هغه یو نامتو ایټالوي فیلسوف، تاریخ پوه او سیاست پوه، شاعر، ډرامه لیکونکی، زیرک دیپلومات، اروا پوه او تکړه لیکوال وو، چې په (۱۵)مه او (۱۶)مه پېړیو کې یې ژوند کړی، او ځینې یې د سیاسي علومو د عصري تګلارې بنسټ ایښودونکی ګڼي. ماکیاولي پر (1469)زېږدیز کال کې د «فلورانس» ښار، چې په ایټالیا کې یې موقعیت درلود زیږیدلی دی. نوموړي ډېر ګټور او اغېزمن نښیرونه(اثار) کښلې دي. د ده دوه نوموتي نښیرونه لکه: «شهریار یا شهزاده» او «ګفتار ها یا ویناوې»په شپاړسمه او راتلونکو پیړیو کې د لویدیځې نړۍ په فکري او کلتوري ژوند ژورې او تلپاتې اغیزې پرې ایښې دي. ماکیاولي د ایټالیا پر یووالي او پیاوړتیا اندو فکر کاوه او غوښتل یې چې خپل هېواد د شر و فساد او د بهرنیانو له بریالي کېدو او تسلط څخه وژغوري. هغه خپل ژوند، سیاست او وطن پالنې ته سپارلی او وقف کړی وو. د ماکیاولي څخه مخکې د سیاست په اړه ډیرې خبرې شوې وې، خو د سیاست او عصري سیاست علم ماکیاولي پیل کړ. دی د سیاست په ډګر کې یو رښتینی متفکر او په اصل کې د سیاست په پوهه کې د ریالیسم بنسټ ایښودونکی وو. ماکیاولي، د عصري فلسفې د پلار په توګه، په خپلو کارونو کې یې د اومانیستي او بشر پاله سیاست جوهر څرګند کړ. هغه د سیکولاریسم د پیل په عصر کې ژوند کاوه او غوښتل یې چې سیاست له دین څخه جلا کړي. هغه سیاست له دین او اخلاقو څخه جلا کړ او د یو خپلواک دولت په توګه یې دولت ته مخه کړه. نیکولو ماکیاولي د جون په (21)مه، پر (1527)ز کال کې په «فلورانس» د ایتالیا کې مړ شو، پرته له دې چې د ایټالیا د یووالي لپاره د هغه د هیلې پوره کولو شاهد وي.
دا هم د نیکولو ماکیاولي اغېزناکې او ګټورې خبرې او ویناوې:
- هر څوک چې د تلپاتې بریا په لټه کې وي باید د وخت سره سم خپل چلند بدل کړي.
- هیڅ لوی شی هیڅکله د خطر برته نه ترلاسه کېږي.
- تر ټولو بده بېلګه په ټولنه کې دا ده، چې قانون جوړ شي خو عمل پرې ونه شي.او تر ټولو بده دا ده چې قانون جوړونکی پخپله قانون ماتوي.
- د خلکو شر و فساد د واکمنانو د شر و فساد له امله دی.
- ښه زده کړه د ښو قواعدو څخه څرګندېږي.
- د انسان لپاره اړينه ده، چې د جالونو د پېژندلو لپاره ګيدړ او د لېوانو د وېرولو لپاره ځواکمن زمری وي.
- کوچني جرمونه غندل کیږي. خو لوی او جدي جرمونو جایزه اخلي.
- ډېری خلک په اسانۍ سره دوکه کېږي ځکه چې دوی د غښتلې سولې تږي دي او هغه زیانونه نه ګوري چې د لویو ژمنو تر شا پټ دي.
- د سیلاب د ویجاړونکي حرکت سره سره، دا د پلان سره، ترسره کیدی شي کله چې شرایط نورمال وي، او د اړینو بندونو جوړول او د سیلابونو غښتلي خنډونه د احتمالي سیلابونو په وړاندې مقاومت کوي.
- متشبثین هغه څوک دي چې پوهېږي د ستونزو او فرصتونو تر منځ لږ واټن شتون لري او هغوی د دې وړتیا لري، چې دواړه د خپلې ګټې لپاره وکاروي.
- که کوم ملت د خپلې ټولنې د سیاسي مشرانو په غلا، درواغو او ناپوهۍ پوه شي او یوازې د هغوی سره د یو ځای کیدو په خاطر د هغوی له بدیو سترګې پټې کړي، هغه ملت خپل فضیلتونه له لاسه ورکوي او کوم ملت چې خپل فضیلتونه له لاسه ورکړي خپل وطن له لاسه ورکوي.
- عمل کول او توبه کول د عمل نه کولو او پښیمانۍ نه غوره دي.
- د وجدان په اړه اند او فکر کول ملنډه یا مسخره ده، ځکه چې کله خلک په لوږه، زندان او مرګ کې ښکېل وي د دوزخ خبرداری هیڅ اغیزه نلري.
- په هغه نړۍ کې چې واک د بدو خلکو لخوا اداره کېږي، دا د تصور وړ نه ده چې یو ریښتینی او صالح واکمن د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.
- تاسو کولی شئ یوازې خپل ذهن کنټرول کړئ، نه بهرنۍ پېښې. په دې پوه شئ چې د خپل ځواک رېښه ومومئ.
- خدای نه غواړي چې ټول کارونه پخپله وکړي او په دې توګه د انسان خپلواکه اراده، تکل او د هغه د ویاړ برخه له منځه یوسي.
- څوک چې غواړي له هغې اطاعت او پلوي وشي، باید پوه شي چې څنګه امر وکړي.
- خلک په طبیعي توګه په نوي شیانو باور نه کوي چې دوی یې آزمایښت او تجربه نه ده کړې.
- د دوکه کوونکي په چلبازۍ او دوکه کې دوه چنده مزه ده.
- دا د نارینه وو یوه عامه تېروتنه ده، چې په ښه هوا کې توفان ته پام نه کوي.
- بریالی لارښود هغه دی چې د پرېکړې د تر سره کولو او د هغې د څرګندولو د مخه یې، ژوره څېړنه کړې وي.
- انسان له خیانت پرته ژوند نشي کولئ، ځکه چې دا د هغه طبیعت دی.
- تاسو باید هیڅکله ونه غورځئ او سقوط و نه کړئ، پدې باور چې یو څوک به تاسې پورته کړي.
- د یو واکمن د هوښیارتیا اټکل کولو، لومړۍ لاره د هغه په شاوخوا کې د خلکو لیدل دي.
- له غوړه مالۍ څخه د ځان ساتلو بله لار نه شته، تاسو باید خلکو ته خبر ورکړئ چې تاسو ته رښتیا ویل تاسو ته زیان نه رسوي.
- هسکې او پرتمینې ماڼۍ او اوچت واک لرل چې د لوستلو خوند په کې نه وي، تر یوې وړې جونګړې چې کتابونه او ورځپاڼې لري، ډېر ټیټ دي.
- خلک د دوو هڅونو له خوا پر مخ وړل کېږي، یا مینه یا وېره. او څنګه چې مینه او وېره په سختۍ سره یو ځای کیدی شي، که موږ یو له دوی څخه غوره کړو، وېره د مینې په برتله خورا خوندي ده.
- نارینه د خپل پلار مړینه د میراث له لاسه ورکولو څخه ډېر ژر هیروي.
- په عموم کې، دا ویل کیدی شي، چې انسان بې ثباته، دوکه باز او د ګټو لالچ دی.
- د خلکو باور تر لاسه کول له تکیه کولو څخه په کلاګانو ډېر ښه دی.
- د واکمن د هوښیارتیا ارزولو لومړۍ لاره د هغه شاوخوا راټول شويو خلکو ته کتل دي.
- هیڅ کوچني پلانونه مه جوړوئ ځکه چې دوی د اروا د حرکت کولو او خوځولو ځواک نه لري.
- هوښیار سړی باید تل د لویو او غوره لارو پلوي او پیروي وکړي، که دوی لویوالي او عظمت ته و نه رسېږي بیا هم د دوی رنګ و بوی واخلي.
- یو دیکتاتور په هغه ټولنه کې واکمني او حاکمیت نشي کولی چې د ازادۍ سره عادت وي، ځکه هغه خلک چې د ازادۍ آزماېښت او تجربه لري د فرصت په تمه دي چې د هغې د ترلاسه کولو لپاره ودرېږي. د یو دیکتاتو لپاره د واکمنۍ یوازینۍ لاره تباهي، تاوتریخوالی او وېره ده.
***
په درنښت او ادبي مینه: انجنیرعبدالقادرمسعود
نیکولو ماکیاولي
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode