مارکوس تولیوس سیسرو:

علمي ، فلسفي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


هغه د لرغوني روم فیلسوف، سیاستوال، وکیل، ویناوال، شاعر او لیکوال وو، چې شاوخوا یوه پیړۍ مخکې له میلاد مسیحي څخه یې ژوند کړی دی. هغه پر (106) مخکې له میلاده د جنورۍ په دریمه نیټه د روم په سویل ختیځ کې په سل کیلومترۍ کې د «ارپینو» په ښار کې زیږیدلی دی. نوموړی د یوې شتمنې کورنۍ زوی وو او له ماشومتوبه یې بېلابېل علوم زده کړل او په ځوانۍ کې نامتو شاعر شو. په روم او یونان کې یې د فلسفې، بلاغت او بیان  زده کړې، کړې وې. ډیری لیکوال او تاریخ پوهان هغه د روم په تاریخ کې ترټولو لوی او نوموتی متفکر ګڼي. د ډیرو لیکنو او کتابونو له امله چې هغهٔ کښلي دي، دی د یو نامتو لیکوال په توګه پېژندل شوی دی. د نوموړي غوره کتابونه دا دي: «څنګه زوړ شو»، «د ازادۍ په دښمن باندې برید»، «څنګه ملګرتیا وکړو» او همداسې نور ... د سیسیرو ژوند او نښیرونو (اثارو) د بیان، اخلاقو او سیاست په برخو کې په لویدیځ اندو فکر ژور اغېز پرېښود. هغه رومانیان د یوناني فلسفې د مهمو ښوونځیو سره اشنا کړل او د لاتیني فلسفي لغت‌نامه یې جوړه کړه ترڅو خپل ځان د ژبپوه، ژباړونکي او مهم فلسفي شخصیت په توګه وړاندې کړي. ده خپل لوی اغېز پر غوره روڼاندو لکه: «جان لاک، ډیوډ هیوم، او شارل دو مونتسکیو» پرې ایښی دی. د هغه نښیرونه(اثار) د اروپایي فرهنګ په تاریخ کې له اغېزناکو نښیرونو(آثارو) څخه شمېرل کیږي. سیسرو د پوځي تخنیکونو په زده کولو سره په بېلابېلو جګړو کې هم برخه اخیستې وه. هغه ختیځ ته هم سفر وکړ او د نړۍ د دې سیمو د خلکو له فلسفې او حکمت سره هم اشنا شو. سیسرو د «مارک انتوني» په امر ووژل شو.
دا هم د مارکوس تولیوس سیسرو ګټورې او مهمې خبرې او ویناوې:
- که یو باغ او یو کتابتون ولرئ هر هغه څه لرئ چې ورته اړتیا وي. 
-  کور پرته له کتابونو لکه یو بې اروا بدن دی. 
- هیڅکله زیاتوالی او افراط مه کوئ، خو پرېږدئ، چې انډول(برابري) او اعتدال ستاسو لارښود وي. 
- زه په دې نه شرمېږم چې منښته، اقرار او اعتراف وکړم، چې زه له هغه څه څخه ناپوه یم چې زه پرې نه پوهېږم. 
- هوښیارانو ته پوهه او عقل لارښونه کوي، منځني عقلونو ته آزمایښت او تجربه، نا پوه او احمقانو ته اړتیا او ظالمانو ته غریزه. 
- د دې لپاره چې موږ آزاد خادمان واوسو، موږ باید ټول د قانون خادمان واوسو. 
- د خلکو خوندیتوب تر ټولو لوړ قانون دی. 
- جګړه قانون وژني. 
- زه هیڅکله د بل چا شتمني دومره نه ستایم، چې  له خپلې شتمنۍ څخه ناراضه شم. 
- د کایناتو لوست او مطالعه به نیمګړي وي تر څو چې عمل یې و نه څارل شي. 
- موږ خپلې خوښۍ هېره وو، خو غمونه او رنځونه مو په یاد دي. 
- زړور انسان د ایمان څخه ډک وي. 
- د جګړې په وخت کې، قوانین چُپ او خاموش دي. 
- جګړه، د هغو کسانو د وژلو ځای دی چې یو بل نه پیژني او د هغو کسانو په ګټه ده چې یو بل پېژني خو یو بل نه وژني. 
- عادت خورا پیاوړی دی، دا موږ ته د ستړیا زغم  او د درد، ټپ او زخم څخه د کرکې او نفرت کولو لوست او درس راکوي. 
- چوپتیا او خاموشي د خبرو اترو  له هنرونو څخه دی. 
- نا عادلانه او نا حقه سوله تر عادلانه جګړې ښه ده. 
- مخکې له دې چې تاسو پیل وکړئ په پاملرنې سره یې پلان کړئ. 
- تاسو به نورو ته همدومره ارزښت ورکوئ څومره چې تاسو د ځان لپاره ارزښت ورکوئ. 
- طبیعي ده چې هر څوک تېروتنې کوي، خو یوازې نا پوه او احمق تېروتنې ته دوام ورکوي. 
- پوهه چې له نیاو(عدالت) څخه جلا وي د حکمت او هوښیارتیا په ځای خیانت بلل کیدی شي. 
- خو ازادي څه ده؟ د ژوند کولو ځواک لکه څنګه چې یو څوک یې غواړي. 
- د شریعت احکام دا دي: په صداقت سره ژوند کوه، هیچا ته ضرر مه رسوه او د نورو حقوق ادا کول. 
- هیڅکله هم ملګري مه ځوروئ، حتا په ټوکه کې. 
- ریښتیني ملګري او دوستان که له سترګو لرې شي، له زړه نه، نه لرې کېږي. 
- دوستي او ملګرتیا د تقوی پر بنسټ ټینګه وي. که دا بنسټ له منځه ولاړ شي، دوستي او ملګرتیا به هم ړنګه شي. 
- هغه کسان چې دوستي له ژوند څخه لرې کوي، داسې دي لکه چې لمر مو له نړۍ نه اخيستی وي. 
- تاسو هیڅکله د کوچنیو خلکو سره لوی کارونه نشئ کولئ. 
- مننه او شکریه نه یوازې یو فضیلت دی بلکې د ټولو فضیلتونو پلار هم دی. 
- د دولت لپاره د انساني دندې په پرتله کومه غوره او ارزښتاکه دنده ده چې وده کوونکي نسل ته لوست او درس ورکوي. 
- دا ځانګړنه د هغه نا پوه او احمق لپاره ده چې د نورو کمزوري او عیبونه ګوري او خپل کمزوري او عیبونه هېروي. 
- د پنځ «طبیعت» د قانون له مخې، عادلانه دا ده، چې هیڅوک باید د بل په زیان او زیان رسولو سره بډای نشي. 
- څومره چې موږ لوړ مقام ته رسېږو هغومره باید عاجز او متواضع واوسو. 
- هیڅکله لویوالي او عظمت ته نه رسیږئ، تر څو چې په هغه لاره کې ډېر زیار او زحمت ونه باسئ. 
- مېړه باید د کور مغز او ښځه یې زړه وي. 
- مینه هڅه کوي چې له ښکلا څخه الهام اخیستونکي ملګرتیا را مینځته کړي. 
***
په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود