خپل امکانات، خپل محصولات

خپل امکانات، خپل محصولات

محمد بشیر یوسفزوی

موږ چې کله هم د افغانستان په تعریف او معرفت خبرې کوو، نو بلا استثنا دا خبره تکرارو چې افغانستان کرنیز هیواد دی او دا حقیقت هم دی، ځکه افغانستان پرېمانه اوبه او کرنیزه ځمکه لري، خو درېغه چې نه مو له اوبو سمه ګټه واخیسته او نه هم له ځمکې. ښایي یو لامل یې بدمرغه جنګ وي، ځکه لا هم ډېر هغه شیان چې په افغانستان کې یې هم د تولید مناسب شرایط مساعد دي له بهر څه را واردوو، ښه مثال یې غوښې او لبنیات دي.

څلوېښت، پنځوس کاله وړاندې خصوصاً په هغه وخت کې چې افغانستان باثباته وو، لبنیات او غوښې د افغانستان وارداتي نه، بلکې صادراتي توکي وو، مګر له بده مرغه نن په وارداتي توکي بدل شوي دلیل یې دادی چې موږ له خپلو منابعو او امکاناتو څخه لازمې او موثرې استفادې ته پام نه دی کړی.

خصوصاً په تېرو دیارلس کالو کې د پرېمانه نړیوالو مرستو باوجود د افغانستان د کرنې او کرنیزو محصولاتو ودې او د بندونو جوړولو او اوبو مدیریت ته پام ونشو، که چېرې هغه وخت ورباندې تمرکز شوی وای، نو معلومدار چې نن سبا به موږ او تاسو په ښه وضعیت کې وای.

د ولسمشر غني د حکومت په څلورو کلونو کې چې دې برخې ته یو څه پام ډېر شو، نو ورسره وضعیت هم بدل غوندې شو او د لبنیاتو او غوښې واردات ورسره را کم شول، ځکه دا مهال په هېواد کې د ۳۴٬۵ زره څخه زیات د چرګانو فارمونه موجود دي، چې ډېری یې د خصوصي سکتور او دولت په مرسته جوړ شوي دي.

ولسمشر غني د دغې برخې د لا هڅونې په موخه بار بار ویلي چې که د چرګوړو پالنه او د غوښې تولید زیات شي، نو د ملي اردو په خوړو کې به د چرګ غوښه د اونۍ په اوو ورځو کې شامله شي په داسې حال کې چې اوس په اونۍ کې دوه ورځې د چرګ غوښه موجوده ده. د جمهور رئیس موخه داده چې له یوې خوا د صادراتو او وارداتو منځ بیلانس رامنځته شي، له بل لوري له داخلي منابعو څخه استفاده وشي، پانګوال په دې برخه کې پانګونې ته وهڅېږي، خلکو ته کاري زمینې ایجاد او د غوښې او لبنیاتو اړتیاوې په کوردننه پوره شي.

د ۱۳۹۳ کال راهیسې، په بېلابېلو ولایتونو کې د بېوزلو مېرمنو لپاره ۵۲۵۰ کوچني کورنۍ فارمونه (۱۵ څخه تر ۳۰چرګانو)جوړ شوي دي. د هغې تر څنګ، ۲۰۸ نیمه تجارتي فارمونه(۵۰۰ هګۍ)، ۷۵ د غوښې فارمونه (۵-۱۰ زره ټوټې)، ۹ نسلي فارمونه (۵-۱۰ زره ټوټې) د افغانستان په بېلابېلو برخو کې جوړ شوي. د چرګانو غوښې تولید په کال کې ۹۶.۵ زره ټنه ته رسیږي، او په تېرو درېوو کلونو کې، نږدې ۲۹۰ زره ټنه چرګ غوښه تولید شوې، چې د کورنیو اړتیاوو ۵۳ سلنه جوړوي.

 
په ټولیزه توګه د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ارقام ښیي چې د کبانو او چرګانو ۱۷۲۰۰۰ ټني مارکيټ په تدريجي شکل د کورني محصولاتو له خوا کنټرولېږي. د چرګانو او کبانو فارمونو په جوړولو کې د پام وړ زیاتوالی په دې سکټور کې د کار موندنې او سوداګرۍ د ودې لامل شوی دی او څومره چې دې برخې ته توجه زیاتېږي، نو همغومره ورسره د غوښې د پرېمانۍ ترڅنګ کاري زمینې زیاتېږي.
لوستل شوی 458 ځله