محمد بشیر یوسفزوی
ټاکنې د ولسواکۍ اصل دی، خو په افغانستان کې ډېر په ځانګړي ډول نوماندان د دغه اصل د قومي کولو هڅې کوي، هغوی چې کوم، کمال، هنر او جوهر نه لري، خلکو ته جهت او انګېزه نشي ورکولی او خپل ځان ورته نشي تشریح کولی. یا په اصطلاح داسې کوم کمال نه لري چې د خلکو پام ځانته ور واړوي، نو هغوی بیا د ټاکنو د قومي کولو هڅې کوي چې دا کار په څو دلایلو مناسب نه دی.
لومړی دلیل یې دادی چې د ټاکنو قومي کول د افغانستان ملي یووالي ته زیان رسوي او د وروڼو قومونو تر منځ کینه، حسد، بغض، حسادت او بدبیني زیاتوي