د سپرغۍ ویبپاڼه
تېره شبه د پاکستان ترهګر رژیم یو ځل بیا د سلګونو بیګناه هیواد والو پر وینو خپل خونړي لاسونه سره کړل او نژدي ۶۵۰ ناروغان یې شهید او ټپیان کړل.
دافغانستان او پاکستان ترمنځ دا ترینګلتیا یوازې دوه اړخیزه شخړه نه ده؛ دا د نړیوالو حقوقي اصولو ازموینه هم ده. د دولتونو ترمنځ اړیکې د زور پر بنسټ نه، بلکې د نړیوالو قوانینو او متقابل درناوي پر بنسټ تنظیمېږي.
د ملګرو ملتونو د منشور د ۲ مادې (۴ فقره) له مخې، هر دولت مکلف دی چې د بل دولت د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر ضد له زور یا د زور له ګواښ څخه ډډه وکړي. نړیوال قوانین او د جنیوا کنوانسیونونه د ملکي خلکو د خوندیتوب له پاره سخت مقررات لري. د رغتونونو او درملنې مرکزونو نښه کول د نړیوالو اصولو خلاف دی ځکه دا تاسیسات باید تل له بریدونو خوندي وي ان که وسله وال مرکزونه یې شا او خوا هم موجود وي باید دغه تاسیسات تر برید لاندې را نه شي. که پر ملکي سیمو بریدونه، سرحدي تېري یا یو اړخیز پوځي اقدامات ترسره کېږي، دا نه یوازې سیاسي ستونزه ده، بلکې حقوقي سرغړونه بلل کېدای شي.
همدارنګه، د نړیوال بشري حقونو او د جګړې د قوانینو بنسټیز اصول چې په ځانګړي ډول د ۱۹۴۹ د ژنیو کنوانسیونونو کې بیان شوي ملکي وګړي د جګړې له مستقیم هدف ګرځېدو څخه منع کوي. هر هغه اقدام چې ملکي وګړو ته زیان رسوي، باید د نړیوالو څارونکو بنسټونو له لوري وڅېړل شي او اړوند لوري باید حساب ورکوونکي وګرځول شي.
که چیرې یو دولت په پرله پسې ډول د بل هېواد د حاکمیت حدود تر پښو لاندې کړي، نړیواله ټولنه باید چوپه پاتې نه شي. د امنیت شورا، د بشري حقونو شورا، او نور اړوند نړیوال میکانیزمونه د همدې لپاره رامنځته شوي چې د زور پر ځای قانون واکمن کړي.
افغانستان، لکه د نړۍ هر خپلواک دولت، حق لري چې د خپل ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو د امنیت څخه غوڅه دفاع وکړي. د پاکستاني لوري اقدامات د نړیوالو اصولو خلاف دي، باید د نړیوالو حقوقي چوکاټونو له لارې وغندل شي، نه یوازې د سیاسي شعار په ژبه. نړیواله ټولنه یوازې د بیانونو خپرولو مسووله نه ده؛ بلکې باید د حقایقو د موندلو خپلواک پلاوي، شفافې څېړنې، او د تاوتریخوالي د مخنیوي میکانیزمونه فعال کړي. سیمه ییز ثبات د ټولې نړۍ په ګټه دی، ځکه ناامني سرحد نه پېژني.
که د تېرۍ پر وړاندې چوپتیا دوام ومومي، دا به یو خطرناکه بېلګه جوړ کړي چې ځواکمن دولتونه کولی شي د زور سیاست پرمخ بوځي او حساب ور نه کړي.
مسله یوازې احساساتي غبرګون نه دی؛ مسله د قانون حاکمیت دی. هغه ملت چې خپله دعوه د نړیوالو قوانینو پر بنسټ مطرح کړي، اخلاقي او حقوقي برلاسی ترلاسه کوي. د افغانستان باید خپل حق د نړیوالو حقوقي اصولو په ژبه وغواړي، څو موضوع له دوه اړخیزې شخړې څخه نړیوال حقوقي بحث ته واوړي.د افغانستان او پاکستان اړیکې د ۱۹۴۷ کال راهیسې، چې پاکستان د برېتانوي هند له وېش وروسته رامنځته شو، له سیاسي کړکېچونو او بې باورۍ ډکې پاتې شوې دي. د فرضي کرښې موضوع چې د ۱۸۹۳ کال د ډیورنډ تړون له وخته سرچینه اخلي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلاف بنسټیز ټکی ګرځېدلی.
په ۱۹۷۹ کال کې د شوروي یرغل وروسته، افغانستان د نړیوالې سیالۍ ډګر شو. د هغه مهال د جهادي ډلو ډېری مشرتابه او تنظیمونه د پاکستان په خاوره کې مېشت وو، او د سیمې استخباراتي او پوځي جوړښتونو د جګړې په مدیریت کې مستقیم رول درلود. دا واقعیت د تاریخي اسنادو برخه ده چې اسلامآباد د ستراتیژیک عمق نظریه تعقیبوله یانې داسې افغانستان چې د پاکستان د امنیتي محاسبو تابع وي..
په همدې رڼا کې، دا اندېښنه چې پاکستان غواړي افغانستان کمزوری، متکي او د خپل نفوذ تر سیوري لاندې وساتي، یوازې یو احساساتي ادعا نه ده؛ بلکې د څو لسیزو سیاسي تجربې او متقابلو تورونو محصول دی. پرله پسې سرحدي نښتې، هوايي بریدونه او توند سیاسي څرګندونې د همدې بې باورۍ تسلسل ښکاره کوي.
خو تاریخ یو بل درس هم لري: هېڅ ملت د تل لپاره د بل تابع نه پاتې کېږي. افغانستان د درېیو سترو امپراتوریو برېتانوي، شوروي او د نړیوال ائتلاف له فشارونو تېر شوی، خو خپل سیاسي هویت یې ساتلی. دا تجربه ښيي چې افغان ولس د بهرني تسلط پر وړاندې حساسه تاریخي حافظه لري.
بل اړخ ته، هغه داخلي کړۍ چې په تېرو شلو کلونو کې یې له فساد، ناامنۍ او بهرني ملاتړ څخه شخصي ګټې اخیستې، طبیعي ده چې د ملي خپلواک سیاست له پیاوړتیا سره ځانونه زیانمن ګڼي. کله چې ملي ګټې د شخصي شتمنۍ او نفوذ پر وړاندې ودریږي، ځینې به د بهرنیو دریځونو تر سیوري لاندې تمایل وښيي.
خو د ملت لپاره مهمه دا ده چې مسایل په عقلاني او تاریخي شعور تحلیل کړي. که رښتیا هم د تابع کولو هڅې موجودې وي، د مقابلې تر ټولو قوي وسیله احساساتي شعار نه، بلکې درې بنسټونه دي، ملي یووالی او داخلي اجماع ، انډول شوی او خپلواک بهرنی سیاست، اقتصادي او امنیتي ځانبسیاتوب.
هغه هېواد چې سیاسي ثبات، اقتصادي پیاوړتیا او واحد ملي دریځ ولري، د بل هېواد د نفوذ تابع کېدل یې ستونزمنېږي. افغانستان که غواړي د سیمې په معادلو کې د فشار پر ځای د تعامل محور شي، باید خپل کور دننه صفونه منظم کړي.
په پای کې، تاریخي حقایق ښيي چې بې ثباته افغانستان د ډېرو سیمه ییزو لوبغاړو لپاره د نفوذ ساحه وه؛ خو باثباته او متحد افغانستان د هېچا تابع نه شي پاتې کېدای. د ملت بیداري هغه وخت بشپړېږي چې تاریخي حافظه، سیاسي شعور او ملي یووالی سره یو ځای شي نه دا چې یوازې احساسات وغږول شي، بلکې عقل او تدبیر لارښوونه وکړي.
موږ د افغانستان پر خلاف د پاکستاني ترهګرو تري په کلکه غندو.
تل دي وي افغانستان
پر افغانستان د پاکستان پرله پسې ترهګریز بریدونه
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode