د بقا محور

د بقا محور

 

دویمه برخه 

 موږ وویل چې زموږ فتوحات، جنگونه او یرغلونه عارضې ول نه ملې او نه هم حقیقي.

په دې مانا چې:

 موږ ډیری ځایونه فتح کړ، خو خپل دین، ژبه ،اخلاق، عادات او نور خپل ملي ارزښتونه مو رایج نکړ، د فتح ځای مو قبضه نکړ، نو ځکه زموږ فتوحات لنډ محاله، بې دوامه، نا پایداره او عارضي

و.

موږ زیات فتوحات وکړل ایران مو ونیو، د نړۍ ستر، لوی او منظم لښکرو لکه عثمانې او روس چې غوښتل ایران اشغال کړي، د افغان اردو یو کوچنې ټولگي چې له یو خوا ایرانیانو سره لاس او گریوان ول، عثمانی او د روس لښکرو ته هم ماته ورکړه.

افغانانو هند ونیو، کلکته، بنگال، هندوچین ته نږدي تر سیام ولاړل، خپله پاچاهی یې هم اعلان کړه، زحمتونه یې وایستل، قربانې یې ورکړل، ابادې گانې یې وکړې، تعلیم،‌علم او معارف ته یې توجه وکړه، مدنیتونه یې تشکیل کړل، ولسونه مو را ویښ کړل، خو له هغه ځایه چې فتوحات، غلبه او استیلا مو ملي نه ول، اخر مو بې له کوم مقاومته اشغال شوي ځایونه پریښودل او خدمتونه مو غیرو ته وکړل، خو تر نن پورې هیڅوک نه یوازې منندوی مو نه دي، بلکې  له هر لوري د پښتنو د بیخ او بنیاد و ورکولو له پاره توطیې لټوي او غواړي  د جنگ اور په دا راپاتي خاوره بالخصوص پښتنو ساحه کې بل و ساتي.

 

لکه چې پاس مې اشاره وکړه٬ د غلبه او استیلا نه وروسته په لکونو افغانان هند کې متفرق پاتی شول، خپله ژبه او نور ملي خصایل یې له لاسه ورکړل او کومه نښه د دوی نه را پاتې نه ده، داځکه چې موږ تر دا ننه د خپل ملیت د ملی خصایلو د ساتلو خیال نه ساتوو، ‌ملي ارزښتونو ته چې د یو ملیت او ملت د بقا بنیاد تشکیلوي، بې پروا او بې اعتنا یو او تل شاهانو او امیرانو اول خپل ملیت د خپل قدرت له پاره قربان کړي دی او د قلم پر ځای یې ټوپک لاس کې ورکړي دی.

سمه خبره داده چې موږ خپل هیواد کې د ننه تر دانن  کومه سمه د ملت سازی ستراتیژی نه لرو، بیرون د جغرافیا خو لا پریږده.!

دا ماتې او ناکامی سبب شول چې په خپل اصلی ټاټوبي کې هم و نشو کولای چې د ملت اساس ټینګ او قایم کړو.

 نتیجه، له آټکه تر خیبر او کوژک  پورې ورسیدو، زیاته خاوره مو له لاسه ورکړه او ډیر ملیتونه مو د فرنگ او بل فرهنگ اسیران شول.

باور شته، که دا بې پروایې او بې اعتنایې دوام پیدا کړي، دا را پاتې هم به اسیران شي.

ځکه چې مرکز گریزه کړۍ  د پردو په اشاره او لمسون اوس دومره  توان او زور را پیدا کړی، چې د افغان له نوم سره علني مخالفت کوي او هغه د افغانانو د ملې هویت په توگه نه مني  .

 

د ملي سرور سره مخالفت کول، د الکترونیکې تذکرو د ویش سره مخالفت کول،  دوه سري حکومت جوړول، د دوو تحلیفونو اجراکول، قومي ویش او تضادونو ته اور پوکی ، د افغان او افغانستان پر نوم لانجې جوړول، د دولت چوکیو ویش د قوم او ژبې او سمت پر حساب، مخالفت، نفرت او ضدیت د افرادو سره د قوم، ژبې او منطقي په حساب دا ټول هغه نښی دې چې دا را پاتې خاوره هم بربادی لوري ته کشوي.

دا ټول د پردو وارداتي ایدیالوژی گانو او فرهنگونو جبري تپلو اوعملی کولو تاثیرات دي، چې رور، ورو  له خپله اصله  څخه بیلیږو.

 

 

یادونه:   په لیکنه  کې مې  د محمد ګل خان مومند د قلمې یادداشتونو نه چې کال ۱۳۲۶ لمریز  ته رسیږي او په دري ژبه لیکل شوي، اعظمې استفاده کړیده.


نور بیا

 

لوستل شوی 38 ځله Last modified on یکشنبه, 01 سرطان 1399 15:22