودیدل.

دوه دورو کې ( د خلقیانو په وخت کې د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور د اومې نیټې نه د ۱۳۵۸ لمریز کال  د جدی تر شپږمې نیټې او آن د طالبانو دوره کې)  پښتو او د پښتو ادبیاتو کارول ارگ کې معمول شو او چنداولیانو، قزلباشانو او تويخانه یانو منشیتوب ارگ او صدارت کې کم رنگه شو او پر ځای یې پښتو د دفترداری یوه برخه و گرځیده، د طالبانو د حاکمیت د نسکوریدو نه وروسته د تیر په شان تر دا نن د پښتو ژبې او ادبیاتو سره سمبولیک او شعار گونه برخورد کیږي.

 

 و مو ویل چې د خلقیانو دور کې د پښتو تله درنه شوه اود نورو ژبو سره یې چندان تبه نه لگوله، دغه حالت خاصو متعصبو فارسي ژبو کړیو، د چنداول، د توپخانې گذر، دره صوف او نورو کړیو ته چې تیر نظامونه تل ددوی په لاسو کې ول، د زغم وړ نه و، نو ځکه د جدي د شپږم نه وروسته کله چې ببرک کارمل د قدرت په گډی کیناست د طالبانو تر راتگه پښتوادبیات او ژبه بیخې څندې ته وغورځیده، حساسیت ور سره پیل او پښتو ویل لویه گناه ښکاریده او د فاشیست په سترگو ور ته کتل کیده او حتا پشتو کتابونه او اثار و سوځول شو٬ پښتو اخبار لکه د ثور د انقلاب حقیقت چاپيدل خو گدامونو کې ساتل کیدل.

صالح محمد زیرۍ د خپل کتاب « د نیمی پیړۍ خاطرې» ۴۹۱،۴۹۲ پاڼو کې د شورویانو سره د راغلو خلقی مشرانو د کمزورولو پروسه، تر عنوان لاندې داسي لیکې:

[«  پر خلقیانو ورځ په ورځ فشار زیاتیړۍ. د نور محمد تره کې د کتابونو( پښتو کتابونو) په ټولولو پیل وشو. د تره کې زیات کتابونه لکه د بنګ مسافری، څړه، د غوایې لاندې او نوري ادبې لیکنې چې تر انقلاب وروسته په ښه ثقافت بیا چاپ شوی وې له منځه یوړل شوې. د زندگې نوین په نامه یې یو بل اثر هم له چاپه راوتلۍ و. ددغه اثر مسوده ډیر پخوا ما لیدلی وه. په دې توگه چې د ۱۳۶۴ په ژمی کې د نور محمد تره کې کور ته د کوم کار له پاره ورغلی وم. تر خبرو اترو وروسته یو ځل ولاړ شو ما ته یې وویل٫٫ ته کښینه٬٬!... یوه دوسیه یې راوړه او هغه یې زما مخی ته کښیښووله او ویویل٫٫ زما د ژوند همدا میراث دۍ،  که ژوندي وم چاپ به یی کو، خو که فرضآ زه مړ شوم... دغه به چاپوی٬٬ ما د دوسیي څو پاڼی واړولې د مارکس، انگلس او لینن نقل قولونه می ولیدل چې دده پخپل خط لیکل شوی وه. ٫٫ مانفیست حزب کمونست٬٬ کوم چې د مارکس او انگلس له خوا لیکل شوی او په فرانسوی، چینایی، جرمنی او نورو ژبو هم ترجمه شوی و او موږ  دغه لوی افتخار گاڼه.. او ددغه شان کتابونو د خپرولو په تاریخی اهمیت پوهیدم...

ما د نورمحمد تره کې ددغه شان اثر د سوزولو کار د پرچمیانو لخوا یو بې اندازې ضد خلقی او ضد ملی تعصب و باله. ‌ما گرییکوف مشاور( روسی مشاور) ته څه ونه ویل، عار راته ودریدی چی شوروی ته شکایت وکړم. نو مې د نور احمد نور( د قندهار ) سره لانجه جوړه کړه... بحث مو ډیر وکړ خو خبره همداسی( بې فایدی) پاتی شول.»]

 ددې کتابونو سوځول د سیاسی مصلحت او ملحوظ په چم، حقیقت کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ترویج د مخنیوی د پلان  یوه برخه وه.

 

نوربیا

 


 

لوستل شوی 188 ځله