روښاندي څه ده

روښاندي څه ده

 

پارسي ژباړونکی : صدیق رهپو طرزي
پښتو ژباړونکی : س . سېلنی

( درنو لوستونکو! د دې علمي اثر ژباړه د پښتو ژبې کره والي ته په پام کې نیولو او کارونې سره ، ښایي یو شمیر ځوانو لوستونکو ته ستونزمن وبریښي ، نو ځکه مې ستاسو د اسانتیا لپاره د اړوندې لیکنې په پای کې د ویینو " لغاتو ، کلیماتو" یو ځانگړی لړلیک " فهرست " جوړ دی ، کېدای شي مخکې تر لوستلو یې د وییو له مانا سره اشنا شوو

) .

* * * *
روښاندي څه ده
لکه څنگه چې پوهېږو ، دا رنې ديکارت (۱۶۵۰ -۱۵۹۶) وو چې په پېژندویه کرښه ٫٫ دا چې اندم ، نو یم ،، کې يې د بشري اند پر اوېجه د روښاندي لیدتوگې بنسټ کېښود؛ خو دا اېمانوېل کانت ( ۱۸۰۴/ ۱۷۲۴ ) وو چې د ٫٫ روښاندي څه دى ؟ ،، له لید یې د ډېرو خبرو اترو او پلټونو ور راپرانېست.
هغه څه روسته ٫٫د چاڼ شوي واند کره والي،، « نقد خِرَد ناب » په لیکلو سره دا خبره لوړو پوړیو ته ورسوله .
له دې لیکنې یې پارسي ژبې ته ډېرې ژباړې شوي دي ، خو ما د هغې نوې انگریزي اثر څخه خپلو لوستوونکو ته راوژباړه .
د دې اثر لوستوونکي دوستان به خامخا د اتلسمې پېړۍ اروپا اکربکر ته په کتو سره هغه په پام کې ونیسي .
زما موخه دا ده چې گران لوستونکي دې ، دې لید ته په کتو ، او له اوسني وخت سره تر غورچاڼ ، کره کتنې او خبرو اترو لاندې ونیسي .

لیکنه
ایمانویل کانت
۱۸۰۴/ ۱۷۲۴ زېږدیز
روښاندي ، له ذهني ماشومتوبه د وگړي راوتل ، چې خپله یې په خپل ځان منلي دي ، ویل کېږي .
وړکینه هغې خوارځواکۍ ته وایي چې وگړی نه شي کولای بې له بل لارښوونکي – لکه (د پیر او مرید اړیکې ، مرشد و راشد ، مخکښ و پیرو ، اماریت و ماموریت ، شیخ و سالک ، مراد و مُرید، امام و مقتدی ، لارښود و لارتلونکی ـ (ط ) ځان خبرونې ته ورسېږي .
دا پر ځان منل شوی ماشومتوب ، د نه پوهېدلو په کموالي کې پټ نه دی ، بلکې د نه هوډمنۍ او بې زړه توب له امله دی چې وگړی نشي کولای پرته له یوه پالونکي ، خپل ذهن او پوهې څخه گټه واخلي .
٫٫ جرأت لرل دې د پوهیدو په پار، زړورتیا دې د هوښیارۍ په کارونه ،، دا دی د روښاندۍ د موخې سرلیک .
لټي او نانیسا د دې کار لاملونه دي چې ولې د انسانانو دا لویه برخه مخکې تر دې چې شتون یې د پیر و مخکښ له شر و پسات نه وژغوري او هوسایې ته یې ورسوي ، د ژوند په اوږدو کې زېږدي ماشومان پاتې کېږي .
همدا اسانه لاسوندل دي چې ، نور په ډېره چټکې له ځانه پیر ، مخکښ ، روزونکی ، استازی او شپون جوړوي .
وړوکوالی څه اسان او هوسا کار دی !
كه زه اَندَم چې کتاب شته ( زما په اند ، موخه یې سپېڅلي کتابونه دي ، هر یو یې . ط ) ، چې زما پر ځای اندي ، کشیش ، ملا او اخند شته چې زما د وجدان او خبرتیا پر ځای کړه وړه کوي ، درملگر شته چې ماته پاڼَکۍ ( نسخه) لیکي او همداسې پسې نور اونور ... نو ځکه زه هیڅ اړتیا نه وینم چې خپله هڅه و هاند وکړم . اړه یې نشته ، کله چې زه کولای شم پیسې پرېکړم ، اند و اندیښنه وکړم . نور وگړي چې زه ورسره همغږی او هماندی نه یم ،د ستونزو او لانجو کړه وړه رغوي او سرته یې رسوي .
هغه پالونکو ، چې په مینې او پېرزوینې یې د نورو پالنه پر غاړه اخیستي په دې باور دي چې ډیری خلکو ته – د هغو نازکخیالو په گډون( میرمنې . ط.)- نه ښایي چې د ځوانۍ پړاو ( ځاني “ذهنی “او اندیز . ط. ) ته ننوځي ، نه ېواځې چې دا کار ډېر ستونزمن دی ، بلکې په دې مانا چې له ډېرو خطرو ډک دی .
تر هر څه د مخه ، دغه مخکښان او پالندویان ، انسان ته لکه خپله رمه په داسې یو ایل شوي رنگ و بڼې وده ورکوي ، چې له ور پر غاړه شوي غوړوندي یې یو شیبه هم نشي کولای گام واخلي .
روسته ، هغوي دغه خطره ، رمې ته په غوږ وهي ، او ورسره هغوي گواښي چې خپله هم له ټاکل شوې کړۍ یو گام بېدیا وانخلي .
سره له دې هم ، دا کار دومره له خطرې ډک نه دی ، ځکه روسته تر خنډونو ، لویدلو او پر ځمکه پریوتلو ، د کار په پای کې زده کوي چې څنگه پر لار لاړ شي .
خو په دې لویدو سره ، له یو شمېره بیا د کوټلو او لا زیاتو گام اخیستلو زړورتیا اخلي .
په دې توگه ، ځینو ته ډېر ستونزمن دی چې د وړکتوب د دوران له ځاني یا ذهني منگلو ، ځان وژغوري ، کوم چې د هغه په دویم شخصیت او غبرگولي اوښتی دی .
په ځینو برخو کې هغه له دې دود سره روږدی شوی او خپله خوښه یې گڼي .
دا کار د ځان پېژندېنې په وړاندی لمړنی خڼد او دیوال دی ، ځکه دا دود هیڅکله اجازه نه ورکوي چې دغو هلوځلو ته لاس وروړي او یا هغه مخ ته بوځي .
په دې ډول د کرکجنې پوهلنډۍ ؛ او ورسره د کلیشه یې او چوکاټي باورونو چلند ، چې خپله فني اوزار دي تر دې چې د ذاتي استعدادونو او هوښارتیا د گټې اخیستنې په چوپړ کې اوسي ، د همیشنۍ تل پاتې ځاني (ذهني)ماشوموالي د سکندر په دیوال بدلیږي .
هغوي چې دا چوکاټونه او کلیشې ماتوي ، زړه نازړه ناډاډمن گامونه اخلي ، ځکه هغوي له داسې آزاد او خپلواک خوځښت سره روږدي نه دي .
په همدې لاسوند ، ډېر لږ شمېر دي چې کولای شي اوچت او ټینگ گامونه واخلي .
هغه څوک د ماشوالي د دې دوران له منگلو وتلی شي چې ، د ذهن پر ځمکه یې د پوهاندۍ توخم وکري .
سره له دې ، روږدو او ولاندو وگړو ته دا کار ناشونی دی ؛ ان که ازادي او روښانتیا هم ورکړ شي ، تر هغه چې خپله خپل ځان روښانه کړي .
مدام لږ شمېر روښاندي او خپلواک اندي ، او ان د هغو مینځ کې داسې کسان شته دي چې ځانونه د پرگنو مخکښان او لارښوونکي بولي چې دې چارو کې لاس وهي .
كله چې داسې وگړي د وړکینې د اندتوگې (طرز تفکر) جوغ د لید له اوږو لرې وغورځوي ، د دې ځواکمني مومي تر څو د انساني ارزښتونو بنسټیز پوهوالي چلند د دندې په توگه ، هغسې چې پخپله اندي ، نورو ته هم ووېږدوي .
دا مو هېر نشي ، هغه وگړنیز ذهنیتونه چې په تېرو کې د همدغو كسانو ٫٫ مخکښان ،، د ذهني مریتوب تر جوغ لاندې ساتل شوي وو په تیره هغوي چې د روښاندي ځواک نلري ، دې ته یې اړباسي چې ځان سپارنې ته غاړه کېږدي. دا کار د دې رښتیا وینې او سموالي څرگندوی دی چې د کرکې او سختگیري کارَوَنه څومره زیانمن دی .
دا کرکجن او سخت نیوونکی چلند لید ، سوکه سوکه له هغو کسانو خپل غچ اخلي چې هغه دودوي ، خپروي یا یې پلی کوي او ان له پاته وړیو او پاتې کسانو څخه یې بېرته راستنوي ، چې په دې ډول ، ډېری وگړي په کراره سره روښاندي ته لاس رسی مومي .
ښایی یو بدلون یا اوښتون ، ځانگړي زلند (استبداد) او نورو ډولونو ته د پای ټکی کیږدي ، خو هیڅکله نشي کولای ذهنیتونو کې رښتینی سمون او رغاونه
رامینځ ته کړي . په دې توگه ، لنډگروهي (تعصب) او سختگیرۍ د زاړه تېري کونکي د چلند پر ځای ، زور واکو ته لکه د یوېې نوې کړنلارې په توگه ټاکل کېږي .
روښاندي پرته له ازادي ، بل شي ته اړه نه لري . هغه ويی ( کلیمه ) چې ډېر ناچار وگړي یې ښایي په ملنډو ٫٫آزادي،، ولولي :
آزادي یانې دا چې په ټولو چارو کې خلک له خپلې پوهې ترینه گټه واخلي .
اوس زه له هرې خوا دا چیغي او نارې اورم :
٫٫دلیل مه وایه !،، افسر وایي : ٫٫ د عسکری مشق په تړاو، استدلال مکوه !،، مالیه اخیستونکی وایي : ٫٫د پیسو په ورکړه کې ، استدلال مکوه ! ،، کشیش او ملا وایي ٫٫ استدلال مکوه ، ایمان ولره !،،
خو یواځې په نړۍ کې یو واکیالی او پرمان ورکوونکی وایي :
٫٫ چې هر څومره کولای شې استدلال وکړه ، خو غاړه کیږده!،، .
موږ په هر ځای کې د آزادۍ له اوسارولو سره مخامخ یوو . خو ، کوم ټاکلی برید روښاندي ته زیان رسوي ؟ ، کوم یو یې ساده دی او کوم یو یې روښاندي پر مخ بیایي ؟
زه یې ځوابوم :
باید د وگړي هوښیاري او پوهه په ټوله موده کې خپلواکه وي ، دا دی چې انسان ته د روښاندي زیری کوي .
له بلې خوا ، کولای شو په ځینو برخو کې له هوښیاري نه ځانگړې گټه اخیستنه رالنډه کړو ، خو هیڅکله هم نه ښایي دا کار د روښاندي د پرمختگ په وړاندې خنډ جوړ کړي .
کله چې زه ٫٫ د وگړي له پوهې د خلکو په گټه ،، خبرې کوم ، مانا یې دا ده چې یو وگړی په تیره یو پوهاند کولای شي هغه د خلکو په وړاندې ووایي . هغه وخت چې په ٫٫ ځانگړې پوهې ،، خبرې کوم موخه مې دا ده ، هغه چا ته چې مدني دنده ورسپارل شوې ده هرومرو یې په کار یوسي .
په ځینو لانجو او ستونزو کې چې په گډوځانگړو گټو اغیز پرېباسي د کار له هغو لارو هرومرو گټه واخیستل شي چې هغه کې د ټولنې غړي او یووالی اغیزمن نشي . (١- د اغیزمنولۍ په اړوند : اغیزمن یا انفعالی غورځنگ . ٢ – د نورو په غوښتنه ، نه ځانگړی هوډ او پتېینه ''نه شخصي اراده او تصمیم '' دا کار د مصنوعي لید د یووالي چاپیریال رأمینځ ته کوي چې د ټولنیزو موخو په دړد لگېږي یا لږترلږ دا موخي له مینځه نه وړي .
كه په دې برخه کې استدلال ته اجازه نه ورکول کېږي باید غاړه کېږدو .
تر هغه ځاېه چې د داسې کړو وړو مینځگړیتوب وي او هممهال خپل ځان په لویه کې گډ غړی – لکه د نړېوالې ټولنې ښاروند ( راځې داسې ووایوو ، هغه چې خپل ځان اندیال پوهاند گڼي ، چې د خپلې پوهې نه په گټه اخیستنې ، او د لیکوالۍ له لارې ، ټولنې سره خبرې کوي . ط ) گڼي ، په هغو لانجو او ستونزو چې هغه پرې بوخت دی ، د یو اغیزمن غړي په توگه ، هیڅکله نه خواشینی کېږي .
دا نو ډېر د بې شامتۍ (بدبختۍ ) ځای دی چې یو گمارل شوی منصبدار دې ، د آمرانو ورکړ شوي پرمان نه روسته د هغو سموالي ته گوته ونیسي . هغه باید غاړه کېږدي . خو ، د یو پوهاند په پوړۍ کې هغه نشې کولای د اند د څرگندولو څخه د هغو تېروتنو ، چې په عسکري نظام کې روان دي ، وستنوي او یا یې د پرگنیزو اندونو لپاره د اند د څرنگوالي مخه ونیسې .
یو ښاروند نشي کولای چې د مالې له ورکړې سرغړونه وکړي .
هغوي چې د مالې له ورکړې اوږه خالي کوي ، جزا به ویني ، ښایي چې په دې لاسوند به ټولو ته د سرغړاوي موکه برابروي . خو ، که پوهاند ، په روښانه د مالې له لوړې کچې یا زورزیاتي خپله نا خوښي څرگنده کړي د یو ښاروند دنده یې نه ده تر پښو لاندې کړې .
یو ملا حق لري ، د دین او مذهب د حکمونو سره سم چې پرې باور لري په وعظ او نصیحت لاس پوري کړي ، ځکه همدې چارو ته جوړ شوی دی .
خو ، یو پوهاند بشپړه ازادي ان دنده لري ، تر څو خپل څیړنیز سترگلید له خپلو جوړونکو اندونو سره د دیني حکمونو په تړاو او هغه نیمگړتیاوې چه پکې شتون لري – که د نصوصو او دیني بنسټونو خلاف هم وي د خلکو په وړاندې ښکاره او ووایي .
هغه ملا چې زده کړې ورکوي ، د دینې څانگې په هماغه لیکه چې دا یې استازی دی لاس پورې کوي . ځکه ازاد نه دی هغه څه چې ویني ، وې وایي . هغه لکه یو مامور د نورو په امر خبرې کوي .
ښایي ووایي :٫٫ زموږ ډلې ، داسې او هغسې موږ ته رازده کړي دي. همدا خپله ، د ربړې او ستونزې سپیناوی دی .،،
په دې ډول ، تر هغه کولای شي ، د دیني ټولنې په دړد ولگېږي چې امرونه یې زده کوي .
ښایي خپله هم په ځینو برخو کې پر هغو بشپړ باور ونلري . خو ، هغه ژمنه کړې چې دا به زده کوي ، ځکه دا ناشونې ندي چې هغوي به ځیني پټ رښتینوالي او حقیقتونه ونلري .
سره له دې ، هغه د دین دننه په دې نصوصو او احکامو کې کوم ټکر نه دی موندلی ، كه هغه باوري شوی و چې داسې ټکرونه شتون لري ، نور یې نشوای کولای خپله دنده په سپیڅلي وجدان ترسره کړي . كه نه ، هرومرو به له دې کاره ځان گوښه کړي .
همدا راز ، یو پوهاند چې د خپلو اوریدونکو په وړاندې له خپلې باوري لید پوهې څخه گټه اخلي ، خو که هر څومره یې اوریدونکي ډېر یا لږ وي ، زښت ډېر ځانگړی او د هماغه څانگې لخوا گومارل شوی دی .
دې ته کولای شوو زښت زیات ځانگړې ټولنه او بنسټ ووایو . په دې توگه ، هغه لکه هماغه ملا ازاد نه دی او نه ښایي هم اووسي ، ځکه د نورو پرمان وړونکی دی . له بلې خوا ، هغه پوهاند چې د خپلې پوهې په کارونې یې ، خلکو او ( نړۍ ) سره د لیکوالۍ له لارې خبرې کوي ، د خپلې پوهې د بې پایه ازادۍ یی گټه اخلي .
دا کار چې ، اروایي مخکښان دې خلک ماشومان وگڼي ، تشه پوچه ده ، ځکه دا کړه وړه کولای شي پوچ اندي باندې تلپاتی مهر ولگوي .
د کلیسا شورا ، داسې پوښتنه رامینځ ته کوي :
''ایا د کلیسا مخکښان دا حق لري چې د ټاکل شوو حکمونو د ساتلو لپاره ، کوم چې بدلون نه منوونکي دي ، د هغه ژمن لیک په لوړې کولو سره ، په خپلو غړو او د هغو له لارې پر خلکو خپلې مخکښي ته دوام ورکړي ؟ ''
زه په ډاگه وایم چې دا کار ناشونې دی . داسې چلند د دې لپاره تر لاس لاندې نیول کېږي چې د انسانیت پر مخ د لا ډېرې روښاندي لار وتړي .
که دا حق د رسمي جگپوړو ان د ولسي جرگې او نورو هڅاندو ژمنوالو لخوا منل کېږي ، خامخا دې ونه منل شي .
یو ژمنتیا په یو پړاو کې کېدای شي ونه منل شي چې د ډېر وخت نیوونکی وي ، ځکه دا کار زموږ راتلونکی نسل له بشپړې څیړنې بې برخې کوي ، د تیر وتنو د پېژندگلوۍ ځواک ترې اخلي او د روښاندي د پرمختگ مخه ډبوي . دا کولای شو د ژوند او انساني طبعیت په وړاندې چې برخلیک یې په ډېر ځیرتیا له همدغه پرمختگ سره تړلی دی یو جنایت وگڼو . په دې ډول خلک راتلونکي کې حق لري تر څو په داسو پریکړو د رد کرښه وکاږي . د داسو پریکړو بنسټ چې خلکو ته د قانون بڼه ورکوي ، د دغې پوښتنې په یرغمل کې دی :
ایا خلک داسې تپل شوی قانون پر ځان مني ؟ اوس کیدای شي د یوې ښې هوساینې له پاره ، یوه لنډه موده ، ځني نظامونه ومنو . ښایي په ترڅ کې یې لنډ مهاله سمون پلی شي ، هر ښاروند ( تر ټولو مخکې ، هر روحاني چې د یو پوهاند نقش پر اوږو وړي ) خامخا دې ازاد پریښودل شي تر څو د اوسنيو بنسټونو تیر وتنې او خپلسري په کره کتنو کې څرگندې کړي .
دا کار دې هغه پورې مخ ته لاړ شي ، چې د وگړنیز پوهاوي کچه تر هغه لوړه شي چې د بیلابیلو دیني عالمانو د غږونو یووالې ( خو نه ټول ) چمتو کړي ، څو د سمون غږ د لوړ پوړو غوږو ته ورسول شي ، تر څو له هغو عبادت کوونکو څخه چې د روښانولۍ په اند لیکه یې ، دین کې سمون منلی دی ، ننگه او ملاتړ وکړي ، خو نه د هغو په وړاندې چې غواړي خپلو پخوانیو دیني ټولونو ته ژمن پاتې شي خنډ شي .
خو که موږ دیني بنسټونو ته اجازه ورکړو چې هیڅکله چمتو نشي د خلکو کره کتنو غږ ته غوږ کېږدي ، دا په دې مانا دی چې موږ یوه موده دانسان د پرمختگ او پراختیا مخه نیولې ده ، چې باید په کلکه ترې مخنیوی وشي .
یو څوک کولای شي یواځې د یوې لنډې مودې له پاره خپله روښاندي وځنډوي . همدا راز هغه کولای شي نور هیڅکله ، نه د ځان یا نورو پاتې کسانو لپاره روښاندي پسې وگرځي ، خو دا به نه هېروي چې یو سپیڅلی انساني حق تر پښو لاندې کوي .
كله چې یو وگړی نشي کولای یواځې خپل ځان ته پریکړه وکړي ، نو یو واکمن چې نوم لاړتوب یې پر همدې لیکي پورې تړلی دی چې هوډ یې د خلکو د غږ ښکارندوی دی،هیڅکله نشي کولای ، په داسې پرېکړې لاس پورې کړي.
کله چې هغه وپتیله ، د یو مدني سمون اونظام په چوکاټ کې د دیني سمونوالۍ لپاره وړاندیزونه پاتې کیږي ، نو اوسېدونکي دې پرې ښودل شي چې لاس په کار شي تر څو خپله اروا وژغوري . د هغه دنده د خلکو د ارواوو ژغورنه او خلاصون نه دی ، هغه دنده لري تر څو د هغه چا خنډ شي چې غواړي په زور زیاتي سره د هغه وگړي د تکل مخه ونیسي چې هغه غواړي خپله د ژغورنې ډېره ښه لار ولټوي .
دا د کرکې او سخت نیونې کمال دی چې واکمن په دې برخو کې لاسوهنه وکړي او پر هغو لیکنو څارنه وکړي چې اوسېدونکې یې غواړي تر څو خپل ( دینی ) اندونه د ټولو د پریکړواو سپیناوۍ په وړاندې کېږدي . هغه نشي کولای دا کار سرته ورسوي ، ان تر دې که له گټورژور لید هم برخمن وي .
په دې توگه هغه ، د رومیانو دې نامتو خبرې سره مخامخ کیږي چې وایي : ٫٫ شاهنشاه نشي کولای په هغه چا چې د ژبې پښویه لیکي ، برلاسی ولري ،،.
دا ډېره بد مرغي ده چې هغه د خپلې واکمنۍ سیمه کې د څو خپلسرو د دیني زلند ( استبداد ) په ملاتړ پر نورو اوسېدونکو برتیایي ورکړي . هغه په دې کار سره د ځواک ستنې کمزوره وي .
كله چې موږ پوښتو، ایا موږ د روښاندي په دوران کې ژوند کوو؟ ځواب یې نه دی ، خو، موږ د روښاندۍ په یو دوران کې ژوند کوو.
همدا اوس په رښتیا ، انسان له هغه وخت نه لرې دی چې پرته د بهرنیو لارښوونکو له لارښوونې په دیني برخو کې له خپلې پوهې په پوره باور او یقین ، په ښه توگه گټه واخلي .
سره له دې ، موږ د روښنایي نښې نښانې وینو چې موږ د موخو لور ته درومو ، ځکه د ( دیني رښتمني ) موندلو دړه پرانستل شوې ده .
هغه چې ډېر اړین دي دا دي ، کوم خنډونه چې په ټوله کې او د په لاس جوړ ماشوم لخوا د روښاندي په وړاندې پراته دي په کراره کراره چاود اخلي او ماتېږي . په دې ډول کولای شو دې وخت ته د روښاندي دوران او د فردریک پېړۍ ووایو .
شاه زی نه نباید دا کار د برم ټیټوالی وگڼي ، چې څرگنده کړي ، دنده یې دا نه ده چې د دیني مسالو په برخه کې خپلو اوسیدونکو ته کومه دستوره ورکړي ، بلکې ، هغوي دې پرېږدي چې خپله د بشپړې ازادۍ پرېکړه وکړي . که هغه دا کار رد کړي ، لکه چې وایي د ٫٫ زغم ،، کلیمه ځان غوښتونه نه ده ، هغه خپله روښانه شوی دی ، هغه خپله حق لري نړۍ کې د ستایلو وړ وگرځي او هغه ته داسې یو میړنی وویل شي چې په لمړي ځل یې بشر ، لږ تر لږه د دولت د چاپیریال له بندیزونو وژغوره او ټولو ته یې اجازه ورکړه تر څو په هوډمن تکل سره په خپلې پوهې او وجدان ډډه ولگوي .
د هغه تر واکمنۍ ، قدرمن کشیشان ، چې د عالمانو نقش لوبونکي دي ، پرته له رسمي دندو یې ، سره له دې چې دلته هلته یې له منل شوو دیني اوامرو سرغړونې کړې دي ، کولای شي د خپلو واندونو په خپراوي کې په ازاده توگه ، د نړۍ پر څیړنئ لاس پورې کړي .
دا کار د هغو ټولو وگړو په اړه هم سمون لري چې حکومتي چارواکو ته ژمن ندي .
دا د ازادۍ اروا د پروس پولي وهي او اړینه ده ، په هر ځای کې چې ورته بهرنی خنډ د حکومت لخوا جوړ شي چې وې نشوای کولای په دې گټې پوه شي خامخا به په جگړې لاس پورې کوي .
پروس فردریک ، یو روښانه بیلگه دی او هیڅکله یې ټولنیز نظم ، د ټولنې یووالی او اتحاد گډوډ کړې نه دی . كله چې یو څوک په کستمنه توگه هڅه ونکړي چې بشر د وېرې پنجره کې واچوي ، دا کار د بدلون نوې بڼې ته موکه برابروي .
ما د روښاندي پر گوهر ټینگار کړی دی :
د انسان ژغورنه له رغاویز ماشوم څخه ، په تیره په دیني چارو کې ، ځکه زموږ دینې لارښودي د اوسیدونکو د پوهې او هنر په برخه کې د لارښوونې دنده پر اوږو نه ږدي .
تر ټولو اړین دا چې ، په دیني برخه کې ذهني ماشومتوب نه یواځې چې ډېرې خطرې لري ، بلکې ، ډېر له شرمه ډک دی . خپلواک واکیالی چې د پوهې او هنر په برخه کې ازادي لوړه گڼي ، خامخا دې ورته ارزښتمنه پاملرنه وکړي .
هغه پوهېږي که چیرې اوسیدونکو ته یې اجازه ورکړل شي چې د اندیښنو په خپرولو سره د وگړنیزو خدمتونو په وړاندې خپل واند او پوهه د یو ښه اساسي قانون په اړه ، ان له اوسنیو شتو قوانینو یوه تونده کره کتنه وکړي ، کوم زیان نه اوړي . موږ د دې ازادۍ ځانگړې بېلگې لرو – او هیڅ پاچا یې گرد ته نه رسېږي .
خو ، هغه یواځینی څوک چې ځان روښانه کوي ، هغه څوک چې هیڅکله له سیورو نه ډارېږي ، او هم هممهاله پر هغه لوی وسله وال ځواک پرمان چلوي چې د سراسري سولې ساتنه او ذمه واري لري ، یواځې هغه دی چې کولای شي ، کوم څه چې د بل آزاد هېواد ، خپلواک واکمن یې د وېلو زړوتیا نلري ، ووایي :
٫٫ تر کوم ځایه چې کولای شې او په هره برخه کې چې غواړې ، استدلال وکړې ، خو غاړه به ږدۍ .،،.
په دې ډول ، موږ دلته او نورو ځایو کې په انساني برخو کې ، چې په هغه کې هر شی د نه همغږۍ په تگ لوري او ورسره پر نه وړاندوینو پیښو، مخ ته ځي ، گورو چې بیا هم مدني خپلواکي تر یو بریده د خلکو د اندیښنو د ازادۍ په چوکاټ کې ، د پاملرنې وړ لار پرانېزي ، خو له بل پلوه دا هم هیر نکړو چې ، په دې لار کې سکندري دیوالونه سر پورته کوي . سره د هغه ، په ځینو برخو کې ، ان لږه مدني ازادي ، د خپلې وړتیا تر کچې ، د ازادۍ د اروا او جذبې د پراختیا موکه برابروي .
هستي او طبعیت د ژوند د زړي په مینځ کې ، په ځیرتیا د خپل اندي لپاره ، د پاملرنې توخم کرلی دی .
له بلې خوا ، دا د اندیښنې ازادي سوکه سوکه د خلکو د اندونو پر دودونو خپل اغیز پرې باسي او انسان کولای شي لا تر ډېره په ازاد چلند لاس پوري کړي .
په روستیواو او د کار پایله کې خپلواک اندونه ، خپله لار د لوړو پوړیو پر لور پرانېزي او دولت پوهېږي چې ، اوسنی انسان ، د انساني برم په لرو سره تر یو ماشین ارزښتناکه گڼل کېږي .
* * * *
روښاندي = روشنگري
اند= اندیښنه ، فکر
اندم = فکر کوم
اوېجه = ځمکه ، هېواد ، خاوره ، نړۍ
٫٫د چاڼ شوي واند کره والي،، =« نقد خِرَد ناب »
اکربکر =( حال و وضع )
لید = دیدگاه
لټي او نانیسا = تنبلی و جبونی
اوسار = لگام ، تسمة دهنه حیوانات باری
هوسا = آرام و راحت
موخه = هدف و منظور
سپېڅلی = مقدس
پاڼَکۍ = نسخه
هاند اوهڅه = تپ و تلاش
اندیښنه = اندیشه
رغوي = جوړوي ، رغول . ساختن
پالونکی = روزونکی ، تربیه کوونکی
ډیری = زیات ، زیاد
ځاني = ذهنی
اوزار = ابزار
اېل = تابع ، تر حکم لاندې
غړوندی = د غاړې رسې ، ریسمان گردن
غبرگولی = همزاد ، دوگانه
ناډاډگېرن = نامطمین
اندتوگې = طرز تفکر
وېږل = غځول ، ادامه
ووېږدوي = وغځوي
رښتنولي = واقعیت بینی
پاته وړي = باز مانده گان
ډېری وگړي = مردم عام
بدلون او اوښتون = تغیر و انقلاب
ځانگړی زلند = استبداد شخصی
لنډ گروهي = تعصب
ویی = لغت ، کلیمه ، اصطلاح
لاسوند = دلیل
لاسوندله = استدلال
واکیالی = فرماندار
اوسارول =لگام زدن
هوډ او پتېینه = اراده و تصمیم
شامِت = بخت و نصیب
بې شامتي = بدبختۍ
پوړۍ = مقام
سپیناوی = ثبوت ، برهان
ځانگړی = مشخص ، خصوصي
اروایي = روحی
ځیرتیا= دقیق
رد کرښه = خط بطلان
نوم لاړې = مشهور
پتېل = تشخیص
پښویه = گرامر ، دستور زبان
برتیایي = برتري
رښتمني= ثبوت ، حقیقت
رښتمن =حقیقت گو
واند= خیال ، گومان
ژمندويي = تضمين
بياځلتيا = تکرار
نوم لاړی = نامتو ، مشهور
رغاویز ماشوم= طفل مصنوعی یا خود ساخته
گروهه =عقیده
لنډگروهي = تعصب
خپلواک اند = آزاد فکر
زړَی = هسته

 

 

لوستل شوی 103 ځله

1 Response Found

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي