ایا افغانستان کې جوړېدونکې ودانۍ په نړیوالو معیارونو برابرې دي؟

ایا افغانستان کې جوړېدونکې ودانۍ په نړیوالو معیارونو برابرې دي؟

 

هر هیواد ته اړین دي چې خپل ملې کوډونه ولري ترڅو په هغه کې د هیواد جغرافیایي، اقلیمي، چاپیریالي او کلتوري شرایط په پام کې ونیول شي

یو له هغه مهمو سکتورونو چې د لسیزو جګړو په ترڅ کې ډیر زیانمن شوی هغه ساختمانې چارې دي یعنې د هیواد ډیرې بنسټیزې ودانۍ ، سړکونه ، فابریکې ، ټولګټې ودانۍ ، هستوګنیزې ودانۍ او داسې نورې یا په بشپړه توګه ویجاړې او یا سختې زیانمنې شوې دي

.

په کال ۲۰۰۱ میلادي کال کې ودانیزې چارې په ډیره چټکیتا پیل شوې، خو له بده مرغه د ډیرو مشکلاتو په درلودلو سره په هغه ډول ترسره نه شوې چې ورته اړتیا محسوسیدله نو له همدی وجې ډیرې ساختماني ودانۍ یا پروژې په ډیره کمه موده کې د زیاتو ستونزو سره مخامخ شوې دي. نو پدې لیکنه کې مو هغه څه ته ځای ورکړی چې په ترڅ کې یې په افغانستان کې د ساختماني چارو اړوند ستونزې او فرصتونه واضح شي.

ودانیزو چارو ته ننګونې

1.د ساختماني کوډونو او سټنډرډونو نه شتون

ساختماني کوډونه په حقیقت کې یو اجرایوي اصول دي چې د ساختماني عناصرو د جوړولو ځانګړنې، مقاومت، خوندیتوب او داسې نور څرګندوي. هر هیواد ته اړین دي چې خپل ملې کوډونه ولري ترڅو په هغه کې د هیواد جغرافیایي، اقلیمي، چاپیریالي او کلتوري شرایط په پام کې ونیول شي.

متأسفانه زمونږ هیواد په تیرو دوو لسیزو کې داسې یو مشخص او هر اړخیز کوډ او سټنډرډ نه درلود چې په ساختماني چارو کې ورنه کار واخلي. همدا وجه وه چې د هیواد انجنیران مو د ودانیزو چارو د بشپړولو لپاره اړ کیدل چې د بهرنیو هیوادونو په خاصه توګه د امریکا متحده ایالاتو، هند، روسیې او نورو له کوډونو استفاده وکړي. څرنګه چې بهرنیو هیوادونو نوموړي کوډونه د خپلو هیوادونو د شرایطو سره سم جوړ کړي او د خپل هیواد غوښتنې یې په پام کې نیولې، نو همدا وجه ده چې د دې کوډونو په مټ ډیزاین او پلې شوې پروژې د افغانستان له شرایطو سره سمون نه لري.

2.د کوډونو او نړیوالونو سټنډرډونو په پام کې نه نیول

بله لویه ستونزه دا وه چې د بهرنیو هیوادونو کوډونه هم په سمه توګه په پام کې نه نیول کیږي، که همدا کوډونه په لږ بدلون سره پلي شوي وای بیا به هم د هیواد ډیرې پروژې له ورته ستونزو سره نه مخامخ کیدلې. د مثال په توګه که یو انجنیر وغواړي چې د یوې استوګنیزې ودانۍ سکلیټ ډیزاین کړي د سیخانو ځای پرځای کیدنه د دې کوډونو په اساس کولی شي، خو د ډیزاین لپاره چې کوم بارونه په پام کې نیول کیږي باید د هیواد د جغرافیایي، اقلیمي، چاپیریالي او کلتور شرایطو سره سمون ولري.

3.په ساحه کې د طرح شوو نقشو په سمه توګه نه پلي کېدل

بله لویه او مهمه ننګونه دا هم ده چې د دولت له لوري داسې پر وخت او هر اړ خیزه څارنه نشته چې د ودانیزو چارو مختلفې برخې وارزوي.

هغه لږ پروژې چې د کوډونو او سټنډرډونو په اساس چمتو شوې هم وې بیا هم په ساحه کې د نقشې پراساس نه دي کارول شوي. چې مهم علتونه یې د وړ او مسلکي انجنیرانو نه ګومارل او نشتون، فساد ته لار هوارول او داسی نور وو. نو ځکه په ساحه کې بیا د ډیرو پروژو ودانیزې چارې یوزاې د ټیکه دارنو له لوري پرمخ بوول کیدې.

4.د دولت له لوري د ارزونې نشتون

بله لویه او مهمه ننګونه دا هم ده چې د دولت له لوري داسې پر وخت او هر اړ خیزه څارنه نشته چې د ودانیزو چارو مختلفې برخې وارزوي. یعني دا په دې مانا چې دولت وګوري ایا ډیزاین د کوډونو مطابق دی؟ په طرح او ډیزاین کې د افغانستان شرایط په پام کې نیول شوي؟ په ساحه کې کار د نقشې سره سم روان دی؟ ښه کیفیت لرونکي مواد کارول شوي؟ او داسې نور.

5.د ساختماني توکو ټیټ کیفیت

افغانستان یو له هغو هیوادونو دی چې ډیر ودانیز توکي له بهرنیو هیوادونو په خاصه توګه ګاونډیو واردوي. دا هیوادونه د نوموړو توکو د سوداګرۍ او کیفیت له پلوه هیڅکله هم صادق نه دي پاتې شوي یعنې ډیر بې کیفیته مواد یی هر وخت زمونږ هیواد ته استولي دي. ان ځینو هیوادونو هغه بې کیفیته ودانیز توکي رالیږلي چې یوازې د سوداګرۍ لپاره جوړ شوي او دوی خپله د هیواد د ننه ترې استفاده نه کوي.

6.د تخنیکي او مسلکي کارګرانو نشتون

یوه لویه ستونزه د مسلکي او تخنیکي کارګرانو نشتون دی. ډیرې ودانیزې چارې لکه سیخبندي، ولډینګ کاري، نجاري، کانکریټ اچول او نور.....چي باید د مسلکي کارګر له لوري ترسره شي د عادی کارګرانو له لوري کیږي. دا پورته ودانیزې چارې ټولې هغه څه دي چې باید کارګران په مسلکي توګه ورته لومړی وروزل شي او په مسلکي توګه وکارول شي او په سمه توګه نه کارول یې په ودانیزو چارو کې د بې شمېره ستونزو رامنځته کیدل دي.

7.اقلیم نه مراعات کول

د ودانیزو چارو په وخت کې د اقلیمي شرایطو نه مراعاتول بله لویه ستونزه ده. یعنې د ځینو ودانیزو چارو لپاره باید اقلیمي شرایط مساعد وي او که نه ساختماني چارې له ګڼو ستونزو سره مخ کیږي یو ډیر مهم مثال یې په سړه هوا کې کانکریټ اچول دي.

8.جیولوجیکي مطالعه نه کول

د ودانیزو چارو پر وړاندې د ساحې جیولوجیکي، د اوبو دسطحې، زلزلې او داسې نورو نه څیړل هم بله لویه ستونزه ده.

د مثال په توګه په یوه ساحه کې لس پوړیزه ودانۍ جوړیږي نو په لومړۍ قدم کې باید د هغې ساحې د خاورې مقاومت معلوم شي تر څو د خاورې د مقاومت مطابق ورته د بنسټ نورې برخې ډیزاین شي. همدا وجه ده ‌ډیرې هغه ودانۍ چې جیولوجیکي مطالعه یې نه وي شوې د کمې مودې په تیریدو سره درزونه کوي او کېني. یا د ودانۍ یا سرک جوړولو په وخت د باران او چټلو اوبو د وتلو په لارو فکر نه کول.

9.د پرمختللې ماشینرۍ نشتون

بله لویه ستونزه د ودانیزو چارو پر وړاندې د عصري او پرمختللې ماشینرۍ نشتون دی. نو ځکه په ډیرو حالاتو کې لومړني وسایل کارېږي چې د هغه پر مټ ودانیزې چارې سمې ترسره کولی نه شو. د مثال په توګه د کانکریټ د ګډولو لپاره میکسر او کانکریټ اچولو وخت کې ویباراتور ته اړتیا ده تر څو د کانکریټ مواد سم سره ګډ یا مخلوط او بیا په درست او متراکم ډول په قالبونو کې ځای پر ځای شي. نو که نوموړي وسایل موجود نه وي جوته خبره ده چې اول به بې کیفیته کانکریټ تیارېږي او بیا به په نامتراکم او خلا لرونکي ډول په قالبونو کې ځای پر ځای شوي وي چې په پایله کې د ساختماني عنصر د وخت نه مخکې تخریب باعث ګرځي.

د ودانیزو چارو د ښه والي لپاره فرصتونه

1.د ودانیزو توکو د داخلي تولید ډیروالی

په ودانیزو چارو کې ډول ډول ودانیز توکي کارول کیږي اما سمنټ او پولاد هغه دوه توکي دي چې په ډیره کچه ترې ګټه پورته کیږي او د هیواد د ساختماني سکتور ډیره پانګه د همدې توکو په پیرلو مصرفیږي. نو ځکه دلته سیمنټو او پولادو(فولادو) ته لنډه کتنه کوو چې هیواد کې څومره مصرفیږي، څومره تولیدیږي او څومره واردیږي او د تولید د ډیروالي لپاره یې شته فرصتونه څه دي.

الف: سیمنټ

افغانستان کې اوس د سیمنټو د تولید دوه فابریکې فعالې دي. یوه یې د جبل السراج د سیمنټو فابریکه ده چې په افغانستان کې د سمنټو د تولید لومړنۍ فابریکه ګڼل کیږی او په کال ۱۳۳۷ لمریز کال د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یو سهامی شرکت په توګه یې په تولید پیل وکړ. د جبل السراج د سمنټو فابریکه یوه دوارني بټۍ لري چې د سیمنټو د تولید لپاره له مرطوب میتود نه کار اخلی. نوموړې فابریکه په څلورویشتو ساعتونو کی د ۱۰۰ میټریک ټنه سیمنټو د تولید وړتیا لري چې د خپل فعالیت په لومړیو کې یې د هیواد اړتیاوې پوره کولی شوې. د نوموړې فابریکې د سیمنټو ډول پورتلند سمنټ او مارک یې ۴۰۰ دی.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې د نوموړې فابریکې د دوهمې برخې د رغونې چارې د اقتصاد عالي شورا لخوا تاید شوې دي او پر دغه فابریکه به خصوصي سکټور ۱۷۰ میلیونه ډالر پانګونه کوي او بیا به دغه فابریکه هره ورځ ۳۳۰۰ ټنه سیمنټ تولید کړي.

دوهمه د غوري سیمنټو فابریکه ده چې دوه برخې لري. لومړۍ برخه یې په کال ۱۹۵۹ م کار پيل کړ او د دوهمې یې په کال ۱۹۸۶ میلادي کې د بنسټ ډبره کیښودل شوه. لومړۍ برخه یې په ورځ کې د ۴۰۰ ټنو سیمنټو د تولید توان لري او د دوهمې برخې يې ۸۰ سلنه کارونه تکمیل شوي وو چې د جګړو له وجې یې ودانیزې چارې ودریدې او بیا د نوموړې فابریکی د ترمیم چارې په کال ۱۳۹۱ لمریز کې بشپړې شوي چې اوس مهال دواړه برخې په ورځ کې د ۱۴۰۰ ټنو سیمنټو د تولید توان لري.

دریمه د هرات سیمنټو فابریکه ده چې د جوړولو چارو تړون یې په کال ۱۳۵۵ لمزیر کال د چکسلواکیا هیواد سره لاسلیک شو. د نوموړې پروژې ودانیزې چارې ۷۰ سلنه تکمیل شوې وې چې له بده مرغه د داخلي جګړو له وجې هر څه په ټپه ودریدل او ان وروسته یې ډیری وسایل غلا او یا له منځه ولاړل.

بیا څو ځلې د نوموړې فابریکې د جوړولو ژمنې وشوې اما تراوسه یې عملي بڼه نده غوره کړې. په دې ورستیو کې دولت تصمیم نیولی چې د جوړولو چارې یې د چک یوې کمپنۍ ته ورکړي. د هرات فابریکه په یوه ورځ کې په منځنۍ کچه ۱۶۰۰ ټنه سیمنټ تولیدولی شي.

افغانستان په منځنۍ کچه په کال کې ۴-۵ میلیون ټنه سیمنټو ته اړتیا لري نو که نوموړې فابریکې سم مدیریت او خپلې چارې په سم ډول تنظیم شي په مجموعي ډول په کال کې ۲.۵ میلیون ټنه سیمنټ تولیدولی شي چې هیواد مو ۵۰ سلنه بسایني ته رسوي.

ب: پولادي توکي

 

پولادي توکي په افغانستان کې د ودانیزو توکو ۴۶ سلنه تشکیلوي. پولادي توکي یو له هغو مهمو ودانیزو موادو شمیرل کېږي چې په دې ورستیو کې یې استفاده په منځنۍ کچه په کال کې ۴۰۰-۵۰۰ زره میتریک ټن چې له ۳۰۰- ۳۵۰ میلیون ډالرو سره معادل دي رسیږي.

څرنګه چې په افغانستان کې د نړۍ پر کچه د اوسپنې تر ټولو لوی کانونه و، چې یوازې د حاجیګک کان د اوسپنې کچه څه باندې ۲ میلیادره ټنه تخمین شوې ده.

که یوازې له همدې کان په منځنۍ کچه په کال کې ۵۰۰ زره ټنه اوسپنه را واېستل شي، چې افغانستان کې د پولادو کلنۍ مصرف دی، نو نوموړی کان تر ۴۰۰۰ کلنو پورې د افغانستان د پولادي توکو اړتیاوې پوره کولای شي. که نوموړی مقدار زیات را وایستل شي او یا په نورو کانونو لکه سیاه دره، خاکریز ، سیاه جر ...... باندی کار وشي ډیر به لرې نه وي چې افغانستان د نوموړو توکو له پلوه په یو صادرونکي هېواد بدل شي.

2.د موجوده کوډونو پراختیا

په دې وروستیو کې د سټنډرډ جوړونې ملي ادارې یو لړ کوډونه د ودانګرۍ یا مهندسۍ ، ودانیزو او ښاري پراختیا څانګو کې جوړ کړي دي چې پر لاندې عمده موضوعاتو بحث کوي: د نقشو ځانګړنې، څارنه، د ودانیزو توکو ځانګړنې، د کانکریټ کیفیت او مخلوطول، قالب بندي، سیخبندي، ساختماني درزونه، تحلیل او ډیزاین، د بارونو ډولونه، زلزله ، باد او نور.

نوموړي کوډونه د افغانستان د ودانیزو چارو په معیاري کولو کې یو ښه ګام شمېرل کیږي. اما نوموړي کوډونه باید څو ځلې د همدې څانګو د کارپوهانو له لوري وارزول شې او همدارنګه دولت باید ټولې ښکېلې ادارې وهڅوي چې له نوموړو کوډونو کار واخلي.

3.د کادري انجنیرانو شتون

یو بل هیله بښوونکی ټکی په ودانیزو چارو کې د تکړه او با استعداده انجنیرانو شتون دی. یعنې په تیرو دوو لسیزو کې مو د هیواد ځوان نسل په مختلفو هیوادونو کې د ماسټرۍ او ډاکټرۍ په کچه لوړې زده کړې وکړې او یا یې په مختلفو ادارو کې د نړیوالو انجنیرانو تر نظر لاندې دندې ترسره کړې. چې ددوی تحصیلي لاسته راوړنې او کاري تجربې دا هیلې را ژوندی کوي چې د هیواد ودانیزې چارې معیاري شي. ولې یو څه باید دلته ذکر شې چې د هیواد دولتي او شخصي کمپنۍ باید په ودانیزو چارو کې کار اهل کار ته وسپاري او که نه له همداسې مشکلاتو سره به مخامخ وو لکه تیر شلو کلونو کې مو چې ولیدل.

4.د تخنیکي او مسلکي زدکړو لپاره جوړ شوي سټنډرډونه

په دې وروستیو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د مختلفو تخنیکي او مسلکي زدکړو لپاره سټنډرډونه جوړ شوي او ځینې کارکوونکي یې هم دې څانګه کې روزل شوي دي نو دا هیلې شته چې د نوموړو سټنډرډونو په ترڅ کې په هیواد د ننه په پراخه کچه مسلکي کارګر وروزو او بیا د دوی په مټ ودانیزې چارې په مسلکي ډول مخته یوسو.

 

لوستل شوی 79 ځله