بابای جمهوریت

بابای جمهوریت

په اوسني افغانستان کې د جمهوري نظام بنسټ ایښودونکی او د افغانستان لمړی جمهور رئیس، شهید ښاغلی سردار محمد داؤد خان رحمه الله!
شهید ښاغلی سردار محمد داؤد خان رحمه الله د شهید سردار محمد عزيز خان زوى د سردار محمد یوسف خان لمسی د سردار یحیٰ خان کړوسی د افغانستان د وروستي پاچا محمد ظاهر شاه د تره زوی او د افغانستان د پخواني پاچا شهید غازي محمد نادر شاه وراره او زوم وو چې په 1909 زېږدیز کال کښې د اوسني کابل ولایت په ښار کښې زېږېدلی وو.
بابای جمهوریت د کابل ښار په استقلال ليسه کښې زدکړي کړي وې او لوړې زدکړي يې په فرانسه هیواد کښې د کور جوړونې [مهندسۍ] په څانګه کښې کړي وې.
د 1930 زېږدیز کال د اکټوبر په میاشت کښې په فرانسه کښې تر زدکړو وروسته بېرته کابل ته راستون شو او په 1931 زېږدیز کال کښې یې په حربي پوهنتون کښې د مځکنیو پلي [پیاده] افسرانو یوکلنه زدکړه وکړه چې د وړتیا له مخي په 1932 زېږدیز کال کښې دهغه مهال د حکومت لخوا د تورنجنرال رتبه ورکړل شوه او د مشرقي ولایتونو د ځواکونو د عمومي مشر په توګه وټاکل شو.
د 1934 زېږدیز کال د فبروري په میاشت کښې د مشرقي د ځواکونو د مشرۍ ترڅنګ د مشرقي ولایتونو نائب الحکومة هم وټاکل شو او په همدغه 1934 زېږدیز کال کښې یې د خپل تره او د افغانستان د پخواني پاچا شهید غازي محمد نادر شاه له لور او د محمد ظاهر شاه له خور آغلې مېرمن زینب سره واده وکړ.
په 1935 زېږدیز کال کښې د لوی کندهار نائب الحکومة او د کندهار د ځواکتون مشر او همدارنګه د فراه او چخانسور قومندان وټاکل شو.
له 1939 زېږدیز کال څخه تر 1947 زېږدیز کال پورې د مرکزي ځواکونو بولندوی وو چې په 1945 زېږدیز کال کښې یې دهغه مهال یو بغاوت دحکومت په وړاندي په بشپړه ځېرکتیا له منځه یووړ.
له 1947 زېږدیز کال څخه تر 1948 زېږدیز کال پوري د کورنیو چارو وزیر شو او له 1948 زېږدیز کال څخه تر 1949 زېږدیز کال پوري په پاریس کښې مختار وزیر وټاکل شو، له 1949 زېږدیز کال څخه تر 1953 زېږدیز کال پوري د شاه محمود خان غازي د صدر اعظمۍ پر مهال دهغه په کابینه کښې د ملي دفاع وزیر او بیا د قبائلو چارو رئیس وو.
د 1953 زېږدیز کال د سپټمبر میاشتې په شپږمه نېټه د شاهي دربار له لخوا د افغانستان لمړی وزیر [صدر اعظم] وټاکل شو چې دا دنده یې نژدې لس کالونه مخته یووړه.
د 1961 زېږدیز کال د سپټامبر په میاشت کښې یې د افغانستان استازی په توګه د ازادو هیوادونو کانفرانس کښې چې د روسیې په بلګراد ښار کښې وو ونډه واخیسته، د 1956 او 1961 کلونو په منځ کښې یې د لمړي ځل لپاره د هیواد په کچه پنځه کلن پرمختللی پلان ډیزاین کړ چې له مخي یې ډير سړکونه پاخه شول او له دې وړاندي د ټول هیواد په کچه لس کیلومټره پوخ سړک هم نه وو.
په 1963 زېږدیز کال کښې د لمړي وزیر [صدر اعظم] له دندې لاس په سر شو او له دې وروسته بشپړه لس کاله بېله کومې رسمي دندې په کور کښېنول شو.
نوموړي د خپل ژوند نژدې 70 کالونو له نېم څخه ډيره برخه د خپل ملت او هیواد په نظامي ملکي او سیاسي چوپړونو کښې تيره کړه، له ټيټ رتبه دریم بريدمن څخه تر سترجنرالۍ او ملي دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت پوري، له والي څخه تر نائب الحکومة پوري، له لمړي وزیر او صدر اعظم څخه تر اولسمشرۍ پوري يې دندي ترسره کړي.
کله چې د شهید غازي محمد نادر شاه له شهادت وروسته پاچاهي د المتوکل علی الله محمد ظاهر شاه په نوم شوه او واکمنې نوبت وار د محمد ظاهر شاه د ترونو او کورنۍ د نورو غړو په لاس کښېوته نو ددې پاچاهۍ په ټوله موده کښې شهید ښاغلی سردار محمد داؤد خان رحمه الله د یو پياوړي او فعال سیاسي لوبغاړی په توګه په عامه انظارو کښې وو خو پرته د مارشال شاولي خان د زوی جنرال سردار عبدالولي په واکمنۍ کښې چې له 1342 ھ لمریز کال څخه تر 1352 ھ لمریز کال پوري وه.
په 1352 ھ لمریز کال کښې چې کله د ولیبان د لوبې کولو له امله د پاچا محمد ظاهر شاه سترګه ژوبل شوه او نوموړی لندن ته د سترګې د درملنې لپاره ولاړی او له درملنې کولو وروسته په تفریح ایټالیا ته ولاړ نو هغه مهال د پاچا زوم او د تره زوی جنرال سردار عبدالولي د هیواد د حکومت د چارو واک په بشپړه توګه په لاس کښې اخیستی وو او پرېکړه یې کړې وه چې پاچا به نور هیواد ته نه پرېږدي او حالاتو ته په کتو به په څرګنده توګه د پاچا ځایناستی کیږي او خپل سیالان چې نوموړی زښت ډير ورڅخه ډارېدی لکه شهید ښاغلی سردار محمد داؤد خان رحمه الله او دهغه ورور شهید سردار محمد نعیم خان به له منځه وړي.
بابای جمهوریت وړاندي له دې چې جنرال سردار عبدالولي خپل خودخوا او شوم پلان عملي کړي د 1352 ھ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په 26 نېټه د درينۍ [سه شنبې] په ورځ د راډیو افغانستان له لارې افغان ملت ته د شاهي نظام خاتمه او په افغان تاریخ کښې د لمړي ځل لپاره د اولسواك او جمهوري نظام پيلامه اعلان کړه.
جنرال سردار عبدالولي غوښتل چې مقاومت وکړي خو د جمهوریت غوښتونکو ځواکونو لخوا تر څو شېبې مقاومت کولو وروسته ونیول شو او هیڅ پرګنې ټبر اولسوالۍ ولایت سمت ډلې او وزارت یې په پلوۍ غږ پورته نه کړ، بلکي ټولو افغانانو د بابای جمهوریت په مشرۍ د نوي نظام ملاتړ وښود.
بابای جمهوریت و نوي جمهوري نظام ته د قانونيت وركولو او استقرار په موخه د 1352 ھ لمریز کال د زمری میاشتې پر 4 نېټه د رژيم د پاليسۍ پر بنسټ د سياسي، قضايي، اداري او وټه ئيزو مسئلو په اړه تقنيني فرمانونه صادر كړل چې دغه فرمانونه په 136 مادو کښې اساسي قانون د هېواد له حقوقپوهانو څخه د جوړې كميټې په واسطه تسويد او د 1355 ھ لمریز کال د سلواغې د مياشتې د لويې جرګې د اساسي قانون تر تصويب او توشېح پورې يې اعتبار درلود.
وروسته يې په نورو قانوني نوښتونو هم لاس پورې كړ، قوانين يې په تقنيني فرمان نافذ او ورپسې يې د 1343 ھ لمریز كال د اساسي قانون له مخې د هغه د 124 مادې پر موجب يې د ملي جرګې جوړېدل د 1358 ھ لمریز كال د ليندۍ په مياشت كې اټكل كړي وو، د دې دورې تقنيني فعاليت د ژوند په مختلفو مواردو كښې له 26 قوانينو، 12 تقنيني فرمانونو، 30 اساسنامو، 12 مقررو څخه عبارت وو چې په ټوله كښې كولاى شو د مترقي ماليې له قانون، د جزاء قانون په 523 مادو كښې او مدني كود په 2416 مادو كښې، د ارضي اصلاحاتو قانون، د بانكونو قانون، د مځكو، د سروې، تصفيى او ثبت قانون، د بيمې قانون، د كورنۍ او بهرنۍ پانګې اچونې قانون، د كوپراتيفونو قانون، د سوداګرۍ او صنايعو د اطاقونو قانون، د استهلاكي موادو د ماليې قانون، د سياحت قانون، د ترانسپورت او د جادې د ترانزېت قانون او د بېسيم د دستګاه له قانون څخه يادونه وكړو.
نا ويلي دې پاته نه شي د جزاء او مدني قوانين چې د بابای جمهوریت د حکومت پر مهال د هېواد د قانونپوهانو له خوا د يو شمېر اسلامي هېوادونو لکه مصر، الجزاير او عراق د هېوادونو د متخصصينو په ملتیا تدوين شول، د هېواد د حقوقي اړيكو په تنظيم كښې اغيزمن سند ګڼل كېږي.
بابای جمهوریت یو باتقوٰ ریښتینی مسلمان او پر افغانانو او افغانستان زښت ډير مَیَن افغان وو، نوموړی د رهبري شوي اقتصاد پلوی وو خو ددې تر څنګ یې کروندګرې او خصوصي پانګونه هم غښتلې کوله، نوموړي تل د شاهي کورنۍ او خپلوانو او د نوموړي کورنۍ د غوړمالانو د مفتخورۍ او وړیا امتیازاتو سره ژور مخالفت درلود او تل یې ویل چې هر څوک دي کار وکړي، ملکي او یا نظامي دنده دې د وړتیا له مخي ترسره او حلاله نفقه دي لاسته راوړي او د جمهوریت په راتګ سره یې هغه ټول امتیازونه له منځه یووړل.
بابای جمهوریت له خپل نوم څخه رسماً د والا حضرت نوم ليري کړ، نوموړي غوښتل چې له افغانستان څخه د افراط او تفریط پاک، یوموټی له سیاسي وټئیز او ټولنیز پلوه پر ځانبسیا او پر مختللی هیواد ورغوي او د ژوندانه په وسيلو کښې د منظمو اقتصادي او سياسي پلانونو په جوړولو سره دي تعديلات منځته راشي.
خو له بدمرغه چې د 1357 ھ لمریز کال د غویي میاشتې په شپږم سهار اووه نیمې بجې د پنځنۍ په ورځ چې د 1978 زېږدیز کال د اپریل میاشتې 27 نېټه وه د نړۍوال استعمار یو تربیه شوي او ماهر مزدور ګروپ چې 90 سلنه یې د هغه مهال د شوروي اتحاد له هر اړخېز ملاتړ څخه برخمن وو د اولسمشر ښاغلي سردار محمد داؤد خان رحمه الله په وړاندي په یوه خونړۍ کودتا لاس پوري کړ، ښاغلي سردار محمد داؤد خان رحمه الله او نژدې ملګرو یې په بشپړه اسلامي عقیده او افغاني مېړانه د پردیپالو او اسلام دښمنه کمونسټ اجیرانو په وړاندي د غزا او شهادت دریځ او سنګر ونیوی چې بلاخره اولسمشر ښاغلی سردار محمد داؤد خان رحمه الله تر 24 ګړئیز مجاهدت وروسته د جمعې په مبارکه شپه سهار مهال له خپلې ګړده کورنۍ او ډیری ملګرو سره د شهادت ستر او عظیم مقام ته ورسېدی او دده او کورنۍ د غړو مړي يې کمونسټي بلواګرو په پټه او ناڅرګنده توګه خاورو ته وسپارل.
د یادونې وړده چې ویل کیږي
د شهید اولسمشر ښاغلي سردار محمد داؤد خان رحمه الله او کورنۍ او ملګرو پر قتل عام د کودتاچیانو په ډله کښې سلیمان لایق ملعون او حفیظ الله آمین مرتد ډېر ټینګار کاوه، ببرک کارمل او پرچمي ملګرو یې نه غوښتل چې قتل عام وشي خو سلیمان لایق ملعون په پرلپسې ډول د آمین مرتد په تائید همدا زمزمه کوله چې دا فرعون [یعنې داود خان] باید ووژل شي.
د بابای جمهوریت او دهغه د کورنۍمړي څنګه وموندل شول؟ د بالاحصار د کومانډو صاحب منصب او د بابای جمهوریت د سر ياور ورور ښاغلی عبدالولي باز!
?
د شهید ښاغلي سردار محمد داؤد خان رحمه الله او کورنۍ د غړو مړي يې د څرخي پله د پوليګون په سيمه کښې وموندل شول، په تېرو څو کلونو كښې ډېرو افغانانو دا هيله درلوده، چې ځان په هغه راز خبر کړي چې د افغانستان د لمړي اولسمشر او د هغه د کورنۍ له وژنې او پټې ښخېدنې سره يې تړاو درلود خو د دغه راز سپړل دومره ستر کار وو چې له يوه کوټلي حکومتي پلان او زړه سوي پرته يې بشپړول ناشوني برېښېدل، د 1387 لمريز كال په پسرلي کښې دغه هيله د اولسمشر حامد کرزي تر فرمان وروسته تانده شوه او وغوړېده، حکومتي کميسيون د هغه په لارښوونه د پلټنو کار پيل کړ، زه هم تصادفا همدغه مهال په کابل کښې وم، د شهید اولسمشر د ورور له لمسي سردار محمد نادر نعيم سره مې چې له وړاندې نه مو سره پېژندل، د مړو د موندلو په چاره کښې پر يوه کاري پلان سلا وکړه، ډېر ځله به مونږ دواړه د شهید ښاغلي سردار محمد داؤد خان رحمه الله له لمسي محمود غازي سره په ګډه څرخي پله ته تلو او خپلې پوښتنې او ګروېږنې به مو کولې، د کميسيون غړو د پخوانۍ څلورمې زغره والې لوا شاته په بيديا کښې په کار پيل کړى و او هلته د سهار له اتو بجو څخه د مازيګر تر دريو بجو پورې له پنځوس څخه تر شپيته تنه کاریګر د کميسيون تر نظر لاندې په بېلا بېلو ساحو کښې په کيندنو بوخت وو، لويې کېږدۍ درول شوې وې، د څښاک او خوراک غم خوړل شوى و، هر کاریګر ته د ورځې درې سوه افغانۍ ورکول کېدې خو په کومه ورځ چې د شهید اولسمشر او د هغه د کورنۍ د غړو مړي وموندل شول، پر دغې تنخواه سل افغانۍ نورې هم د انعام په توګه ورزياتې شوې، هرو مرو به لوستونکي ته پوښتنه پيدا شوې وي، چې مړي څنګه وموندل شول؟ کميسيون خپل کار په رسنيو کښې له دې اعلان نه پيل کړى و چې هر چاته د لمړي اولسمشر د ښخېدو ځاى معلوم وي نو له ډاره پرته دې ورشي او خبر دې ورکړي، د کميسيون غړو پخپله هم د پخواني کمونسټ رژيم له يو شمېر جګپوړو غړو سره اړيکي ونيولې خو ګټه يې نه درلوده ځکه چې هر يوه به يې ويل چې نه پوهېږي او خبر نه دی، ځينو خلکو له دننه او بهر څخه ټلیفونونه وکړل او يو شمېر احتمالي ځايونه يې وښودل، هره نخښه کميسيون ته يوه نوې دنده وه او چې کوم ځاى به وښودل شو نو هلته به کار پيلېده، نژدې دوه اوونۍ وروسته سردار محمد نادر نعيم خبر راکړ چې له پکتيا څخه د پخوانۍ څلورمې لوا يو صاحب منصب ټليفون کړى او ادعا کوي چې د ښخېدو کره ځاى ورته جَوَت دى، له پکتیا څخه هغه سړی چې ټلیفون یې کړی وو او پادشاه مير نوم يې وو يوه اوونۍ وروسته پخپله کابل ته راغى او چې د کيندنو ځاى يې وليد نو ويې ويل چې تېروتي يو، نژدې درې کيلومټره وړاندې يې د ساپي غر تر لوېديځې لمنې بوتلو چې د څلورمې لوا شمال کېږي، د څلورمې لوا مخکنى صاحب منصب پادشاه مير لمړنى هغه څوك وو چې د ساپي غره په لمنو کښې يې د شهید اولسمشر او د هغه د کورنۍ د غړو شونی قبر راوښود، کله چې ورورسېدو پادشاه مير وويل: همدا ځاى دى، خو تر لږې شېبې وروسته هيله په ناهيلۍ واوښته او داسې برېښېده چې هغه هم ځاى نه پېژني، پادشاه میر هرې خواته وکتل او بيا يې په عاجزۍ وويل: وروڼو! دېرش کاله تېر شوي او د مځکې مخ اوښتى دی نو ځکه سم نه پوهېږم چې قبرونه به چېرته وي، همدغه مهال يو لاروى تېرېده او د کميسيون له کوم غړي څخه يې وپوښتل چې دلته په څه بوخت ياست؟ کله چې لاروی وپوهېده نو په منډه ولاړ او د نژدې کلي دوه کسان يې راخبر کړل لکه حميدالله او مولا ګل دواړه د کلي ملکان راوختل، چې له دواړو سره خورا حساس معلومات وو، مولا ګل وويل که يې حکومتي اعلان اورېدلى واى نو لا دمخه به مرستې ته راغلى واى، د ده سبز اوسېدونکي مولا ګل ته د شهید اولسمشر او د هغه د کورنۍ دغړو د ښخېدو کره ځاى جَوَت وو، مولا ګل نژدې شپېته متره شاته راغى او پر يوه ځاى ودرېده او ويې ويل چې يو قبر دادى، نژدې سل متره ها خوا ولاړ او په ګوته يې اشاره وکړه چې دويم يې دادى، مانا دا چې مړي په دوو ډله ييزو قبرونو کښې په جلا ډول ښخ شوي دي نو پر دواړو ځايونو کېدنې پيل شوې، تر څه کار وروسته د مړو نخښې ورو ورو رابرسېره کېدې، په يوه قبر کښې ديارلس او په بل کې شپاړلس مړي وموندل شول چې له دوو ډله ييزو قبرونو څخه ټول ٢٩ مړي وموندل شول چې ښځې کوچنيان او نارينه پکښې وو، په تېره بيا د کوچنيانو هډونه چې يو يې لا هم په يوې ښځې پورې کلک نښتى وو او ډير زړه بوږنوونکي برېښېدل، دغه په ښځې پوري نښتی ماشوم وروسته جَوَته شوه چې دا د اولسمشر لمسى شهید حارث وو چې د شهادت رسېدو پر مهال د مور په غېږ کښې وو، د غاړې جامې، بوټونه او د مړو اړوند نور وسايل هم وموندل شول، له مړو سره څنګ ته د هغوي بوټونه، جامې او نور څيزونه هم پراته وو، مړي وروسته يو يو د ملي امنيت روغتون ته ولېږدول شول او هر يو يې تر لازمو پلټنو وروسته تشخيص شو.
د پادشاه مير او مولا ګل د مالوماتو سرچينې کومې وې؟
?
پادشاه مير په کودتا کښې د ښکېلې يوې مهمې لوا افسر او د کودتا د يوه مهم پوځي غړي محمد اسلم وطنجار ټولګيوال وو، که څه هم د خلق ګوند غړى نه وو خو غړو يې د پېژندګلوۍ له مخې پرې باور کاوه، ده ته د کودتا پر بله ورځ نوي قوماندان لارښوونه کړې وه چې د خپلې قطعې په سيمه کښې څو قبرونه چمتو کړي، کله چې مړي د ښخېدو لپاره وروړل شول نو پادشاه مير وپېژندل چې دا د شهید اولسمشر او د هغه د کورنۍ غړي دي، پادشاه میر وويل چې کله کودتايي افسران په هغه تياره شپه کښې ولاړل نو مړي يې يو د بل ترڅنګ کښېښودل او له پاسه يې پرې د ورغلي موټر ترپال وغوړاوه، پادشاه مير همدا راز زیاته کړه چې تر کودتا دوه اوونۍ وروسته يې خپله دنده پرېښوده او پاکستان ته ولاړ چې د رژيم خلاف مبارزه وکړي، دى وايي چې په دغو دوو اوونيو کښې يې د پخواني صدراعظم موسى شفيق د چانماري کېدو صحنه هم په خپلو سترګو ليدلې چې د واکمن ګوند د مشرتابه يوه غړي يې لارښوونه کوله.
د مولا ګل نکل بيا د کلي د يوه ساده بزګر او د يوه زلموټي کيسه وه، مولا ګل وويل چې پر دغه سيمه يې د تلو راتلو لار تېره شوې وه، يوه ورځ چې له معمول سره سم په خپله لار روان وو نو پدغه سيمه کښې يې د عسکرو او موټرو ګڼه ګوڼه ليدلې وه، د يوه عسکر له خولې يې اورېدلي وو چې دلته سردار محمد داؤد خان او د هغه د کورنۍ غړي ښخ شوي او دى يې ساتنې ته درول شوى دى، څو ورځې وروسته چې پهره ولاړه نو ده د مور په لارښوونه د قبرونو ځاى په نښه کړ او په مذهبي دود يې خیرات حلوا ورته راوړه او په لارو يې وويشله .... دا وو دېرش کاله وروسته له مولا ګل سره د خپل زلميتوب د مهال حافظې مرسته وکړه او د افغانستان د لمړي اولسمشر شهید ښاغلي سردار محمد داؤد رحمه الله او د هغه د کورنۍ د ځينو غړو د ښخېدو کره ځاى يې کميسيون ته وښوده .... مولا ګل او کليوالو يې اوس پر هغه ځاى زيارت جوړ کړى دى چې د شهید اولسمشر او د هغه د کورنۍ د غړو مړي پکښې ښخ شوي وو.
د شهید اولسمشر، ښاغلي سردار محمد داؤد خان رحمه الله، دده د کورنۍ، ملګرو، لارویانو او ټولو مؤمنانو شهیدانو د شهادت درجې دې رب العٰلمین ﷻ اوچتي کړي، د شهید اولسمشر او دده د هم اندانو سپېڅلي او نیمګړي ملي ارمانونه دي الله تعالی ﷻ بشپړه کړي او یادونه دې تلپاتي وي، آمین.
لوستل شوی 14 ځله