د سپرغۍ ویبپاڼې اعلامیه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

موږ افغانان په کلکه د پاکستاني هوايي ځواکونو وروستي بریدونه، چې د کابل په ګډون د افغانستان پر یو شمېر ولایتونو ترسره شوي او له امله یې ګڼ شمېر بې ګناه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي، په سختو ټکو غندو. دا ډول بریدونه نه یوازې یو غیرانساني عمل دی، بلکې د نړیوالو قوانینو او د هېوادونو د ملي حاکمیت پر ضد ښکاره تېری ګڼل کېږي.

افغانستان یو خپلواک هېواد دی او د خپل ملي حریم ساتنه د هر افغان حق دی. د بل هېواد له لوري پر افغانستان هر ډول پوځي برید د نړیوالو اصولو او د ښه ګاونډیتوب د ارزښتونو ښکاره نقض دی.

افغانستان تل هڅه کړې چې له پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو سره د متقابل درناوي او ښه ګاونډیتوب پر بنسټ اړیکې وساتي. خو له بده مرغه د پاکستان ځینې واکمنې کړۍ د افغانستان په ثبات، سوله او پرمختګ کې خپل زیان ویني او له همدې امله په دوامداره توګه هڅه کوي چې په افغانستان کې ګډوډي او بې ثباتي رامنځته کړي.

دا وروستي بریدونه د همدې ستراتیژۍ دوام دی چې هدف یې د افغانستان د ثبات کمزوری کول او د هېواد پر چارو د نفوذ بیا ټینګول دي. خو افغان ملت تل د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او خاورې د ساتنې لپاره ولاړ پاتې شوی او هیڅکله به د داسې تیریو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

موږ له نړیوالې ټولنې، نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو بنسټونو څخه غوښتنه کوو چې د پاکستان د دغو غیرمسوولانه او تیریګرو کړنو په اړه جدي اقدام وکړي او اجازه ورنه کړي چې افغانستان له سولې، ثبات او سوله ییز ژوند څخه بې برخې شي.

افغان ملت د سولې ملاتړی دی، خو د خپلې خاورې، ملي حاکمیت او د خلکو د ژوند د ساتنې په برخه کې به هیڅ ډول تیری ونه مني.

ژوندی دې وي یو سوله ییز، خپلواک او با ثباته افغانستان