د بقا محور!

د بقا محور!

لیکونکی
زلمی نصرت 

لومړی برخه 

د بشر نفوس مخ په زیاتیدو دی. 

دې زیاتیدو سره په چټکۍ د ژوند شرایط هم بدلون مومي. 

دې بدلون سره خامخا د بشر احتیاجات زیاتیږي او ورسره که موږ وغواړو او که و نه غواړو، ژوند ته د ژوند ساحه او دایره هم تنگیږي اوهم سختیږي. 

فلهذا د جنگ او تنازع حالت او کیفیت هم بدلون پیدا کوي او د بشر جمعیت په ټولگیو او گروپونو سره ویشل کیږي. 

که بشر د ځان د بقا له پاره په لویو ټولگیو خپل اتحاد او یو والی، خپله ژبه، کلتور،‌ هویت او ارزښتونه چې ملت ورته وایې، و نه ساتي؛ یقیناً چې نوی استعمار، حریص او لوی جمعیتونه، واړه جمعیتونه د خپل کلتوري یرغل په مبارزه کې  را حصاروي٬ خوري او ځان نه یو لوی قوت جوړوي. 

یو کوچنی مثال: افغانانو دهلی او کلکته  او اصفحان و نیول، کلکته کې تر یو لک افغانان پاتې شول، د وخت په تیریدو سره  هغوي هر څه خاصتآ خپله ژبه له لاسه ورکړل او هندوان ترې جوړ شول. 

په همدی ترتیب افغانانو یو وخت اصفهان ونیو او په اصفهان کې هغه افغانان چې تعداد یې تر شلو (۲۰) زرو کورنیو پورې رسیده، پاتې شول، چې د وخت په تیریدو سره ټول لکه فارسیان شول. 

خو کله چې نادر افشار زموږ خاوره ونیوله، داسي هسته ګذاري یې وکړه چې وروسته له ماتې تر دا نن هم خپل تاثیرات،‌ او نفود نه یوازي ساتلی بلکه لا وده او انکشاف کې دی، چې بیل بحث او څیړنې ته ضرورت لري.

نن موږ په رڼو سترگو د بلوچانو او پښتنو سرنوشت ته گورو چې کوم لوري ته د اردو او پنجاب تر تاثیر او فشار لاندي روان دی. 

ایدیالوژیک شعارونه او سیستمونه چې د سترو طاقتونو شعار دی، د کوچنیو او وړو ملتونو هویت ورختموی. د مثال په توگه تاجکستان او اکثره د منځنۍ اسیا هیوادونه خپله الفابیت نه لري، یا د عربي ژبې تاثیرات په اسلامې نړۍ کې. 

نو ځکه واړه او لوی دواړه جمعیتونه د ځان د بقا له پاره جد او جهد کوي او که یې ونکړي، طبعاً چې بې هویته او سره ورکیږي. 

اوس خبره او سوال دا دی چې موږ د تنازع دې  ډگر کې څه وکړو چې حد اقل  هم ځان او هم دغه اوسنۍ جغرافیا ( افغانستان) وساتو، ټینگ یې کړو او خپل  افغانی هویت له لاسه ورنکړو؟

د دې سوال ځواب د تیوري له اړخه  خورا ساده دی، د بقا او هویتي  ژوند له پاره اتحاد پکار دی، دې اتحاد ته محور پکار دی، موږ دغه محور لرو چې هغه د افغانیت او اسلامیت محور دی. 

پاتې شوه د ژبې مساله چې هغه نیاز او ضرورت زمان ته لري او بلاخره زمان موږ مجبوروي چې هغه انتخاب وکړو چې ټولو اتباعو ته د قبول وړ وګرځي او وي .

اوس دا زموږ لیاقت او پوهې پورې اړه لري، چې د تنازع د قانون په میدان کې د خپلې بقا له پاره کومه لاره او سلوک انتخابوو.

که دې میدان کې ټول افغانان د موجوده  جغرافیا په محدوده کې سره یو موټی نه شي، خپلو کې خاصتاً طالبانو سره سوله و نکړي، خپل منځي اختلافات حل نه کړي، د نورو هیوادونو تر تاثیر او فشار لاندې خپل اصالت او هویت  په خپله خاوره او ټاټوبي کې به له لاسه ورکړي او دا د یو ملت د مرگ په مانا دی. 

 خو د عمل په ډگر کې چې د قوي او سترو ملتونو د تنازع مساله په کش کې روانه ده او د کلتوري، اقتصادي، سیاسي او نظامي یرغل بڼه یې ځانته نیولې او زموږ جغرافیا د ګاونډ او سترو هیوادونو د ستراتیژیکو ګټو  لاره ده،  خورا سخت او مشکل دی. 

لوی او اساسي دلیل چې موږ نن بحراني، بد، فقیر٬ مریض او حایل وضعیت کې چې زموږ بقا تر سوال لاندې راغلي، قرار لرو او خپل سرنوشت موږ خپله نشو ټاکلای، دا دی چې:

پرون زموږ جنگونه او یرغلونه تاریخ کې عارضي جنگونه او یرغلونه ول، نه حقیقی او د نورو هیوادونو یرغلونه او جنگونه او اشغال زموږ د خاورې، تر دا نن حقیقی ول او دي نه عارضي.

 نتیجه کې موږ نه یوازې اشغال شوي خاورې او ساحې و نشو ساتلای بل خپله خاوره مو هم له لاسه وکړ او وچې کې محصور پاتې شو او که یو والی خپل و نه ساتو دا ساحه هم به له لاسه ورکړو.

 

لوستل شوی 51 ځله Last modified on چهارشنبه, 28 جوزا 1399 21:08