بدلېدونکې نړۍ او کمزوري هیوادونه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز
د نننۍ نړیوال سیاست چاپېریال د تېرو څو کلونو د پېښو له امله په ژوره توګه بدلون کړی دی. افغانستان، لیبیا، عراق، او د وینزویلا وروستۍ پېښې که څه هم جلا جلا ښکاري، خو په حقیقت کې ټول د یوې لویې سیمې د بدلېدونکي نړیوال نظم برخې دي. موږ اوس هغه نړۍ وینو چې په کې نړیوال قانون او د دولتونو خپلواکي د ستر ځواک په وړاندې کمزورې شوې، او د مشروعیت پر ځای ځواک د پریکړې معیار ګرځېدلی. د افغانستان تجربې موږ ته دا وښودله چې بهرني ځواکونه کولی شي حکومتونه نسکور کړي، خو ملتونه اداره کولی نه شي، او پایله یې ډېر کله اوږده بې‌ثباتي، جګړې او اقتصادي ګډوډي وي. لیبیا هم دا درس راکوي چې د مشر لرې کول د دولت د ثبات تضمین نه دی او کومه تشه چې رامینځته کېږي وسله ‌والو ډلو او کورنیو جګړو ته لاره هواروي. که د وینزویلا د ولسمشر په نیول کې موږ د همدې خطرناکې پالیسي نوې نښې وینو. یو بهرنی ځواک  په مستقیمه توګه د یو ملت برخلیک د خپلو ګټو پر بنسټ بدلول غواړي. دا کار په لنډ مهال کې او ان د یو ساعت په واټن کې تر سره شو خو د اوږد مهاله امنیت او ثبات هیڅ تضمین نشته.
په دې سیاسي چوکاټ کې د سترو قدرتونو محاسبه یو مهم اړخ دی. که امریکا د بل هېواد د ولسمشر نیول د ویاړ په ژبه اعلانوي، نو دا یوازې د هغه هېواد پر سیاست اغېز نه لري، بلکې نړیوالو قدرتونو ته دا پیغام ورکوي چې قواعد ماتېدلی شي، د ځواک د تر وړاندې هیڅ قانون او قاعده ارزښت نه لري، یوازې ځواک مهم دی اواهمیت لري.
زبرځواکونه دا پیغام په ځیرتیا تر لاسه کوي. او د خپلو نفوذ د سیمې د پراخولو هڅې به ګړندۍ کړي او خپل سیاسي او پوځي فشار به زیات کړي، چې دا کار د ستر ځواکونو تر مینځ د مخامختیا خطر زیات کړي. او د ځواک متقابل منطق د یو ممکنه ناڅاپي جګړې خطر زیاتوي، او یوه کوچنۍ پېښه د لویې شخړې اور بلولی شي.
په دې بدلېدونکي نړۍ کې کوچني او نیمه ‌پیاوړي هېوادونه به تر ټولو زیات زیانمن شي. ځکه ډېری دغه هیوادونه نه یوازې په نیابتي جګړو کې ښکېل شوي، بلکې داخلي وېش، اقتصادي کمزوري او د ولسي مشروعیت نشتوالی یې د بهرني لاس‌وهنې دروازه پراخه کړي دي. 
افغانستان د دې نړۍ یوه ژوندۍ بیلګه ده؛ هېڅ بهرنی ځواک د افغان ولس د خیر لپاره نه دی جنګېدلی او نه جنګېږي، هر یو  یوازې د خپل نفوذ لپاره راغلي او راځي، چې پایله یې  افغانستان ته له اوږد مهاله بې‌ثباتي پرته بل څه نه و. 
پاکستان یو له هغه ګاونډي هیوادو څخه دی چې په تېره نیمه پېړۍ کې یې د افغانستان د بې ثباته کولو دپاره ځان د سترو قدرتونو د لاس آله ګرځولی ؤ او افغانستان ته یې د اور او ویجاړۍ راوړله او لا هم هڅه کوي د افغانستان دپاره سیمه ایزه او نړیواله فضا خړه کړي.
خو داسې ښکاري چې د خپل شیطانت په لومه کې را ایسار شوی او د یو کړکېچن موقعیت تر وړاندې ولاړ دی: داخلي سیاسي بې‌ثباتي، سیمه ‌ییز فشارونه، د ستر قدرتونو له خوا اقتصادي او سیاسي فشارونه، دا هېواد په یوه سخت فشار کې اچولی..
د کمزورو هیوادونو لپاره اصلي پیغام دا دی چې که داخلي مشروعیت، منطقوي همکاري او اقتصادي او سیاسی انډول رامینځته نه کړي، نو دغه هیوادونه به د نورو قدرتونو د جګړو د نندارې ډګراو ولسونه به ددوی د ناسمو سیاستونو قرباني شي.
رسنۍ او د مالوماتو د خپرېدو چاپېریال هم د دې وضعیت په ټینګښت کې رول لري، ځکه جګړه مخکې له دې چې په ډګر کې پیل شي، په ذهنونو او مالوماتي فضا کې رامینځ ته کېږي. 
جعلي خبرونه، مبالغه، ویاړیزې ویناوې او د احساساتو پر اساس پریکړې ولسونه قطبي کوي او د قانون مشروعیت له مینځه وړي او پر ځای یې ځواک ته مشروعیت ورکوي، چې دا پخپل وار د جګړې دپاره برابره او دوامداره فضا رامینځته کوي.
لنډه دا چې نړۍ د داسې پړاو پر لور روانه ده چې پکې قانون کمزوری او ځواک غالب دی. کمزوري هیوادونه، په ځانګړي هغه هیوادونه کې له کورنۍ ترینګړتیاو سره لاس او ګریوان دي، په لومړۍ کرښه کې دي. که داخلي مشروعیت، اقتصادي پیاوړتیا، امنیتي تفاهم او هوښیار بهرنی سیاست رامینځته نه کړي، نو دوی به د نورو د جګړو قرباني شي، خو که راویښ، یوموټی او هوښیار شي، نو ان په دې خطرناکه نړیوال چاپېریال کې هم کولی شي د خپل برخلیک د خوندي کولو او د ثبات د رامینځته کولو فرصت ولري.
په پای کې، نننۍ نړۍ موږ ته دا ښکاره پیغام راکوي چې کله ځواک د قانون ځای ونیسي، جګړه یوازې د وخت او موقعیت پوښتنه وي، او هغه ملتونه چې خپل داخلي ثبات، مشروعیت او هوښیاري له لاسه نه ورکوي، یوازې دوی کولی شي په داسې نړۍ کې له قرباني کېدو څخه ځان وژغوري او د لوبغاړي رول ترلاسه کړي.