قاموس پوهنه او دایرة المعارف لیکنه

قاموس پوهنه او دایرة المعارف لیکنه

 

پوهاند محمد بشیر دودیال

(Lexicography and Encyclopedia)

(دوهمه برخه)

قاموسونه بیلابېل ډولونه لري: تشریحی تاریخی ، تشریحی جغرافیایی، بشپړ او لنډ، عمومي او څانګیز، ادبی او دیالیکتیک، فرازیالوژیکی او ترمینالوژیکی( داصطلاحاتو) او نور.

موږ په افغانستان کې د پښتو او دری- پارسی ژبی تشریحی او لغوی قاموسونو باندې کار کړی دی، خو مسلکی مشرح دکشنری نه لرو، خدای وکړی د اقتصاد، فارمسی، طب، کانونو او زمکپوهنې، کرنې او دا ډول نورو مهمو څانګو کی جامع دکشنری ولرو. باید اعتراف وکړوچې زموږ د ځوان کول د لغاتو دایره او د افادې قوه محدوده اوضعیفه ده. له دیرشو کلونو را دې خوا مو معارف د فساد او بی کفایتۍ په منګولو کې دی، د دولسم ټولګی فارغان هغه وړتیا نه لری، چې تمه یې کیږی. دپوهنتون دوره کی د هر پوهنځی خپل مسلکی اصطلاحات دی، دوی دهغو پوهیدو کې ستونزه لری، طبیب، انجنیر، دکرنې د ترویج مدیر، داحصائیې مدیر، خبریال/ژورنالیست، ... له عوامو او ولسی خلکو سره په پوهاوي را پوهاوی کې ستونزې لري( دې برخه کی د نافع همت یو په زړه پورې طنز شته) خو بیا هم دغو شلو وروستیو کلونو کې یې یوشمر اصطلاحات او په هغو باندې یې پوهه اوچته شوی، لکه (کمنټ، شر کول، ریپلای، اتچ، سمارټ فون. انلاین....‎) اصطلاحاتو کې ښه وارد شوی دی، خو له دې ور هاخوا په ملی ترمینالوېی کی ستونزې لري( د ولس په ژبه باندی خبرو او لیکنوکې س. شپون بل ساری نه لري). دکرونا ورځو کې راته ثابته شوه چې ډیر خلک او آن سواد لرونکی، د ډاکتراونو په توصیه او تجویز نشی پوهیدای. زیات شمیر مسلکی کسان، تلویزیونونه او نوره میډیا(رسنۍ)زیاتر لغات سم نه لیکی او یو شمیر یې سم نه تلفظ کوي. هره ورځ ډیرې ساده املایی غلطۍ وینو. (همدا نن شپه د طلوع، ملی او نورو تلویزونو لاندی هغه لیکنی چی دخبری سرویس وخت کې په پټاره راځي وګورئ).

که چیرې موږ د اصطلاحاتو تشریحی قاموسونه ولرو، زموږ مسلکی کادرونه، څیړونکي، ژورنالیستان او ویاندان به وتوانیږی چی په هغو ډیرښه پوه او سم یې ولیکی او ولس هم په خپل مطلب وپوهوي.

ددې ډول ستونزو دحل لپاره کلیدی وسیله دکشنرۍ دي. تر دې هم لا زیات دا چې؛ دکشنری د علمی تحقیق په پروسه کی له محقق او څیړونکی سره، چې د خپل کار لپاره لږ وخت لري، خو نااشنا اونوی اصطلاح سره مخامخ کیږی، نو ډکشنری ورسره مرسته کوی چی د ورپېښې ستونزی او پیچلی ، نامانوسه اصطلاح معنا او داستعمال ځای ډیر اسانه او ژر ومومی. نورې نړۍ او ژوندیو او بډایو ژبو لکه انګلیسی، جرمنی، اسپانوی او روسی ډیرې پراخه او په لوړ تیراژ کاغذی چاپ او انلاین دکشنری او قاموسونه جوړ او خپاره کړی چی هره ورځ په زرګونو کسان ورڅخه استفاده کوی ، دبیلګی په توګه د اکسفورډ ډکشنری( Oxford learner’s) ، ( Cambridge Dictionary) ،( Macmillan Dictionary) او ډیرې نورې، په المان کې د جرمنی نامتو او دپرله يسې لړۍ ډکشنری لکه   Duden او Meyers Brockhaus دعربی ژبې قاموس البدع، قاموس الکلمات الاساسیه لدراسی اللغة ، الکردیه قاموس، معجم الوسیط ، روسکی انسایکلوپیدیا، په دری- پارسی کې د عبدالله افغانی نویس قاموس، د شیخ اسعدسوری احصائیو قاموس، پښتني قبیلوی قاموس(۱۹۱۰:کلکته چاپ)، (1932)The Pushtu Idiom، زړه پانګه(د استاد دوست شوینواری)، کتاب افغانی(راحت زاخیلی)، ظفراللغات (طفرکاکاخیل)،دخیرالبیان لغتنامه(دارواښاد لوی استاد رشاد له خوا د خیر البیان د اثر دتعلیق او تحشیې پرمهال ورسره نښلول شوی -۱۳۵۳)، دلوی استاد عبدالحی حبیبی له خوا د محمد هوتک داثر(پټه خزانه) د توضیح او لرغونو لغاتو د ښودلو په موخه دحواشی لغات نادره(۱۳۵۴) په نوم قاموس، دګڼ شمیر کلاسیکو شاعرانو ددیوانونو لغتنامی، پښتو-روسی او رسي –پښتو قاموسونه(۱۳۶۴)، پښتو –چینایی قاموس(۲۰۱۷)، دری – روسی قاموس، په ایران کې د حییم او معین دکشنری، دایرة المعارف بزرګ اسلامی، زموږ افغانی دایرة المعارف اریانا( در دو دور) او نور و ژبو کې.

همدا اوس هم لله الحمد زموږ پوهانو او ډیرو خوارویکښو ځوانانو دې خواته پاملرنه کړی ده، لکه: قدرمن اوزموږ پیاوړی استاد پوهاند دوکتور مجارواحمد زیارچی په۱۳۷۸ کال یې په۷۹۴مخونو کې پښتو سیندګی په پېښور کې خپور کړ، د بهیچ صیب دکشنری، وحیدالله کلیم چې پښتو-انګلیش انلاین قاموس باندی یی کار کړی، احمدولی اڅکزی د قاموس اندرویدایب ، ، نصیر سهام په ۱۳۶۱ کال د(اصطلاحات اقتصادی وسیاسی ) په نوم یو کوچنی کتاب چې څو محدودشمیر اصطلاحت یې تشریح کړیه و، خپور کړی و. په ۱۳۸۷ ل. کال کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د افغانستان د عدلي او قضايي چارو د پروژې په چوکاټ کې، چې د متحده آیالاتو له خوا تمویل کېده په پښتو او دري یو د حقوقي اصطلاحاتو قاموس په یوه مجلد کی چاپ کړ، چې د دري ټوک یې ۲۷۰ مخونه او په پښتو یې ۲۹۷ مخونه لري. ورپسې په ۱۳۸۹ ل. کال کې یې پښتو ټوک په جلا توګه خپور شو. تر اوسه پورې یو دوه پښتو اختصاصي قاموسونه د خصوصي ناشرانو له خوا چاپ شوي دي. قدرمن انجنیر صیب کلیوال د جیالوژيکي اصطلاحاتو په نوم یوه ډېکشنري په ۱۳۹۱ ل. کال کې چاپ او خپره کړی ده. درانه استاد دوکتور محمد عارف غوثی له نن نه تقریباً شپېته کاله وړاندې په ۱۳۴۰ ل. کال کی یو ټوک داقتصاد قاموس په ۴۳۱مخونو کی تألیف کړی، په دې لړ کې د اقتصاد پوهنځی کی دڅلویښتمې لسیزې په وروستیو کې یوبل قاموس چی هغه تشریحی نه و، د ګستدنر په بڼه محدود شمیرد آلمان د توامیت ټیم له خواچاپ شو ، په۱۳۸۲ل.کال کې دوکتور ماخان شینواری د شمېرپوهنې یوه دکشنری لیکلی وه، چې په په کولن کې د افغانستان فرهنګی ټولنې چاپ کړې ده . وروسته تر هغه په ۱۳۸۹ ل. کال کې د دکتور سمیع نور په هڅه د آلمان د هېواد د (رور- بوخم) پوهنتون په مرسته د DAAD پروګرام په لګښت یواځې د اقتصادي اصطلاحاتو قاموس خپور شو، چی تشریحي نه دی، بلکې صرف اقتصادي اصطلاحات په پښتو، دري انګليسي او جرمني ژبه پکې راغلې دي، ښه به وی چی دی ته لغتنامه (Glossary) ووایو، همداسی هم په ۱۳۹۳ل. کال کی په فارسی ژبه د( لغتنامه اداره عامه) په نوم یوکوچنی اثر د لوړو زده کړو د وزارت د (HEP ) پروژی له امکاناتو په استفادی سره په محدود شمیر خپورشو. دغه اثر ښاغلی عبد الرفیع کابلی ترتیب کړی و، په ۱۳۹۳ل. کال کی ښاغلی سید اصغر هاشمی (د ادبی اصطلاحاتو سیندګی ) په نوم د۲۰۰ مخونو شاوخوا یو اثر لیکلی، چی دانش خپرندویی ټولنی چاپ کړی دی، دا د ادبیاتو په برخه کی یوسیندګی دی، ښاغلی پوهنیارعبدالله عادل او امانالله ورین (داقتصاد او تجارت اصطلاحات:۱۳۹۴ل.) په نوم یوکتاب لیکلی دی، محمد اغا ډاډمن د کرنی اصطلاحات په نوم یوه دکشنری لیکلی ده. ددی ټولو سره سره او له دوی څخه په مننی باید ووایو چی: بې له شکه مونږ اختصاصي قاموسونو ته، په تېره بیا تشریحي قاموسونو ته نوره هم ډېره اړتیا لرو.

په قاموس کې کوم ټکی په پام کې نیول کیږی؟

  • ډیره غوره ده چې دقاموس /دایرة المعارف لیکوال /لیکوالان دلیکوالي په فن بشپړه احاطه ولري، دغه وړتیا نه یواځې ادبی قاموسونو، هنری نثر او تخلیقی ژانرونو کې ضرورده، بلکې په هر څانګه کی ځانګړی اررزښت لري،
  • پوره مسلکی او افاقی پوهه او معلومات اود قاموس او دایرة المعارف په تیوری باندې پوهیدنه،
  • د تاریخی او جغرافیایی قاموسونو لپاره په تاریخ پوهیدل حتمی دی،
  • لغت د قاموس او دایرة المعارف اساسی واحد دی؛ نو ځکه د قاموس او دایره المعارف لیکوال/لیکوالانو لپاره ، دلغات پرریښه، مصدر، ژوند، اشتقاقونو،په لیکنه او وینا کې یې دنده او مترادفاتو باندې پوهیدل،
  • دمحاورې تکړه توب(فرازیالوژي phraseology) او دژبپوهنې نورې څانګې
  • په ساینسی- مسلکی قاموسونو کې د علمی لیکنې Scientific/heavy writing په روشونو styles پوهه،
  • په صرف   morphology نحو syntax (او که د نوی تکنالوژي په مرسته ظبط شوی قاموس جوړوی، نو غږپوهنه هم ورته ضروری ده)(غږ پوهنه یو لوی هنر دی، په تیره بیا د ویاند لپاره)،
  • په ولس کې له خلکو سره نږدې او روزمره اړیکې لرل،
  • نه ستومانه کیدونکی او پرله پسې کار او خپل مسلک او علمی کار سره مینه لرل.

 

(دوام لري)

 

لوستل شوی 87 ځله