ایران سره مو فرهنګی او آبی جګړه ده

ایران سره مو فرهنګی او آبی جګړه ده

عقیل احمد راسخ

ملی فرهنګ یعنی ملی وثیقه، هویت، شناسنامه او پیژندنه. دا ټول د یوه ملت لپاره ډیر مهم دی، تر ژوند هم لا مهم دی او آب(اوبه) خو؛ آبرو ده. له قاجاریانو اوګرګینینانو نیولی، تر صفویانو اوبیا د رضا شا له وخته تر اوسه ایران هڅه کوی چی خپل فرهنګی امتیاز او برتری پر موږ وتپی.

په پخوانی پارس(اوسنی ایران) کې دغه ټول نظامونه او فاشیستان آن خپل ملت ته هم لوی ماتم او مصیبت وو. دوی کله سیدجمال الدین افغانی هم خپل ګڼي او ټول افغانستان دپارس یوه برخه بولی،  بیا ځان په غلطه خراسان کړی او افغانستان دخراسان یوه برخه بولی ، کله هم زموږ په ټول تاریخ، کلتور ،ژبو او شتمنیو ملنډې پیل کړی. دا لوبه یی دیوشمیر ناخبرو افغانانو په ژبه او لاسو هم روانه کړی او خپله یی هم جاری ساتلی ده. له بده مرغه افغانان د کورنیو شخړو له امله ندی توانیدلی چي خپل ملی یووالی تامین کړی. د جګړی له امله مو ډیر خلک په پردیو ملکونو کی سرګردانه دی، له دې جملی ځینی افغانان ایران ته دمهاجرو په توګه تللی، ځینو تلاش کړی چی لکه د عراقیانو او سوریایانو په شان له هغو لارو ځان اروپا ته ورسوی چی له ایرانه ورتګ آسانه دی. ځینی افغانان بیا صرف د یو مړی ډوډۍ د موندلو لپاره د مزدوری او کار لپاره ایران ته ورځي.  دا ټول مجبورویتونه دی ، خوایران تل له دغو مجبوریتونو بده استفاه کړی ده او آن دا چې په جنګ کې زموږ ددولت په بوختیدو خوښ دی. دوی دزړه له تله نه غواړی چی ریښتنی سوله راسی. ځکه که سوله راغله افغانان د یومړی ډوډۍ څښتنان کیږی او آن دا چی په سیمه کې تر ټولو پیاوړی هیواد جوړیږی چی دخپلو معادنو، اوبو، ملی ریزرف، غوره استعدادونو، سوداګری او بانګونو خاوند به وي. نو له موقع په استفادې، کله خپل جعلی فرهنګی صادرات رااستوی ، کله زموږ د ابو د بندونو دجوړړلو لپاره خنډ ګرځي او آن دا چی منفجره مواد رااستوی چی جوړ شوی یا جوړیدونکی بندونه مو تخریب کړی. دوی غواړی له روحی او سایکالوجیکی پلوه هم موږ وځپي او ټول مورال او روحیات مو تر تاثیر لاندی راولی. په دې لړ کی دوه خواشینوونکی پېښې هغه وی چی دایرانیانو په لاس زموږ یو شمیر کارته ورروان هیوادوال او یوو شمیر مهاجر په ظالمانه ډول یا اوبو کی واچول یایی وسوځول. د افغانستان لوی سفیر په یوه وطندوستانه اوخپلو وطنوالو سره دمینې په احساس اقدام وکړ، په سلګونه کیلومتره لار یی ووهله او سوځول شوی هیواوال یی له نږدی وکتل، دهغوی غږونه او انځورونه یې نشر او ټول جریان یی ثبت کړ. دهیواد دننه هم ددی ظالمانه اقداماتو په عکس العمل کې یو شمیر ځوانانو په کابل او نورو ولایاتو کې غبرګږون وښود او کابل کی خو یی سفارت او د سفار ت  لوحه او دروازه  په سره رنګ ورولړه او دایران بیرغ ته اور هم واچول سو. په دی سره دایران په رژیم سور اور بل شو، اود افغانستان لوی سفیر ښاغلی عبدالغفور لیوال ته یې یو احتجاجی لیک سپارلی او ګیله یی کړی چی ولی افغانانو مظاهری کړی او ولی یی د سفارت مخی ته جلوس راوستلی دی. ښاغلی لیوال په دیپلوماتیمک انداز کی ورته ویلی چی احتجاج او اعتراضیه ِغونډی جوړول د هر چا مدنی حق دی.

له میډیا څخه په دې اړه دغه یوه جمله رااخلم:(وزارت خارجه گفته است که سفیر افغانستان با رفتار دیپلماتیک خاطرنشان کرده است که هر تبعه افغان بر اساس قوانین و حقوق شهروندی حق دارد اقدام به برگزاری تجمعات مسالمت ‌آمیز کند).

لیوال لا مخکی په خپلو فرهنګی هڅو کې له کلونو کلونو رادیخوا دایران دفرهنګی تهاجم په وړاندې سنګر نیولی، ډیرې علمی او ادبی  ناستې یې تنظیم کړی او ځوانانو ته یی په دی رابطه پوهه ورکړی ده او د ابو په هکله یی  هم علمی سیمناروونه دایر کړی وو. د ده یوه منظومه د(کک او زرینه ) ترعنوان لاندی په سیستان کې دساکانو د ټولواکمنۍ عظمت راپیژنی، دهلمند دسیند داوبو په ارزښت مو خبروی ، زموږ د نیکونو هغه حماسه بیانوی چی څنګه د ساک دمدنیت واکمني په تدبیر او پوهی سره اوبه له پردیو(داوسنیو ایرانیانو له نیکونو)څخه را ته ژغوری او دخپلی آبرو او ملی ناموس (هیلمند دریاب) دژغورنې لپاره د دښمن په وړاندې دریږی. اوس دافغانستان لوی سفیر دهمدغو باتورو نیکونو په دود دایران په وړاندی په دیپلوماتکیو هلو- ځلو لګیادی. خو د خپګان ځای  دا دی چی یو دوو داخلی ګوډاګیانو برآلا دایران طرفداری کړی، یوه ویلی چې زه به دایران دبیرغ د سوځولو په وړاندی د افغانستان بیرغ وسوځوم، خو یو باتور افغان (بشیر مومن) په خپله مقاله کی ښه ځواب ورکړی دی نورو بیدارو ځوانانو هم ډیر زیات پیغامونه او کمنتونه پریښی چی د افغانستان د لوی سفیر دریځ یی هم ستایلی دی.اوس دوه ډلې دی چی تبلیغات یې شروع کړی دی:

لومړۍ ډله د طالبانو فسبوکیان دي چې کابل کی اوسی، لکۍ پاکستان او ایران ته ښوروی، چې له مستعارو ایډیانو یا د دوی زلمکي پلویانو د پاکستان په لمسون په ایران کی د افغانستان سفارت، دپلوماتانو او هسک بیرغ پسې رااخیستې ده ، دوهمه ډله د شمال دټلوالې فیسبوکیان دي. دغه د ګوتو په شمار او پیژندل شوی پلورل شوی عناصر اوس غواړي په ۵۰ -۵۰ ویش کې دا سفارت ورخپل کړي او تر هر څه مخکې باید د موجوده دیپلوماتانو لپاره لانجې جوړې کړي . دغه سفارت یوازې د یوې څوکۍ په حیث د دوی لپاره مهمه نه ده، بلکې دلته د دوی زیاتې اړیکې او ګټې دي، چې موجوده سفیر هغه له ریښو څخه راوویستلې اوس نو دوی دغه تبلیغات کوي. دافغانستان سفیر خپل کار د یوه سفیر تر صلاحیت او مسئولیت پورته ترسره کړ، هلته یې اعتراض وکړ،د خپلو اتباعو له حقونویې دفاع او کلکه لانجه یې وکړه، د تړلي زخمي لاسونه یې هماغلته خلاص کړل او د ځان لپاره یې په دې ډاډ او اطمینان پرېمانه ستونزې رامنځته کړې، چې افغان باتور ملت یې تر خوا ولاړی دی او ویاړلی او بیدار ځوانان یې ملاتړی دی.

موږ په کابل کې ناستو دطالبانو ډنډورچیانو ته وایو چې:  تاسې د وطن ګټې مقدمې وبولئ لږ احساس پیدا کړئ، افغانستان مو وشرماو، امریکا سره دوستی کوئ، خو خپل ولس مو تباه کړ. تاسې د ځانمرګیو بریدونو او د افغانستان د خلکو د ماشومانو وژل توجیه کوئ ، تاسو هیڅکله د هغو جنایتونو په اړه خوله خلاصه نه کړه، خو په ایران کې ددغه جنایت په اړه تر موره مهربانه دایې یاست او ګریوانونه څيرې کوئ! . دوهمه ډله ټلواله ده، چې په ایران کې د یوه ملي تفکر والا سفیر نور نه شي زغملی او په تبلیغاتو یې مخه نیول غواړي. د دغه غرض و مرض او تبلیغاتو ریښې مو په پورته توګه راڅرګندې کړې، ډیرو ځوانانو په میډیا کې همدغه حقایق بیان کړل چی ما یې لنډیز راواخیست. باید ووایو، چې د نړیوالو اصولو پر اساس کوم صلاحیتونه او مسئولیتونه چې یو سفارت یې لري، په ایران کې دافغانستان سفارت تر هغه پورته اجرا ات کړی  دي او په دې ټولو اجرااتو افغان ولس، نورسفیران، نړیواله میډیا او دافغانستان د بهرنیو چارو وزیر او ریس جمهور خبر او فوق العاده رضایت یی ورڅخه ښودلی . 

راځئ خپل ملی فرهنګ او ملی هویت وګټو او لکه د پولادو دسپر په شان یی دفاع ته ودریږو، راځئ لکه دخپلو نیکونو په شان له خپلو اوبویعنی آبرو څخه دفاع او دهغې ننګه وکړواو خپل تږی باغونه، تږی هیوادوال او تږې کروندې ورباندی خړوبه، دسمسور سیستان تاریخ بیا راژوندی او ملی  پروژې لکه دبریښنا تولید، د کانالونه ایستل، د کبانوروزونه، د زیرزمینی زیرمو پیاوړتیا او د ځمکې لاندی ذخیرو لا بډای کولو ته یی وکاروو. همدا ده زمو ملی پازه !

.

لوستل شوی 66 ځله