طبیعی منابع د پرمختیایی هیوادو د پرمختیا ماشین

طبیعی منابع د پرمختیایی هیوادو د پرمختیا ماشین

(پینځمه برخه)

دطبيعي منابعو خصوصيات (Characteristics of Natural Recourse)

دطبيعي منابعو د مطالعې په بهیر کې د اقتصاد پوهانو، سیاستوالو او آن دا چې د ټولې بشری کورنۍ اندیښنه هغه وخت زیاته شوه چې په دې کې ځینی یې له لاسه وتونکي دي.

له دی پلوه منابع دخپلو خصوصياتو له مخې په لاندې توګه دي:  

A  : ذخيروي خاصيت لرونکي طبيعي منابع Stock resources        

B   : جرياني خاصيت لرونکي طبيعي منابع      Flow resources  

C   : ترکيبي خاصيت لرونکي طبيعي منابع   Composite group  

چه هره  کټګوري  يي په لنډه توګه تشريح کيږي .

ذخيروي خاصيت لرونکي طبيعي منابع Stock resources   

هغه منابع دي چې د ذخيره کيدو وړ دي او صرف داستعمال او استفادي په اثر استهلاک کيږي، پرته دهغي څخه به په مودو مودو دزيرمو په شکل پرتې وي . مثلا معدني مواد ،د ډبرو سکاره ، فلزي ډبرې او داسې نور . ذخيروي خاصيت لرونکي طبيعي منابع بيا پخپل وار سره په دوه نورو برخو ويشل کیږي  .

  • يو ځل استعماليدونکي mono period
  • څو ځله استعماليدونکي poly period

 

يو ځل استعماليدونکي منابع

هغه طبيعي منابع دي چې د يو ځل استعمال څخه وروسته بيا نه استعماليږي اوپه بشړه ډول  استهلاک کيږي . لکه : نفتي مواد ، د ډبرو سکاره اوداسې نور .

څو ځله استعماليدونکي منابع

هغه طبيعي منابع دي چې تر فزيکي عملياتو اويا يو ځل استعمال  څخه وروسته، دوهم ځل بيا هم استعماليږي . لکه فلزات چي بیا دوباره  ذوب کیږي، دتورق  او قالب کولو استعداد لري , يا ځمکه چی د يو ځل فصل اخيستلو وروسته بياځلی هم د استعمال وړده .

  جرياني خاصيت لرونکي طبيعي منابع Flow resources

 
   


هغه منابع دي چې دهغوي جريان دوامداره وي؛ يا دا هغه منابع دي که استعمال شي او که نشي هرومرو له لاسه وتونکي دي . لکه سيندونه ، د لمر وړانګې ، کاملې نمو(بشپړې ودې) ته رسيدلي نباتات او داسي نور. زياتره دغه خصوصيت لرونکي منابع زراعتي استعمال لري . افغانستان یو کرنیز هیواد دی، یعنی اوس هم (چې نړۍ په څلورم صنعت متمرکزه ده) زموږ مسلط اقتصادی سکتور کرنه ده او کرنیز تولیدات مو دملی تولید برخه ده.

دغه شکل زموږ ورسته پاتیوالی ښکاره کوی، چی لا هم په سیده توګه له زمکې د خپلو اړتیاوو ترلاسه کولو ته اړ یاستو او آن د دغو محصولاتو ابتدایی پروسس نشو کولای، خواشینوونکی دا ده چی د دغو لومړنیو فعالیتونو او کرنیز محصول په ترلاسه کولو کی د  اوبو او زمکی د مدیریت پوهه، وس او توان نلرو او نه یې په اهمیت خبر یاستو. اوس یې وخت دی چې ورباندې وپوهیږو. په دې خاطر دغه له لاسه وتونکی او جریانی منابع موږ ته مهم دي، د هرې ورځې په تیریدو هغه اوبه چې زموږ له استفادی پرته،  له لاسه وځي، بیا یی د ترلاسه کولو او جبران امکان له لاسه ورکوو، دلمر رڼا او د باد جریان هم هم داسې دی. دخپګان خبره دا ده چی په دې برخه کی موږ افغانان تر ټولو بی خبره او بی توپیره یاستو.

ترکيبي منابع resources    Composite group

هغه منابع دي چي هم جرياني او هم ذخيروي خاصيت لري.  د دوي له جملې څخه ځينې یې په عين وخت کې هم جرياني او هم ذخيروي خاصيت لري او ځينې يې بيا په يو خاص وخت کي جرياني خاصيت لري په بل وخت کې ذخيروي خا صيت پيداکوي.  دامنابع نظر خپل دغه خصوصيت ته په دريو برخو باندې ويشل شوي دي .

  • بيولوژيکي منابع Biological resources
  • خاوره ييزې منابع   soil resources 
  • دانسان په لاس جوړې شو ي منابع Manmade improvement resources

په لنډ ډول به یو یو وګورو:

 

بيولوژيکي منابع

لکه دماهيانو روزنه.  که چيرې ماهيان دنسلګيري لپاره وساتل شي، نو ذخيروي او که چيرې دتجارت،خرڅلاو او خوراک لپاره راونیول شي، نو جرياني شکل پيداکوي .

خاور ه ييزې منابع

په دې ډله  کې هغه منا بع راځي چې  منشا یې  په خاوره کې ده، لکه ، طبيعي او  مصنوعي (دانسان په واسطه جوړ شوي ) ځنګلونه. کيداي شي چې يو وخت دنباتاتو دساتلو لپاره استعمال شي او په بل وخت کي يې د لرګيو څخه تجارت وشي  او په صنعت کې پروسس شي، طبی او صنعتي بوټي یې بل مثال دی.

د انسان په لاس جوړ شوي طبيعي منابع

دلته  "دانسان په لاس جوړ شوي"  څخه مطلب دانسان آګاهانه فعا ليت دی.  مثلا د اوبوبند يوه طبيعي منبع ده،  دهغه په سر دبريښنا جوړول دانسان يو آګاهانه فعاليت دی چې داوبو جرياني منبع په ذخيروي منبع بدلوي .

اوس ګڼ شمیر عامه ادرات او تخصصي مستقل اداري واحدونه د طبییعی منابعو اوچاپیریال په برخه کی دنده ترسره کوي او په دې برخه کی په مدیریت، پلان او پالیسی جوړونه بوخت دی لکه د کرنی، اوبولګولو اومالداری وزارت چې د هیواد د کرنیزوځمکو، سیندونو، وحشی ژویو چارو کې عامه خدمات وړاندې کوي او دهغو تنظیم ورپه غاړه دی، د کانونواو يټرولیم وزارت د هیواد د زمکی لاندې شتمنیو او منایعو مدیریت کوي، د چاپیریال ساتنې اداره  د چاپیریال د پرابلمونو لپاره پالیسی جوړوی او هغه تطبیقوی، د کادستر اداره، د زمکو اداره، د اوبو او بريښنا وزارت چې یو مهال ولسمشرډاکتر غنی د اوبوجلا کمیټه تشکیل کړه، تر څو ډیر تمرکز د اوبو په جریاني منبع  باندې وشي او داسې نور ادرات او موسسات.

دطبیعی منابعو یواځې خصوصیات پیژندل کافی نه دی، غوره به وي  چې د هغو په دوامداره ساتنه، مدیریت، اقتصادی سیستم ته یی د مفیدیت داخلولو،  ملی ستراتیژی کې یې راوستلو، دهغو حقوقی اړخ باندی کار کولو، له علمی پلوه د هغو مطالعات پوره کولو او داسې نورو مهمو برخو باندې کاروکړو.

 

 

 

 

 

لوستل شوی 69 ځله