اوبه که نن مهارنشي سبا ناوخته ده!
انجنیر عبدالصبورساپی
اوبه یعنی آبرو یعنی ژوند:
اوبه هغه ستر نعمت ده چې الله (ج) دهستي د ښکلا او ژوند د بقا لپاره د جوړښت ورغښت او د کائناتو د سمون و بسیا لپاره ډالۍ یا هدیه کړې دي، ژوند بی له اوبو او هوا نه شتون نشي درلودلی، درې پرڅلورمه برخه د ځمکې، اوبو نه جوړه ده خو له بده مرغه ستربرخه اوبه مالګه لري چې حیوانات او نباتات ترې ګټه نشي اخيستی، نوځکه دا یوه سلنه اوبه چې خوږې دي د ژوند ټول اړخو ته حیاتی ارزښت لري، باید ډېره ورته پاملرنه وشي، ۱۴۰۰کاله دمخه حضرت محمد(ص) فرمایلي:
"د اوبو يوه قطره هم مه ضايع کوئ، که تاسو د سيند په غاړه هم ناست ياست."
د اوبو ککړول، چپاریال سره ناوړه چلند او د جمعیت زیاتېدنه د کراو کښت کم والی د اوبو نه نشتون له عمله هرورځ ژوند ته د دې حیاتی کې مادې د ارزښت دزیاتېدو د خطر زنګ غږوي، نوځکه اوبو ته پام لرنه او دغې ارزښناکې مادې په مصرف او ساتلوکې زیار دهر بادرکه وګړي نده جوړوي۰
توپیر نشته.