د پاکستانی  جاسوس افسر اعترافونه

د پاکستانی جاسوس افسر اعترافونه



غزیزالله (حقپال )
‏ ‏
دیر ځله سیاسی  شنونکی یا هم ژورنالستان  لیکوالان د یوی غمزی  عوامل څیړی کوم چی د منطق له مخی  یوڅه مستند هم وی  چا ته  د ‏منلو وړ وی  اوچا ته بیا  اعتبار نلري    رد وی .
ولی کله  چی د یو  هیواد د استخباراتو غړی  خپلی  پټی موخی  او شوم پلانونه  د یوي معیني موضوع په اړوند  له هغه ابتدا څخه  بیانوی بیا ‏نو د شک او شبهی څخه وځی او تنها یو  با اعتباره   ماخذ باندی بدلیدلی شی .د افغانستان دجهاد داستان کتاب کی چی د  احمد رضوان  تارړ  ‏لخوا لیکل شوي او یوسفزي پواسطه په پشتو  ژباړلی دی 
‏   د هغه  مسوول شخص  څرګندونو له مخی  زموږ  د  هیواد په وړاندی د دوشمن پلان  او د خرڅ شویو افغانانو   رول  د دوشمن د پلان په ‏تطبیقولو کی ګورو .پدی  کتاب کی دیر څه د ویلو دی  او دیر څه مستند رسوا شوی . هغه کس چی دا رازونه افشا کړی  د پاکستان ‏داستخباراتو  افسر  امیر سلطان  نومیده  چی په امام کرنیل سره  شهرت لری او د  افغانستان  قندهار او هرات کی د پاکستان  قونسل په  توګه ‏‏  هم  ګمارل شوی وه.

دامام کرنیل توضحاتو  کی څرګندیږی  چی  هغه وخت د پاکستان لپاره ډیر بد وخت وه  له یوي خوا  بنګلدیش د پاکستان له بدنی جلا شوی وه ‏‏ او له بلی خوا صوبه سرحد کی د افغانستان لخوا داراضی دعوی موجوده وه . او ددی  داعیی له شاه  د هندوستان او شوروی  ملاتړ هم د ‏افغانستان  سره وه  .درست همدی وخت کي  په افغانستان کی سردار داود خان  دقدرت واګی د یوي کودتا له لاري  پلاس کی اخلی  دا ‏لازیاته زموږ لپاره  ( پاکستان ته ) دخطر زنګ وه.‏‎«‎‏
په ۱۹۷۴ کال کی  په لومړی ځل زموږ لاسته داسی یو  څه راغلل چی موږ پری  ګاونډی هیواد (افغانستان ) کابو کولی شو،  هغه  د ۳۵ په ‏شا وخوا کی یوه ډله  چی پکي  استادان   لکه برهان الدین ربانی ، ګلب الدین حکمتیار ،احمدشاه مسعود ، پکښی شامل وه پاکستان ته راغلل ‏استاد سیاف هم ددوی ملګری وه خو هغه په لاره نیول شوی او زندانی شوی وه ،د پاکستان ډیر وفادار او په پاکستان مین ذالفقار علی بټو ‏نصر الله بابړ ته دنده وسپارله چی له افغانستانه راغلی دغه ډله منظمه کړی نصرالله بابړ د جمعیت اسلامی په مرسته  شپږ میاشتی دوی په ‏صوبه سرحد کی وساتل ،‎»‎‏
‏(دولسمه صفحه )بټو صیب زیات خوشحاله وه  که څه هم دا وړه ډله وه  خو لومړی ځل یی  د افغانستان خوږ رګ   پیدا کړي وه . ‏‏.(دیارلسمه) ‏‎»‎‏
‏ او بل ځای وایی ‏‎
‎«‎په ۱۹۷۵ زیودیز کال ی موږ دا چاره ډیره به لیږ پیمانه پیل کړه دا لومړی کورس موږ دیر پټ دایر کړ او ورسته مو نور کورسونه هم له ‏کابله راغلي ځوانانو ته چی د کابل درژیم مخالفین وه  دایر کړل .دا لړی ورو  ورو پراخیدله او لدی کبله یی دی برخی ته د پاکستان د پوځ ‏دوه نور تکړه کسان هم ځانګړی کړل ، کرنیل راز او منیجر ظهور پدی برخه کی ډیری خواری وکړي او د سردار داود په خلاف مو د ا ‏مخالفی ډلي تقویت کړی  اود رزمی  پیاوړتيا لپاره مو  شپه او ورځ په ځان یوه کړي وه ،( دکتاب دولسمه صفحه کی ) 
‏ امام کرنیل زیاتوی  چی موږ دا ډلی د لومړنی ترنینګ ورسته د چریکی حملو لپاره افغانستان ته واستولی او هغوی یو څو جریکی بریدونه ‏تر سره کړل . کله چی سردار داود مغرور حکومت درک کړه  که  د پاکستان ضد توطیو   څخه لاس وانخلی  نو ملک به یی در  پدر  شی ، ‏هغه وه چی د بهټو صیب سره یی اړیکه ونیوله او پاکستان ته د راتګ غوشتنه وکړه هغه لیونی سردار په توبو شو ، یو سلسله توافقات وشول ‏‏.چی دا فعالیتونه  بند شول .
د پورته توضحاتو  مطابق  هغه متل دی  (ونه وایی  که دتبر لاستی  زما له خپله ځانه نوای چا به وهلم ،) 
دلته امام کرنیل وایی چی هغه مغرور حکومت محتاج د پاکستان شو.  هو  رشتیا هم  هغه ډله افغانان چی د خپلو شخصی ګټو لپاره دپاکستان ‏لمنی ته ځان اچولی وه  خپله ددی  باعث  شول چی خپل هیواد مغرور حکومت یی دپاکستان محتاج کړ ،همدا ډله کسان وه  چی یو با غزت ‏او مغرور ملت یی د پنجاب لمنی ته واچول ، یو باعزت ولس  یی د ناکس  کسانو محتاج کړل ،د دی ملت ناموسونه  یی   د پنجابی دولت په ‏کوڅکو کي ګدائی ته کشینول ،د باعزت افغان لاس  یی جټانو ته اوږد پریشود او موږ بیا ورته د  مجاهد ، رهبر او قهرمان لقبونه  ورکړل ‏‏!!!.
امام کرنیل زیاتوی  چی  د داود خان سره دیو لړ توافقاتو ورسته هم موږ نه غوشتل  چی لاسته راغلی فرصت او چانس له لاسه ورکړو نو ‏ځکه مو دا ډله کسان د پوځ تر کنترول لاندی د حمعیت علما سره وزیرستان کی ځای پرخای او وساتل هغه وه  چی کله ضیا صیب د ‏نورمحمد تره کی سره کوبا کی وکتل  د بیرته راتګ سره یی وویل  چی نوی افغان حکومت د پشتونستان له داعیه  څخه نه تیریږی او ډیر ژر ‏مو د لاس لاندی فرصتونو څخه  کار واخست او دا ډله مو تقویه کړه د افغان مهاجرینو په دیریدو سره  موږ  دوه سوه  د ای ایس  ای  ‏افسرانو د افغان مجاهدینو روزنی ته وګمارل  او افغانانو ته مو ترنینګونه ورکول او د هیواد خرابی او چریکی جنګونو ته مو استول  ځکه دا ‏زموږ خپل جنګ وه  که دا جنګ موږ مخته نوای وړی  دا سورسیلاب موږ ورسره په مخه اخیستو ، امام زیاتوی  چی یو وخت  ضیاء  ‏صیب د افغانانو د روزنی مسوولین میلمانه کړی وه  موږ ویل چی افغانان  شه جهاد کوی بیا موږ ټولو وخندل . ( هو دوی باید خندلی وایی  ‏چی افغانان خپل وطن شه ورانوی ، افغانان  خپل خلک شه وژنی  او افغانان خپل حکومت شه کمزوری کوی چی پاکستان د سور سیلابه ‏ساتی ، همدا  خپله افغانان وه چی د پاکستان د دفاع په لاره کی قربانی ورکوی او خپل حکومت و ګاونډی شیطان ته  په ګانډو کول غواړی ) 
‎    ‎امام کرنیل زیاتویه لومړیو کی  خارجی مرستي  له موږ سره نوی    تنها د پاکستان پوخ دا بار په اوږو وړل  چی د افغانستان لپاره هم ‏جنګیالی وروزی  او هم ورته اسلحی  برابری کړی  موږ د دوهم نړیوالی جګړی څخه پاته شوی اسلحی اخستلی او مجاهدینو ته مو ورکولی  ‏تر څو ورسته امریکا له موږ سره  د ۴۰ میلیونو ډالرو مرسته وکړه  او ضیاء صیب له  امریکا وغوشتل چی له مجاهدینو سره زموږ پوځ او ‏ای ایس ای کار کوی  تاسو په زموږ له لاری مرستی  کوی ،
کله چی د شوروی اتحاد عسکرو په افغانستان نظامی تیری وکړ او حفیظالله امین یی ووژل  همدی وخت کی زموږ دا خوب رشتیا شو  چی ‏افغانستان کی د سرتاسري یو شورش  شرایط  برابر شوی دی . دی وخت کی  د امریکا رئیس جمهور  ریګن د زیاتو مرستو وعده وکړه  او ‏مرستي  راورسیدی ، .  امام  وای  چی ما له ځانه سره ویل کاشکی اوس  بهټو صیب ژوندی وایی چی په خپلو سترګو یی لیدلي وای :  څنګه ‏د پاکستان یو دوشمن  ګاونډي هیواد د پاکستان دزړور پوځ د افسرانو  په زیار ایستلو  سره د پاکستان په یوه  ژغورونکي جغرافیه باندی بدل ‏شو 

امام کرنیل د خپلو خبرو پدوام کی اضافه کوی  چی د یو څه وخت په تیریدو سره  د مجاهدینو رهبرانو  وکولی شو  چی مستقیمأ دسی  ای  ‏ایی  سره اړیکی ټینګی کړی  او استاد سیاف مستقیمأ دعربو اعتماد لاسته راوړی وه مرستی مستقیمأ تر لاسه کولی  موږ پدی وخت ۱۹۸۵ ‏کی پلان ونیو چی د اسی کسان  چی زیات مذهبی او دعصری علومو څخه لیری کلیوال اسلامی علماوی  را پیدا کړو او تر ترنینګ لاندی ‏ونیسو، داکسان باید د عصری علومو پځای  دینی علوم او دعصری سیستم پرځای په مدرسو او جماعتونو کی زدهکړی کړی وی  دیندار وی ‏او په فانی دنیا دیر باور  ونلري  دوی بیا   موږ ته په راتلونکي کي  کوم پروبلمونه نه جوړوی.
ددی هدف دلاسته راوړلو پمنظور موږ د مولوی محمد نبي محمدي چی  ساده او مخلص انسان وه زموږ هر ډول غوشتنی یی منلی  سره  ‏اړیکه کی شو له هغه څخه مو د داسی مجاهدو علماو لست تر لاسه کړ او یو شمیر مو د نورو تنطیمونو څخه هم راتول کړل چی تعداد یی ‏شپیته نفرو ته رسیدل د تصفیه  ورسته موږ  ۳۵ نفره ځوانان مو تری را جلا کړل چی دا دکار خلک دی او زموږ په درد خوړلی شي  چی ‏ملا محمد عمر په شمول ملا بورجان ملا ربانی ملا دادلله او ملابرادرپکی شامل وه  دخاص ترنینګ لاندی ونیول شول تربیت شول او جبهو ‏ته واستول شول  چی خورا په مهارت سره  جنګیدل

اوس چی  پاکستان د افغانستان له لوری ډاده شوی نو یو قدم مخته را  اخلی   دکتاب په (  ۴۳) مخ کی لیکی موږ خو داګڼله  چی افغانستان ‏نور د پاکستان د پنځمی صوبه  په توګه د تل لپاره د پاکستان ملګری او تر تاثیر لاندی هیواد واوړی او لدی لاری د منځنی اسیا بازارونو او ‏انرجی مرکزونو ته اسانه لاس رسي  ولرو خو د افغانستان داخلی جنګونو  او نا امنیو زموږ دا ارزو پوره کیدو مخه ونیو  زموږ د تجار ‏مالونه په لارو کی مصوون نه وو نو مجبور شو  چی بله لاره خپله کړواو د طالبانو ملاتړ وکړو  دا هغه وخت دی  چی بیا زه وګمارل شوم ‏او افغانستان ته  توظف او ولاړم  د هغه ۳۵ کسیزی ډلی د را پیداکیدو په هڅو کی مو ملا محمد عمر سره د افغانستان دشرو فساد او ناامنیو ‏څخه دخلاصون طرحه جوړه کړه  لومړی مو میوند ولسوالی کی عملیات تنظیم کړ  د میوند ولسوالی زموږ لپاره  سخته وه زموږ افسرانو ‏اړیکی په سخته تامیندلی نو مو د سپین بولدک دنیولو په پلان کار وکړ ترڅو د شاه لاره خلاصه وی اکمالات اسانه وی زموږ افسرانو سره ‏چی د طالبانو لیکو کی جنګیدل  اړیکه  اسانه وی  و همدا علت وه  چی دمیوند دولسوالی پرځای د سپین پولدک ولسوالی غوره وبلله دسپین ‏بولدک دولسوالی په نیولو کی زموږ دای ایس ای  ۲۰ جنګیالی چی لنګی وهلی وی شامل وه .
د پورتنیو توضحاتو  او د ای ایس ای  د یو افسر څرګندونی او اعترافونو څخه نتجه اخلو چی زموږ ګاونډی هیوادونه موږ ته  شه نیت نلری ‏د هغو په غوړو نرمو وعدو او خبرو باید هیڅکله بازی ونخوړله شی ، دوهمه نتجه  داده چی زموږ خپله افغانانو د خپلو شخصی  تنظیمی ‏ګروهی او فامیلی ګټو پخاطر د پردي  دوشمن په دستور  خپل هیواد وران کړ  زموږ ارام او با أمن هیواد ته یی نا امنی  راوړه  خپل ‏تاسیسات یی تخریب  سرکونه مکتبونه کلینیکونه  یی ویران  انسانان یی ووژل دبی اتفاقی تخم یی وشیندل ، ملی اردو یی منحل او له منځه یوړ ‏د هیواد ثقیله  سلاح او طیاری یی دوشمن هیواد ته  کباړ کړی . ډ خپل هیواد ملی موزیم یی دوشمنانو ته تحفه کړ زموږ د هیواد هغه میرمنی  ‏چی چای پلو لیدلی نوو د پردیو هیوادو  د کوڅو سوالګری کړی ، او موږ بیا همدی کسانو ته د قهرمان  ، رهبر او مجاهد نومونه هم ورکړل ‏، ددی هیواد ځوان نسل باید لدی لیکنی درس واخلی چی موږ ملی قهرمان او هغه جهادی رهبر زموږ دهیواد اصلی ویرانونکی او دپردیو ‏غلام پاته شوی دي 
پای، ‏
‏    
‏    ‏
 
لوستل شوی 225 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي