د وارداتو ذهنیت او وارداتی ذهنیت

د وارداتو ذهنیت او وارداتی ذهنیت

 

دودیا

د ۱۳۹۸ل. کال په وروستیو اود ۱۳۹۹ل. کال په لومړیو کې؛ چې د کرونا ( COVID-19) ویروس له ایرن څخه د ګڼ شمیر مهاجرو د کتلوی بیرته راستیندو سره سم، خپریدل( شیوع) پیل او ناروغی په ټولنه کې خپل دوارن پیل کړ، ټول هیوادوال یې اندیښمن کړل. ولس دوو ویرو واخیست: ناروغی او دقحطی او دبیو د ډیر زیات لوړوالی

.

دواړه اندېښنې پر ځای وې، خو هومره هم نه لکه په پیل کې چی خلک وارخطاشول. لومړی داسې فکر کید چی په ډیر لږ وخت کې به ممکن تلفات ډیر زیات وي، که چیرې خلکو د روغتیایی کارکوونکو مشورې او رسمی هدایات منلی وای، ممکن ناروغی ډیره نه وای خپره شوی او تلفات به مو کم و. خو دغې دوهمې اندېښنې یعنې د بیو لوړیدلو باندې به لږ تم شو:

دغه موضوع یو مسلکی- اقتصادی بحث دی، دلته به ډیره هڅه وشی چی تر ممکنه حده یی عامیانه اوساده تشریح کړو:

له بده مرغه دکرونا له خپریدو سره سم یو شمیر فرصت طلبو او محتکرینو، خوراکی توکی، یو شمیر درمل او صابون احتکار او دخلکو هجوم په بازارونو زیات شو، دی حالت یو ډول رواني انفلاسیون ته لار پرانیسته، خو لله الحمد کوم حقیقی انفلاسیون پېښ نشو، موږ هغه وخت هم ویلی و چې ډیر ژر به افغانستان کی کوم انفلاسیون ونه لیدل شی. سره له دی چی ګاونډویو هیوادو بندرونه او لارې وتړلې، خو د هیواد دننه د غنمو د درمندونو، میوې، تازه سبو د وخت د رارسیدلو، د چابهار له لارې د غنمو او دشمال له لوري د ګڼ شمیر سوداګریز واګونوو رارسیدو د خلکو اندېښنه له منځه یووړه، خو دهغو لږ عاید لرونکوکسانو ژوند سخت شو چی د هرې ورځې د کار په وړاندې یې ناچیزه عاید درلود، دوی مجبور شول چی له کورونو راووځي او قرنطین ته پاملرنه ونه کړي. په ټوله نړۍ کې دا ویره وه چې ممکن هر هیواد دې ته حاضر نشی چې نورو ته خوراکی او نور ضروری توکي واستوي.

په دغو سختو ورځو کې خلکو ته ثابته شوه چې د دوی خپل داخلی تولیدات او کورنی منابع تر ټولو ډاډمنه منبع ده چې دوی ورباندی حساب کولای شي، یعنی د وارداتو ذهنیت څخه یې مخ واړاو.

د وارداتو ذهنیت هیڅکله هم ښه ذهنیت ندی، اوس ډیر هیوادونه هڅه کوي چی بهرنی تجارت کی یا دتعادل یا هم د مازاد تجارت په حد کې وي. له نیکه مرغه افغانستان کولای شی په ډیرو مواردو کی ځان له وارداتو بی نیازه کړی، آن کولای شی خپل ګڼ شمیر تولیدات بهر ته صادر کړی. یو ځل بیا د وارداتو د تعویض او د صادراتو د زیاتولو فکر صدق وموند. افغانستان د لومړنی ضرورت وړ اجناسو د کافی تولید قوی پوتانسیل او ظرفیت لري. که موږ وارداتی ذهنیت سره مبارزه وکړو، ډیر ژر په یوه خودکفا هیواد بدلیدای شو. سوداګری یو ضرورت دی، خو د سوداګری دغه نامطلوب حالت (چې په بهرنۍ سوداګری کی مو واردات تر۹۰٪ زیات او صادرات موصرف د ۱۰٪ کم دي) باید رفع او اصلاح شی. دلته به په لنډ ډول په عامه ساده ژبه د تجارت او وارداتو- صادراتو بحث پیل کړو:

سوداګري ( Trade)هغه اقتصادي فعاليت د ى چې توليدوونکي د ځان د اړتيا لپاره نه ، بلکې، مارکېټ ته   د عرضه کولو لپاره اجناس او خدمات توليدوي. د پيسو په مقابل کې د دوو تنو ، اشخاصو ،يوې ډلې، يا د دوو يا څو هيوادو له خوا په سيده توګه د اجناسو تبادله ، يا په نا سيده توګه د يوه يا طرفينو ترمنځ د ارزښت په تبادلې سره د جنس راکړه ورکړه سوداګری ده. هغه تخصص چې د مبادلې لپاره اجناس او خدمات چمتو او عرضه کوي ترڅو د تقاضا کوونکو اړتيا ورباندې پوره شي. د سوداګريز جنس او خدمت ځانګړنه د ارزښت لرل، د اړتيا پوره کول او له يوه شخص بل ته د لېږد وړتيا ده او د سوداګر ځانګړنه د ګټې کولو په موخه په سيده يا ناسيده توګه مشتريانو ته د اجناسو عرضه کول دي. د سوداګرۍ د رامنځته کېدو لامل دادى چې ټولې سيمې د عين امکاناتو، منابعو ، کار ځواک، مهارت اقليم او نورو خصوصياتو لرونکى نه دى، نو ځکه د يو سيمې مزيت او برترى نظر بلې ته ، دغې سيمې ته دا مکان ورکوي، چې د نورو د اړتيا وو د پوره کولو لپاره يو څه توليد او عرضه کړي، او بالمقابل له نورو څخه هغه څه د مبادلې په ترڅ کې ترلاسه کړي، چې دايې امکانات او وړتيا نه لري. په دې توګه سوداګري له ډېر پخوا څخه د يوې اړتيا له مخې رامنځته شوې ده. د اقتصاد په علم کې واردات( import) او صادرات ( export)د بهرنۍ سو داګری اړوند مفاهیم دی. دتولید او صادراتو لپاره باید د وارداتو ذهنیت له منځه یووړل شي، له بده مرغه دا ذهنیت موږ افغانانو کې قوی دی او د له منځه وړو تلاش یی نه کوو. همدا اوس زموږ د کونړ سیند د موجوده برېښنا څخه نوي ځله زیاته برېښنا تولیدولای شی، خو یوه میاشت مخکی د تاجکستان د وارداتی بریښنا مزی ور وغځول شول !!

زموږ کامه د ګوړی دتولید امکان لری، خو لا هم له پاکستانه ګوړه ورروانه ده، داسې ډیر نور مثالونه. دبامیان ولایتی ادارې پریکړه وکړه چې نور به د کچالو د واردولو ذهنیت ته دپای ټکی ږدي، په عوض به یی د کچالو د تولید او صادرولو ذهنیت ایجاد کړی او بریالۍ هم شوه. دوی د تروریزم د اوردیدو ذهنیت هم په ډیر ښه ډول رد کړی دی. کاپیسا د انارو، کندهار د شلیل، انګورو او انارو ، میدان وردک د مڼو او پروان د انګورو د تولید او صادرولو ډیر ښه ذهنیت جوړ کړی دی. موږ ته د سوداګرۍ موضوع ( هغه اجناس Goods او خدمات Services دي چې ورباندې سوداګري کېږي) پيژندل ضرور دي.

بهرنی سوداګری دوه برخې لري:

اول) Import واردات :هغه سوداګريز مالونه چې له بهر څخه هېواد ته راوړل کېږي. په لنډ ډول: د مال التجاري راوړل له بهر څخه هېواد ته د ننه واردات دي. په اوسني حالت کې د افغانستان په ګډون د يو شمېر پرمختايي هېوادونو ستونزه په بهرنۍ سوداګرۍ کې د وارداتو لوى حجم او د صادراتو کمښت دى.

دويم) صادرات Export هغه توليد شوی اجناس، چې يو هيواد يې د پلورلو لپاره بهر ته استوی او دهغوپه وړاندی اسعار ترلاسه کوی.

د يوه پرمختيايي اقتصاد لپاره صادرات د دوى دداخلي توليد د هڅونې اود عوايدو د سرچينې په توګه ځانګړى ارزښت لري، په صادراتو کې هم توکي(اجناس ) او هم خدمات ( چوپړونه ) راتلاى شي، يعنې صادرات هغه توکي او خدمات دي، چې په يوه هېواد کې توليد او بل هېواد ته د پلورلو لپاره لېږل کېږي او هلته مصرفېږي، ممکن يو پرمختيايي هېواد خدمات صادر نشي کړى، يعنې نه لېدونکي صادرات يې ډېر پياوړي نه وي، خو پرمختيايي هېوادونه ډېر داسې ګرانبيه توکي لري، چې دقيمتي صادراتي اقلامو په توګه يې بهرنۍ سوداګري کې مهم ارزښت لري، دغه ډول صادرات د دوي لپاره د اسعارو غوره سرچينه ده ، البته د لته موخه خام توکي نه بلکې صنعتي پروسس شوي توکي او د کرنيزو توليداتو بېلابېل محصولات دي.

بهرنۍ سوداګری درې حالات لري:

  • د سوداګری توازن: هغه حالت دی چی   واردات= صادرات
  • د سوداګری کسر   : هغه خالت دی چژ     واردات > صادرات
  • د سوداګری مازاد : هغه حالت دی چې     واردات < صادرات

موږ ته دغه درېیم حالت د دلچسپی وړ دی. که درېیم حالت کی نشو پاتی کیدای، نو اول حالت خو بیخی ضرور دی، حال داچې له بده مرغه موږ د پوره قوی ریزرفونو سره سره بیا هم دویم حالت کی یاستو، باید د وارداتی ذهنیت په له منځه وړلو سره له دې حالته ووځو. البته هر هیواد یوې انداژې وارداتو ته اړ دی، خو دغه اړتیا باید د مجبوریت له مخې وي، نه داچې دخپل ریزف سره سره، بیا هم واردول کوی. اوس ډیر هیوادونه د صادراتو پر بنسټ وده(Export – led growth ) لاره تعقيبوی.

دغه نومّونه (اصطلاح)يوه پرمختيايي هېواد ته يوه توصيه ده ، معنا يې داده چې د صادراتو پر بنسټ وده په يوه اقتصاد کې د توليد هغه زياتوالى دی چې په صادراتو کې د زياتوالي له امله راغلى وي، د ودې دغه سرچينه نه يوازې دا چې د ريښتياني زياتوالي واقعي ضريب او اثر دي، بلکې د دې ډاډ هم ورکوي، چې د ورکړو ( تادياتويا payments ) له امله د نامتوازن والي ستونزه حل کېږي، دغه سرچينه د تادياتو بېلانس پياوړى کوي، دا ځکه چې په يوه پرمختيايي هېواد کې د دوى د داخلي توليداتو صادرات د اسعارو ترلاسه کول ، زياتوي او بيا همدغه اسعار ددوى د وارداتو ورکړي لپاره کفايت کوي او د وى کولاى شي په دغو اسعارو سره د خپلو اقتصادي فعاليتونو د پياوړي کولو لپاره کار واخلي.

د سيمو د هېوادونو ترمنځ هغه سوداګري چې دولتونه په هغو کې مداخله نه کوي ، ازاده سوداګری بلل کيږي. دلته اجناس د بېلابېلو سيمو او هېوادونو د نسبي مزيتونو په پام کې نيولو سره اويا هم د هېوادونو او سيمو ترمنځ د کار د وېش له مخې توليد او تبادله کېږي. نن ورځ د کار د نړيوال وېش له مخې د نړۍ په کچه منابع په ښه ډول تخصيص کېږي او د ازادې سوداګرۍ د پاليسۍ له مخې دهېوادونو ترمنځ تبادله او سوداګري پرمخ ځي. له دغو ټولو ښېګڼو سره سره چې په تيوري کې لېدل کېږي، عملاً ازاده سوداګري ډېره لږ ليدل کېږي، يعنې دولتونه ځينې وخت د اقتصادی اوغير اقتصادي دلايلو له مخې په سوداګر ۍ کې مداخله کوي، دافغانستان دولت هم بايد لازم وخت کې مداخله وکړی. يو شمېر هېوادونه د امنيتي دلايلو له مخې ازاد تجارت ته اجازه نه ورکوي، يو شمېر هېوادونه د خپلو بېوزلو يا بزګرې طبقې وګړو د ګټو په خاطر، يو شمېر نور د خپلوداخلي صنايعو دپياوړي ساتلو په خاطر (چې دا اقتصادي دليل دى، نه امنيتي او ټولنيز ) يو شمېر نور بيا د خپلو نويو ايجاد شويو صنعتي څانګو د پياوړي کولو په خاطر په سوداګرۍ کې مداخله کوي او سوداګرو ته پالسی جوړوي. په عمومي توګه پرته له څو وروستيو بېلګو په ډېر شمېر هېوادونو کې نړيواله سوداګري د ازاد تجارت بڼه لري. يعنې دولتونه يې نه مخه نيسي اونه يې هڅوي . د اقتصاد له نظره د ازادې سوداګرۍ ګټه داده چې اقتصادي مطلوبيت پکې شته ، خو ازاده سوداګري په خپله ځينو ځايونو کې د صادراتي سبسايديو اووارداتي ونډو او دتعرفو د توپيرونو له امله خنډ سره مخامخ کېږي، نو ددغو خنډونو د هواري لپاره دولتونو په موافقې سره د يو شمېر هېوادونو ترمنځ د ازادې سوداګرۍ سيمې (free trade area) پېژندلی او په نښه کړي دي. دا هغه هېوادونه دي چي په خپل منځ کې يې تعرفې او نور خنډونه له مخې لرې کړي دي او هر هېواد د دغې ډلې له بل غړي سره د اجناسو ازادانه راکړه ورکړه کوي. که دولت په لازم وخت مداخله او رهنمايي ونه کړي، نوکمپرادور بوراژوا Comprador bourgeois رامنځته کيږی. دا وضعيت اوسنيو پرمختايي هيوادو کی ليدل کيږي، پرمختلی صنعتی هيواونه نه ورسره مخامخ کيږی، دا ځکه چی نننيو صنعتی پانګوالو ټولنو کې ډېر کلونه پخوا د فيوډالي پړاو د تکامل په ترڅ کې يوه بله لوړه طبقه يعنې بورژوا رامنځته شوه ، دوی خپله راټوله شوې پانګه يې په ښارونو کې په صنعت او سوداګرۍ کې په کار واچوله او د صنعي اجناسو په توليد   بوخت شول او د خپلو ټولنو په ترقۍ کې يې ډېره غوره اغېزه وکړه ، خو په وروسته پاتې هېوادونو کې   لوړه طبقه د يوې عصري بورژوازي په بڼه نه ، بلکې د دلالانو په بڼه راهسک شول، دوى په مادي توليد او د صنعت په پرمختيا کې رول ونه لوباوه، نو ځکه يې اغېز مثبت نه و، ، دلال بورژوا له پرمختللفو صنعتي هېوادونو څخه صنعتي اجناس واردوي او ټولنه په يوه مصرفي کتله بدلوي، په دې توګه دغه کمپرا دوره بورژوازي د ريښتيانۍ ملي بورژوازي مخه نيسي او وارداتی ذهنيت پياوړی کوی. له دلالی پرته، په افغانستان کی پخوانیو جګړه مارو د غصب، تور اقتصاداو د ملی شتمنیو په لوټ سره نوره هم وراداتی ذهنیت ته لاره هواره کړه. خلک اوس دوی ته (سیاسیون) وايي.

په دلالی سوداګری کې چې دلالان کله د هېواد اقتصاد په بشپړ مصرفي او وارداتي اقتصاد بدل کړي، ديوه مولد، په پېښو ولاړ، ثبات لرونکي او خپلواک اقتصاد د ودې مخه نيسي. کله چې پريمانه غذايي او نور استهلاکي توکي واردېږي، د هېواد دننه کرنيز محصولات له زيان سره مخامخ کېږي، په دې توګه د صنعت او کرنې ( دوو مولدو سکتورنو ) فعاليت له خنډ سره مخامخ کېږي، په داسې حالاتو کې يو هېواد بېلابېل وضعيتونه غوره کولاى شي(چې مخکې ذکر شول).

په افغانستان کې د عصري بورژوازي زړې يو مهال د شازمان پر مهال زرغون شول، خو ډېر ژردناوړه حالاتو له امله او د انګليس د ښکېلاکګرې لاسوهنې له امله وچ شول، دوهم ځل بيا د امير شېرعلي خان ددوهم وار په پاچاهۍ کې دغه زړي زرغونېدو ته تيار شول، خو د بهرني ښکېلاک ( انګريز ) او داخلي استبداد ( امير عبدالرحمن خان او حبيب الله خان ) له لاسه له ودې پاتې شول، د محمد ظاهر شا د دورې د ديموکراسۍ له لسيزې سره يوځاى څه ناڅه ملي پانګوالو د هېواد په اقتصاد کې ملا وتړله او د عبدالمجيد زابلي اقتصادي تدابيرو او د هېواد دريو علمي پنځه کلنو پلانونو د اقتصادي غوړېدا نښې درلودې، خو د کورنيو تحميلي جګړو له امله د دريو علمي پنځه کلنو پلانونو لاسته راوړنې او ورسره د لومړني جمهوري نظام نوې طرحې ټولې له لاسه ووتې ، وروسته تر ١٣٨٠ کال څخه یوه فاسده او بی کفایته اداره، مافيايي اقتصاد چې د پيسو مينځل ، مالي فساد او د ملي شتمنيو غصب، اختلاس يې لويه مميزه وه تر سترګو کېږي، چې هیواد يې په يوه بشپړ ، لګښتي ټولنه بدل کړ او لاهم وارداتی ذهنيت مسلط دی، دغه حالت د ملي بورژوازي د رابرسېره کېدومخه ونيوله. اوس موږ یوې سنجول شوی سوداګريزه پاليسي( Commercial Policy )ته ضرورت لرو. دا د دولت ټولې هغه کړنې او اقدامات دي چې په راتلونکي کې يې غواړي، د سوداګرۍ په هکله عملي کړي، لکه د سوداګرۍ په چاروکې د دولت د مداخلې د حدودو ښودنه ، د سوداګريزو اجناسو کنترول د صادراتي او وارداتي مجازو اقلامو ښودنه او نور، ګمرکي تعرفې ټاکل او د بهرنۍ سوداګرۍ د عوارضو ټولولو طريقې هم په پاليسۍ کې راتلاى شي، د دولت په واسطه د يو شمېر سوداګريزو اجناسو انحصار د دغې پاليسۍ يوه اغېزمنه برخه ده. بايد زموږ خالص صادرات پياوړی شی. د وچې د پنځو بندرونو او چابهار بندرپرانیستنه، له انزوا څخه د هیواد ایستل او دهوایی دهلیزونو جوړول ددغې پالیسی ځینی مثالونه دی . دغه پالیسی به خالصوصادراتو ته لار پرانیزی. خالص صادرات څه دي؟

دا د يوه هېواد په بهرنۍ سوداګرۍ کې،په ټاکلې دوره کې د صادراتو او وارداتو د مطلق ارزښت ترمنځ توپير دى. په بله وينا: که چېرې د صادراتو له ارزښت څخه د وارداتو ارزښت منفي شی،څه چې پاتې کېږي، خالص صادرات دي . يعنې:     NE= Export – import  

دا هغه حالت دى چې يو هېوادپه خپل بهرني تجارت کې له کسر سره مخامخ نه وى ، بلکې د مازاد حالت کې وي. په هره دوره کې د خالص صادراتو د ارزښت لوړيدل د بهرني تجارت د پياوړتيا په معنا ده ، چې د پرمختيا يي هېواد د انکشافي اهدافو يوه برخه جوړوي.

افغانستان نه یواځې دا چی د وارداتی ذهنیت اصلاح اوبدلون ته اړتیا لری، بلکې د ذهنیتی وارداتو( قومی، ژبنی ، سمتی،...تعصبات، جګړه او وروروژنه، دملی شتمنیو له منځه وړل...) بدلون او اصلاح ته هم ضرورت لري. دواړه اصلاحات اوبدلونونه لوی زړه او پیاوړی اراده غواړی اوس ان شالله دا جرات او اراده د رامنځته کیدو او جوړیدو په حال کې ده. اوسنیو ستونزمنو او له اندېښنو ډک حالت یو ځل بیا افغانان دې حقیقیت ته متوجه کړل چې د وارداتو ذهنیت او پردی وارداتی ذهنیت باید اصلاح شی.

موږ اوس د ګران هیواد په باغچه کی تاندې غوټۍ وینو چی په غوړیدو دی

لوستل شوی 82 ځله