درنو طالبانو، آيا تاسو ځان ته د قدسيت او تر انسان پورته مقام دعوه لرئ؟
عبدالصمد ازهر ۲۷ / ۰۷ / ۲۰۲۲
زه هېڅکله چا ته په سپکه نه ګورم او د هر چا درناوی ساتم. فکري تفاوتونه نه ښايي يو بل ته زمونږ په درناوۍ کې خلل راولي. پوښتنې لرم، هيله من يم په خلاص تندي او ښه نېت يې ولولئ: ستاسو د مشر ملا هبة الله ، چې تر اوسه چا نه دی ليدلی، او د ده د فرمانونو او حکمونو په هکله سوالونه ډېر دي.