عبدالملک پرهیز
نړیوال نظام په وروستیو لسیزو کې له ژور بدلون سره مخ شوی دی. د سړې جګړې له پای وروسته یو قطبي جوړښت، چې د امریکا په محور راڅرخي، ورو ورو د څو قطبي سیسټم پر لور بدلېږي. په دې بدلون کې د چین او روسیې د ځواک زیاتوالی، د منځني ختیځ د امنیتي معادلو بدلون، او د انرژۍ جیوپولیټیک اهمیت، اساسي رول لري. اوس چې د امریکا او ایران ترمنځ پراخه پوځي مخامختیا رامنځته شوې، دا یوازې دوه اړخیزه جګړه نه ده، بلکې د همدې انتقالي نړیوال پړاو د ازموینې یوه حساس ټکی دی.
که جګړه محدوده او کنټرول شوې پاتې شي، د نړیوال نظام د موجوده انډول ساتلو احتمال ډېر دی. په داسې حالت کې پوځي عملیات تر یوې ټاکلې جغرافیې محدود پاتې کېږي، ستر قدرتونه هڅه کوي له مستقیم ټکر ډډه وکړي، او فشار تر ډېره په اقتصادي، سایبري او نیابتي ساحو کې ښیي. دا ډول حالت د سړې جګړې له منطق سره ورته والی لري، چېرته چې لوی قدرتونه د مستقیمې نښتې پر ځای غیر مستقیم فشار کاروي. نړیوال اقتصاد زیانمن کېږي، د انرژۍ بیې همدا اوس لوړې شوي او نور به هم لوړ شي، خو نړیوال سیسټم به ونه نړېږي.
خو که جګړه پراخه شي لکه څنګه چې د پراخولو هڅه یې روانه ده نو سیمه ییز لوبغاړي به په مستقیم ډول په جګړه کې ښکېل شي، نړیوال اقتصادي او امنیتي جوړښت به له جدي خطر سره مخامخ شي. د انرژۍ بهیر ګډوډ شوی او لا د ګډوډېدو په حال کې دی، سمندري لارې ناامنه شوي او هورمز تنګی چې د نړۍ په سلو کې تیل تېرې استول کېږي بند شوی، او د ائتلافونو رامنځ ته کیدل د جوړېدو په حال کې دي چې دا به نړیوال نظم دوه قطبي یا څو بلقېبي اکي بڼې ته نږدې کړي. په داسې سناریو کې د امریکا او چین سیالي لا د سختیږي او روسیه هڅه کوي له دې فرصت څخه د ستراتیژیک انډول د بدلون لپاره ګټه واخلي. دا به د نړیوال تجارت د ټوټې کېدو، د ډالر د حاکمیت د ننګونې، او د موازي مالي سیستمونو د پیاوړتیا لامل شي.
تر ټولو خطرناکه سناریو دا ده چې لوی قدرتونه مستقیم پوځي ټکر ته ننوځي. که څه هم د اټومي مخنیوي اصل لا هم د نړیوالو اړیکو بنسټیز عنصر دی، خو د محاسبې تېروتنه، د نیابتي ځواکونو کنټرول له لاسه ورکول، یا سایبري بریدونه کولای شي وضعیت له کنټروله وباسي. سره له دې، تاریخي تجربه ښيي چې ستر قدرتونه عموماً د متقابلې تباهۍ له وېرې خپل تقابل مدیریت کوي. له همدې امله بشپړه نړیواله جګړه حتمي نه ښکاري، خو د اوږدمهاله د بې ثباتۍ احتمال لوړ دی.
په دې نړیوال بدلون کې د افغانستان موقعیت ځانګړې ستراتیژیکه مانا لري. افغانستان د جنوبي او مرکزي اسیا ترمنځ نښلونکی جغرافیوي پل دی او کولی شي د سیمه ییزو اقتصادي دهلېزونو برخه شي. خو همدا موقعیت کولی شي هغه د نیابتي رقابتونو ډګر هم وګرځوي. که سیمه ییز ځواکونه د خپلو رقابتونو د تصفیې لپاره بدیل میدان ولټوي، کمزوري سیاسي او اقتصادي جوړښتونه به له جدي فشار سره مخ شي. له بلې خوا، که افغانستان انډول شوی او بېطرفه بهرنی سیاست تعقیب کړي، کولی شي د سیمه ییز پیوستون او ترانزیټ په برخه کې له سیالۍ څخه فرصت جوړ کړي.
د چین احتمالي دریځ به تر ډېره اقتصادي او ستراتیژیک محاسبه وي. چین د انرژۍ دوامداره تامین، د نړیوال بازار ثبات، او د امریکا د نفوذ محدودول خپل اساسي اهداف ګڼي. له همدې امله د مستقیمې جګړې پر ځای د سیاسي ملاتړ، اقتصادي همکارۍ او ډیپلوماټیک منځګړیتوب ته تمایل لري. روسیه، چې له لویدیځ سره یې اړیکې له مخکې ترینګلې دي، غواړي د امریکا د تمرکز د وېشلو په موخه له وضعیت څخه سیاسي ګټه واخلي، خو روسیه هم نه غواړي چې مخامختیا د اټومي ټکر مرحلې ته ورسېږي.
په ټوله کې نړۍ د انتقالي نظم په پړاو کې ده. دا پړاوونه په تاریخ کې تل له بې ثباتۍ، سیمه ییزو جګړو او اقتصادي بحرانونو سره مل وي، خو دا مانا نه لري چې بشپړه نړیواله تباهي حتمي ده. د نړیوالو اړیکو اوسنی جوړښت، چې پکې اقتصادي متقابل تړاو، نړیوال سازمانونه، او اټومي مخنیوی شامل دي، تر یوې اندازې د کنټرول میکانیزمونه برابروي.
بشریت له خطر سره مخ دی، خو دا خطر مطلق او نه بدلېدونکی تقدیر نه دی. راتلونکی به تر ډېره د قدرتونو پر محاسبې، د ډیپلوماسۍ پر ځواک، او د سیمه ییزو دولتونو پر داخلي ثبات پورې تړلی وي. که سیالي مدیریت شي، نړۍ به څو قطبي خو باثباته نظم ته داخل شي؛ که مدیریت ناکام شي، اوږدمهاله بې ثباتي او اقتصادي فشار به د نړیوال سیاست نوی عادي حالت وګرځي
د نړیوال قدرتونو مخامختیا او احتمالي پراخې جګړې
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode