خرافات او مزخرفات

علمي ، فلسفي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز
خرافات هغه باورونه او کیسې دي چې د علمي ثبوت پر ځای په دودونو، وېرې او پخوانیو روایتونو ولاړې وي. دا ډول باورونه له یو نسل څخه بل نسل ته انتقالېږي او د طبیعي پېښو لپاره غیرعلمي او خیالي توضیحات وړاندې کوي. په پخوانیو زمانو کې چې انسانانو د طبیعت د پېښو لکه ناروغیو، تندر، زلزلو او نورو حالاتو او پېښو په اړه علمي پوهه نه لرله، نو هغوی به ورته غیرواقعي علتونه جوړول. همدا ناپوهي، وېره او د ژوند د کنټرول غوښتنه د خرافاتو د رامنځته کېدو بنسټیز عوامل وو. د بېلګې په توګه د زلزلې دپاره یې داسې دلایل وړاندې کول چې نه یې علمي او نه منطقي بنسټ درلود. د خرافاتي نظریو له مخې زلزله ځکه پېښېږي چې ځمکه د غوايي پر ښکر ولاړه ده کله چې د غوايي یو ښکر ستړی شي نو ځمکه بل ښکر ته اړوي چې د امله یې د ځمکې د زړېدو سبب ګرځي.
په ډېرو ټولنو کې بېلابېل خرافات شته، لکه دا باور چې توره پیشو بد مرغي راولي، د شپې جارو رزق کموي، بوټ پر بوټ کېدل د سفر نښه ده، یا د بوډۍ ټال لاندې تېرېدل د انسان جنس بدلوي. همدارنګه ځینې خلک باور لري چې که اوبه په غږ سره توی شي نو میلمه راځي، یا د بوټانو ځانګړې نښې د پیسو د راتګ سبب کېږي. دا ټول باورونه د علمي څېړنو له مخې هېڅ ثبوت نه لري او یوازې د دود، تصادف او کلتوري روایتونو پایلې دي.
خلک پر خرافاتو ځکه ژر باور کوي چې ذهن هڅه کوي د پېښو ترمنځ اړیکې پیدا کړي، ان که دا اړیکې شتون و نه لري. کله چې دوه پېښې یو ځای یا په نږدې وخت کې رامنځته شي، ذهن د هغو ترمنځ تړاو رامنځ ته کوي او ترې ناسم قانون جوړوي. له بلې خوا ساده او په زړه پورې کیسې ژر په ذهن کې ځای نیسي او د مشرانو څخه د اورېدو له امله د حقیقت په توګه منل کېږي. وېره او هیله هم مهم فکتور دی چې په دې بهیر کې مهم رول لوبوي، ځکه خلک غواړي له بدو پېښو ځان وساتي او یا ښه شیان ترلاسه کړي. کله چې د یوې پېښې علمي علت څرګند نه وي، نو خلک په اسانه خیالي توضیحات او باورونه مني. همدارنګه ټولنېز فشار هم اغېز لري، ځکه که ټول خلک یوشان باور ولري، فرد یې هم بې له پوښتنې مني. سربېره پر دې، ذهن هغه بېلګې ښه یاد ساتي چې د هغه باور تایید کړي او مخالفې بېلګې له پامه غورځوي.
د خرافاتو د ازموینې لپاره باید هر باور تر پوښتنې لاندې راوستل شي او د هغه لپاره ثبوت وغوښتل شي. هر علمي حقیقت باید پر شواهدو ولاړ وي، نه پر دود. بیا باید وکتل شي چې ایا دا باور په تکراري تجربه کې ثابتېږي که نه، ځکه تصادفي پېښې د عمومي قانون ثبوت کېدای نه شي. د طبیعي علتونو لټه هم مهمه ده، ځکه ډېری پېښې علمي او فزیکي توضیحات لري. همدارنګه باید د ذهن د تایید تمایل ته پام وشي، ځکه انسان یوازې هغه شیان ډېر یاد ساتي چې د هغه باور یې تاییدوي، نه چې هغه رد کړي. 
خرافات هغه غلط باورونه دي چې خلک پرې باور کوي، خو مزخرفات هغه بې‌ مانا او غیرمنطقي خبرې دي چې نه منطق لري او نه اړین وي چې خلک پرې باور وکړي. په سیاست کې هم خرافاتي باورونه شته چې خلک یې بې له علمي تحلیل نه مني او د حقیقت پر ځای پر احساساتو، شعارونو او ساده تصوراتو باور کوي. ځینې خلک فکر کوي چې یو واحد سیاسي مشر یا ډله کولای شي ټولې ستونزې په یوازې ځان حل کړي، حال دا چې سیاست د اقتصادي، ټولنیزو او نړیوالو عواملو یوه پېچلې مجموټولګه ده. ځینې نور باور لري چې یوازې د نظام یا بیرغ بدلول د خلکو ژوند سموي، حال دا چې د ټولنې بدلون اوږدمهاله کار، قانون، اقتصاد، تعلیم او ادارو ته اړتیا لري.
په ځینو ټولنو کې دا باور هم شته چې که یو بهرنی هېواد د یوې ډلې ملاتړ وکړي، نو هغه ډله به خامخا بریالۍ او د خلکو ستونزې به حل کړي، خو تاریخ ښيي چې بهرنی ملاتړ تل د ثبات او پرمختګ ضمانت نه وي. همدارنګه ځینې خلک فکر کوي چې که یو هېواد له بل هېواد سره اړیکې پرې کړي نو ټولې ستونزې به یې حل شي، حال دا چې نړیوال سیاست او اقتصاد دومره ساده نه دي او هېوادونه له یو بل سره ژورې اقتصادي او سیاسي اړیکې لري. کله کله دا ډول باور هم پیدا کېږي چې هره ستونزه د یوې پټې توطیې پایله ده او هېڅ داخلي کمزوري یا تېروتنه شتون نه لري. دا ډول فکر انسان د حقیقت له منلو او د اصلي ستونزو له حل څخه لرې کوي.
ځینې سیاسي خرافات د ملتونو د برترۍ له احساس سره هم تړاو لري، لکه دا تصور چې یو قوم یا ملت په طبیعي ډول تر نورو غوره دی. دا ډول باورونه د تاریخ، ټولنپوهنې او انساني برابرۍ له اصولو سره سمون نه لري او ډېر وخت د شخړو او تعصب سبب ګرځي. کله کله خلک دا هم باور کوي چې یوازې سخت زور او وېره ټولنه اصلاح کولی شي، حال دا چې تاریخ ښيي چې دوامدار ثبات د عدالت، قانون او د خلکو د رضایت له لارې رامنځته کېږي.
په عمومي ډول خرافات د انسان د ناپوهۍ، وېرې او کلتوري دودونو محصول دي. انسانان ځکه پرې ژر باور کوي چې ذهن یې د ساده اړیکو په لټه کې وي او تصادف ته مانا ورکوي. خو د علمي فکر، منطق او تجربې له لارې موږ کولی شو حقیقت له خرافاتو جلا کړو. مهم اصل دا دی چې باور باید تل پر ثبوت، تجربه او عقل ولاړ وي، نه یوازې پر دود، احساساتو او روایت.