دغه دويمه ډله ترهګر په حقيقت کې د هيواد د پرمختګ لپاره د ولسمشر غني د پاليسو مخالفت کوي، دوی د ولسمشر غني هغو هڅو قهرولي دي چې غواړي جنګسالار نور څنګ ته کړي او ځای يې نويو لوستو ځوانانو ته پريږدي. دوی د غني هغې پاليسۍ په غصه کړي چې له مخې يې د څوکيو هغه ټيکه داران چې دولتي څوکۍ يې ميراثې کړې ده؛ له څوکيو ليرې کول کيږي. د دوی په نس کې د ولسمشر غني هغو هڅو درد پيدا کړی دی چې غواړي پر اساس يې په هيواد کې نور د ټوپک ځای قلم ونيسي. دوی د ولسمشر غني له هغو هڅو او پلانونو ډاريږي چې غواړي د غل، فاسد، جنګسالار، لوټمار، قاتل او جاسوس سره بايد د خپل تيرو کړنو حساب وشي.
دوی د ولسمشر غني هغو پلانونو په غصه کړي چې له مخې يې د دغو جاسوسانو پر بادارانو د افغانستان ګټې بنديږي. دغه ډله ترهګر د افغانستان لپاره د ولسمشر غني له هغو پلانونو کړيږي چې پر اساس يې د دوی پر بادارانو د افغانستان اوبه بندیږي. دوی د غني هغه پياوړي بهرني سياست قهرولي دي چې په نړيواله کچه يې د دوی د بادارانو پاکستانيانو اصلي څېره بربنډه کړه. دوی د ولسمشر غني هغو کاميابو پاليسو په غصه کړي دي چې پر اساس يې په هر نړيوال کنفرانس او غونډه کې ولسمشر غني د افغانستان لپاره په ميلونونو مرسته راغونډه کړې ده.
دوی پوهيږي چې ولسمشر غني که په واک پاتې شي نو نه يواځې دا چې له دغه غله، جاسوسان، د پرديو مزدوران او فاسدان به له اوسني دولتي موقفه ليرې بلکې له دوی سره د تيرو کړو حساب کتاب هم وشي. دوی د ولسمشر غني په شتون کې خپل سياسي راتلونکی په خطر کې ويني. دغه غله، فاسدان، د پرديو جاسوسان او مزدوران ولسمشر غني د خپل سياسي ژوند لپاره عزرايل بولي نو ځکه خو د ځان د خلاصون لپاره وخت ناوخت په ولسمشر غني نيوکې کوي او د نوموړي پلانونه ننګوي.
خو يوه خبره بايد ياده شي چې دغه بېځايه او د شخصي عقدې لرونکي حکومتي منتقدين هيڅ هم نشي کولی. دوی يواځې دومره کولی شي چې حکومت ته په ګواښ کولو او اخطارونو ورکولو سره خپل ځانونه ډاډه کړي. ځکه اوسنی حکومت د نړيوالې ټولنې د غوڅ ملاتړ تر څنګ د ولس غوڅ ملاتړ هم لري. ولس پوهيږي چې که خدای مه کړه په اوسني نظام څه کيږي نو بديل به يې يا طالب او ياد داعش وي. د همدې لپاره ولس په لويه کچه د حکومت ملاتړی دی او په هر دول حالاتو کې به له ولسمشر غني سره اوږه په اوږه ولاړ وي او د هيواد د پرمختګ لپاره د هرې کړنلارې او پلان کلک ملاتړ يې کوي.
لیکنه : خوشحال آصفي