د بقا محور

د بقا محور

لیکوال :زلمی نصرت

 

 

 

 

په شمال کې د پښتنو ځای پر ځای کول! 

دریمه برخه 

د افغانانو عارضي جنگونه، یرغلونه، فتوحات غلبه اواستیلا او بیا بې له کوم مقاومته د نیول شویو ځمکو پریښودل د استعمار گرو توجه او پام ځانته را واړوله او پوه شول چې:

افغانان خاصتاً پښتانه یو باتور، سرکشه، زړور، غرنی او یو جنگیالی قام دی، خو د کوم خاص ملي تګلارې، ستراتیجی یا برنامې خاوندان نه دي او د خپل شاتگ عواقبو په اهمیت او بې ثباتۍ فکر نه لري.

 جهان پوه شو چې که  افغانان وغواړي هر ځای کولای شي چې فتح کړي او ونیسي، خو د ساتلو او ټینگولو فکر نه لري. 

استعمار ولیدل چې، دا سرکشه ملت د ټوپک خلک دي، قلم سره چندان مینه نه لري. 

استعمار پوه شو چې، دوی د دین په نامه هر کار ته تیار دي، ځکه چې زموږ اکثره فتوحات د اسلام تر چتر لاندی وو. 

د استعمارجهان د پښتنو د فتوحاتو د نا عاقبت اندیشي او ضعیفو ټوکو په راز هم پوه شول او د افغانانو د ځپلو او کمزورلو له پاره لا فعاله شول. 

نتیجه دا شوه  چې افغانستان په اوسنۍ  وچې پورې تړلی بې ثباته موقعیت او جغرافیا کې محصوره او د یو حایل هیواد په توگه پاتې شي. 

گر چه مهم لوبغاړي برتانوی هند او تزار(چې وروسته  شوروی اتحاد او اوس روسيه ده) ول، خو ایران او ترکيې هم خپل نفوذ او تاثیر پراخیدو له پاره فعال ول، جرمنی او ایتالیا هم تر دویمی نړيوالی جگړې پورې افغانستان کې تاثیر گذاره حضور درلودل،  خو کله چې په دویمه نړیواله جگړه کې جرمنی او ایتالیا له ماتې سره مخامخ شول، افغانستان کې هم د رقابت له میدانه ووتل او روسیه، ایران، هندوستان او پاکستان د هغوی ځای ډک کړ. 

کله چې موږ د پاکستان خبره کوو حقیقت کې د انگلیس خبره ورسره تړلې ده.

کال ۲۰۱۳  میلادی د جون په دویمه نیټه حامد کرزی د افغانستان جمهور رئیس د دنمارک کوپنهاگن ښار ته د سفر په ترڅ کې دنمارک کې د یو شمیر میشتو افغانانو سره وکتل. 

په دغه موقع کې د پاکستان پوځ تر ۲۰ کیلومتره د دیورند دې غاړې، د هسکې مینې ساحې ته را داخل شو، حامد کرزی په دې ارتباط وویل چې ستاسو له ملاقات نه وروسته د انگلیس له صدراعظم سره د اړیکو وخت لرم، تر څو پاکستان ته ووایې چې نیول شوې ساحه بیرته آزاده کړي او خپلې صفري نقطې ته شاتگ وکړي. 

دولتونه انسانان جوړوي او انسان په  عمومه توگه غیر قانع او حریص دي، د زور او قدرت په لرلو خپلو همنوعو باندې هم تجاوز او برید کوي٬ د محمد گل خان مومند له یادداشتونو نه. 

 بل خوا د نفوسو زیاتوالی  او وده هم د جنگونو، مهاجرتونو، کوچیدلو او ځای پر ځای کولو سبب گرځي. 

قبایل هم په سرعت وده کوله، نفوس یې مخ په ډیریدو و، زراعتي ځمکې یې لږې وې، ژوندانه ته د اوسیدو ځایونو ورځ تر بلې تنگیدل، د تنازع البقا د حیات د قانون پر بنیاد،  دوی کوچیدو ته اړ شول، نوېو ساحو ته چې زراعتي ځمکې یې زیاتې او پراخې وې.

احمد شاه دراني چې د فتوحات تجربه یې د نادر افشار د سرلښکر په توگه زده کړې وه، له یوې خوا د پراخو او زراعتی  ځمکو موجودیت هند نیمه وچه کې، له بلی خوا د لودیانو او سوري شیر شاه  د فتوحاتو او حکمرانیو تجربې دهلي او بنگال کې د یو دلیل په حساب سبب شول چې، احمد شاه دراني هم خپله توجه هند خوا ته، نه شمال خوا ته را واړوي او خپل فتوحات پیل کړي.

[ د لودي کورنۍ (بهلول لودی، سکندر لودي او ابراهیم لودی) د غزنی  له ولایته  د ۱۴۵۱  نه تر ۱۵۲۶ میلادي پورې په ډهلي کې حمکرانان ول او سوري شیر شاه فرید خان کورنۍ د ۱۴۸۶ نه تر ۱۵۴۵ میلادې پوری د هند شمال بنګال کې پادشاهان ول، دوی د عسکری نظام نظامنامه کې لازم اصلاحات راوړل.  لودی او شیرشاه سوری ویکې پیدیا دانشنامه آزاد او د محمد گل خان مومند قلمی یادداشتونه.  

     کله چې د محمد گل خان مومند د قلمي یادداشتنو خبره کوم، منظور مې د محمد گل خان مومند د هغو یادداشتونو نه دی چې، هغه سمنگانو کې کال ۱۳۲۶ لمریز  کې اعلیحضرت محمد ظاهر شاه او صدراعظم ته لیکلي و او هغه یې د خپل کور د دیوال یوه وړه صندوقچه کې پت ساتلی و.

  کال ۱۳۹۸ لمریز کې هغه کور د حاجی صیب بسم الله خان وردگ ورونه واخستل، کله چې  هغوي زړه قلا ړنگولو، د کور له دیواله دغه یادداشتونه د پتې خزانې په څیر را پیدا شو، چې شمیر یې  ۶۲ پاڼو ته رسیږي او هغوي هغه یادداشتونه ماته امانت وسپارل، علاوتآ دې یادداشتونو کې د پښتنو د اجتماعی او ټولنیزنظام  د گډودی عوامل هم څيړل شوی او د خاوري د بقا او ټیکاو او د پښتنو روښاندي، ژبې او ادب ته خاصه توجه شوي، ضمنآ د هغه په  یادداشتونو کې  د یو افغانشموله سراسرې گوند برنامه د دین پر بنیاد هم شتون لري.] 

دې فتوحاتو کې په هیڅ صورت  پښتون جوړونه یا پښتون کیدل د نورو قومو هدف نه و، دا هغه وخت ممکن وی نه حتمې، چې غیر پښتانه هغه ساحو ته کوچ یا مهاجرت وکړي چې بومې ملت اکثریت مطلق وي او یا دولت داسی دوامداره د خاصي ژبې تدریس او انکشاف له پاره مکتب، معارف او دفترداري حاکم کړي لکه د اردو او هندي ژبې حاکمول پښتونخوا او بلو چستان کې، یا د روسي ژبې حاکمول منځنی ایشیا کې٬ یا د مهاجر اقلیتونو شتون د نړۍ نورو هیوادونو کې.

کله، کله دولتونه هم مجبوریږي چې د با نفوسه ساحو څخه خلک هغو ساحو ته ولېږدوي، چې پراخې رزاعتي او هوارې ځمکې په خپله جغرافیا کې لري. 

شمال  ته د پښتنو انتقال هم د همدې پالیسۍ په چوکات کې تر سره شوی، د ناقلینو د قانون په چوکات کې دولتي اغزن، شاړې او خاره ځمکې ناقلینو ته توزیع شوې دي نه د بل چا اباد او رزاعتی ځمکې، دلته د شاړو ځمکو ابادول هم مصلحت و.

( پخوا به خلکو ویل چې: که مرگ غواړي قندز ته ورشه، د ناقلینو د ځای پر ځای کولو نه وروسته کله چې د شمال طبیعت خپل رنگ بدل کړ٬ نو بیا خلکو وویل چې، که ژوند غواړي قندز ته ور شي.)

 بل خوا هغه وخت کې شوروی اتحاد منځنی اسیا هیوادونه یې ټول اشغال او فتح کړی و، امو دریا یې د خپلې خاوري جنوبي امنیتې کمربند او د افغانستان شمال یې چې هلته د منځنې اسیا همنژاده او همژبې قومونه پراته دي، خپل د نفوذ ساحه گڼله، بنآ د افغانستان شمال ته د  شورویانو د راتګ ویره هم وجود درلود، شورویانو گرمو اوبو ته د رسیدلو خیال هم درلود، د شوروی اتحاد کمونست گوند او د هند د ملی کانگرس گوند او د هند دولت سره ستراتیژیک دوستان وو. 

په دې حساب د افغانستان د جغرافیا د بقا او مضبوطولو له پاره دولت دا اقدام وکړ، تر څو شمال کې پښتانه د بومي ولسونو څنگ کې خپل بقا او حیات ته ادامه ورکړي او د افغانستان د تجزیې مخه  په گډه و نیسې.

بلاخره موږ ولیدل چې روسانو  په همدې پلمه او بهانه چې گویا جنوبې سرحدات یې تر گواښ لاندې راغلی  د جدې په ۶ نیټه کال ۱۳۵۸ هجري شمسي کې د سره اردو له خوا افغانستان اشغال شو او د هغه اشغال لس کاله دوام پیدا کړ او هماغه اشغال لاره نورو اشغالگروته خلاصه کړه، چې تر دا نن افغانستان د اور په لمبو کې سوځي.

که  د ناقلینو موجودیت شمال کې نه وای، افغانستان هم د نړۍ نقشه کې به اوس نه وای. 

خو دغه مساله د نورو قومونو د متعصبو کړیو له خوا تر دا نن د شمال د پښتون جوړونې د پالیسی په نامه  یادوي.

 دا شان کوچول او ځای پر ځای کول او مهاجرت یو طبیعی او ضروری پروسه وي، چې دولتونه یې د قانون په چوکات کې تنظیموي او اجرا کوي او دا شان ځای پر ځای کول تر دا نن د نړۍ په ډیرو ملکونو کې د دولتونو له خوا تر سره کیږي. 

که دا نن کابل وگورو او د ۲۸ کاله مخکې کابل سره یې مقایسه کړو او د سلیم عقل نه کار واخلو، د کابل جنگونه له نظره تیر کړو چې څنگه کابلیان له کابله وکوچیدل او د بدخشان، بامیان او پنجشیر خلک کابل مشخصو ساحو کې ځای پر ځای شول او بیله کوم مدرکه یې دا سیمې اشغال کړې او د کابل نفوس هم ور سره دري برابره شو، دې ته اوس څه ووایو؟ که د تعصب له عینکو ورته وگورو، حتمن وایو چې دا یو ستمی د پښتنو ضد حرکت و چې د جمعیت، حزب وحدت خلاصه د اتحاد شمال له خوا بدون له کوم قانوني جوازه تر سره شول.

او که بې  له تعصبه د افغانیت په چوکات کې  دغه کوچیدل له عینکو تیر کړو، نو حتمن وایو چې که دولتي ځمکې یې د قانون په چوکات کې رانیولې وي، نو هغوی هم د دې خاورې بچیان دي، نه د کوم پردي ملک بچیان.

برهان الدین رباني د ریشخورو د فرقی ټول دولتې خمکې د بدخشان د ولایت اوسیدونکو ته تقسم او ورکړ.

 

نوربیا

 

لوستل شوی 48 ځله